37

طنز په ټاکنو کې ګډون د لرګو منډلو سره مل دی

گرآورده های مهم
11 January 2023

۶ / ۱ / ۲۰۱۳ زکال


لویدیزې ډموکراسۍ ډیرې ګټې را نصیب کړي چې موږ یې باید مننه وکړو. 

جناب ولسمشر نا شکری کوی خو ملي شورا او شمالي ټلواله یې د ګټو څخه خوند اخلي. زه غواړم ګټې یې په لاندې ډول درته بیان کړم:

ـ جنسي تیري باید د کلتور یوه برخه شي، پرته له دي نه په هیواد کې د ښځو ازادي تأمین کیدای نه شي. خو د خوښۍ ځای دي چې د دې پروسې په چټکوالي کې د شمالي ټلوالي لوړ پوړو چارواکو ښه ونډه اخیستي ده. خو په شمال کې ولسونه اوس هم د دغې پروسې په پرمختګ کې خنډونه جوړوي.

ـ د هلک خوښولو (بچه بازي) پروسه باید په ټاکلي کچه پرمختګ وکړي پرته له دی څخه زموږ هیواد د نړۍ د پرمختللو(لویدیزو دوستانو) هیوادو سره سیالي کولای نه شي. د دغه ارمان د پوره کولو له پاره د دفاع اوسنی وزیر قرباني ورکړل چې د ملت له پاره د مخکښ رول ولوبوي.

د پیسو ژر پیداکولو اساني لاري باید ولټول شي چې د خلکو اقتصاد پیاوړي شي. په تیرو دولسو کلنو کې د اهل کفر د پریمانه ډالرونو څخه زموږ مشران د لوړو مرتبو خاوندان شول. خو زموږ مشران اوس بله توصیه کوي چې په اوسنې حالت کې د بل میتود څخه کار واخلي. اغیزناکه ګټه اخیستلو اسانه لار داده چې بهرنی څار ګرو ادارو ته موثق راپورونه برابر شي او په ښه بیه ورباندې وپلورل شي. ښه بیلګه یې مارشال صاحب فهیم دی چې خر یې نه درلود، خو اوس د هر نعمت خاوند دي. ټنبلو او بیدو ولسونو چې خوځښت نه درلود، ګناه یې خپله ده. د افغانستان د تجزیې له پاره هڅې هم ښه تود بازار لري، خدای مې دی غاړې نه بندوي، وایې چې د دې موخې د انګازو خپرولو له پاره هم ښې پریمانه ډالرې ویشل کیږي. 

څومره بیداره او هوښیار مشران لرو، محقق صاحب تر ټولو ړومبي نوي بازار ته لاره پیدا کړه وایې آن چې د برتانیا د مقاماتو څخه یې غوښتنه کړي چې افغانستان تجزیه کړي.

د ولسمشریزو ټاکنو د ګټلو له پاره هڅې پیل شوی دی که څه هم د ټاکنو کمسیون یي ناقانونه ګڼې. ښاغلي اشرف غني د مناظرې وړاندیز د هیواد پر هرګوټ کې چې سیال نوماندان وغواړي، وکړي او دا یي هم په ډاګه کړه چې که د خبرو مناظره نه کوي، جنرال صاحب دوستم به د بزکشي سیالي ورسره وکړي.

عجیبه ده ځکه د ښاغلي شیخ الحدیث سیاف صاحب مرستیال، ښاغلي تورن اسمعیل چې ږیره یې تر سیاف صاحب لنډه نه ده د ټاکنو د سیالۍ نوي میتود اختراع کړ. تیره ورځ یي د ټاکنو د کمپاین غړو یانی کلکو ملاتړو د ښاغلي اشرف غني د ملاتړي سره بزکشي و نه کړه ځکه په هرات کې دود نه دي. نو د ښاغلي اشرف غني ملاتړي یې را چپه کړ او لرګی یې ور ومانډه چې ډاکټرانو یې هم پخلي کړي دي.

خو زه ځکه هیښ پیښ نه شوم چې سیاف صاحب د فتوا ورکولو واک لري او اوس د فتوا ګانو بازار هم تود دی. کیدلای شي دا هم د فتوا په واسطه روا او مروج کار وي، خو که فتوا ور نه کړی ایله بیله ډموکراسۍ خو ده ځکه د پرمختګ یوازني ښه لار نوښت دی.

چې د ټاکنو سیالی به لرګو منډلو پیل شوی، نو خدای خبر دي چې د ټاکنو مخالفین (طالبان) به په ټاکنو کې د ګډون په تورکومه سزا وټاکې؟  

خدای دي خیر پیښوي چې د ولسمشریزو ټاکنو کمپاین په بزکشي پیل او آن د لرګو منډلو ته ورسید، څرګنده نه ده چې نور به لا څه نوښتونه وشي. 

هاخوا بیا زموږ د ولسمشري په نوماندانو پسی خلکو را اخیستی ده چې د دوي ځینې کسان څارنوالی ته د پوښتنو له پاره ورپیژندل شوی دي. خو د لویې څارنوالي ستونزه داده چې کوم جرمونه جنګې جرایم ګڼل کیږي؟ 

لویه څارنوالي اندیښنه لري چې خدای مه کړي چې مشرانو ته ضرر ونه رسیږي، ځکه په لویو مشرانو پسي هم ډنډورې روانې دی. لویه څارنوالي په دوعا دي چې خدای دی وکړی چې ولسمشر او یا یې مرستیالان د یو فرمان په واسطه دغه څیړنې په ټپه ودروي چې بیچاره څارنوالان د دغه لوی افت د پوښتنو او ګرویږونو څخه په امان شي، ځکه چوچه داره دي، د ټاکنو دسالیو د ورته سزاو زور په خدای که لري. 

د بګرام د بندیانو موضوع هم توده ده، هلته هم وروسته تر دولسو کلنو اختراعګاني کیږي، وایې تور زندان موندل شوی دی. دا به نو د ځمکې پر سر تور دوزخ ونوموو خو امریکایان ډیر په غوصه دی. د امریکایانو غوصه پر ځای ده ځکه په ۲۰۰۱ زکال کې ۵۰۰۰ طالبګوټي د شمال په واکدارانو ووژل نو اوس د تور زندان موندل ولې موږ تروه کړو؟ دغه د امریکایانو ګیله هم تر یوې کچې پر ځای ده.