32

محمد زایان له (١٢١٦) هـ) تر (۱۳۳۸ هـ)

د افغانستان لنډ تاریخ اوومه برخه

محمدزي د کندهار د بارکزیو در انيو يوه پښه ده. د دوی پخوانی نیکه محمد د کندهار د ابداليو د قبيلو د حکمران ملک سد و هممهالی و چې د (۱۰۰۰ هـ - ۱۵۹۱م) پرشاوخوا يې د کندهار جنوب ختیز خوا ته په ارغستان کښې له خپلې کوچنۍ قبیلې سره ژوند کاوه. محمد د عمر زوی د دارو او بارك په ټبر پورې چې د سړبن ابدالي پښتنو يوه څانګه ده اړه لرله د محمد نېکه مزار اوس هم د کندهار په ارغستان کښې دی. د محمد اولادې د بارکزيو قبيلو په منځ کښې د ریاست مقام لاره، مرکز يې د بارکزيو ناوه ګرشك و چې د هلمند پر غاړه پروت دی. تر اوسه هلته د ادې کلا شته دا د دغه کهاله پخوانی ځای دی. لکه مخکې چې مو ولوستل د شېر سرخ په جرګه کښې چې د پادشاه د ټاکلو له پاره جوړه شوې وه د دغې قبيلې مشر حاجي جمال خان د حاجي يوسف زوى د يارو لمسي او د محمد كړوسي هم ګډون کړی و، هغه وروسته د احمدشاه په دربار کښې مشاور ګڼل کېده چې پر (۱۱۸۴هـ) مړ او د کندهار په جنوب سيمه ذاكر" كلي کښې ښخ شو. تر ده وروسته یې زوی سردار پاینده خان د کندهار په جنوب کښې له ارغستانه د هلمند د بارکزيو تر ناوه پورې د بارکزيو قبيلو د مشر په توګه وپیژندل شو. تیمور شاه ده ته مهم منصوبونه ورکړل. ده د کشمير د آزادخان او د عبد الخالق سدوزي د پاڅون په ټکولو او د مومندو لالپورې ته د تيمور د زوی شهزاده عباس په شړلو کښې تیمورشاه ته غوره خدمتونه وکړل چې له همدغه امله د سرفراز خان په لقب و ویاړل شو. خود تیمورشاه تر مړينې وروسته زمانشاه د ده پر ځای رحمت الله خان سدوزي ته د وفادارخان په لقب وزارت ورکړ او سردار پاينده خان د هلمند غاړې ادې کلا ته وشړل شو. خو دا چې نوموړی ځای د خلکو د ورتګ ځای و نو زمان شاه دی له ځينو همکارنو سره په کندهار کښې وواژه (د روژی (۱۳ مه ۱۲۱۴هـ - ۱۷۹۹م سردار پاینده خان شل تکړه او مېړني زامن لرل چې د پلار تر وژل کېدو وروسته په افغانستان کښې خواره شول د سردار پاینده خان مشر زوی سردار فتح خان له کندهاره د زمانشاه ورور شاه محمود ته چې په ایران کښې اوسېده پنا وروړه، هماغسې چې د سدوزيو په اړه مو وویل دا مهال زمانشاه پر هند د یرغل له پاره سل زریز لښکر جوړ کړی و، انګريز سياسي استازيو د دغه لښکر د ناکامېدو له پاره هرې خوا لاس او پښې وهلې، ډېر ډارېدل چې ناپلیون د زمانشاه له دربار سره له سياسي خبرو او اړيکو څخه ګټه وانه خلي، ځکه يې د ايران د قاجاريه حکومت په مرسته شاه محمود ولمساوه او افغانستان ته يې د زمانشاه پر خلاف را واستاوه سردار فتح خان هم د سیستان او فراه له لارې هېواد ته راستون شو. د محمود د ځواکونو په مشرۍ يې پر کندهار يرغل وکړ، د تازي" په جګړه کښې يې شاه زمان مات او د محمود په حکم يې هغه ړوند کړ. دوی کابل هم ونیو او د شازمان وزیر رحمت الله خان سدوزي یې وواژه. همدا چې شاه محمود د کابل پر تخت کښېناست، سردار فتح خان يې د شاه دوست په لقب خپل وزیر وټاکه ټول هېواد يې هغه او د هغه وروڼو ته پرېښوو (١٢١٦ هـ ۱۸۰۱م) د سردار پاینده خان محمدزي زامن له همدغه مهاله د افغانستان حکمرانان شول فتح خان چې هراړخيز واك يې لاره خپل ټول وروڼه یې د افغانستان پر ولایتونو حکمرانان کړل. یوازې یو ورور سردار دوست محمد خان يې له ځان سره په مرکز کښې وساته، محمد عظیم خان او بیا وروسته عبدالجبار خان ته یې کشمير ورکړ، پېښور يې تر اټکه یار محمدخان او سلطان محمد خان ته وسپاره، سند او ښکارپور یې رحمدل خان، غزني یې شېر دل خان بامیان یی کهندل خان، کندهار او د هغه خواوشا له کلاته تر بولان درې او فراه پوری مهردل خان او پردل خان ته او دیره جات تر پنجاب او د پېښور تر غرنیو سیمو پورې نواب عبدالصمد خان او د هغه زوی نواب زمان خان ته ورکړ شو. په دغه کشمکش کښې هېواد د جګړو او وينو بهولو ډګر شو خو په هرات کښې وزير فتح خان د شهزاده کامران د وزیر عطا محمد خان په لاس روند کړای شو (۱۲۳۴هـ ۱۸۱۸م). دغې پېښې بارکزي وروڼه غچ اخیستو ته اړ کړل او سخت اردوړ پیل شو. وروسته تر هغې چې د سدوزيو د کهاله وروستی ټغر يې ټول کړ، د وزير فتح خان د وروڼو تر منځ هم د پادشاهی پر سر شخړې را وزيږېدې. تر هغې چې سردار دوست محمد خان په کابل عیدگاه جومات کښې خپل امارت اعلان کړ او د کابل امیر په توګه يې په نامه خطبه ولوستل شوه، (۱۲۵۴هـ - محمد زایان ۱۸۳۸م). امير بې له ځنډه په افغانستان کښې خپل ټول زامن پر خپلو سیمو وټاکل خو رنجیت سنګه د افغانستان له کورنيو شخړو څخه ګټه واخیسته

