37

د کندهار د وروستیو پيښوپه اړوند د طنزپه ژبه مرکه

گرآورده های مهم
11 January 2023

۱۰ / ۵ / ۲۰۱۱ زکال


په وروستیوو وختونو کې په پرله پسې ډول څو خونړۍ پیښې په ښکلي کندهارکې پیښې شوي. په دی اړوند خنداوره طنز ولې د روانو حالاتو واقعي انځور ترسیمږي. مرکه د طنز په ژبه د کندهار د والی صاحب او نورو لوړ پوړو چارواکو سره انځورشوی ده:

پوښتنه: ښاغلی والي صاحب! اجازه راکړی چې د تیرو خونړیو پیښو په اړوند څو پوښتنې وکړم.

ځواب: مهربانې وکړی. زه د هرې پوښتني د ځواب لپاره تیار یم.

پوښتنه: څو موده مخکې د کندهار ښار د پولیسو په مرکزي دفتر یانې قوماندانی کې ځان مرګې برید ترسره شو د اطلاعاتو له مخې د قوماندانی د انګړ څنګ ته د بهرنیانو دفترونه هم شته. ولس به څنګه په ډاډه ډول ژوند وکړی چی په دومره مهم او خوندې ځای کې ځانمرګې برید تر سره کیږی؟

ځواب: وروره! تاسو باید پوهیدلې وای چې موږ د کلیوالي خلکو د پوره خوندیتوب او د دي لپاره چې د ملکي خلکو مرګ ژوبله په ټپه ودریږی، د جګړې لیکه ښاراو امنیتي مرکزونو ته را انتقال کړل.

پوښتنه: څو ورځي مخکې د مجاهدینو پخوانی قوماندان او د اوس وخت د کندهار د څاروندوی مشر په ځانمرګې برید کې ووژل شو. فکر نه کوی چې تاسو مشران د ځان ساتلو ته هم عاجز یاست.

ځواب: دا خو یو څرګنده حقیقت دي چې مشران باید د امتیازونو په وخت کې په وروستۍ لیکه کې ولاړوې او په قرباني ورکولو کې مخکښه وې.

پوښتنه: په وروستیو وختونو کې اوازي دي چې د کندهار لوړ پوړي چارواکې په ځانګړي ډول د زندانیانو سره ښه رویه نه کوي.

ځواب: دا څه واېې دا ډیر بې ځایه شکایت دي. په وروستیو وختونو کې افغانې مشرانو د بهرنیو دوستانو په مشوره د سولې د عالې شورا په غوښتنه د څو طالب جنګیالیو د خوشي کولو امر کړی وو. ولې د کندهار مشرانو د خلکو د خوښۍ په خاطر ټوله طالب جنګیالې خوشي کړه حتی څوتنه جنایي مجرمین هم د خلکو په غوښتنه په ډیرعزت د زندان څخه ویستل شول.

پوښتنه: ښاغلی والي صاحب! اوازې داسې دي چې طالب زندانیان د مخکې نه جوړشوي تونل د لارې په نیمه شپه وتلې دي. نو دا کیسه ګواکې درواغ ده.

ځواب: په بشپړ ډول، دا یو بې ځایه تهمت دی. موږ نه غوښتل چې دومره ډیر کسان د ورځی لخوا خوشې شي ځکه:

۱ ـ هوا ډیره ګرمه وه په یو ځل د دومره بندیانو خوشې کول په سخته ګرمي، دوړو او خاورو کې د بندیانو د روغتیا لپاره خطرناکه وه.

۲ – د دغومرو ډیرو کسانو وتل په یو ځل ښار ته هم ګڼه ګوڼه جوړول چې د ولس د ازارسبب کیدلای شوای.

د دغو دلایلو پر بنسټ مو د شپې په سړه هوا او سوړ تونل کې رخصت کړه چې هم د طالب جنګیالیو روغتیا خوندې وي اوهم عامه وګړو ته د ګڼې ګوڼې ستونزی رامنځته نه شي.

پوښتنه: دومره ډیر کسان په تیاره شپه پر پښو خپلوکورونو ته ولاړه؟ ځکه د لیرې سیمو خلک به هم  ور په کښې کې وو. دا زندانیانو ته ستونزمنه نه وه.

