32

څلور ډلي Caste

د پښتو ادبیاتو تاریخ ، دریمه برخه

هغه وخت چه آریائی اقوام په افغانستان کي اوسیدل، او د باختر او هندوکش په ورشوگانو کي پراته وه، دوي ځانته ځيني اداري او ملي تشکيلات درلودل، په مساوات ئې ژوندون کاوه، مگر چه دوي تر انډوس (اباسین) ور واوښتل او په هندکي خپاره شول، هند تر دوي پخوا د تور لينگي اقوامو او تور پوستانو ډک و، له هغه سره د دوي جگړې وې، او پخپله آریائیانو ځانونه سپين پوستي بلل، په ريگويدا کي دا فرق او امتیاز ذکر شوی، او له تورو دسیو سره د سپینو آریائیانو مقابله داسي شوې ده:

 د باد رب النوع (ماروت) پر دسیو گانو باندي حمله وکړه دوي ئې د تالندي په غړغړو سره تباه کړل د دوي ورشو گانې او پټي ئې سپين پوستو دوستانو ته ور وويشل.

د دسیو او آرین د دغه تصادم او جگړو نتیجه وه چه د هند خلق په رنگ او پوست او کړه وړه کي سره بیل شول او پخواني ناآرین اقوام د تورلينگي او پيت پزي (پايسه يزي) او بې پزي په صفاتو په ويد کي ذکر شول، او آريائيانو دوي نجس او مردار خواره گڼل. 

هغه وخت چه آریائیان د هند په مځکو کي خپاره او غالب او بریالي شول نو دوي د هند خلق پر څلور ډلي وویشل پخپله آرین درې ډلي وه، څلورمه ډله هغه دسيوگان او تور لینگیان وه، چه ذکر شول. دې ویش ته په انگريزي کي کست caste وائي چه له پرتکالي کاسټا يعني نژاد او نسل څخه ئې اخيستي دي، مگر په سنسكريت كي ورنه vorna يعني رنگ color بولي، ځکه چه دا تقسیم هم پر تور او سپين رنگ باندي        شوي ؤ.

 د رنگ او نسل ویش لومړي په آریائیانو کي نه ؤ د ويداد دورې په اواخرو کي پيدا شوي دي، ځکه چه په لومړيو ويدو کي د دې ویش کوم ذكر نسته، او نه ئې نومونه راغلي دي، فقط د لسم ويد په ۹۰ برخه کي چه پرش Purush ئې بولي په افسانوي څير د دغو څلورو ډلو د پيدا کيدو ډول ښودل شوي دي، مثلاً: "چه د پردوش بدن ئې تقسيم کړ، برهمن ئې له خولې څخه، راجنيا ئي له مټو څخه ويش ئې له ورنو څخه، او شدر ئې له پښو څخه  پیدا شول".

په ويدا كي فقط دغوني د څلورو طبقو ذكر راغلي دي، زياتي څه نسته خو د هند آریائیانو د دغو څلورو ډلو امتیاز هسي وايي، چه خوله پر ټولو اعضاؤ باندي شرف او لوړتيا لري، نو برهمن چه له خولې څخه پيدا شوي  دي، کار ئې ښوونه او پرمان روايي ده، هغه څوک چه له بازو او مټه پيدا شويدي، کار ئې جگړه، او ساتنه او قوت دي، کم خلک چه له ورنو څخه را وتلي دي، د دوي کار دا دي چه د تمدن نظام تینگ کړي، او وداني او کښت او زراعت د دوي وظيفه ده، مگر هغه چه له پښو څخه پيدا شوي دي کار ئې فقط چوپر

وهل او خدمت کول دي.

 د څلورو فرقو د پیدا کیدو دغه افسانوي رنگ تر اوسه هم په هند کي موجود دي، لومړي ډله ځانونه ډير

شريف گڼي او دا درې ډلي له شدر (دسیو) سره کورټ مخالفت نکوي، اچھوت يعني ناملموس ئې بولي. 

