32

خوشحال خان او سوات

د خوشحال خان سواتنامه د مقدمې او تعليقاتو سره

د خټکو او يوسفزو تر منځ یو د کابل رود چې دوی یې د لږ  پسور په اعتبار « لنډی» بولي بهيږي، ښېۍ خوا ته له نوښاره تر اټکه د خټکو او کيڼ لاس ته د يوسفزو سيمه ده يوسفزي خو ترسواته او بونیره پراته او یو لوی پښتون ټبر دی چې د خوشحال خان په وخت کې يوازې د سمې يوسفزي يو ولس زره کوره وو چې گرده پنځه زره سپاره ځنې راوتل.

خټک خو په شمير کې لږ او عدد يې د دیرشو تپو، نه نیم زرو کورو ته رسیده. چې اوس يې ټوله سړي دوو لګو تنو ته نږدې دي. دوی د لویو لارو سره نږدې پراته وو، او په خاصه توگه ملک اکوړی (۹۵۲ -۱۰۰۲ ق) د چنجو زوی د کوهاټ په کربوغه کې اوسیده چې د قبایلي تر بور گلو يو له منځه راووت او د خټکو په سرای کې د کابل رود پر غاړه میشت شو، چې دغه ځای د ده په نامه اکوړه و باله شو.(حدود ۹۸۹).

د ډهلي مغولي دولت د خپل ډله ييز خاصيته سره سم د غښتلو او گڼو یوسفزیوه د وهلو او ټکولو لپاره د کابل سین پر جنوبي غاړه د اټک او پيښور پر لویه لار دغسې يوه غښتلې او سره نښتې د پښتنو کورنۍ له خدایه غوښته چې هم په قبیلوي فيوډالي ډگر کې او هم په ميدان کې د يوسفزو مخې ته ودریږي. نو لکه چې د هر استعماري قوت کړن لاره د نورو سره جنگول او پر دوی حکومت چلول وي» د پیښور او کابل صوبه دارانو او منصب دارانو هم د يوسفزو او خټکو تر منځ د جنگ اور بلاوه، او د پښتنو په سره جنگولو کې به يې خپلې گټې پلټلې. لکه په ۱۰۹۵ ق چې امیرخان د مغولي دولت حکمران نه لکه روپۍ د ملک حمزه په سيله کې د کړپې د مومندو د وهلو لپاره خرڅې کړې وې. د خوشحال خان د کورنۍ او د يوسفزو دغه فيوډالي رقابت پخوانی و، کله چې اکبر پاچا په ۹۸۹ق د خپل ورور میرزا محمد حکیم ایلولو ته راغی په نیلاب کې یې له خیر آباده تر نوبهاره سیمه گرده ملک اکوړي ته ور کړه نو د ۹۹۴ق ١۵٨۶م په هغه خونړۍ جگړه کې چې د اکبر لوی وزیر بیربل هم غڅول شوی و، خټک د اکبر پاچا په سیمه کې ولاړ وو، او وروسته نو هم د یحیی خان او شهبازخان په وختو کې د خټکو او يوسفزو دغه بدۍ وې چې افضل خان خټک يې احوال لیکلی دی او د (۱۰۵۰ق) کال د روژې په مياشت کې د خوشحال خان پلار شهباز خان هم د یوسفزو د کمال زیو په تپه کې ټپي او مړشوی و: 

سن د هجر زر پنځوس و

چې شهید شو شهبازخان

 تردې د مخه د شهباز پلار یحیی خان (۹۶۹-۱۰۱۹ ق) چې د اکوړي زوی و «له يوسفزو څخه مسري کوټ (بانډه) نيولې، او ښه ښه سرداران د يوسفزو يې د ملک مامو سره وژلي وو، او بيا چې شهباز خان پښه په رکاب فتح مآب کښيښوه، خوب او آرام د يوسفزیو ورک شو، کرات و مرات يې مندڼ مړه کړه... او په وخت د خپلې سردارۍ یې له مندڼه له اکوزيه نه یې خراج او باج اخست. تمام مندڼ يې په ضرب د تورې مسخر کړي وو.»