او ګرد پنجاب یې تر پېښوره و نیو سردار سلطان محمد خان هم د بالا کوټ په جګړه کښې د میراحمدخان بريلوي او مولوي اسماعيل په مشرۍ د مجاهدينو په شهادت او د پېښور په صوبه کښې د يار محمد خان او د هغه د ورور په مړینه، کمزوری شوی و، دا وېره هم وه چې رنجیت سنګه به پر خيبر يرغل وکړي، ځکه نو امیر دوست محمد خان د يوه ليك له لارې د هند له ګورنر جنرال لارد بنتك څخه د پېښور د بېرته نيولو په چار کښې مرسته وغوښته او د باسول له لارې یې له شپېته زريز لښکر سره د پېښور پر لوري حرکت وکړ خو سردار سلطان محمد خان د امير لښکر تار پر تار او امیر بېرته ناکام له پېښوره خیبر او جلال آباد ته راستون شو. په دې توګه اشنغر تر کوهاټ او ټله د امير ورور سلطان محمد خان ته پاتې شو (۱۲۴۵هـ ۱۸۳۸م). امیر دوست محمد خان د رنجیت سنګه د ماتولو په تکل د ليکونو له لارې له انګلیس ایران او زاري روس دولتو څخه مرسته وغوښته. د هند وایسرای لارد آکلیند پر (۱۸۳۶) - ۳۷ م د بريتانوي هند له خوا سر الکساندر برنس میجر لیچ، لفتيننت او دو مستر لاري د لومړني سياسي او اقتصادي هیئت په توګه کابل ته ولېږل. په عین وخت کښې د روسیې یو نفر نماینده ویتکویچ (۱) هم کابل ته رسېدلی و، چې د کابل دربار او د کندهار حکمرانان يې په سند او پنجاب کښې د انګليس د پرمختګ پر خلاف هڅول امیر دوست محمد خان له الکساندر برنس سره په دې شرط مفاهمه وکړه چې که د انګلیس دولت دوه  زره ټوپك وركړي او د سند دریاب د لوېديځ ځمکې هم ده ته پرېږدي نو دی به تل د انګلیسانو دوست او همکار وي. مګر د هند برتانوي دولت د روس له احتمالي حملو څخه د هند د ساتلو له پاره پر شاه شجاع سدوزی چې له سلطنت څخه خلع او په لودهیانه کښې فراري و نظر درلود پر دې اساس لارډآکلیند د اکتوبر پر لومړۍ (۱۸۳۸ م) د افغان او انګلیس لومړی جنګ پیل او د امير دوست محمد خان د خلع او ريښې کښلو له پاره یې ملا وتړله. لاس ته شاه شجاع چې په دغه وخت کښې د خپل تخت و تاج د راوړلو له پاره هر ډول پستۍ ته حاضر و، د مارچ پر ۱۲ (۱۸۳۴م) يې خپله لومړی تړون چې ۱۴ مادې يې لرلې له مهاراجه رنجیت سره و تاره که څه هم مخلوع پاچا په دغه وخت کښې هېڅ ډول حقوقي او رسمي حيثيت نه لاره، خو په معاهده کښې يې ټول کشمیر پنجاب او د اټك، پېښور ځمكې تر خيبر او سند پورې، رنجیت ته پرې ښووې دواړو خواو د (۱۱ - ۱۳ - ۱۴) مادو پر بنسټ د خطر په وخت کښې د يوه بل لښکري مرسته قبوله کړه؛ د تجارت د جريان په هکله یې هم ځینې مواد په دغه تړون کښې ځای کړل، خو څرنګه چې دغه تړون يوازې د شاه شجاع او رنجیت تر منځ و او انګلیسانو په هغې کښې ګټه نه درلوده د هند بریتانوي دولت هغه ونه منله پر هغې پسې د لاهور تړون د جون ۲۶ - ۱۸۳۸م) د بریتانوي ګورنر جنرال، مهاراجه رنجیت سنگه او شاه شجاع الملك تر منځ په شمله کښې د جولای پر ۲۵ مه ۱۸۳۸ م وتړل شوه دا هغه کال دی چې روسي نماينده ويتكويچ کابل ته راغلی و په دغه معاهده کښې چې ګورنر او رنجيت سنګه حقوقي شخصیتونه وو او اختیارات یې درلودل در پیم شخص شجاع الملك په هېڅ ډول د خپل هېواد د استازي صلاحيت نه لاره په دغه وخت کښې دی يوفراري او له ملي حقوقو فاقد سړى و. په هر حال د لاهور تړون د مستمر ډبلیوایچ مكناټن په ذریعه چې د لارد آکلینډ د هند د نائب السلطنه له لوري يې استازي توب لاره په ۱۸ مادو كښې لاسليك شو، شاه شجاع د افغانستان د تاج و تخت د بيا نيولو د وعدې په مقابل کښې د افغانستان له ټولو ځمکو چې په ماوراء بولان او خیبر کښې وې لاس واخیست او پر کال يې دوه لکه روپۍ باج له پېنځه زریز لښکر سره ومانه چې د تاج و تخت تر لاس ته راوړو وروسته يې رنجيت ته وركي او له بل هېڅ دولت سره چې د انګليس او مهاراجه د دولت مخالف وي د دوستۍ او سياسي اړيکو تړون و نه کړې. په هرات کښې به هم خپل وراره حکمران وپېژني او د هرات په امورو کښې به مداخله نه کوي. اتلسمه ماده د پوځي يووالي د تضمينولو تړون و چې که له تړون کوونکيو څخه یو انګلیس رنجیت او شاه شجاع) د کوم طرف تر خطر لاندې راشي نور به له ده سره د خطر په دفع کولو کښې لښکري مرسته کوي، په دغه عجيبه تړون کښې چې د دوو حکومتو او يوه فراري له خوا لاسليك شو، انګليس لشكريانو د سرجان کین په قوماندانی. شاه