د دغو څلورو فرقو له نورو خصوصیاتو سره دلته زموږ کار نسته، فقط دلته دا څلور نومونه چه د آریائیانو زاړه ژوندون سره اړه لري، د پښتو له پلوه تحلیل کوو، ځکه چه ځیني پوهان وايي چه دا څلور سره کلمې پښتو دي، او ريښې ئې په دغه ژبه کي سته، لاندي ئي شرح راځي. ئې

برهمن Brahmana

لومړي ډله ده چه روحاني او مقدسه گڼل کیږي، او تر ټولو ډلو لوړه او پاکه ده، د دوي وظايف په جامعه کي

مقدس او روحاني دي، د هند مشهور مقنن منو Manu بر برهمنانو وظايف هسي ټاکي: خداي برهمنانو ته دغه وظايف مقرر کړي دي د ويدو ويل او په نورو لوستل، ځان او نورو ته قرباني کول، خیرات ټولول او ورکول... برهمن چه وزيږي، د ټولو مخلوقاتو خاوند وي، او په دنيا کي تر ټولو معزز وي، د دین، د خزانو ساتونکي هم دي وي، برهمن د خپل حسب او نسب د لورتيا لامله د هر څه مستحق دي که دی د لسو کالو وي او کشترې د سلو كالو، بیا هم پرکشتري د ده درناوي او عزت لازم دي.

پوهان د برهمن ترجمه په (دعا کونکي یا نمانځونکي preist) کوي او دا کلمه له (برمهه) څخه جوره شوې گڼي، برمهه د دعا او مقدسو سندرو په معنا و، چه وروسته ئې تحول وکړ، او يو مجرد جوهر او اعلي موجود شو، چه هر ځاي او په هر شي کي سته او بیا نو د یوه بیل رب النوع په مفهوم وپیژاند شو.

په اوسنۍ پښتو کي کټ مټ دغه تاريخي آريائي کلمه سته، برم bram عظمت، جلال، لوړيبا، حشمت ته وايي، د برم خاوند يعني د عظمت او لوړتیا خاوند له برمه ولویږي يعني له جلاله او عظمته پريوزي، پلاني په برم کي دي يعني د حشمت او جلال په حالت کي دي، خوشحال وائي:

که هندو که مسلمان د پت په کار کي

چه مي وليدل د هیچا نشته برم

دلته برم  bram د آزرم او نرم او چرم په قافیه کي راغلي دي، داسي معلوميږي چه د خټکو محاوره دغسي وي.



د برم اوسني معاني هغه تاريخي مفهوم ته نژدې دي لغات او کلمات د خپل تحول په دوره که دغسي تغيرونه كوي، مثلاً (برمه) ډير پخوا په ويدي عصر کي د نمانځني او دعا او ستايني معني درلودل، وروسته يو مجرد د تخلیق جوهر، او بيا د لوي رب النوع نوم سو، په دغو ټولو معناؤ کي د جلال او عظمت او قوت او قدرت معاني پراته دي، چه اوس ئې په پښتو کي هم په دغو معناو مستعملوو.

له برمه څخه برهمن داسي جوړ شو، چه يو د نسبت ادات (من) چه اوس هم په پښتو کي سته، پاي ته پکښي زيات سو، برمهمن شو، يعني د جلال او عظمت او لورتيا خاوند، په کثرت استعمال (هـ) تر (میم) دمخه شوه دوه میمه سره يو ځاي شوه، په ټولو ژبو کي چه دوه حروفه سره يو ځاي شي، که ئې تلفظ دروند وي يو غورځوي لکه هډډیره چه هډیره شوې ده، دلته هم يو ميم ولاړ، برهمن پاته شو اما د (من) نسبتي ادات نور مثالونه زموږ په ژبه کی دا دي، خوږ ـ خوږمن، کړ ـ کړمن، درد ـ دردمن.

د برهمن معنا که دغه د پښتو (برم من) يعني د جلال او عظمت خاوند واخلو د دغي آريائي ډلي له مقامه سره هم مطابقت لري، ځکه چه دوي يقيناً د لوړتیا خاوندان وه او تر ټولو مخلوقاتو غوره او لوړ بلل کیده، د بشر خورا ممتازه طبقه هم دوي وه، او نور ټول طبقات ئي هم خادمان گڼل کیده.