42

په مذهب نه د بلبل نه د پتنګ يم

راگ هزره مسحور جمال ، ،
مسحور جمال

په مذهب نه د بلبل نه د پتنګ يم
نه غوټۍ په شان د زړه په وينو رنګ يم

نه اغزی يم چې انګړ شمه د ګلو
نه د چا د ډډې لاندې پوست پالنګ يم

نه آينه يم چې منظور شمه د ښکلو
چې مې کېږدي په منګلو نه اترنګ يم

غوټۍ نه يم چې مې جونې سر کې کېږدي
چې خوبان مې کړي پر غاړه نه لونګ يم

نه ژړا يم نه خندا نه زير و بم يم
نه پوهېږم چې زه څه او څه آهنګ يم

چې قلنګ راباندې نه وي ملنګ نه يم
نه صاحب د باج خراج او د اورنګ يم

نه د کونډو رنډو مرسته را نه کېږي
نه د چا په شان د بل په ځان پلنګ يم

نه وزګار يم نه مې کار لکه ماشوم شته
يو ساعت خفه، خوشحال په بل درنګ يم

نه مې روح د شرقيت ډېره ژوندۍ ده
نه دنيا ځنې خبر لکه فرنګ يم

د دې هسې بې معنی ژوندون دپاره
د اضدادو سره همېش ولی په جنګ يم

چې نه درد لرم نه درد لره دوا يم
زه له دې بې سوز و سازه ژونده تنګ يم

خدايږو دې ژوندون نور ستړی کړم
ستومانه چې د ژوند او د ژوندو دپاره ننګ يم

خاورې يمه خو د باده سره مل يم
د هر کس او د ناکس د پښو نه څنګ يم

ټيټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه کړه
زه پدې افتادګۍ کې لوی ګړنګ يم