شجاع د (۱۸۳۹ م فبروري ۱۲۵۴هـ). د سند او بولان له لارو راوست او پر کندهار يې حمله وکړه د اپریل پر ۲۰ - ۱۸۳۹ م = ۱۲۵۵ هجري يې د کندهار ښار ونيو او د امير وروڼه ایران ته وتښتېدل شاه شجاع د کندهار پر پاچهي تخت باندې کښېناست د (صفر) ۲۳ - ۱۲۵۵ هجري) په کندهار کښې مكناټن له شاه شجاع څخه ژمنه واخیسته چې د انګلیس عسكر به له يوه نفر سياسي نماینده سره د تل له پاره په افغانستان کښې پرېږدي او په دغه ډول د بريتانيې عسکر د شاه شجاع په ملګرتيا د غزني له لارې او همدا رنګه کپتان وید" له شهزاده تیمور د شاه شجاع له زوی سره د خيبر او جلال آبادفراري او له ملي حقوقو فاقد سړى و. په هر حال د لاهور تړون د مستمر ډبلیوایچ مكناټن په ذریعه چې د لارد آکلینډ د هند د نائب السلطنه له لوري يې استازي توب لاره په ۱۸ مادو كښې لاسليك شو، شاه شجاع د افغانستان د تاج و تخت د بيا نيولو د وعدې په مقابل کښې د افغانستان له ټولو ځمکو چې په ماوراء بولان او خیبر کښې وې لاس واخیست او پر کال يې دوه لکه روپۍ باج له پېنځه زریز لښکر سره ومانه چې د تاج و تخت تر لاس ته راوړو وروسته يې رنجيت ته وركي او له بل هېڅ دولت سره چې د انګليس او مهاراجه د دولت مخالف وي د دوستۍ او سياسي اړيکو تړون و نه کړې. په هرات کښې به هم خپل وراره حکمران وپېژني او د هرات په امورو کښې به مداخله نه کوي. اتلسمه ماده د پوځي يووالي د تضمينولو تړون و چې که له تړون کوونکيو څخه یو انګلیس رنجیت او شاه شجاع) د کوم طرف تر خطر لاندې راشي نور به له ده سره د خطر په دفع کولو کښې لښکري مرسته کوي، په دغه عجيبه تړون کښې چې د دوو حکومتو او يوه فراري له خوا لاسليك شو، انګليس لشكريانو د سرجان کین په قوماندانی. شاه شجاع د (۱۸۳۹ م فبروري ۱۲۵۴هـ). د سند او بولان له لارو راوست او پر کندهار يې حمله وکړه د اپریل پر ۲۰ - ۱۸۳۹ م = ۱۲۵۵ هجري يې د کندهار ښار ونيو او د امير وروڼه ایران ته وتښتېدل شاه شجاع د کندهار پر پاچهي تخت باندې کښېناست د (صفر) ۲۳ - ۱۲۵۵ هجري) په کندهار کښې مكناټن له شاه شجاع څخه ژمنه واخیسته چې د انګلیس عسكر به له يوه نفر سياسي نماینده سره د تل له پاره په افغانستان کښې پرېږدي او په دغه ډول د بريتانيې عسکر د شاه شجاع په ملګرتيا د غزني له لارې او همدا رنګه کپتان وید" له شهزاده تیمور د شاه شجاع له زوی سره د خيبر او جلال آبادله لارې پر کابل باندې حمله وکړه د اګست پر ۱۷ - ۱۸۳۹ م - غره جمادی الاخر ۱۲۵۵ هجري) شاه شجاع يې په کابل کښې پر پاچهۍ کښېناوه. امیر دوست محمد خان له خپلو زامنو سره بخارا ته ولاړ خو په هغه ځای کښې د بخارا پاچا دی بندی کی د هند گورنر جنرال لاره آکلینډ د کابل د فتح او د امیر دوست محمد خان د ویستلو له کبله د لندن دربار له خوا د ارل Earl په لقب وياړل شو. (۱۸۳۹م). دغه مهال چې د حکومت مشران او امیر له هېواد څخه ولاړل او وطن یې دښمن ته پرېښووئ افغان ملت د انګلیس متجاوز لښکر ته د غزا اعلان وکئ او له هر لوري پر انګليسي لښکرو د افغاني ډلګيو له خوا حملي پیل شوې یو کال وروسته امیر دوست محمد خان له خپل زوی محمد افضل خان سره له بخارا څخه راغی له آمو څخه را تېر شو مګر په ايبك كښې يې د انګليس له لښکر څخه ماته وخوړه او تاشقرغان ته ولاړل (۲۸) ستمبر ۱۸۴۰ م ۱۲۵۶ هجري. تر دې وروسته امیر خپل ځان انگلیس ته تسلیم او کلکتې ته ولېږل شو (نوامبر) (۱۸۴۰) خو ملي مجاهدينو د کابل په شمال کښې د مسجدي خان سلطان محمد نجرابي او نورو په مشرۍ د فرنګي متجاوزانو په مقابل کښې په غزا لاس پورې کئی عبدالله خان اڅکزی، امین الله خان لوگری او نورو هم د ۱۲۵۸ هجري د مني په سر کښې د کابل په شاوخوا کښې د خلکو په اتفاق پر شاه شجاع او فرنګیانو را پورته شول، سردار محمد اکبرخان د امیر دوست محمد خان زوی هم د شمال له لورې له دوی سره یو ځای شو او پر انګلیسانو باندې يې کار تنګ کی په دغه کش و ګیر کښې مكناټن Sir.w Macnaghten د ستمبر په ۲۳ مه نېټه ۱۸۴۱م د سردار محمد اکبر خان په لاس په کابل کښې ووژل شو او الكساند برنسهم د نومبر په ۲ مه نېتمه ۱۸۴۱م    د غازيانو له خوا را وژل شوی و. وروسته په خپله شاه شجاع هم په کابل کښې د غازيانو په لاس ووژل شو د صفر ۲-۱۲۵۸ هجري د آپریل ۳-۱۸۴۲م) وگوری ۸۴ نومره (عکس) څرنګه چې د انګلیس عسکر د دغه کال په ژمي له کابل څخه د جلال آباد په لوري ولاړل په لار کښې د افغاني غازيانو په لاس ټول ووژل شول. انګلیسانو په دغه جنګ کښې ډېر زيانونه ولیدل یعنی (۳۰) زره تنه يې ووژل شول او (۲۱) کروړه هندي روپۍ يې مصرف شوې، په پای کښې د خپل ځان له ساتلو څخه هم عاجز شول او د افغاني غازيانو له لاسه، له يو تن پرته چې ډاکټر (۲) بریدون نومېد یو هم ژوندی پاتې نه شو؛ بېرته يې امیر دوست محمد خان له هند څخه راووست امیر د خپل مجاهد زوی وزیر اکبر خان په همت د کابل پر تخت بیا کښېناست وروڼه يې له ایران څه راغلل پر کندهار باندې حکمرانان شول او هرات د یار محمدخان الكوزي د شهزاده کامران د وزیر په لاس کښې پاتې شو. امیر دوست محمد خان د خپل امارت په دویمه دوره کښې د لومړي جنگ مشهور مشران چې د هېواد د ساتلو په لاره کښې يې قربانۍ ورکړې وې لکه نایب امین الله خان لوگری سردار سلطان احمد خان سرکار، محمد شاه خان بابکر خیل نواب محمد زمان خان او زوی یې شجاع الدوله خان، محمد عثمان خان او نواب جبارخان مسجدي خان او نور تر باور لاندې رانه وستل، او د هېواد په چارو کښې يې شامل نه کړل پر عکس ټول هېواد يې د خپلو زامنو تر واک لاندې وساتئ، پر دې اساس سردار سلطان احمد خان امير وراره او زوم چې له ده څخه مایوس شوی و کندهار ته لاړ او له هغه ځايه يې له پېنځه زرو کندهاري لښکرو سره پر کابل حمله وکړه، خو امیر ده د ته په مقر کښې ماته ورکړه تر هغه وروسته سلطان احمد خان ایران ته فرار شو او د امیر نامتو مجاهد زوی وزیر اکبرخان هم په مزار شریف کښې له دې دنیا څخه لار (۱۲۶۳ هجري - ۱۸۴۶م). (وگوری ۸۵ نومره عکس). سردار محمد اکرم خان د امیر زوی په شمالي ولاياتو کښې ايشان اوراق د میر بلخ ایشان صدور د اقچې میر حکیم خان د شبرغان والي، میر بابا بيګ د ايبك رئيس غضنفر خان د اندخوی سالار، گنج علي د خلم مهتر، محمود خان د سرپل د اور او شاه مراد د قطغن بريد ساتي مطيع کړل، تر آمو پر مخ ولاړ او د هېواد شمالي بريد يې وساته (۱۲۶۵ هجری ۱۸۴۸م) په دې ډول یوازې کندهار او هرات د امير له امارت څخه د باندې پاتې شول. څو کاله وروسته کندهاري سرداران د امير وروڼه (کهندل، پردل، مهردل مړه شول او رحمدل پاتې شو، ده له خپلو وریررونو سره جنګ وکړ. پر (۱۲۷۱ هجری - (۱۸۵۵م) د رجب ۱۱ مه امیر دوست محمد خان خپل ولیعهد سردار غلام حیدرخان جمرود ته ولېږه چې د سرجان لارنس د پنجاب چیف کمشنر د اندریو مارکویس د هند له ګورنر جنرال استازي سره یې وکتل د مارچ پر ۳۰ مه - ۱۸۵۵ م شوی و و او درې مادې وکړ او د د پېښور تړون چې د پے | = يې لرلې، د هند له بريتانوي دولت سره يې وکړه. دغه تړون د دوستۍ د مراسمو او د يو او بل د هېواد په چارو کښې د طرفينو د نه ګوتوهني متضمن وه درېيمې مادې ويل چې تړون کوونکي به یو د بل دوست - دوست او دښمن به دښمن بولي. په دغه تړون سره امير له ختيځ لوري مطمئن شو، ضمناً يې د کندهار په نيولو کښې بريتانوي هند دولت پلوي هم تر لاسه کړه، تر هغهوروسته يې له کابل څخه لښکر ویوست کندهار يې ونيو او خپل زوی غلام حیدر خان ته يې وسپاره په دې ډول کندهار مستقيماً د کابل په امارت پورې اره پیدا کړه. خو په هرات کښې د سدوزيو د کورنۍ پایڅوړ د يار محمد خان الكوزي د کامران د وزیر په لاس له منځه لاړ یار محمد خان الکوزی هم په (١٢٦٧ هـ = ۱۸۵۰م) کال وفات شو او نالایق زوی يې چې سید محمد خان نومېده د ده پر ځای کښېناست خپل مسکوکات یې د ناصرالدین شاه قاجار په نامه ووهل، خو د هرات خلکو دغه وضع خوښه نه کړه هغه يې وواژه او شهزاده یوسف د حاجي فيروزالدين لمسی چې د سدوزيو له پاتې شونیو څخه و، د هرات په پاچهی و ټاکه محرم ۱۲۷۲هـ = ۱۸۵۵م) تر هغې چې ناصر الدین شاه هرات ته لښکرې راولېږلې او هاغه ښار يې ونيو (۱۲۷۳هـ). افغاني مشرانو هرات د افغانستان پخوانی نه بېلېدونکې برخه ګڼله او نه یې غوښتل چې پردي هېوادونه دې په هغه کښې لاس ولري، پر دې اساس امیر دوست محمد خان له مرکز سره د هرات راساً يو ځای کېدل غوښتل. په دغه وخت کښې امیر دوست محمد خان انګلیسانو جمرود ته دعوت کړ او د سرجان لارنس په ذریعه يې د پېښور تړون پر (جنوري ٢٦- ۱۸۵۷م = ۲۹ د جمادی