یاما د طالع د لمر زوی
د اريايي ژوند د بدلوني د دورې يو ممثل
سره له دي، چې افغانستان د لرغونتيا له مخې څو زره کلن تاريخ او تر هغه دمخه دورود مشخص تاریخ په لرلو سره سره ډېرې نورې اوږدې دوري هم لري، چې پر هغې يې بايد هر اړخيزې څېړنې وشي، دا ډېر د خوښۍ ځای دی، چې د دې هېواد ډېرو لريو پخوانیو او تر تاریخ دمخه دورو مطالعه هم تر ډېره حده په هغو منابعو ولاړه ده، چې ډېر ارزښت لري. په دې کې شک نه شته چې هر هېواد تر تاریخ دمخه د داستانونو او اسطورو دوري لري مګر په جرئت سره ویلی شو چې د افغانستان، ایران او هند د اسطورو، داستانونو او حماسیو دورې ډېرې پراخې او مستندي دي. د اسلامي دورو ادبياتو تاریخ او کيسو د (جم) او (جمشید) د نامه څو څو ځله يادونه کړې. د اريايي دوه لومړيو منابعو يعني (ويدي) سندرو او او پستا کتاب هغوی د (یاما) یا (یما) په نوم پېژني او په حقيقت کې د ټولې اسلامي دوري معلومات او منابع له همدغو دوه منابعو څخه سرچینه نيسي. ويدي سندرو هغه د (ياما په نامه او د اوستا کتاب هغه د ريما) په نوم ياد کړي. لومړۍ منبع د هغه پلار د ویواسوات او دويمي منبع د ویوانگارا په نامه یاد کړی دی او هغه یې د طالع لمر) ترجمه کړی او ستا هغه ريما كشابته او ويدا يا ماراجان بللی، چې د دواړو مانا ياما بادشاه کيږي ياما په او پستا او ويدا کي د ځلېدونکي نور شبندونکي نوراني نورورکونکي او وړانګې لرونکي په مانا یاد شوی او جمشید د دوه ترکيبي کلمو په صورت کې دا پخوانی مفهوم په اسانی سره افاده کوي. د ياما په باره کې د ويدا) أو (اوستا) د معلوماتو روح تقریبا یو شان دی که له جزویاتو څخه ورتېر شو داسي څرګندېږي، چې ياما لومړی رئيس، لومړی لارښود او لومړی مشر او د اريايي طبقې، چې دهند او اریانا ټولنې وې لومړی پاچا و او په قوي احتمال داکسوس سيمې ته د دې ټولنې د قومونو د رسېدلو پر وخت او په هغه سیمه کې یې ځای په ځای کېدلو د هغه او د هغه د نيکونو او لمسیانو خاطرې په ډېره اندازه په (بخدي) يا (بلخ) كې سره غوندې شوي او د يو لړ بلخي پاچایانو سلسلې خارجي بڼه غوره کړې ده. هغه کسان چې په ويدي) لو (اوېستايي) متونو کې د تاريخي مدارجو د تثبيت له نظره وارد دي په اسانۍ سره پوهېږي چې (يما) یا (یاما) د زردشت زمانی او عصر په پرتله ډېره لرغونتیا درلوده. دزردشتي خلکو دخبروله مفهوم او خدای ته یې له مناجاتو څخه په ډاګه څرګندېږي، چې د ياما ) دوره دزردشت له دورې ډېره پخوانی اولرغونې ده. که دوید) او (اویستا) کلماتو او اصطلاحاتو ته پاملرنه وشي په اسانی سره څرګ ېږي، چې ياما) او دهغه عصر د دوه منابعو له نظره د اريايي يا بشري مدني تاريخ له لومړۍ عقلاني دوري سره سمون خوري. د اوېستا د مندرجاتو له مخې موږ ټول پوهېږو چې څنګه (ياما) کرنې ته پاملرنه وکړه او همدارنګه د ونو د ډېرولو ابيارۍ او د انسانانو د ښه نسل د ډېر والي لپاره مقررات او همدارنګه د مرغانو او حیواناتو د نژاد له پاره پاملرنه او د لومړي ځل لپاره يې د آبادۍ بنسټ کېښود. دا ډول معلومات دومره عمومي او افاقي اړخ لري، چې په يوناڅاپي ډول د بشري دورې لومړۍ دورې او داجتماعی ژوند لپاره يې اخيستي ګامونه پکې ترسترګو کېږي او يا لږ تر لږه د اريايي ټولنې د ژوند نظامي خاطري په فکر کې راځي.
د ياما» د کارونو پیل او دهغه زماني د کارونو تفصیل په حقيقت کې د اريايي قبايلو د ژوند د لومړۍ دورې تاريخچه ده او منطق هم همداسې حکم کوي، چې بايد ويدي سندرې او د (اویستا) مندرجات چې دواړه د اريايي دورې پخوانۍ اولومړنۍ منابع ګڼل کېږي، د دې ټولنې د ژوند د لومړيو دورو شرح ده. البته دا خبره د افغانستان د لرغوني تاريخ په دورو کې د ډېرې پاملرنې وړ ده چې ياما) او د هغه دوره، چې هر څومره عمومي او افاقي ارخ ولري نو بيا هم زموږ د هېواد په شمال د باختر په سیمه کې د بلخ له ښار سره بې اړيکيو نه ده، هغه صفات، چې نوموړی (یاما) يې لري د بلخ لومړنی پاچا یې شمېرو ، ځکه چې هغه له ډېرو قدرمنو پاچاهانو څخه چې بلخی پیشدادیان یې بولي دی او پیش دادیان همغه د پاراداتا) کورنی یا قبیله ده چې لغوي مانا يې کټ مټ پیش دادیان) کېږي. نو همغه (یاما) یا (یما) چې وروسته د اسلامي دورو په دري ادب کې يې د جمشید په نوم شهرت ترلاسه کړی او د ده مربوطه زمانه یوپلو افاقي او عمومي اړخ لري او له بل پلوه د ځانګړيو خصوصي اړخونو په لرلو سره زموږ خاوري او هېواد سره اړیکي پېدا کوي. د (ياما) د وخت مطالعې د افغانستان ایران او اريايي نړۍ د اسطوره يي دورو په تاريخ کي ډېر ارزښت لري، چې که چېرته يې په جزیاتو ليکل وشي، نو ډېر پند کتابونه به ترې جوړ شي. په افغانستان، هند او ایران کې د اريايي تاريخ ټینګښت او خپرېدل په همدغه عصر او زمان پوري تړلي دي او ټول هندي افغاني او ايراني ادبیات رزمي او حماسي كيسې له همدغه لرغونیو اوسېدونكيو څخه الهام اخلي. نو ویلی شو چې د یاما) د وخت او پخپله د (یاما) یا (جمشید) مطالعه تر تاریخ دمخه خلکو د ژوندون د اريايي د لومړۍ دورې، د هند و اریانۍ ټولنې د بدلون پړاوونه سره په خپلو کې تړي او روښانوي.