بهاري لال د (احوال نجیب الدوله و علي محمدخان و دوندي خان) ليکوال
د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین
دا سړی د بدري داس زوی او د نجیب الدوله منشي و، چي په ۱۲۰۱ ق یې دغه کتاب کښلی او د پښتنو سردارانو نجیب الدوله او على محمد خان او دوندي خان احوال پکښي ليکلي دي په دې کتاب کي د نجيب الدوله روابط د احمد شاه بابا سره په تفصيل راغلي دي او خطي نسخه يې د حیدرآباد د نواب سالار جنگ په کتابخانه کي وه، چي يو نقل يې د امرتسر خالصه کالج په کتابخانه کي خوندي دی.