په دې ډول د يوسفزو عداوت او دښمني په میراث و خان علیین مکان ته پاتو شوه، او دغه بد مرغي تر څلورو پیړيو او خوشحال پورې را ورسیده چې د خټکو کورنۍ «دولت خواهه»او يوسفزي «متمرد» گڼل کیدل  او د دوی د قبيلوي جنگونو او زغلونو پېښې په تاريخ مرصع کې ډيرې څرگندې شوې دي. کله چې  د اورنگزیب پاچهي د پښتونخوا پر سیمو باندې له قندهاره تراټکه راغله او خوشحال خان هم د گردو پښتنو د يوې گډې غوښتنې او غاو په خاطر د دي ملي پاڅون او پښتني غورځنگ په سر کې ودرېده او داسې يې ويل: 

درست پښتون تر قندهاره تر اټکه 

سره يو د ننگ په کار پټ و اشکار

دلته نو اوس د ده د مشری مقام او د شاعر په څېر د خلکو د ښوونکي او رهبر په بڼه دا تقاضا وه چې د زړو ناوړو او ضرر ناکو ناغېړیو او بدیوڅخه لاس واخلي او د ډهلي د پاچهانو په گټه د خپلو پښتنو سره و نه جنگیږي. دی پر خپل پخواني حال او د ډهلي د پردي دولت پر نوکري او دولت خواهي افسوس کوي اوداسې وايې:

د مغل نمک مې وخوړ شپږ پېړۍ

ما د زرو پکې روغې کړې پېړۍ

 رعيت مې يوسفزيه درست خټک وو

په عزت او په حرمت کې مې څه شک و

د مغل د پاره ما تورې وهلې

پښتنو به را ته کړ ې ډېرې ښکنځلې

 که ور کزیه که بنگښ او که یوسف دي

د يو همه د ما د تیغ په تاسف دي

پښتانه مي په زرگونو دي وژلي

په سرونو به یې خره غوایه وو لښلي

لا تر اوسه د سرونو یې انبار دی

په اټک په پيښور کې يې منار دی

(سواتنامه تر۴۹ بیت وروسته)

د اتریخ اعتراف چې د خپل قوم واژه او د پښتنو ښکنځل به يې اوريدل د خوشحال خان د شاعرۍ يوه خاصه پا ڼه ده، دی خو د ډهلي په دربار کې په «عزت او په حرمت» و، يوسفزي اوخټک يي گرده رعیت وو، مگر قومي او ملي وجدان دی ترا ټه پخپله وایي:

د مغلو زیست روز گار را با ندې اور و

په صحبت یې د ما رنگ لکه تورسکور و 

را په غاړه د مغل منصب په زور و

ته به وايې چې منصب نه و، سور اور و

(سواتنامه ۵۷-۵۸)

د خوشحال خان د تش فيوډالي ژوندانه دغه جوله خو دیره کرغيړنه او ناوړه ده چې پښتنو به نورڅه (يعنې ازادي) غوښته او دى به يې ښکانځه خو دی په سره ور کې ولاړ او د مغل منصب يې د خپلې غاړې طوق گاڼه نو ځکه د تلافۍ په هڅه کې د ده د ژوندانه يوه روښانه پاڼه راواوښته، د پښتنو خان او ملک خو و، اوس نو مشر او رهبر هم شو، دواړو پښتنو په ننگه و درید: 

نا گهانه په دا ملک فساد بناد شو

د ما هم د « تلافۍ» کا ر په یاد شو

نن دواړو پښتنو په ننگ ولاړ يم 

دا چې هسې په هر در، هر درنگ و لاړ يم

چې پښتون شوم په دا هسې سپینه ږيره 

نور مې خدای مه کړه مغل و ايم په ځيره

که د ننگ پښتانه شته ساعت هم دا دی

 په دا ننگ کې سرومال وملک فدا دى 

خوشحال نو اوس د پښتنو د آزادۍ نقشه پخپل خیال کې سره را تړله، او د خپل آزاد وطن بر يد يې ټا که:

و مغل و ته به نن کړم اټک پوله 

ملک به خلاص کړم د مغل له غا له غوله 

(سواتنامه ۹۰ بیت)

د ډهلي دربار کوښښ کا وه چې دى بيرته د خپل منصب ترجوع لاندې راولي، پخپل بياض کې د اسې ليکي: « مهابت خان صوبه بیا مونده د ډهلي نه راروان شو، بيا یي ما لره يې کښل راستول، چې زه خود تا په ملگري نازيږم، ما لره په مخه راشه چې د ملک د بندوبست مصلحت سره وکړو، ما خو يوه په زړه کې نيولې وه ، د مغل د نوکرۍ مزی مې په زړه کې شلولۍ و، ورته مې هرچه راست، درست، وکښل او دا رباعي مې ورته په فارسي کې وکښله:

گفتم که مغل شوم به شمشیر زدن 

افغانرا که بس بریدم گردن

 آخر نشدم مغل همان افغا نم

 حیفست ز کس کو شش بیجا کر دن

 د یوې ټولنې په اجتماعي جوړښت او تشکل کې محیطي او زماني تقاضا وې دغسې بد لون هم راولي چې پير روښان د تصوف له خانقاهه د جگړې ميدان ته راووزي او د خټکو خان بايد يوسفزو ته په مرکه اوجرگه و لارشي.

