42

تور اوربل راخور کړه

راگ هزره نازیه اقبال ، ،
نازیه اقبال

رحیم شاه
تور اوربل راخور کړه.جوړ د بنګړو شور کړه
ښه مې کړه زخمي ، زخمي بیا مې زړه ټکور کړه
نازیه اقبال
اوربل چې خور کړمه جوړ د بنګړو شور کړمه
د خپل ښایست یاره بل به په تا اور کړمه
٭٭٭
رحیم شاه
ستا دا خماري چشمان ستا دا منګري زلفان
ستا دغه تنکۍ ځواني سپین جبین او سره لبان
بل راباندې اور کړه . جوړ د بنګړو شور کړه
ښه مې کړه زخمي ،زخمي بیا مې زړه ټکور کړه
نازیه
لیلا ، لیلا یمه ، ډکه د وفا یمه
په ناز کاته کوم . مسته دلربا یمه
٭٭٭
رحیم شاه
سترګو کې کتل کوه . لرې نه خندل کوه
زه چې اشاره وکړم . خوا ته مې راتلل کوه
ما په دیدن موړ کړه . جوړ د بنګړو شور کړه
ښه مې کړه زخمي ،زخمي بیا مې زړه ټکور کړه
نازیه
سینګار چې ځان کړمه. تا به زه حیران کړه
په مینه ، مینه به تا ښکلی جانان کړمه
٭٭٭
رحیم شاه
ورو ، ورو قدمونه ږده. زړه کې مې زخمونه ږده
نشې د نظره ته . تور په مخ خالونه ږده
نن حالت مې نور کړه . جوړ د بنګړو شور کړه
ښه مې کړه زخمي ،زخمي بیا مې زړه ټکور کړه
نازیه
تا ته اشنا وایم . نن درته رښتیا وایم
تا سره مینه کړم . دا درته صفا وایم
٭٭٭
رحیم شاه
زه فردوس کوم وفا . مینه خوند کوي رښتیا
ته زما زه ستا یمه . ووایه صفا ، صفا
جوړ مې زړه کې کور کړه . جوړ د بنګړو شور کړه
ښه مې کړه زخمي ،زخمي بیا مې زړه ټکور کړه
نازیه
تا ته اشنا وایم . نن درته رښتیا وایم
تا سره مینه کړم . دا درته صفا وایم
٭
لیلا ، لیلا یمه ، ډکه د وفا یمه
په ناز کاته کوم . مسته دلربا یمه