42

دمینې رنګ

راگ هزره طاهر شباب ، ،
طاهر شباب

یــــاره ستــــا پــــه اننـــګوکې
چــــې دچــــا دوینـــې رنګ دی

زمــــا د پــــــــاکــــې مــــینــــې
حقـیقت پــــکې څــــرګند دی

ماویل سترګې دې خوږې دی
دې ویــــل تورې په رنجو دی

ما ویل مینـــه دې سوراوردی
دې ویــــل یار زما ملنګ دی

مــــا ویل زمــــا سره اشنا شه
دې ویــــل زموږ کلي ته راشه

مــــا ویــــل مینه رسوا کیږی
دې ویل دا دمینــې خوند دی

ما ویل ښکلې دې ځواني ده
دې ویــــل مینــــه رسوایي ده

مــــا ویل زه دې لیــــونی کړم
دې ویل یارمې غنم رنګ دی

ماویل سپینه خوله دې راکړه
دې ویــــل مینـــه کړې بې باکه

ما ویــــل زړه ته مــې نژدې یې
ویل زه شمع یارمې پتنګ دی

مــــا ویــــل راشه مازیګر ته
دې ویــــل دربــــه شم ګدر ته

مــــا ویــــل لاره به دې څارم
ویل منګی مې شین په څنګ دی