ګاولې او څپلۍ جوړول
په شلمه پیړی کی دافغانستان هنر
ګاولې د سړو سيمو يو راز پوره بوټ غوندې ګنډلی پای پوښ دئ، چې د غويي يا اوښ له څرمنې څخه جوړېدې. څپلۍ د تودو سيمو لپاره د څرمنې له تراډو څخه په داسې ډول جوړول کېدې، چې پښې ته ډېره هوا ورسېږي. په تودو سیمو کې بل راز ((خړې)) موچڼې هم وې چې کله کله به په رنګېنو تارو یا ګلابتونو نفیسه ګل کاري هم پر کېده، چې زرینې موچڼې، يې بللې او له دغو څخه پېښورۍ او ملتانۍ مشهورې وې.
له څرمنې او نخي سپین اودلي تاره څخه يې هم داسې موچڼې جوړولې، چې ډېرې سپکې وې او ((ګېوې)) يې بللې، او کله به له لرګو يا خاشو يا نباتي اليافو څخه هم موچڼې جوړېدې، چې هر قسم يې يو راز خاصه ښکلا درلوده.
د افغانستان په اکثرو ښارو او کلیو کې د دغو صنعت کارانو خاصې راستې او دکانونه وو.