خوشحال خان د ۱۰۸۶ ق د دريمې خور په اومه سوات ته رهي شو اوه میاشتې هلته وکر زیده د يوسفزو ښه او بد یې گرده و ليدل بې له سواتنامې د ده په نورو شعرونو کې هم د سوات او سواتیانو یادونه ډيره شوې ده او د دوی د ژوندانه ظاهري او معنوي څنگونه یې روښانه کړي او په کره کتنه ورته ځير شوی دی چې د نمونې په توگه دلته يو څو دغه انتقادي ویناوې را وړلې شوې دي:

د عوامو د کرغیړن ژوندانه جو له داسې را ښيي:

 یوسفزيه ډير چرکین لري ځایونه 

آلوده، گنده، بد بوی لکه سرایونه 

څو سړي هومره یې سپي په هره خو نه

 په انگړ کې يې چرگان گرزي سل گونه

درسته خونه يې نيولې په کند وانو

په کنده روزگار بتردي تر هندوانو

 (سواتنامه ۳۰ - ۳۴ )

د ډهلي دربار خو له پښتنو سره د دوی په غرنۍ سيمه کې د لښکري ډغرو خوند څکلی و نو ځکه يې په پيسو خرڅولو او لمسون په دوی کې بيلتون اچاوه، خوشحال خان په يوه قصيده کې په ۱۰۸۶ ق کال داسې ويلي و: 

خزانې د هندوستان دي راخپرې شوې

سره مهران دي ننوزي په کوهسار

(کلیات ۵۹۳)

يوسفزي خو تر ډېره وخته د پاچهانو له دې سياسي لمسون اوبډ و څخه آزاد وو او له اکبر پاچا او جهانگير سره يې ډيرې خپړې لگولې وې، خو وروسته د مقامي سازشکارو او بډ وخوړونکو بډايانو په وسيله، دوی هم د شاهنشاهانو دغه جوغ ته غاره ټيته کړې وه خوشحال وایي: 

د مغل په طباخ ډير يوسف مندڼ دي

 لکه وږي مچ ډيريږي در نگ په در نگ

 که کعبه که يې قبله ده، خو ټنگه ده

 په پیسه پسې به درومي تر فرسنگ

 که پیسه د ملنگۍ په لباس مومي 

مصلې به د گیدر کا پسې لنگ

(کلیات ۱۰۳۵ قندهار )

په سواتنامه کې هم دغه خصلت ته داسې گو ته نيسي:

 و يش قسمت چې د وفا د مروت و

 يوسفزيه په دا کار کې بې قسمت وو 

 پول پیسه پکې دواړو دين مذهب ده 

انديشه يې خو د سیم او د ذهب ده

 که یوه پیسه په څه انواع دوه کيږي

هم هغه کا هیڅ په بله نه پوهيږي 

(سواتنامه ۱۳۲-۱۴۰ بیت )

د سواتنامی تر ۱۱۱ و روسته بیتونه هم پر یوسفزو دغسې شاعرانه انتقادونه دي چې دغه يوازې په همدغه ټبر پورې اړه نلري بلکې د اکثر و پښتنو د اقتصادي او جغرافي حالت نتیجه ده چې پخپله خوشحال اوخټک هم کله په دغې بلا اخته وو. دا خو د پښتنو د ژوندانه د چاپېر يعنې د طبيعي جغرافي موقعيت او د اقتصادي تو ليدي احوال هغه را پیدا کیدونکې او رازیږېدلې اوضاع ده چې چا پير يې غرنی و او ډيرو کرنو او توليدي يا صنعتي ودې ته مساعد نه و، د دوی ژوند اواقتصاد له کوچیتوبه زراعتي او کلي والي سکون ته لا بشپړنه واوښتی نو ځکه «که یوه پیسه په څه انواع دوه کيده» دوی له هغې چارې څخه مخ نه گرزاوه، دا يې د ملک او مشر حال و: 

