42

خط په مخ د صـــنم راغی

راگ هزره ناشناس ، ،
ناشناس

خط په مخ د صـــنم راغی کـــــــه سپوږمی شوه په هاله کې

دا یی غاښ بــــه خوله کې زیب کا که ژاله شوه په لاله کې

هسی رنګ ســـــحر او جادوکــړی بـــه نظر د شهلا سترګو

نه یی سیال په هنــــدکــــې شـته دی نه ثاني په بنګـاله کې

لــکه ونـــــښلي مــــرغـــــۍ پــــه سســت دام دســـلو لومو

هسی رنګ پــــریـــشانـه زلفو کښیــــویستم په کشاله کې

دا زما له غمه شیـــــن زړه پــــه کــی خــــیـال دیار د شونډو

هسی رنګ زیب و زینت کا لکه می پــــــه شنـــه بـیاله کې

ما ویـــــل عیـــــن ګــــڼه ګــــل دی د غنچې په لمن نغښتی

که مې کوت یو ګل اندام وو پــــروت په سبزه دوشاله کې

ښکلی مخ کـــــــــــړي ولـــــــی نـــاسته په مجلس د رقیبانو

په جّوار د سپــــــیونــــــــه وي هیــــــــڅ ارام پــــه غـزاله کې

سر تـــــــــر پـــــــایـــــه غم د هجر لکه نی سوری سوری کړم

ځکه یم مدام دا هســـــــی رنـــــګ پــــه اه اوپــــه نــــاله کې

که یار غواړې هــــــــومــــــره ژاړه څـــو درځي عبدالحمیده

دا په دا چې دُر مونده شي په دریـــــاب نـــــه پــــه نــاله کې