37

دوه سري حکومت د عدالت سمبول

گرآورده های مهم
11 January 2023

په رښتیا هم د ملي یوالي حکومت د وروڼو قومونو تر مینځ یوالی راوستي او د کلونو ناندریو ته  یې د پای ټکي کښیښودي. اوس د بیلو بیلو ملیتونو استازي په هره کوڅه او بازار کې او یا په اڼترنیټي شبکو کې د نړیوالو د خبرتیا له پاره ډیر شرافتمندانه کنځاوي سره کوي چې خدای مه کړي سره بی غزته نه کړي. 

د خدای شکر دي چې د یووالي په ګټو وپوهیدلو. په هر ولایت کې چې جګړه وشي زموږ د جهاد شرافتمند قوماندانان چې ډیر کلونه وزګار، اقتصادي وضعیت یې ګډوډ وه او ډیرکلونه یې خپلې چړې په وینو نه وي رنګ کړی. اوس الحمدالله د ملي یووالي حکومت د برکت څخه به خپل زړونه په وینو تویولو یخ کړي. 

تر ټولو مهم خبر دا دي چې یو شمیر د مجاهدینو مشران په قبرونو کې او هم ژوندي څه ناڅه خپه وه خو د ملي یووالي د حکومت په نوښت د ارواښاد مارشال صاحب فهیم زوی، ادیب فهیم څه موده مخکې د ملي امنیت د مرستیال په توګه وټاکل شو. په دغه مقرري د ارواښاد احمدشاه مسعود د قبر څخه د خوابدي ږغونه ارویدل کیدل چې ژر د مړستونونو د خبري سرویس د لایقو خبرلوڅو له خوا د ملي یووالي دوه پوړیزه مشرانو ته خبر ورکړل شو. د دې له پاره چې په قبر کې د ملی قهرمان د خوابدی مخ ونیول شي په بیړه د احمد ضیا مسعود لغړ زنی زوي، احمد زوبیر مسعود د ملي امنیت د شورا د مرستیال په توګه وټاکل شو. په همدې ډول د غازي یونس قانوني زوي هم د امنیت د شورا د سلاکار په توګه وټاکل شو.

دواوړو مشرانو هیله وښودل چې د شهیدانو او غازیانو اولادونه  به د پلرونو پر قدمونو پښې کښیږدي، لوږی وزګار افغانان به د جنتونو لارو ته رهنمایې کړی او په کابل کې پاته تاریخي خرابي به هم له مینځه یوسي.

د سپیدارماڼۍ د جهادي مشرانو سره د اړیکو نیولو د مشر سلاکار د خبر سره سم نن په ارګ کې د دوه پوړیزه مشرانو پر مجاهدینو باندې د شفقت او مهرباني د اثبات له پاره د وینو تویلو او د جګړې د غنیمت ټولولو یو شمیرلوړو جهادي پاکو او د سکرو نه سپینو مشرانو باندې د شیخ الحدیث چې د افشارو د هزاره وړونو د اصلاحي وژنو مشر هم پاته شوي دي،  په امر د جنرالی دریشي واغوستل شوي تر څو د نوي جهادي شورا د اقتصادي او جنسي هوسونو د اړتیاو له پاره لازم بیړنې اقدامات وکړي. شیخ الحدیت نویو کارپوهانو ته هدایت ورکړي چې د سپیدار ماڼۍ په مرسته د امریکایې مقاماتو سره اړیکې ونیول شي چې سپین ږیرو جهادي مشرانو ته هره میاشت په کافي اندازه د ویګرا (ویګرا هغه تابلیټونه دي چې سړي جنسي نژدیوالي ته هڅوي) تابلیټونه په راتلونکي بودجه کې په نظر کې ونیسي. هیره دي نه وي چې امریکایې وړونو مخکې دغه کار د دوهمه درجه جهادي قوماندانانو له پاره کړی وه خو اوس د ویګرا قوي تابلیتونو ته اړتیا شته ځکه د جهاد مشران د عمر په لحاظ زاړه خو هر یو څو ښځې لري. خدای مه کړي چې د ښځو په وړاندې یې جهادي عزت ته تاوان ورسیږي.

د جهادي شورا د غړي غازي یونس غیري قانوني لخوا وړاندیز وشو چې د پوچو (سرو) پخوانی غل د جهادي شورا د پوځي مسول په توګه ومنل شي. د دوه پوړیزه ملي یووالي حکومت لخوا د نوموړي د پوچو د چوپړ (چې حیواناتو ته د حقوقو په برابري قایل دي) لوی مشر، بسم الله محمدي د جهادي شورا د پوځي مشر په توګه ومانه چې د تکبیر ډیرې نارې ووهل شوي.

د ارګ د پخلنځۍ لوي مشر خبر راکوي چې پورته مقرري د غرمي ډوډۍ خوړلو پر وخت د جهادي شورا د غړو په حضورکې په داسې حال کې چې د شورا مشر، شیخ الحدیث عبدالرب رسول سیاف د نورو وړاندیزونو په لړ کې د شورا د غړو د اړتیاو د بشپړولو له پاره پورتني وړاندیز وکړي چې پرته د ځنډ څخه ومنل شو او اړوند جنرالان مقرر شول.

د سپیدار ماڼۍ د جهادي مشرانو د اړیکو لوی سلاکار خبر راکړی چې د نن څخه به وروسته هره غرمني د جهادي مشرانو په شتون کې خوړل کیږي تر څو د مهمو امنیتي مسایلو په تړاو پریکړې وشي. جهادي شورا به ډیره پاملرنه د خیزش های مردمي هغو مهمو اشخاصو ته واړوي چې د نویمو(۹۰) کلنو ډیرې تجربې لري. 

په غرمنۍ ډوډۍ خوړلو کې پریکړه وشوه چې د جهاد د اتلانو پر ضد هر ډول تبلیغ منع دي چې متخلفین به یې د شورا د بی دریشي ترافیکو له خو په نقدي جریمو سزا ورکړل شي خو د جرم د تکرار په صورت کې به د جهادي شورا د زون لوی آمر واک ولري چې مجرم  د نویمو(۹۰) کلنو په سزاګانو محکوم کړي.

په غونډه کې د ارګ او سپیدار ماڼیو ته هدایت ور کړل شو چې د جهادي مشرانو د امرونو څخه به کلک اطاعت وکړي د بغاوت په صورت کې به مجرمین د نویمو (۹۰) کلونو په ډول د ده مزنګ د ترافیکو د ریاست مخ ته د هغو ښځو په ډول صلیبونه ور څخه جوړ شي چې د کابل د ښاریانو په خاطرو کې اوس هم هغه انځورونه ژوندې پاته دي.

دوه پوړیزو مشرانو د اوباما د سر په سلامتي شعار ورکړي، تاکید یې وکړي چې د جهادي شورا امرونه به د غازي بارک حسین اوباما د اوامرو په څیر پر سترګو ومني.

مخکې له دې څخه چې غونډه پای ته ورسیږي د امریکایې وژل شوو سرتیرو د ارواح د خوښۍ په خاطر د غونډې ګډونوال دري دقیقي په پټه خوله ودریدل او د اوباما د نوي پریکړې څخه یې په چکچکو هرکلی ووایه.

د غرمي ډوډۍ د شیخ الحدیث په دعایه او د تکبیر ویلو په نارو پای ته ورسیدل. پای