حميد ماشوخيل
عبدالحميد مومند يا حميد ماشوخيل څه پاسه۲۵۰ کاله پخوا يعني په ۱۰۷۵هجری قمری کال کي دپښتون خوا دپيښور دښار دماشوګر په کلي کي زيږيدلي دي. دژوندانه شپي او ورځي يي دخپل وخت دنورو شاعرانو او اديبانو په څيرځان ته ګوښي او به ناپيژانده توګه سبا کړيدي چه نه چنداني توجه ورته سويوه. متأسفانه کله چه دا ګل مړاوي سو ددي تکړه او پياوړي شاعر دلوړ مقام په قدر پوه سول، چه دشعر او ادب دمينانو توجه ور واوښتل.
نوموړي شاعر دډيرو څيړونکو او ادب پوهانو په اند دپښتو ژبي دشعر بيدل او سعدي ګڼل سويدي.
شعريي ډير ژور، فلسفي، روان، دلفظي مرغلرو او استعاراتونه نه ډک دي.
حمیدمومند یا حمید ماشوخیلحميد ماشوخيل څرنګه چه ډير نازک خياله شاعر وو هغه ته يي دموشګاف (چه وريښته سوري کوي) لقب ورکړيدي. دي دمغل پاچا اورنګ زيب معاصر وو او دشعر او ادب مکتب يي دهغه وخت دهندي او ادبي سبک تر تاثير لاندي راغلي. دشعر په ژبه کي يي تر ډيره حده دفارسي او عربي ژبي لغات او اصطلاحات راغلي دي. څرنګه چه دخپل وخت ديني مروجه علوم يي ټول لوستي وه، نو کله کله د ملاعبدالحميد په نامه هم نوم ولسويدي. هيڅ ډول دژوندانه ناخوالو هغه مجبور نه کړاي سواي چه دشعر او علم دډګره لاس پر سر شي. ددغه وجهي له پلوه دنوموړي شعر خپل لوړ منزل ته رسيدلي دی. لکه په خپله چه وايي:
و آسمان ته به دشعر زيني کښيږدي
که حميد دغم له سره زنګون وکيښ
دده ديوان او خواږه اشعار دشعر دمينانو ذوق ته رنګ ورکوي. او لرو بر سندر غاړي په خاصه توګه دنوموړي شعرونه زمزمه کوي چه يوه ځانګړي نښه يي داده :
البته دا شعرځانته ځانګړي رنګ او خوند لري دښايسته استعاراتو او تشابهاتو يوه ښه بيلګه ده.
خط پرمخ دصنم راغي که سپوږمي شوه په هاله کي
دايي غاښ په خوله کي زيب کا که ژاله شوه په لاله کي
هسي رنګ سحر و جادو کا په نظر دشهلا سترګو
نه يي سيال په هند کي شته دي نه ثاني په بنګاله کي
لکه ونښلي مرغي په سست يو دام دسلو لومو
هسي رنګ پريشانه زلفو کښي ويستم په کشاله کي
دا زما دغمه شين زړه په کي خيال د يار دشونډو
هسي رنګ زيب و زينت کا لکه مي په شنه پياله کي
ما ويل عين ګڼه ګل دي د غنچي په لمن نغښتي
که مي کوت يو ګل اندام وو پروت په سبزه دوشاله کي
ښکلي مخ کي، ولي ناسته په مجلس درقيبانو
په جوار دسپيونه وي هيڅ آرام په غزاله کي
سر تر پايه غم دهجر لکه ني سوري سوري کړم
ځکه يم مدام دا هسي رنګ به آه او په ناله کي
که يار غواړي هومره ژاړه څو درځي عبدالحميده
دا په دا چه در مونده شي په درياب نه په نياله کي
دحميدبابا له اشعارو څرګنديږي چه څومره دده سبک يوه ځانګړي ادبي ښکلا لري. ځانګړي توب يي په شعر کي دځانګړو الفاظو، استعاراتو، ژوره مبالغه، تشبيهاتو لفظونه دپيلیو مرغلرو په څير استعمال کړيدي. او هم دغه رنګه به شعر کي يي دمتلونو او مثالونو نه هم ډيره ګټه اخستي ده. چه دغه دلفظي نزاکتونون او دکلام باريکي دده و شعر ته خاص رنګ ورکړيدي. نو ويلاي سو چه حميدبابا دخپل وخت دپښتو ژبي خوږ ژبي شاعر وو. ده هميشه دخپل اولس او چاپيريال ناخوالي، دردونه او خوښي په ډير ښه انداز انځور کړيدي.
حميد ماشوخيل په ۱۱۵۰هجری قمری دپيښور دښار د په دغه شولګر کلي کي ومړ.