42

ستا د سترګو بلا واخلم

راگ هزره استاد اولمیر ، ،
استاد اولمیر

ستا د سترګو بلا واخلم بيا دې سترګې ولې سرې دي
پام چې وار دې خطا نشي ما منلې غرغرې دي

د آرزو جوپه باريږي حوصلې وهي ترپکې
د اميد په قافله کې جوړې نوې نغارې دي

ستا د مينې د خزانه بس زما ژوند ته بها ده
ګوندې وخته ما ليدلي پخپل سر خاورې ايرې دي

نازولې ليلا راشه د مجنون ګرېوان ته ګوره
دا باران د مرغلرو که د اوښکو فوارې دي

مخ دې بلې لمبې کاندې خوله دې ګُل شي بيا غُنچه شي
ځکه ماته ډېرې ګرانې د پتنګ بلبل نخرې دي

پس له ډېره شواخونه ستا د تلو نه قربانېږم
د نکريزو په جامه کې مې قربان د زړه قطرې دي

چې په ژرنده مې ځان وړه کړو نو ايله مې وصال بياموند
د رنجو په نوم مې کړې ستا د سترګو نندارې دي

چې ارې ته مې سر ورکړ نو اوربل ته په خندا شوم
د ږمنځ په رنګ ښکل کړي زلفې ما خورې ورې دي

مبارک دې شه " سېلابه " د وصال استازې راغی
د ريبار سره دې کړې اشنا نوې مشورې دي