42

بیا سینه کې ستا یادونه په چپو دي

از کتاب: راگ هزره ، فصل استاد خیال ، بخش ،
استاد خیال

بیا سینه کې ستا یادونه په چپو دي
بیا د سترګو سېلابونه په ختو دي

بوراګانو د سپرلو لمنې نیسئ
د ګلونو قافلې ګني په تلو دي

هر انداز یې دلفریب دې خو زړګیه
دا معصوم معصوم کتل یې د کتو دي

د وفا زمکې خړوب نه شوې اعظمه
ډېرې وینې مو وړکړي د زړګو دي