32

پښتونخوا

جغرافیای تاریخی افغانستان
04 November 1982

زموږ پلرو خپله مېنه څه بلله؟

دا یوه پوښتنه ده چی جواب یی تاریخ ورکوي ! ځکه چی د پخوانو پښتنو لیکونه پاته ندی او د دوی خپل لیکنې تاریخونه ورک دی . نو د پښتنو د هیواد د زاړه نوه پلټنه هم ګرانه ده ما د مخه په طلوع افغان او نورو وطنی مجلو کی څه نه څه د دې پوښتنی حل کړی ؤ . اوس دلته خپل افکار او تحقیقات لیکم .

د پښتون نو. خولکه دمخه چی د پښتو او پشتنوالی په بحث کی ووېل سوه،  خورازوردی په زګوید کی هم د پکهت نوم راغلی او وروسته یونانی مورخېنو لکه هیرودت او نوروهم ذکری کړی دی. مگر ددی ځای نوه نه اخلی فقط د هر ښار نوم بیل بیل ېادوی مثلاْ : بست،  سجستان،  داور،  رخج،  زابل،  کابل بامیان او نور ... د دې سبب هم ښکاره دی ځکه چی د اسلام په ابتدا کی دلته ملوک الطوایف وو ؟ نو مسلمانان چی به هرځای ته راتلل او نیوی بی،  د هغه ښار نوم به یی اخیېست د مملکت په حېث یی نه وپېژندئ د افغان نوم خو هم ېونوی نوم نه دی العتبی د ( ۴۱۵ هـ ) په حدودو کی دا نوم راوړی (۱)  ترده وروسته هم د غزنوی عصر مورخینو لکه البیرونی،  الادرېسی دا نوم ذکر کړی دی فردوسی هم په شهنامه کی څو ځایه راوړی دی . 


دا نوم وروسته د هند مورخینو هم مکرراً ذکر کړی دی مثلاً ابوالفضل (۱)  او دظفر نامی خداوند او مطلع السعد بن ( افغان ېا اوغان ) لیکی، وروسته محمد قاسم فرشته پخپل تارېخ کی هم دا نوم ډیر ذکر کړی دی . مگر د بابر د کورنی په عصر کی چه هندی مورخین راغلی دی . دوی د پښتو مسکن ( روه ) او دوی یی ( روهیله ) بلله (۲)  تراوسه هم د پښتنو مهاجرینو ځای په هند کی روهیل کهنډ بولی . زما په خیال خو داکلمی یعنی ( افغان او روهېله او روه ) زړی کلمی دي پس له اسلامه هم رواج سویدی . مسعودی چی په ( ۴،  ۳ هـ ) کی قندهار در هبوط ځای بولی (۳)  دا کلمه هم دغه روه ته نژدې ده.

روه ذکر تر اسلام د مخه په تاریخو کی هم راغلی مگر د پښتون ذکر لکه چی دمخه مووویل په زړو آثارو کی سته نو ځکه دا نوم تر هغو نورونومو غوره او تارېخی او د اصالته ډک دی ! اوس چی د پښتون او نورو نومو تارېخی حیثیت لنډ ښکاره سو،  نو به ددې مملکت پر زاړه نوم هم بحث وکو . پښتنو خو خپله مېنه پخوا ( پښتونخوا ) بلله . دا نوم له ابتدا څخه د پښتو په ادب کی داخل دی او فرانسوی مشهور ژب پوهاند جم ډارمستقر هم دا نوم غوره کړی دی هغه کتاب چی ده د پښتو پر ادب کښلی دی نوم یی ( د پښتونخوا د شعرهار بهار ) دیږ (۴)

دی فرانسوی محقق او ژب پوهاند دا اصطلاح د پښتو له ادبه اخیستی ده او دا نوم یی هم د پښتنو د مملکت اصلی او خپل نوم گڼلی دی،  په پښتو ادب کی خو دا نوم ډیر راغلی دی،  مثلاً خوشحال خان خټک وایی: 

هر چه ښه د ( پښتونخوا ) دی حال یی داد 

هغو بدو ته یی څوک وایی سړی دی (۵)

