ميرخان روښانی
د دولت لواڼی په دیوان کی (ص۲۵۲ د کابل طبع) يوه اوږده قصیده د میرخان په نامه سته چې تر ۱۰۰ بیتو زیاته ده. دا سړی هم د روښانی مکتب شاگرد ښکاري، مگر کله چې دولت ژوندی و (۱۰۶۸ ق) ښایی دا روښانی ناظم به مړو. دولت د گنج عارفين تر بيان وروسته چې د رسول صلعم معجزات دى. دا قصيده د دغی اصطلاح په شرحه کی راوړی ده چې داسی شروع کیږی:
نن می زړه له خفی گنج که څو وينا
مخفی گنج دی بې شریکه بی همتا
يو عجيب ښايسته نورو بی ستا له
منزه له سبز و سر خه هم بيضا
نه بی رنگ، نه بی مثال شته نه یی لوری
پا ك ساده او منزه و تعالی
هم کامل هم مکمل او هم غنی و
فقره له نقصانه له فنا
د غفلت او د نیسان اثر بری نه و
دی علیم او خبیر و توانا
لوی علیم چې وخپل ذات و ته نظر که
يکباره شو پرخپل ذات باندی شیدا
دغه رنا څرگنده شوه صبا شو
هر چې و، له ده رڼا شوه هویدا
لوح، قلم بهشت دوزخ له ده څرگندشو
عرش، کرسی، آفتاب و ماه ارض و سما
دا د ځینو صوفیا نو هغه عقيده ده، چې د « الله نور السموات ولارض» پر اساس یی دغه نور د کایناتو منبع
گڼی او بیا په دغه رڼا کی د رسالت او امامت مقام ښیی، او د رسول او اصحابو ستاینی کوی. خو په پای کی وایی:
اطاعت د حقى لاری پر تا فرض و
که عاقل یی، اعراض کړه له جهلا
وروسته څو بیته لری، گمان کوم چې غلط به چاپ سوی وی.
خو په دې بیت کی خلک د روښان پیر لارې منلو ته راغواړی:
هر چې لاریی وی له خدایه څخه موندلې
که نیک بخت يی ورپسی کړه اقتدا
رسالت د عارفانو که و حق ته
مشتاقان له خپله پاره که اشنا
گمانی سحاب يی درست له دلدار واخیست
له شها سره تل راز د عرفا
اې میرخانه! قسمت شوی په ازل دی
انتها راجع همیش د ابتدا
( ص ۱۵۲ د دولت دیوان )
نو په دغه ډول میر خان هم دروښانی دلی په ناظمانو کی د قصيدې خاوند گڼل کیږی. مگر څنگه قصيده ؟ چې شعر خوندیء مگر نظم به وی.