42

هر څه ته چې ګورم راته ته پکې ښکاریږې

از کتاب: راگ هزره ، فصل نازیه اقبال ، بخش ،
نازیه اقبال

هر څه ته چې ګورم راته ته پکې ښکاریږې
وا خوږه اشنا یوه لحضه مې نه هیریږې
٭٭٭
زه خو دې لیلا یمه ، ستا په مینه پا یمه
ګله درته وایمه
زه درپسې مړه شوم یاره ولې نه پوهیږې
وا خوږه اشنا یوه لحضه مې نه هیریږې
٭٭٭
ته د سترګو تور زما ، ته د زړه ټکور زما
ګوره لږ په لور زما
یاره هر ساعت مې په خیالونو کې ګرځیږې
وا خوږه اشنا یوه لحضه مې نه هیریږې
٭٭٭
ته رانه جدا نشې ، یاره د بل چا نشې
ښکلیه بې وفا نشې
ته زما د سوې زړه د حاله څه خبریږې
وا خوږه اشنا یوه لحضه مې نه هیریږې
٭٭
هر څه ته چې ګورم راته ته پکې ښکاریږې
وا خوږه اشنا یوه لحضه مې نه هیریږې