    

پیر محمد کاکړ د احمدشاهی کورنی استاد ووایی:

لکه شعر دی د ده په پښتونخوا کی * بل به لږوی په دا وخت د افغان شعر (۱)  مېان نعیم متی زی د ( شیخ متی کلات بابا ) لمسی وایی:

د زړه ملک می د اشنا سترگو خراب کړ * که وهلی پښتونخوا دی ... (۲)

اعلیحضرت احمد شاه بابا هم پخپل دیوان کی د پښتونخوا کلمه راړوی او خپل وطن یی په دی نامه ستایلی دی مثلاً : 

د ډیلی تخت هیرو مه چی را یاد کړم

زما د ښکلی ( پښتونخوا ) د غرو سرونه

د ( پښتونخوا ) کلمه خورا زره ده ږ لکه د پښتو په ادبیاتو کی چی داخله ده دغسی هم تر اسلام د مخه دا کلمه ده او زرو مورخینو هم دغه نوم د پښتنو د وطن او مملکت د پاره لیکلی دیږ هیروډوت یونانی د مورخینو پلار ( پاکتی ابکی ) د پښتنو په بحث کی راوړی دی په یونانی د اوسنی پښتون تلفظ پکتین یا کتین و، پاکتی ایکی هم هیروډوت د دی قوم په زمکه کی ذکر کوي چی داریوش خپل یوسفیر سکایی لاکس د اندس یعنی ( سند ) د کشف د پاره واستاوه داسړی د پاکتی اېکی له سرزمین څخه تیر شو. (۳)

 پاکتی خو دغه اوسنی پښتون دی د (ښی) ابدال په (ک) خو هم له دغی کلمی څخه ښکاره دی د یونانیانو X د توری تلفظ خوعېناً لکه د پښتو (ښ) داسی دی (۱)  نو چی دوی د پښت یا پښتون کلمه پکهت یا پکتین کړی وه دغسی هم د (خوا) کلمه په دغه ډول په ( اېکی ) اوښتی ده !

ز اېدالف پر دوملتو د پښتنو د ډیرو کلماتو په سر کی وراچولی دی. مثلاً د پښتو (لمر) کلمه موږ پخپله اوس په افغانستان کی د نښانو د پاره (المر) وایو او هم تخفیف یی په غلطه (الف) کوو حال دا چی صحیح تخفیف یې باید (ل) وای . نودی مکسور همزه خو د ځانه سره دلاتینی پر اصولو یو حرف چی د زیر حرکت ښکاره کی یعنی (ی) هم زیاته کړه. د پښتو ( خ،ښ ) خوهم د یونانی په (ک) ابدال کیده نود (خوا) خ هم په ک واوښته (واو) خوډیر پښتانه او بی هم په اماله یا ابدال د (ی) وایی . مثلاً خور،  خیر – غوړی،  غیېړی،  مور – میر – نو که زړو پښتنو پر دی ډول د (و) اما له ېا ابدال کاوه او یونانیانو ارویدلی وی هیڅ لیری نده . په دی راز (خوا) خوی ېاخی او وروسته د یونانېانو پر اصطلاح (کی ) او وروسته په تزئیدی د زاید همزه (اکی) او بېانو (ایکی) شوه.

نو غالبآ د پښتنو دغه نوم چی خپل وطن او خپل غرونه یی په بلل او ددي څلورو سو کالو په ادبیاتو کی داخل دی . د پښتنو د هواداو مېنی زوړ نوم دی. چی د یونان هر ودوت په یونانی لهجه او اصطلاح ( پاکتی ایکی ) کښلی دی . ځکه چی هېرو ډوت تر میلاد د مخه په ( ۴۸۴ – ۴۲۵ ) کی ژوندی و او ده پخپل تاریخ کی دا کلمه راوړی ده .

نو د پښتنو د مینی د پاره په تاریخی دلایلو دا نوه خورا زوړ دی او تر اوسه هم په په پښتو ژ‎به کی ژوندی او پاته دی او زموږ د مینی پخوانی پښتنو نوم ( پښتونخوا ) دی.