111

سر تیر

درکوچه های سرخ شفق ، معاصر

لمرو نوی سروهلی

د درواو غروله  ځنډه

پلوشویی بریښولی

لکه زرو اورینی څوکی

* * *

هلته پاس له يو مورچله

ښکاريده ځوانه ككره

اړولی راړولی

دسهار نسیم یی څڼی

* * *

سړه شپه یی سبا کړی

له غليم سره په جنگ کی

یو پر بل پسی ملگري

یی له لاسه ووورکړي

ځانته پاتی زخمی زوبل 

کلابند له هری خوانه

په دی څارچی گوندی راشی 

ورته مرسته له کوم لوري

* * *

پر دښمن یی تشی کړی 

پا تمری ماشینگړی

تری سنگریی وژغورلی

ښه یی خوا پری سړه کړی

* * *

تکیه کړی یی څنگلی

دمور چی پر دیوالونو

لا هغسی پر ماشه یی

كنځه گوته کړی پاتی

سریی ورو ورو را اوچت کړ

چی تر غوږ یی اشنا غوږ شو

په تندی کی یی ر ڼاشوه

وچی شونډی یی موسکی شوی

په سينه ورو ورو را وښویید 

براب براب پرپوت پر غر گیو

پر می خولی وی بیار اماتی 

ځویی اچاوه ژغی ته

* * *

په ورستو سلگو گی ویل یی 

دا پیغام می یر سیء نجل ته : 

چی دی هیر سر تیر پوره کړ

ستا و لور په شهادت خپل

* * *

له پيغوردی چی ژغورو موند 

نوره گرځه هسکه غاړه

د همزولو په ټولی کی

اوس پر ټولو نازه و یا ړه!!؟


۲۹ / ۸ / ۱۳۶۰