ملکي یې په کرم، نه ده په توره

په دا دواړه توکه مورده باندې بوره

سود حاصل یې یا د بډو يا د خواست وي

په هر کلي په هرچم با ندې يې زغاست وي

 (سواتنامه ١٨٣-١٨۵ بيت)

خوشحال خان اوه مياشتې په سوات کې د خلکو په راپاڅونه او سره را ټولونه لگيا و هلته هم شاهي دربار لا س درلود او ملکان او پيران يې سره را لمسول. ميان نور د يوسفزيو پير، چې د لښکرو کولو په چارو کې خنډ اچاوه، د خوشحال خان په تلقین يې ظاهراً د شاهي دربار له سیمې څخه لاس واخیست خو په پټه به د پردو په لمسون په خپلو تیر ايستنو اوغولونو لگیا و:

و مغلوو ته کښل چې شيخ ميان نور کړه

 ماوې نور دا هسې مه کړه ده منظور کړه 

(خو) د لښکرو په وتلو اولس سازشي

 بيا د ده له فعله بل فعل آ غاز شي

 (سواتنا مه ۳۲۵-۳۴۷ بیت)

افضل خان ليکي چې د دې سفر نتيجه د يوسفزو اومندڼو جنگریز او دیني پير او سيکرۍ تر منځ يوه جرگه وه چې وروسته یې د شبهاز گړۍ څنگ ته د شاهي لښکرو سره جنگ ونښت او دا د خوشحال د اوو میاشتو تلقین و چې پخپله هم وايي:

لنگر کوټ مغلو ساز کړ

زه په ننگه د افغان شوم

که يوسف و که مندن و

ز د دواړو نگهبان شوم

د مغلو مي بلا شوه

غر په غر په کوهستان شوم

سمه سوات په يوسفزیه

د هرچا کره مهمان شوم

په ټوله د یوسفزئی

مظفر په هر میدن شوم

بیا مې سوات سمې ته شا کړه

پخپل غره پخپل مکان شوم 

«کلیات» ۵۴۹«قندهار»

خوشحال خان خو يوسفزي اوسواتیان د خان مله کړل اومیان نور هم توبه گار شو چې د مغلوسیله به نه کوي او په سمه کې هم پښتانه پر څنگ ورسره ودرېدل خو د دې گردو ځغاستو او زيار په نتيجه کې:

تیراه مې وليده راغلم ترسواته

پښتون مې وليده دا لوى لوى ذاته

عقل همت مي د چا و نه لیده

په بیار ته راغلم ناست يم ملا ما ته

 «کلیات ۷۲۷ »

ځینې ملي غورځنگونه داسې هم وي چی پهلوانان یې د میوو خوند و نه څکي او ظاهراً بريالي نه ښکاري، خو وروسته دا څرگنده شي چې هغه غورځنگ د يوه بل پاڅون ادامه وي، او وروسته هم بل غورځنگ داسې را تلونکی وي، چې د هغه مقصد پوره کاندي، او دبري ستوري يې بشپړ و ځليږي.

د خوشحال خان دغه حرکت خو د پښتون د اجتماعي ژوندانه د مراحلو یو پوړ و،چې د پیر روښان د نهضت پایڅوړ او د میرویس هوتک د قندهار د آزادیخواهانو مقدمة الجهش گاڼه شي، نو ځکه زه دغه ملي غورځنگ نامراده نه بولم او د افضل خان هغو لیکنو ته حواله ورکوم چېد میرویس خان معاصرو،او د ده ملي غورځنگ ته يې په خورا ډیره هیله او امید کتل، چې په پای کې یې وایي:

(میرویس) « تر دا تاریخ چې سن زرسل څلیرویشت دی په قندهار کې ناست خپل حکومت او سرداري کا، توفيق يې رفیق شه، ښه پښتون دی» د خوشحال خان او يوسفزو تر منځ خو د گيلې گوزارې او روغې جگړې خبرې ډيرې د ي، پر سوات باندې ډیر انتقاډي شعرونه هم لري، خو په دغه بيت کې د ده او سوات قصه تمامیږي چې وايي:

یوسفزیه که وهلې نه ده توره

په هاهو شرکت لري بلا يې دوره

( سواتنامه ۱۰۴ بیت )