32

د کونړ حکمرانان او یوسفزیان د ۸۰۰ – ۹۰۰ هـ شاوخوا

د افغانستان لنډ تاریخ پنځمه برخه

د ( ۸۰۰ هـ - ۱۳۹۷م) پر شاوخوا چې د افغانستان پر خاوره د تیمور يرغلونه جاري وو، د کونړ په درو کښې يوې سيمه ييزې کورنۍ حکمراني کوله چې حکمران یې (سلطان) باله دغه کهاله د کونړ په پیچ دره کښې مرکز درلود او کليوالي افسانو دوی د ذوالقرنين زوزاد ګڼل. د دغه کهاله له نوماليو څخه يوسلطان پكهل او بل د هغه ورور سلطان بهرام و، چې دوی بیا د سلطان کهجا من زامن او د هندو لمسيان وو. سلطان پكهل له لغمانه تر کونړ باجور، سوات او کشمیره پورې حکومت کاوه، د پېښور د هزاره ضلع پکھلی نومي ځای همده ته منسوب دی. د کونړ په درو کښې د ده ليکنې ډبرلیکونه پاتې دي تر ده وروسته یې زامن په سوات کښې سره ونښتل او لویه جګړه یې وکړه. خو سلطان بهرام لغمان او ننګرهار ونیول او خپل یوه برخه مخالفان يې پېښور ته وشړل، د ده د واکمنۍ مرکز د سپين غره په لمنه کښې پایین و تر ورور وروسته يې د هغه د حکمرانۍ ځمکې تر کشمیر پورې هم ونیولې او له کابله تر کمشيره يې پر يوه هېواد باندې حکم کاوه، تر ده "سلطان تومنا" د حکمرانی واګې په لاس کښې ونيول، خو د دې کورنۍ حکمراني د شينوارو، کونړ سوات او باجوړ په غرو کښې د هزاره تر ضلع او کشمیر پورې محدوده پاتې وه د کابل ننګرهار او پېښور په غرو، رغو او د غرو په لمنو کښې د کندهار د سيمو او د ارغستان د رود د غاړو د پښتنو مهاجرتونه د تيمور د اولادې په وختو کښې پيل شول د کند او زمند تبرونه د ګاونډیانو داختلاف او د څړځایو د لږوالي له امله د کندهار له سيمو څخه د کابل خوا ته را وکوچېدل د ګومل او نورو ځايو خلك له دوى سره يو ځای شول او د کابل په درو کښې اوسېدل د دوی حکمرانان مداد، مدو او شيخ عثمان وو ، د ( ۸۷۰ هـ - (۱۴۶۵م) پر شاوخوا کښې چې میرزا الغ بیگ د سلطان ابو سعید کورگان زوی د کابل حکمدارو، د دغه ټبر ټول مشران يې له ملك سلطان شاه سره یو ځای راغونډ او ويې وژل، خو د سلطان شاه يوسفزي وراره (احمد) له دې وژنې بچ پاتې شو، تر كلانى خلك يې په لغمان کښې مېشت کړل، خو په حصارك كښې د يوسفزیو او مهندزيو تر منځ لویه جګړه پېښه شوه، چې په نتيجه کښې یې مهمندزيو د ننګرهار سيمې ونيولي او يوسفزيانو د باجوړ بونیر او سوات خوا ته مخه کړه، د هغه ځاى بومي خلك د لازاك) وتښتېدل پر شور (پېښور ته يې پناه يووړه او يوسفزیو د شلمانيو مشر چې جلو نومید وواژه او د پېښور د شمال د اشنغر او دوابه پر ټولو ځمکو يې قبضه وکړه له ناوګۍ څخه يې د باجوړ) تر ارهنده ونیول. دا مهال د يوسفزیو حکمرانان ملك احمد او ملك ملي وو، دا شيخ آدم مشهور په (ملي) د يوسف زوی د پښتنو له سړبني تبر څخه دی چې د يوسفزیو د قوم ستر مشر لارښود، واکمن نامتو مقنن (law Giver) او په تقوی او فضیلت مشهور سړی و، ده د (۸۲۰ هـ - (۱۴۱۷م) پر شاوخوا کښې د شيخ ملي دفتر په نامه د ټولنيزو قوانينو، قومي دودونو او د ځمکو د وېش په اړه يو کتاب ولیکه، چې يوسفزيانو له هغه وخته تر وروسته څلور پېړيو پورې هم خپلې ميراثې ځمکې د هغه دفتر د قوانینو په لارښوونه ویشلې، په دغو قوانينو کښې د کرهنې، څړ د اوسېدو ځمکې د عدالت او مساوات له مخې وېشل شوي او تر لسو کالو وروسته د کورنيو د غړیو د زياتوالي يا لږوالي له كبله نوی وېش کېده داکتاب د پښتنو د ټبرو د نسبو له شرح سره لیکل شوی و. تر شيخ ملي وروسته د يوسفزيو واكمني كجوخان راني زى ته ورسیده (د) ۹۰۰ هـ ۱۴۹۴ ام شاوخوا کجوخان هم یو کتاب وليکه چې د شيخ ملي د دفتر پایڅور یا بشپړوونکی ګڼل کېږي. په هغه کښې يې د يوسفزيو د تاريخ شرح او د شيخ ملي د وضع كړيو قوانينو سمون او تکمیل راوړی و. ډېره موده د دغه قوم مشر او واکمن و او د (۱۲) زرو سپرو په مرسته يې په شیخ پتور کښې له غوريه خپلو سره جګړه وکړه او مات يې کړل. د يوسفزيو بله مهمه جګړه په لنګر كوټ کښې له دلازاك سره وه چې د لازاك ته يې وروستنۍ ماته ورکړه ترکجو خان وروسته د يوسفزیو دوه تنه شاه منصور د ملك سليمان زوى او سلطان ويس سواتي د هغو سيمو حکمرانان وو چې د (۹۱۰ هـ (۹۲۵) پر شاوخوا محلي واکمنان ګڼل كېدل، د شاه منصور يوه لور بي بي مبارکه د بابر ماندینه وه او همدارنګه سطان علاء الدين سواتي او طاووس خان د بابر له هممهاليو نومياليو څخه وو چې ده په خپله دا نوميالي ياد کړي دي.

 ۱- سلطان پکھل د کونړ د کهجا من زوی او د هندو لمسی (د ۸۰۰هـ) شاوخوا.

 ۲- سلطان بهرام د کهجا من زوی (۸۱۰ هـ شاوخوا ) 

۳سلطان تومنا (۸۱۵ هـ شاوخوا ) 

۴ملك احمد یوسفزی د (۸۱۵ هـ شاوخوا )

۵- شیخ آدم ملی د یوسف زوی د ۸۲۰هـ شاوخوا )

 ٦ - كجو خان رانی زی (۹۰۰) هـ شاوخوا ) 

۷- شاه منصور د ملك سليمان زوی (۹۱۰ هـ شاوخوا ) 

۸- سلطان ویس سواتی (د ۹۱۰ هـ شاوخوا)

۹-  سلطان علاء الدین سواتی (د) ۹۱۰ هـ شاو خوا )

 ۱۰ - طاووس خان د (۹۱۰) هـ شاوخوا) 

اخځ :تاریخ مرصع تذكرة الابرار و الاشرار، تاریخ پشاور، حیات افغاني، نسب نامه افاغنه مجله آثار عتیقه هند د افغانستان کالنۍ، پټه - خزانه د پښتو ادبياتو تاریخ ۲ ،ټوك خورشید جهان، صولت افغانی با برنامه