الاول (۱۲۷۳هـ کال له ده سره و تاړه، دغه تړون چې د (۱۲) مادو درلودونکی و د هند د ګورنر جنرال جان وايكونت کیننگ له لوري د جان لارنس چيف د پنجاب کمشنر او لفټيننټ کرنل ایچ لی ايدواردس د پېښور کمشنر په وسیله له امیر سره وتړل شوه. تړون وايي دا چې د ایران پاچا تړون مات او پر هرات یې قبضه وکړه او په افغانستان کښې مداخله کوي نو د هند انگلیسی حکومت به امیر دوست محمد خان ته مرسته ورکړي او د ده د ځمکو په ساتلو کښې به د قاجاریانو پر خلاف زيار وباسي؛ تر هغه وخته پورې چې له قاجاري دولت سره جنگ جاري وي د مياشتې يو لك روپۍ به امیر ته ورکوي په دې شرط: چې امیر خپل سواره او توپخانه لښکر له (۱۸) زره پليو سره ډېر ښه وساتي او تل (۱۳) زره روزل شوی لښکر ولري په کابل کندهار بلخ او یا په هر ځای کښیې چې له قاجارانو سره جنگ ونښلي، د انګلیس نمایندگان به له هندی عملی  سره مقرر ویڅو د مرستې پيسې د دوی تر نظارت لاندې په لښکري چارو کښې ولګول شي، خو په کورنيو چارو کښې به ګوتې نه وهي او يوازې به له جنګي پېښو څخه خبر اخلي. امیر دې خپل یو نماینده په پېښور کښې مقرر کړي او سربېره به پر مياشتنۍ مرستې پېنځه لکه روپۍ نقدې ده ته ورکوي. په مقابل کښې امير نه شي کولای په پټه يا ښكاره له بل دولت سره په سياسي مفاهماتو لاس پورې کړې څلور زره ټوپك يې هم د دغه تړون پر اساس امير ته په ټل کښې وسپارل. سربېره پر دې انګلیس دولت پر قاجاري دولت هم سياسي فشار راووست چې هرات چې د افغانستان د مځکې پخوانۍ برخه ده ژر خوشې کړي همدارنګه يې پر نومبر ۱۸۵۷ م - ۱۲۷۳ هجري يو لښکر له جنګي کښتیو سره د عرب د بحيرې له لارې پر بوشهر باندې وروهڅاوه، هغه ښار يې ونيو او د هغه پرېښوول يې د هرات په پرېښوولو پورې اړ کړه. دا چې د پردې ترشا يا د سياست په فضا کښې د هرات په باره کښې په هند ، لندن تهران او کابل کښې فعاليت کېده د تړون د نص او د انګليس له بحري لښکر کښيو څخه ښکاره ده، خو د افغانستان او هرات خلك هم د قاجاریانو تر بار لاندې رانه غلل هر طرف ته ملي حرکتونه وليدل شول، سرښندويه خلك د آزادۍ په لار كښې پر خوځښت راغلل او له هرات څخه يې د متجاوزو لښکرو ایستل وغوښتل پردې اساس قاجاريه لښکر د جولای پر ۲۷ مه ۱۸۵۷ - ۱۲۷۳ هجری هرات تخلیه او مشهد ته ولاړل، خو په دغه وخت هماغه کښې سردار سلطان احمد خان سرکار د امیر وارره هرات ته راغی او دی یې د هغه ځای حکمران و پیژاند ، په دغه ډول زړورو هراتیانو خپل ښار د پردیو له واکمنۍ خلاص کړ. دغه سرادر د انګليس له مخالفو عناصرو څخه ؤ، چې په لومړي جنګ کښې د ملي مجاهدينو له مشرانو څخه ګڼل کېده، پر دې اساس په هرات کښې د ده شتوالی د هند دولت له پاره خاطر جمعي نه وه. هرات ته د سردار له راتلو سره خلك پرده باندې راټول شول او سياسي فعاليت هم شروع شو د بریتانیا حکومت يو سياسي هيئت د میجر تيلر په مشرتابه له بغداد څخه هرات ته ولېږه په دې توګه د روس دولت يو هيئت د خانیکوف په ریاست د سردار دربار ته راولېږه، سلطان احمد خان د انګلیس لېږلي په ناکامۍ له هراته وويستل (۱۲۷۴ هجری) او په آزادی سرة الحکم چلاوه. د هغه بل لوري امير دوست محمد خان چې له مرکز سره د هرات په يو ځايوالي د خلکو هیله ولیده په خپل لښکر باندې ګوتې ووهلې او پر حمله وروړه، د صفر پر لسم ۱۲۷۸ هـ ١٨٦١م خپل وراره او زوم هرات يې سلطان احمد خان يې په هرات کښې کلابند کړل. کلابندي ۱۸ میاشتې اوږده شوه سلطان احمد خان له نړۍ سترګې پټې کړې، زوی يې شهنواز خان هم تر دوو میاشتو پورې مقاومت ته دوام ورکړ، خو تر دوو مياشتو وروسته د امير په لاس ورغی (د ذيحجې اتمه ١٢٧٨هـ ١٨٦١م) خو امیر په خپله څو ورځې وروسته د سالنډۍ په مرض د ۷۷ کالو په عمر له دې دنيا څخه لاړ او په هرات کښې د خواجه عبدالله انصاري د مزار تر څنگ په ګازرگاه کښې ښخ شو، د ذيحجې (۲۱ - ١٢٧٨هـ - ١٨٦١م). هغه ګتور کار چی امیر د خپل عمر په پای کښې د هېواد د يووالي په خاطر وکړ په افغاني مرکزي دولت پورې د هرات تړل و چې سياسي وحدت او د هېواد پخواني حدود يې تامين کړل. (وګورئ ٨٦ نومره (عکس) امیر دوست محمد خان د محمد زیو کورنی، امیر او په (امیر کبیر) مشهور دی چې د سپينو زرو د روپيو پر سکه باندې يې دغه بيت ليکل شوی و  :


