32

سياح خوشحال خان

د خوشحال خان خټک مرغلری

پښتني جوني دي زلفي باد ته نيسي چي شمال يې بوی راوړي په رنتبور کي خوشحال خان یو سیاح او جهاندیده سړی دی دی په ټوله هند کي ګرځېدلی او د مشرق په ډیرو ځايو کي يي سیاحت کړی دی د ده تجربه او تورياليتوب او ادبي اقتدار هم په دغه سبب ډېر دی پخپله وايي :-


كوم ملك دى له ما پاته چي مي پل نه دی پر ایښی

 هر خای به ورته یاد کرم که څوک سته سیاحت کرونی


د ده اشعار اکثر په نورو ځايونو کي ويل سوي دي چي دا نو د ده جهانگردی راښيي مثلاً په (۱۰۸۰) هـ) كال چي دی په کابل کي و يوه بدله يي ويلي ده چي په (۱۳۷) مخ كي سته، هلته وايي :- 

پوره زر اتیا کلونه په کابل کي

دا غزل می پر بیاض باندي تحرير کړ


به دغه ډول خان یو جهاندیده او سیاح سری دی.