32

هیبت خان کاکړ د (مخزن افغاني) ليکمرستونکی

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

هیبت خان د سلیم خان زوی له پښتنو فضلاوو څخه دی، چي د نعمت الله سره یو ځای د جهان خان لودي په دربار کي ؤ او ده د مخزن افغاني په ليکلو کي هم مرسته هم تشویق کړی دی. نعمت الله د مخزن په مقدمه کي دی (محبت اطوار او فضیلت شعار) بولي او وايي چي مخزن مي د ده په سعی او کوښښ لیکلی دی.

د مخزن افغاني د يوې قلمي نسخې په پای کي د هیبت خان یوه پارسو قصيده د خان جهان لودي په مدح کي درج ده او داسي ښکاري چي دی عالم او ادیب سړى ؤ په دغه نسخه کي ده د خپل خاندان احوال هم مفصل کښلي دي او دا زیادوي چي دی له پښتنو امیرزاده گانو څخه ؤ او پلرونه يې په هند کي د لويو مرتبو خاوندان وو.

دى ليکي چي زما پنخم نیکه ملک فیروز د سلطان بهلول لودي په ر کي له پښتونخوا څخه راغی او د سلطان محمود شرقي په جگړو کي يې مېړانه ښکاره کړه او په هند کي يې ډېر جاگیر و موند. وروسته ملک ملهی د سوریانو په وخت د پنځوسو زرو منصب درلود او د کور د ولایت حکمران ؤ او ملک لقمان هم د سلطان سکندر لودي په اوقاتو کي لور مناصب درلودل. او دغه پښتانه په سامانه کی میشته وو. د لقمان زوی ملک بستان او د بستان زوی ملک ښادي خان ؤ، چي د هیبت خان نيکه او د سلیم خان پلار دی. دغه کورنۍ له ابتداء څخه تر آخره د پښتنو په پاچهۍ کي معتبره او مقتدره وه او دغه رجال ټول په جنگ او اداره کي مشهور دي..