32

ودانۍ او معماري

په شلمه پیړی کی دافغانستان هنر

د منځنۍ آسیاد معمارۍ فن له لسمى سدۍ څخه بیا د هرات د تیموریانو تر وختو پورې خورا غوړېدلئ و، چې نمونې يې د غزني او جام او دهرات منارې او نورې ودانۍ دي. د اتلسمی سدۍ په منځ کې چې احمد شاه دراني بیا د افغانستان سره شلېدلې لمن راغونډه کړه نو بيا د ودانۍ فن لږو ډېر وغوړېدئ او دلته موږ وينو، چې د کابل او قندهار او هرات د معمارانو کورنیو خپله هنر نمایی بیا په ودانیو کې ښکاره کړې ده او درې د معمارۍ ډولونه پکښې ليدل کېږی.

لومړی : د خراسان قديم سبك چې دهرات د تیموریانو په عصر (شپاړسمه پیړۍ ) کې تکمیل سوئ و.

 دوهم  : د مقامي کلاوو او برجونو ښکلې ودانۍ چي مواد يې خاورۍ او ډبرې وې.

دریم : دهند داسلامي سلطنت او مغولي شاهانو د ودانيو اثر چې (خراساني + هندي) سبك يې ګڼلای سو.

ددغو معماري ډولونو په ودانيو کې اکثر پخه خښته، اومه خښته،ګچ، تیږه، اهاك، سارو، خاوره او دای استعمالېده او د اقليمي او اجتماعي اوضاعو په لحاظ يې غټ او پلن او جګ دېوالونه او په کابل کې د لرګو ودانۍ خوپه نورو ځايو کې د پخو يا اومو خښتو پوښښونه او زربۍ جوړېدې. د کابل په ګرده سيمه کې د لرګو سره نښتې ودانۍ د لرګي د تزئيناتو سره رواج وې، خو دکندهار د پخو خښتو پوښښ چې په ګچو سره نښلول کېږي، تر اوسه ژوندی دئ. په هرات او شمالي سیمو کې د اومو خښتو دزربۍ پوښښونه له اقليمي اوضاعو سره مقاومت کولای سي او دکابل او هندوکش په سیمو کې چې زلزلې پېښېږي، عمومي وداني له لرګوڅخه جوړېږي.

د ودانيو دننه دېوالونه او چتونه په سپینو ګچو یا رنګه ګلکاریو او تصاویر و ښکلي کېدل، د کندهارد ګچو نقاشي او هندسي شكلونه او ډول ډول ګلکارۍ ډېرې نفیسې وې، دهرات دمقرنس سازی کار د قدیم نفیس هنر نمایندګی کوله، د غزني نقاشانو د کابل د سیمو د ودانیو چتونه او دیوالونه په ښکلي رنګ او ډول انځور ول او کله کله به ښيښه کاري هم پکښې کېده اوسپين ګچي دېوالونه به په طلا یا د طلق په ټوټو افشان کېدل.

لکه چې دمخه وويل سوه، د کلیو کلاوې به د پخو خټو څخه په دای (پخسه) داسی ټينګې او ښکلې ودانېدې، چې په سدیو به يې د باران، واورې او نورو طبيعي آفاتو، سيلو او زلزلو سره مقابله کوله او نړول به يې خورا ګران کار و، خټه یې داسې پخوله، چی اول به يې يومن وچه خاوره له اوبو سره ګډه کړه، بيا به يې دونې سره واړوله او تر پښو لاندې به یې پخه کړه، چې بیرته به يې تول هغه يو من و.

 په کابل کې د اتلسم قرن په آخرو کې د قندهار د معمارانو يوه مشهوره کورنۍ راغلې وه، چې مشريې محمد یاسین معمار و، له دوی څخه په کندهار کې د احمد شاه دراني ګنبده او د چارسو لويه ګنبده او د کندهار د شاه جامع او د خرقې شريفې ګنبده او جامع او زړه جامع او د مير هزار جامع عمارتونه او په نونسم قرن کې د کهندلخان جامع پاته دي او کله چې کابل ته راغله، دلته يې د کابل د بالا حصار کلاوې بیا جوړې کړې، دتیمورشاه ګنبده اود تمیم انصار او عاشقان و عارفان زړې ودانۍ هم ددوی په لاس جوړې سوي د باغ بالا اوارګ ځینې و دانۍ دجلال آباد د حکومتي باغ او د خلم د باغ جهان نما او د کندهار د منزلباغ او کوکران ودانۍ هم ددغه هنر نمونې دي.

په شلم قرن کې د دي کورنۍ معماران محمد یعقوب خان عبدالصمدخان، غلام علي خان، عبد الله خان او په کندهار کې استاد یار محمد خان او نعیم جان وو، چې د میرویس بابا ګنبده يې په ۱۹۳۰   م جوړه کړه.