37

ته به مې پر ودروي، وایي بې په چا

گرآورده های مهم
11 January 2023

۱۷ / ۵ / ۲۰۱۲ زکال


طنزي کیسه  

په تیرو زمانو کې افغانان د لیک لوست سره ډیراشنانه ول. د دیني فرایضو د اجرأکولو له پاره په کلیو او بانډو کې ملایان(محتصبین) د دولت له خو اټاکل شوی وه چې خلک د لمانځه د ادأکولو له پاره را وبولي. د لمانځه او نورو دیني فرایضو په زده کړه کې ور سره مرسته وکړي. اوس د معلوماتي تکنالوژي په دوران کې تاریخ بیا تکراریږي خو دا ځل یي بڼه بیخې بدله ده. ولسونه په هرڅه پوه دی خو واکداران یا په اصطلاح دولت جوړونکي محتصبانو ته ډیره اړتیا لري چې د خدای او رسول لارې ته یي راوبولي. زما د طنزموضوع همدغه ده چې د لاسلیک شوو ستراتیژیک تړونونو سره په نیغه تړاو لري. دوه سپین ږیري د اوږدوعملي تجربو خاوندان سره جرګه دی او یو ښوونکی هم معلومات ورکوی، ولولئ:

میرداد کاکا: رحیم ګله وروره! خدای دی راوله ښه شو چې راغلی. په کور او کاله کې څه حال و؟ دا څه پیښه ده چې اوس ډیر زموږ خوا ته نه راګرځي؟

رحیم ګل کاکا: میرداده وروره څه به درته ووایم ناشکري به نه کوو هر څه د خدای له طرفه پیښیږي. څه درته ووایم، خدای(ج) دی نه راڅخه ناراضه کیږي. د حال پوښتنه مو مه کوه. خپل د مرګ شپې حسابوم خدای مې دی ایمان سلامت کړی. اوس نو زه او ته د ګور په څنډه ولاړ یو.

میرداد کاکا: دا خبره خو رښتیا ده خو بیا هم د ژوندوحساب را باندي کیږي. خدای په دی فاني نړۍ کې داسې څه راباندې ولیدل، که په خوب مې لیدلي وای، زاره به مې چاودلی وای. 

رحیم ګل کاکا: ښه راته وایه، د بمباریو سره  مو څه حال دي؟

میرداد کاکا: څه به درته ووایم. په راډیو کې اورو چې زموږ باچا کرزي صیب د امریکایانو سره تړون کړی، چې د شپې عملیات به نه کوی او یواوږد تړون یي هم لاسلیک کړی دی. بهرته ځي د نورو سره هم چې ماته یي نوم نه راځي، ډیرکاغذونه یي لاسلیک کړی دی او نور هم په دغه کاغذونو لګیاه دی، خو وژنو او د شپې په تیاره کې عملیاتوتر پخوا نورهم زور اخیستی دي. خدای دی خیرکوی چې بله ټکه نازله نه شي. زه خو د دغه کاغذو د لاسلیک څخه ډیر ډاریږم. زه وایم نور به مو هم په قتل کړي.

رحیم ګل کاکا او میرداد کاکا: معلم صیب چیرته ځي، دلته راشه زموږ سره فتاوي ته کښینه. ته خو لوستل او لیکل کولای شی، زموږ پوښتنوته به ځوابونه راکړي.

ښوونکی : ولې نه ؟ زه به تازه تازه او کاغذپیچه کیسې درته وکړم او د لاسلیک شوو تړونونو مهمې کرښې به درته ولولم. خو په یوه شرط چې تاسي ماته ووایاست چې ولسوال، څارنوال او آن د ولایت والي دغه دومره پیسي له کومه کړی چې اولادونه یي د ښوونځي د روخصتیوپه وختونو کې په ډوبی کې استراحت کوي.

دواړه سپین ږیري : پر دواړو سترګو. موږ به د کور او کاله غمجني کیسې هم درته وکړو.

ښوونکي : اوس داسې کسان په واک کې دي چې نه یوازی زموږ د هیواد هر څه شته یي په لیلام ورکړی دی، خو زموږ د هیواد پت، عزت، غیرت ته نقصان رسوي بلکې د هیواد د اتلانو او غازیانو د مړستون ترڅنګه چې تیریږم، د شرمه څخه سترګې ټیټې کړم. د جرمني سره د تړون یوه برخه درته لولم: « د افغانستان اسلامي جمهوريت او د آلمان فدرالي جمهوريت تر منځ د لرغونو (پخوانيو) اړيكو پر روحيې پر ټينګار؛د سولې د ساتنې، د ديموكراسۍ ګډو ارزښتونو ته د تحقق بښلو، د بشر حقوقو او د قانون واكمنۍ ته د درناوي په وړاندې ګډو مسئوليتونو ته په پام سره، د ښې حكومتدارۍ د اصولو، دعامه ادارې د اصلاح، روڼتيا او د ملي او بين المللي همكاريو د جوړښت د پراختيا لپاره د دواړو اړخونو د ځواب وركولو، د قضائي سكتور د پياوړي كولو او د قانون د واكمنۍ د تحقق د اهميت او ډېرې زياتې اړتيا په دركولو؛ په كابل كې د ۲۰۱۰ كال د جون د مياشتې او په لندن كې د ۲۰۱۰ كال د جنوري د مياشتې د كنفرانسونو په چوكاټ كې د افغانستان اسلامي جمهوري حكومت او بين المللي ټولنې ژمنو ته په پام سره ...»

