قصې
د پښتنو ملي قصې او روایات، لکه شعر او متلونه د دوی د پسیکولوژي خواصو څخه ډکي دي، د روغي ژوندون، د جنگ دودونه او آداب د عشق او ميني حالات او روحي جذبات د دوی ذهنیت او افکار د ملگرۍ او رفاقت لاري او حالونه شاعرانه حیات، شرافت، د ننگي سره علاقه مندي، توریاليتوب، دفاعي او هجومي احساسات، حتی د ښځو شریفانه اخلاق او ناموسداري او ننگيالیتوب، لنډه يې دا چي پښتني قصې ټوله د پښتنوالي خواص او مزايا لري او ښکاره کوي یې.
د پښتو قصې او نقلونه چي د ځيني ملي پهلوانانو Heroes پر سیرت او حیات مشتملي دي، شاعرانه سپېڅلي خواوي هم لري، موږ د مخه وويل چي د پښتو پر عروضي شعر د پردو اغېزي ډېري خيري پرتې دي، مگر دا د نقلونو اشعار او نارې سپيني سپېڅلي دي او خاص د پښتنو په ژوند او روحياتو اړه لري، نو ځکه موږ تر عروضي اشعارو داسي بوبي او سچه پښتو نارې او بدلي د پښتنو د روحياتو په پلټنه کي مهمي گڼو.
دوکتور گوستاولوبون وايي:
"قصې ډېر ځله تر تاريخ صحيحي وي او د ملت حقيقي مشاعر څرگندوي، قصې هغه حوادث دي، چي د حکایت کوونکې عاقله په متاثره شوې وي "
نو د پښتو قصې هم داسي دی، چي د دوی ملي روح ښه اوڅاروي، که مضمون نه اوږدېدلاى، نو ما به دا خبري ښي پستې شنلي او پلټلي وای، مگر اوس فقط مثالاً څو اشارې ورته کوم، "د فتح خان بړېڅ او رابيا" په نقل کي دا دواړه پر ټولو واقعو سره ملگري دي پښتني ښځي په جنگ کي پخپله شامليږي او توریالۍ دي، هغه وخت چي له شپېتو تنو ملگرو څخه يوازي فتح خان او د ده پښتنه مینه پاته سوه، نو سهار رابيا فتح خان ته د جنگ تشویق داسي وركوي:
سر د سره پالنگه هسك كړه فتح خانه
رابیا گلی پونده ورته کړه سپريږي
چي فتح خان لا له ځايه نه و راپورته سوی، رابیا د جنگ پر آس سپره وه، د غليم مقابلې ته تله، نو يې په خپل مين داسي ناره وکړه:
سر د سره پالنگه هسك كړه فتح خانه
رابيا گلي پونده ورته کړه سپره سوه
فتح خان په داسي حماسي ږغ ځواب ورکئ:
"که تتي د گواریو څانگي تتي، يا مي خور يې يا مي مور يې، څو يې نکړم، پر دا سپینه سینه پڅي."
په پای کي فتح خان يوازي د جنگ پر میدان پاتیږي، نو وايي:
"یو که بوټی هندوستان مي بوټى_بوټی= په سپيتانه كي خلاص نه سو، اوس راواړوه د سپینو چړو موټی."
له دغو نارو څخه به د پښتنو جنگي احساسات او د دوی د ښگځو روحي او معنوي غښتلوالی او لوړ مقام تاسي ته ښکاره سي، چي د پښتني عقل او اجتماعي مزاج او فکري ساختمان هم تر پښتون کښته او ضعيف نه و.
د پښتنو پاک او سپېڅلی ژوند او د عفت او ناموس دارۍ حیات د پښتني اخلاقو څخه دی، يعني د پښتنوالي روح، دوی په عفت او پاك لمنۍ کي ساتلی دی، د ښادۍ او بیبو نقل زموږ په قصو کي خورا شهرت لري، عاشقانه احساسات په خورا تېز او تر هر څه اثرناك او اغېزه لرونكي دي، هم د پښتنوالي روح نسي مغلوب کولای، ښادي خو پر بیبو مین و،او بیبو هم د ده په مينه کي لېونۍ وه، مگر د دوی عشق هم د عفت تر سیوري لاندي و او د بيبو ته تر واده د مخه معاشقه لوی پیغور او ناوړه وه، ځکه نو چي يو وخت ښادي له بيبو څخه خوله غواړي، بيبو خواست نه مني او ناره پر کوي:
"چي دا ښادي هلك و ما يې تل اودې څړۍ = اوس چي دا ښادي را لوی سو نو د ما غواړي خولگۍ."
په پای کي ښادي چي پښتون ځلمی و، د دې خپل بې ځایه خواهش په پښېمانۍ او د دې دپاره چي ځان د دې اقدام له پېغوره وباسي، له وطنه ورکیږي او کلی کور ټوله پرېږدي.
ښادي ولاړ ورك سو، ټبر، كهول يې پرېښود، بيبو خو د ده په مينه کي سوځي، يوه ورځ چي د بکوا پر دښت کاروان تېريږي، نو د دې خپل مین ور په ياديږي، وگورئ په څه آرمان ناره پر کوي:
"کاروانونه د بکوا پر دښت تیریږي = کاروانونه د بکوا پر دښت تېريږي، ښادي ورسره نسته، په دا نور کاروان مي مینه نه ماتیږي، زما آرمان ښادي مي بايلو."
په دې ډول د پښتو ملي قصې، لکه آدم خان او درخانی، مومن خان او شیرینی، جلات خان او شمایله،موسی خان او گلمکۍ توردلی او شاهوگله او نوري - نوري د پښتنو د پسیکولوژي روني هنداري دي.