سیم و طلا شمس و قمر میدهد نوید 

وقت رواج سکه پاینده خان رسید


 مدیر و چې دی يو جاه طلب نرم خویه او عشرت دوست سړی، خو زړور او ۱۴ منکوحه ښځې او په سل ها و سراری او (۵۲) اولاده یې درلودل (۲۹) تنه اولاد یې د ده تر مرګ وروسته په افغانستان کښې د په لومړي امارت کښې چې امیر دوست محمد خان کابل ونيو د خپلو ورونو جرګه یې جوړه کړه او د ۱۲۴۲ هجري کال د ربيع الثاني د میاشتې د تړون له مخې چې اصل یې د کابل په موزیم کښې موجود دی، هېواد يې په خپل منځ کښې وویشه د دغې جرګې ریاست نواب عبد الصمد خان کاوه چې تر ټولو مشر و او دغه لاندینی تړون يې دده په ضمانت سره ويروونكيو كورنيو جنګو لامل وګرځېدل. وکی

 ۱ - کوهاټ و هنګو او د هغه توابع چې پخوا بنګښ ورته ويل کېدل: نواب عبد الصمد خان ته.

 ۲ - پیښور سردار یار محمد خان سلطان محمد خان، پیر محمد خان 

او سید محمد خان ته اشنغر او د هغه توابع له يو لکو روپیو سره د کابل له عايداتو چې امير دوست محمد خان ورکولې.

 ۳ - د حصارك غلجايي سيمه د كابل ختيز خوا نواب عبدالجبار خان ته

 ۴ - کابل، کوهدامن، لوګر او د هغه توابع تر بامیان پورې امير دوست محمد خان او سردار امیر محمد خان د ده سکه ورور ته.

 ۵ - نواب محمد زمان خان او د ده سکه وروڼوته د نواب اسد خان زامن د پاينده خان لمسي) د کابل د ختيزه خواء لغمان، جلال آباد تر خیبر او د هغه تر توابعو پورې.

 ٦ - سردار حبیب الله خان او سردار محمد اکرم خان د سردار محمد عظیم خان دامیر د مړه ورور زامن ته لوګر، بتخاك، څرخ میدان او غوربند.

 ۷ - کندهاریو سردارانو پېنځو وروڼو پردل کهندل، شیردل رحمدل، مهردل ته کندهار له شاه جوی څخه تر فراه پورې. د هېواد په دغه او و برخو کښې پورتنیو اشخاصو حکم چلاوه، نواب اسد خان ډېره جات په خپل واك كښې لاره او رحمدل خان د بولان پر درې تر ښکارپور پورې حکمراني کوله. د باركزيي وروڼو د هڅو دغه نتيجه وه چې سدوزيو د سلطنت له ضعف څخه وروسته هېواد په خپل منځ کښې وویشي. د احمد شاه بابا د شاهنشاهی قوي مرکزيت له منځه ولاړ پردې اساس قوی او نیرومند هېواد موقتاً په ناتوانۍ او تجزیې محکوم شو. د موهن لال په په قول چې د سيد حسين د کابل مستوفي او د مستوفيت د غړو دیوان ميتها او دیوان بیر با او له "يارام" څخه يې اورېدلي دي د ده د امارت په لومړۍ دوره کښې د امير د قلمرو ټول عوايد ۲۳۸، ۲،۵۰۹) کابلۍ روپۍ وې چې د کابل او د هغه له شمالي سمت څخه له غوربند میدان وردګ غزنی بهسود بامیان، زرمت گردیز هزاره کورم ،خوست جلال آباد او لغمان څخه لاس ته راتلې. د کندهار تر يووالي او د کندهاري سردارانو د خپلواکۍ تر پای ته رسېدو وروسته د امارت عایداتو د فراه له شاوخوا څخه تر کندهار او شاه جوی د کابل په مرکز پورې اړه پیدا کړه د فيض محمد هزاره په وینا امیر له دغو عواید و څخه (۱۵) لکه روپۍ تنخواه د کندهار پاتې سردارانو ته چې د ده ورېرونه وو مقرر کړې. وو، خو د پېښور، اشنغر او د هغۀ ترابع حکمرانانو سردارانو عایدات د کال (۶۹۲) زره روپيو په شاوخوا کښې چې هره روپۍ "لس شاهي" له لسو آنو سره برابره وه او پردې سربېره د خواراکه بابو د مالیې، د هندوانو د جزيي او له نورو متفرقاتو څخه هم د (٦٢) زره روپيو په شاوخوا کښې عايد و چې ټول (۷۵۴) زره روپۍ شي. د پېښور تاريخ). په دغه ډول که موږ د کابل کندهار او پیښور پر عایداتو او مالياتو سربېره د شمالي ولاياتو عايدات يعني قطعن، بنګښ او ختيزه خوا، لغمان او دیره جات ټول په جلا ډول سره د (۵۰) لکو روپیو په شاوخوا کښې اټکل کړو نو د بارکزيو وروڼو (امیر دوست محمد خان او وروڼه يې ټول د لس (۱۰) ملیونو روپیو په شاوخوا کښې کېدې . په دغه وخت کښې د افغانستان له لارې د هند او بخارا تجارت روان و، له امرتسر او ښکار پور څخه تجارتي قافلي کابل، کندهار، بخارا او مشهد ته تللې، په ځانګړي ډول د کشمير د شالو او نفیسه پارچو تجارت کېده. څرنګه چې د ۱۸۶۲ په تجارتي راپور کښې راغلي دي چې د افغانستان او هند ټول تجارت ۱۱۸ ، ۹۳۹ پونده و او ګمرکي محصول هم په سلو کښې دوه نيمې روپۍ اخیستل کېده. د کوچیانو په وسیله هم د يو میلیون او درې لکو روپیو مالونه له افغانستان څخه هند ته وړل کېده او د یو میلیون او شپږ لکو روپیو مالونه واردېدل په کابل کښې ملا رحيم شاه غلام قادر او ښکار پورې ګوپالداس او په کندهار کښې ملا جلال اڅکزی او ملانسو لوی تاجران وو، د كابل كمرك د څلورو لكو روپيو په شاوخوا کښې تجارتي محصول درلوده په کابل کښې سید حسین خان او وروسته عبد الرزاق خان او میرزا عبد السميع خان مستوفي الممالك د ماليې وزير) و، میرزا محمد حسن خان د سلطنت دبیر (سرمنشي) شاغاسي شیر دل خان بارکزی د کورنیو چارو او دربار ،وزیر غلام محمد خان پوپلزی لښکري مشاور، قاضي عبد الرحمن خانعلوم بارکزی د عدلیې وزير او قاضي القضاة میر حاجي د میر واعظ زوی د دیني امور مشاور او فراموز خان نورستانی لښكر او د امير د دربار سپه سالار و. سر خو د امير لښکر د مستر کیمپل انګلیسي چې په لومړي جنګ کښې مسلمان شوی او نوم یې شېر محمد ایښودل شوی و او امريكايي ډاکتر هارلان چې د رنجیت سنګه له دربار څخه کابل ته راغلی و، تر اداره او تعليم لاندې و او نايب عبد الصمد هندي و، چې د هغو شمېر د سلطنت په لومړۍ دوره کښې (۱۲) زره سوعاره دري نیم زره پياده ټوپك لرونكي، (۵۰) لوی توپونه او (۲۰۰) کچرو په منځ کښې توپونه وو، سوارانو یو تن (۱۲۰) روپی او پلي يو تن (۸۴) روپۍ د کال تنخواه درلوده خو د امير دوست محمد خان د امارت په پای کښې د ده عسکری تشکیلات داسې وو :