ځواب: ژورنالیست صاحب! ته هم عجیب سړی یی. دومره موږ هم ظالمان نه یو. د دی ستونزې فکرمو کړی وو. هغه کسان چې د لیرې ځایونو وو، ترپال لرونکې موټر مورا غوښتی وو چی د دوړو او خاورو څخه هم وساتل شې، په مړو بتیو(څراغونو) وخوځیږی چې بیده ښاریان د خوبه ونه باسې او په سړه هوا خپل تر کورونو جوړ او روغ ورسیږی. د ښاراوسیدونکې زندانیان په جوپه جوپه په ټکسیانوکې خپلو کورونو ته ولاړه.

پوښتنه: ښاغلی دزندان قوماندان صاحب! داسې اوازی دی چې تاسو د طالب جنګیالیو د وتلو د پروګرام څخه بې خبره واست؟

ځواب: وروره! زه د کاراوږده تجربه لرم. زما په مخکې څوحکومتونه نسکور او پخوانې تښتیدلې بیرته واک ته رسیدلې دې. دا به بې سنجشه کار وي چې ما طالب جنګیالې د کندهار په زندان کې په غصه کړی وای.هغه څه چې د دوی لپاره کوچنی مزاحمت رامنځته کاوه، زما ورته فکر و. ډیری میاشتې کیږی چې د زندان دننه ته نه یم ورغلي. هر څوک حق لری چې د راتلونکې په غم کې واوسې. څوک خبر دی چی په راتلونکې کې به طالبان واک نه ترلاسه کوي (اول ځان پسې جهان).

پوښتنه: طالبانوڅوورځي مخکې دکندهاردښارپرمهم ځایونوبریدونه وکړه په دی اړوندڅه ویل لري.

ځواب: دا رښتیا ده. موږ دوې ورځي د ښار په منځ کې د طالبانوسره په ډیره سړه سینه جګړه وکړه. ژورنالستانو ته دې هم خدای انصاف ورکړی چې د کوچني خبری څخه ببو(بلا) جوړه کړی. خوشبختې دا ده چي ډیر لږ شهیدان لرو. کوم فوق العاده وراني رامنځته شوي نه دي. یوازی څو نفره شهیدان او یوشمیر ټپیان شول چې د زخمیانوعلاج کیږی او شهیدان مو په عزت د دوی خپلوانو ته وسپارل. څو ودانۍ څه خرابې شوی دی هغه ودانۍ چې  دوې ورځی ورباندې جګړه وه، ډیره خرابه شوی ده. په دی برید کې موږ دوی ګټې ترلاسه کړی لومړی د کندهار هوټل د بیارغونې پروګرام مخکې ترلاس لاندی و. اوس خوښه دا شوه چې بیارغونه به یی د طالبانو ګناه وګڼو. او بله ګټه داده: هغه کسان چې موږ په عزت خوشی کړی وو، دوی پر وعده وفا ونکړه، دوه دری تنه مړه او یا ونیول شوه. داخپله یوه لویه لاسته راوړنه ده.

پوښتنه: ښاغلی والی صاحب! په پرله پسی ډول ولسی جرګه او د سنا شورا پرتاسو لوړو چارواکو نیوکې لري ولې تیره ورځ د سنا غړو وویل چې د کندهاروالی په خپلو خبروکې ویلي دی چی د سنا غړی باید په دی چارو کې لاس وهنه ونه کړی ولی ځینو سناتورانو وویل چی دا خبره والی صاحب نه ده کړی. که تاسو مهربانې وکړی چی اصلی او رښتیا خبره څه ده؟

ځواب: که رښتیا در ته ووایم موږ ټول ګنګس یو. «ما وویل چې زه هر وخت او د هر مقام پوښتنو ته تیار یم. په غیر د سنا، د سترې محکمې...او حتی د یو کوچنې مقام پوښتنو ته هم تیار یم.» په (غیر) کلمې یې ناورین جوړکړی ولی څه به ووایم. د یوچا د وینا پوهیدل هم ستونزمن کاردی او بله خبره دا ده چې خپل منځي جنجالونه د هیواد ترګټو په لومړی لیکه کی ډیر وختونه راځي.

ستاسو د مرکې نه مننه. هیله ده چې په خپله دنده کې نور ډیر بریالیتوبونه مو په نصیب شي.