32

عبد القادر خان کابلی د (اویماق مغل) ليکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

میرزا محمد عبد القادر خان چي په شاه محمدخان کابلي مشهور و د ده نیکه له کابله ولاړ، او د هند په گوالیار کی اوسېدی، او عبدالقادر په ۱۸۵۷م هلته وزېږېدی، ده یو غټ کتاب په فارسي ژبه په ۱۹۰۰ م د مغولو د قبیلو پر احوال باندي وکيښ چي په ۱۳۱۹.ق يې په امرتسر کي چاپ کړی دی. 

دا کتاب د افغانستان د سدزو او محمدزو پر وختو باندي ډېر تاريخي گټه ور مطالب لري او د هزاره او اوزبكو قبیلو نومونه او څانگي راښیي.