42

چی لیونی ګرځمه غم د هجران دی

از کتاب: راگ هزره ، فصل احمد ظاهر ، بخش ،
احمد ظاهر

چی لیونی ګرځمه غم د هجران دی
ملامت نیم خلکو یار په ما ګران دی

ګریوان می لوند په اوښکو له ډیره غمه
په لویه لار كی ناست یم د یار په تمه

کله به راشی یاره دا می آرمان دی
ملامت نه یم خلکو یار په ما ګران دی

د یار په پاكه مینه تر او تازه ومه
مست د سروشوندو په می بی اندازه ومه

چی یار جدا شو له ما سخت می ګزران دی
ملامت نیم خلکو یار په ما ګران دی

"فریاد" خورونه کوی شپه تر سحاره
د بیلتانه له غمه دیر ناكراره

سترګی یې سری په ژرا لوند یې ګریوان دی
ملامت نیم خلکو یار په ما ګران دی