ښوونکی : زما ښاغلیومشرانو! زه به د تړون دغه برخه په ساده ژبه درته بیان کړم:

المان د پخوانیو محتصیبنو په څیر افغانستان ته وایي چې موږبه مرسته درسره کوو چې تاسي عدالت، ډیموکراسي ، ښه حکومتداري او نور ښه ښه کارونه وکړی.

رحیم ګل کاکا او میردادکاکا: دوی چې دواړو دیواله ته ډه ډه وهلي وه، اوچت د۳۰  کلونو ځوانانو په ډول راپور ته شوه او په لوړږغ یي وویل:

معلم صیب! دخدای له پاره دا څه اورو؟ د دی خبری مانا داده چې همدغه د دوي روزلي وحشیان به پرموږ خوارو، د زور چلولو ته دوام ورکوي. همدغه چې ټول هیواد یي راته وران کړاو د خورلڼو پوړنې یې پرمځکه راته ګوزارکړه. زموږ د عزته ډکې تورسرې یې د عربو پر شیخانو وپلورلي، اوس به دوی عدالت، ډموکراسي او اسلامې ټولنه راته جوړوی؟ د خدای له پاره د دي ناخیړوڅخه مو زارې وچاودلي. نوهغه خبره ده چې جرمنان به دوی عدالت ته رابولي، خو دا کسان به د درغلیو څخه څنګه لاس واخلي ځکه درغلې یي د نشه ای توکو د روږدو کسانوپه څیرعمل ګرځیدلی دي.

میردادکاکا: معلم صیب! زړه مې چوې چې دا اورم. موږخدای دومره بې عزته کړوچې امریکایان، جرمنان... موږ ته عدالت، انصاف، ښه حکومت داري...را زده کوی. د شرم ځای خو دا دی چې مسلمانانوته د خیر او شر لارجرمنان ور زده کوی او د انعام په توګه مرسته راسره کوي. په دی مانا چې شملورافغانان دومره خوارشول چې بیګانه دعدالت زده کړه ورکوی.

رحیم کاکا: زه حیران پاته یم چې زموږ دغازیانو خاطرې ولې هیرې شوي دي. غازی وزیر اکبرخان د انګریزانو ښځوته هم دعزت په سترګه وکتل چې اوس انګریز په هغه ویاړکوي، د احمدشاه ابدالي نوم په نړۍ کې د ویاړ وړ ګرځیدلي دی. میرویس نیکه په ځوان عمر د سیمې د زورواک، ایران څخه نه یوازې ازادي ترلاسه کړل خو(۲۵) کلن شاه محمود د اصفهان زورواک اړایستي چې په خپلولاسونو د ایران تاج پرسر ورکښیږدي.

ښوونکی: زماګرانومشرانو! اوس زموږ پرهیواد بل ناورین راغلی دي نو ځکه خدای مه کړی، نژدی ده چې زموږ د نیکونوهډوکي دغه د پردیولاسپوڅي خرڅ کړي.اوس نو د زورواکانو د پیسو پیداکولوکیسې راته بیان کړئ.

میردادکاکا: په دوبی کې د هغو زورواکانوماڼۍ چې د میړنیو افغانانو د وینوپه بیه یي جوړي کړي دي، ښه بیلګه یي ده. 

رحیم کاکا: ارویدلي موي دی چې د تیرکال یوازي د ودونولګښت(۹) میلیارده افغاني شوی دي. دا چړچي یوازې د کابل دي نورځایونه نه درښیم. خوڅومره شرم دي چې زموږ خوارخلک په خیموکې د یخني څخه مړه شول او اوس د سیلابونو څخه ساه  ورکوي، ولې د پردیوغلامان د خپل ولس د وینوپه بیه یوازي په کابل کې(۹) میلیاره افغاني د ودونوپه خوښیولګوي.

ښوونکی: زماپه زړه پوري مشرانو! زه به همدا اوس ولاړشم ځکه په کورکې اوړه نه لرو یو چا د څومنو اوړو وعده راسره کړی ده بله ورځ به په مړه ګیډه مجلس درسره وکړم. دومره به ووایم چې خدای پاک دي د غو ناولوته سزاورکړي.

مشران: پر الله پاک موسپارلي یي. خو بله ورځ به حتماً راځي او په دغه تړونو به زموږ سر را خلاصوي.

د خدای په امان...