پټه خزانه چا، چیري او څنگه پیدا کړه ؟
علامه عبدالعلی اخندزاده خالوزی کاکړ ما له ۱۳۳۸ هـ ق راهیسته پژندی، زه به د لسو کالو وم چی د کندهار یوه سندرغاړی باغی خندزاده" به د عبدالعلی بدلی د ارغنداو په گڼو باغو کښی ویل او د رغ به مځکه او آسمان رېږداوه.
ښه مي په ياد دي : يوه شپه ئې بدله ويله چي مطلع ئې دا وه :
مخ گرزوي په بيرته ستمگر ولي له ما ؟
جهان په لمر روښان پټوي لمر ولي له ما ؟
دا بدله د عبدالعلی خندزاده د پښین د لوی عالم او فکور شاعر ده. ددغه شاعر یووه بلی بدلی ماته په ځوانۍ کښی د فلسفی تفکر اندېښنه را بخښلې وه چی ویلی ئې وه :
سحر را تلم به گلشن کی ژړل راباندی مرغانو
گلانو تویول په ورو سراسر د زړه غم پر ما
کوې عبد العلی هردم گله پر څه له خویانو ؟
رقم ظلم و ستم کش کی پخوا لوح و قلم پر ما
د ۱۳۱۴ ش کال په ژمی چی زه هند ته تلم د کوټی په بازار کښی می دغه خندزاده د طبابت پر دکان ناست ولید دغه وخت زه د کندهار د طلوع افغان مدیر ،وم او زما اخبار به علامه عبد العلی ته استول کېدی.
ده چی زه وپېژندلم په ډېره مینه ئې پر تندی می کړم او ما دده سره لومړۍ پلا وکتل او د زړه خواله مو سره وکړه
څلور کاله وروسته چی ما د طلوع افغان په پا کښی د پښتو ادب ځنی ورکی او ناپېژندلی بعضی سره څېړلی او را برسېره کولې، له کوټی څخه د علامه عبدالتوعلی دڵه پہغام راورس. ې ده او که د هغې د چاپولو امکان د کندهار په مطبعه کښی وی نو به ئې دی راواستوی دا پېغام مانه چی د قدیم پښتو ادب یوې پاتی یا یووه بیت ته هم تږی ،وم د زوی زبری و او ما ورته وویل. چی زه پخپله کوټی ته درځم او هغه گورم آ ښه ! د خدای کارونه وو، چی زه ژر وره تعلم، او په ۱۳۱۹ ش کال له کندهار کابل ته راغلم او دلته د پښتو ټولنی مشر شوم، او په رسمی کارو داسی اړ سوم چی د ۱۳۲۰ ش کال تر ژمی پوری د سر. گرولو ته هم نه وم خلاص څو چی د ۱۳۲۲ ش کال په پسرلی کشی زه کوټی ته ولاړم، او له خپل زاړه آشنا او خواخوږی مشر عبدالعلی اکندزاده سره می ولیدل. او ده هگه معهود کتاب مانه راښکاره کی زما چی سترگی پر ولگېدې یوه پټه خزانه وه چی دمخه نه مـا نـه بل چاه لیدلې وه ما ارواښاد اخندازاده ته وویل چی دا خو په رښتیا هم پټه خزانه ده که ئي ماته راکې،زه به ئي چاپ کم او جهان ته به ښکاره سي
پر اخندزاده دي خداي ورحميږي زما په خبر بيخي خوښ سو، تندي ئې ورين سو شوندان ئې موسکي سول وې وېل :
ما خو تانه ساتلې وه، وانی خله او چاپ نی خوگران ئـې کتاب دی حواشی او توضيحات غواړي، بايد داسي چاپ سي چي. څوک په وپوهېدلای س تر د وروسته دا پته خزانه را برسپره سوه او ما خوان چاپ کړه، چی د پښتو ادب تاریخ این تر زرو کالو د مخی زماني ورساوه، او هغه خطی نسخه اوس د خطی نسخو په کتابخانه کښی. خوندي ده مگر خندزاده د خپلو خاصو مصالحو لپاره زما څخه دا خواهش هم وکئ چی په چاپ کی به ئې زما نوم نه اخلې نو ځکه تر هغـو چـی هغه مرحوم ژوندی و ماده نوم نه اخیستی او دا راز داده یو امانت و. چی دده تر وفات وروسته زما څخه چا پوښتنه کړې ده نو ما دغه حقیقت نه دی نه کړی او د ارواښاد عبدالعلی اکندزاده به یاد اوس هم دا څو کرښی کاږم او دا منم چی که هغه مرحوم دغه او پړه کو. نو به اوس د پښتو ژبی او ادب ددغي تاريخي خزاني څخه لاس توري واي زه نه پوهېږم چی د مرحوم علامه د خپل نوم د نه ښکاره کولو علت څه و ؟ مگر چی دی ژوندی و، زه دده د غوښت په پوراینه اخلاقاً مكلف وم. اوس چی دی تر دنیا تېر دی زه دده حق منم او اروا ئی ښاد غواړم.(۱)