42

ای دل دیوانه زما

راگ هزره استاد اولمیر ، ،
استاد اولمیر

اى دل ديوانه زما !
مه غواړه مدار له ګلو
نه چې څنګ کې خار نه وي
پرې مې ږده چې يوساعت د خپل يارسره همرازشمه
اي بيلتونه ستا به تمام عمر خاص غلام شمه
ځي دزړه پروانه زما
خيژي په انگار دگلو
څه کړم چې غمخوار نه وي
تورې سترگې ګرځي دخوبانو دا انصاف ګوره
زه لکه سکاره يې په منقل دعشق سوزيږمه
خپل شولو بيگانه زما
عشق کړم منت بار دگلو
بخت به زما يار نه وي
راکړه يو برخاست دلبو نن ما ملنگ جان لره
ستا دغم پيرې زما دزړه په سر پانې وهي
اى مغرور جانانه زما !
تير به شي ستا وار دگلو
تل به ستا سينگار نه وي
يه دل ديوانه زما !
مه غوا ړه مدار له ګلو
نه چې څنگ کې خار نه وي