  ۱ - په کابل کښي دوه پيلي غندونه له (۱۸) صحرایی توپو سره دوه درانه توپونه یو مورتر او يو زنبورك.

 ۲ - په بلخ کښې درې پيلي غنډونه او دوه سواره غندونه له ١٦ 

صحرايي توپو سره.

 ۳ - په بامیان کښې یو پلی غند له دوو جبل توپو سره.

 ۴ - په کوهستان کښې یو پلی غنډ له دوو صحرايي توپو او دوو جبل توپو سره.

 ۵ - په فرا کښې یو پلی غند او څلور صحرايي توپونه.

 ٦ - په ګرشك كښې يو پلی غنډ او څلور صحرايي توپونه.

 ۷ - په غزني کښې یو پلی غنډ او څلور صحرايي توپونه.

۸ - په آقچه کښې یو پلی غنډ او دوه صحرايي توپونه. کلات کښې یو پلی غنډ د درو جبل توپو او يو

 ۹ - په غلز يي کلات کښی یو پلی غنډ د درو جبل توپو او یو  صحرايي توپ سره.

 ۱۰ - په کندهار کښې درې پلي غنډونه او يو سپور غند، له دوو ثقيلو، دوو جبل او دوولس صحرايي توپو سره.

 ۱۱ - په از مینداور کښې یو پلی غند له څلورو صحرايي توپو سره. په دغه ډول د امیر تر ادارې لاندې ځمکو کښې يوولس عسكري مرکزونه وو او هر غند ۸۰۰ تنه چې په ورځنيو تمريناتو کښې ٦٠٠ نفر حاضرېدای شول خو هر غند سواره عبارت و له (۳۰۰) تنو څخه چې ټول منظم عسکر يې عبارت وو له: پلی غنډونه  هر غند ۸۰۰ تنه - ټول ۸۰۰، ۱۲ تنه. ١٦ پلي غندونه ۳ سواره غونډونه ۳۰۰ تنه ټول ۹۰۰ تنه. ٦٧ صحرايي توپونه - ٦ جبل توپونه - ۴ ثقيل توپونه، يو مورتر- چې ټول منظم عسكر - ۷۰۰ ۱۳ تنه له ۸۱ توپو سره وو، پر دې سربېره د ايلجاري لښكرو شمېر د ضرورت په وخت کښې په کابل کښې ۳۱ زره - په کندهار کښې ۱۸ زره - په هرات کښې ۲۲ زره . په بلخ کښې ۲۹ زره ووافغانستان د لندن طبع ۱۹۰۶م) مگر کورنی امنیت د کوټوال او د کوټوالی د پولیس په ذریعه اداره کېده، شرعي محاکمو عدلیه امور اداره کول، چې قاضي د خانعلوم په ذریعه د امير له حضور ټاکل کېده. د امير د حكمدارۍ او له دوره يو ډول مشترك امارت و چې افغانستان د ده د وروڼو تر منځ د پخواني - تړون له مخې وېشل شوی و، هر ورور په خپله حکمدارۍ سیمه کښې خپلواکي درلوده په دویمه دوره کښې د هېواد مرکزيت قوي شو او د امير د وروڼو نفوذ له منځه ولاړ د ده د امارت توابع د امير د زامنو تر منځ ووېشل شول مګر دوی د پلار په اجازه سره حکم چلاوه او د خپلو سیمو له عوایدو څخه يې يوه برخه د خپلو مصارفو له پاره ګرځوله او پاتې يې د کابل په خزانه کښې تحويلوله د پلار له اجازې څخه پرته یې ټول کارونه سرته نه شول رسولای په دویمه دوره کښې د امیر زامنو په دغو سيمو کښې حکم چلاوه سردار شیر علي خان د بنګښ په کورم کښې د پېښور جنوبي خوا). سردار محمد افضل خان پر زرمت د کابل په جنوب کښې چې وروسته د بلخ په نیولو او حکمرانی باندی مامور شو. ولیعهد سردار غلام حیدر خان په غزني او کندهار کښې چې وروسته په جلال آباد کښې حکمران او د ده پر ځای سردار شمس الدین د . امیر سکه وراره چې په کوهستان کښې حاکم و په غزني کښې وټاکل شو. سردار محمد اعظم خان پر لوګر د کابل په جنوب کښې، سردار محمد شریف خان پر بامیان د کابل شمال لوېديځ او وروسته په کلات او فراه کښې. سردار محمد امین خان په کوهستان د کابل په شمال کښې. سردار محمد اکرم خان پر هزاره جات د کابل په لوېديځ کښې چې وروسته شماليولايتو او قطغن ته وګمارل شو. سردار محمد اکبر خان په لغمان او جلال آباد کښې د کابل ختيزه خوا. د امیر تر مړينې وروسته په هرات کښې دده ولیعهد سردار شیر علي خان د امارت اعلان وکړ د ذيحجی ۱۲ مه - ۱۲۷۸ هجری ١٨٦١ م) او په دغه سجع يې سکه ووهله:


 جمال دولت پاینده قسمت از لیست

 وصی دوست محمد ، امیر شیر علیست 


يو له هغو مهمو سړیو څخه چې له امیر شیر علي خان سره د تخت ناستي پر مهال په هرات کښې و، سید جمال الدين "افغان" دی چې ده ته يې د کورني سمون پروګرام او د نوي مدنيت د اصولو طرح ورکړه، خو امیر د خپل لومړي امارت په دوره کښې چې تر (۱۲۸۳ هـ - ١٨٦٦ م) پورې پېنځه کاله وه، له خپلو وروڼو سره په کورنیو جګړو بوخت و؛ د هېواد د سمون له پاره یې فرصت و نه موند ؛ سید جمال الدين هم له هېواده وووت، د اسيا او اروپا هېوادو د ځوانانو اروا یې راويښه کړه د اسلامي يو والي غږ يې اوچت او د اروپايي ښکېلاک پر وړاندې يې ستره مبارزه پیل کړه. مومند و قبیلو پر ( ۱۲۸۰ هـ - (١٨٦٣م کال د سعادت خان د زوی سلطان محمد خان په مشرتابه د انګریز پر وړاندې پاڅون وکړ. امیر شیر علي خان خپل زوی محمد علي خان او وزیر محمد رفیق خان لودین، مومند و ته ورولېږل چې له قبایلو سره خپل اړيکي وساتي، خو انګريز د ده امارت په رسمیت و نه پېژاند د امیر ورور محمد اعظم خان يې د ده پر خلاف په پېښور کښې وساته تر ده وروسته د امير بل ورور محمد افضل خان هم سر غړاو شو او د هندوکوش په "باجگا" دره کښې يې د ده له لښکر سره جګړه وکړه، خو په پای کښې يې غاړه کښېښووه او بندي شو، زوی يېسردار عبد الرحمن خان بخارا ته لاړ. تر دې وروسته یې له خپل بل ورور محمد امین خان سره چې د کندهار حکمران و د کلات د ترنګ په كجباز كښې جګړه وکړه، په نوموړې جګړه کښې يې ورور محمدامین او زوی محمد علي دواړه ووژل شول (۱۲۸۲ هـ - ۱۸۶۵م). يو کال وروسته عبد الرحمن خان له بخارا را وګرځېد او د محمد اعظم خان په مرسته يې پر کابل یرغل وکړ او ويې نيو. د امير شير علي خان مشر ورور محمد افضل خان يې پر پلاز (تخت) کښېناوه (۱۲۸۳ هـ - ١٨٦٦م) او امیر شیر علي خان كندهار ته لاړ. امیر محمد افضل خان د کورنیو جګړو پر مهال تر یوه کال امارت وروسته مړشو (۱۲۸۴ هـ) او دده بل ورور امیر محمد اعظم خان پر کابل تخت کښېناست، وراره يې عبد الرحمن خان د هېواد شمالي ولايتونه ونيول او بيا يې له کابل سره وتړل. خو کندهار او هرات له امیر شیر علي خان سره پاتې شول ده هلته نوی پوځ چمتو او د کندهار له لارې يې پر کابل ورودانګل، هغه يې ونيو او امیر محمد اعظم خان او عبد الرحمن خان ایران ته لاړل، محمد اعظم خان همهغلته مړ شو او روسي حکمران جنرال" "كوفمن" په ترکستان کښې د عبد الرحمن خان هرکلی وکړ او په سمرقند و تاشکند کښې يې مېشت کړ. امیر شیر علي خان دویم ځل د ټول افغانستان امیر وګڼل شو (۱۲۸۵ هـ - ۱۸۶۸ م). - امیر داخل په کابل کښې په نويو اصولو لښکر جوړکړ؛ نوي ښوونځي يې پرانیستل؛ د "شمس النهار" په نامه یې د افغانستان لومړنی اخبار چاپ او خپور کړ؛ په کابل کښې یې نوې چاپخونه جوړه کړه او په هغې کښې يې ځينې کتابونه له هغې ډلې پوځي قواعد له انګریزۍ نه په پښتواو دري وژباړل او چاپ یې کړل. امير شير علي خان سید نور محمد شاه کندهاری د سر وزیر (صدراعظم) په توګه و ټاکه او د وزیرانو لومړنۍ کابینه یې منځته راوسته چې عصمت الله خان د کورنیو چارو ارسلاخان د بهرنیو چارو، حبیب الله خان وردګ د مالیې، حسين علي خان د دفاع او احمد علي خان د زېرمو (خزانو) وزیران او محمد حسن خان د دربار سرمنشي و. نوموړې کابينه د افغانستان له استوګنو قامونو څخه پرته له ژبنيو او قامي توپيرونو جوړه شوې وه چې د شاهي کورنۍ او د امير له خپلوانو څخه هيڅوك هم په كښې نه و، دغه کار دا راښيي چې امير په سياسي چارو کښې په پراخه سینه او اسانۍ چلند کاوه او هېواد والو ترمنځ يې عدل په پام کښې ساته . د امير له يادونې وړ کارو څخه يو هم د نوي چمتو او سمبال پوځ جوړول دي، سره له دې چې دغه پوځ هېواد او امير ته د اړتیا او ګواښ پر مهال مرستندوی نه شو خو بيا د دغې دورې په تاريخ کښې د يادونې ورښکاري. دغه پوځ په اتو پوځي هډو کابل جلال آباد، شیرآباد، کندهار، کورم، هرات، میمنه او بلخ کښې په لانديني شمير، درې ټولګيه و: ١ - ٦٢ پلي غنډونه هر غند ٦٠٠ جنګيالي - ټول ۲۰۰ ، ۳۷ جنګيالي. ٦٠٠، ٩ رر. ٢ - ١٦ سپاره رر در در در در ۳ - د پیلانو، آسونو غويانو او کچرو د توپخانو ټول ۱۹۰، ۵ جنګيالي. په دې ګڼه د ټولو وسلوالو چمتو پوځیانو شمیر پر (۱۸۷۲م) کال (۹۹۰، ۵۱ ) و، سر بېره پردې (۸۰۰۰) پلي او (١٦٠٠٠) سواره ایلجاري پوځي ډولي) هم وو. د وسلو ډولونه یې (۸۲۵، ۴۰) انګریزي او افغاني ټوپك او (٣٦٩) انګريزي توپونه وو بریتانوي هند دولت د (۱۸۷۷) تر مارچه پورې امير شير علي خان ته نه ويشت زره ټوپك بخښلي وو. (افغانستان هملتون). امير د توپونو د جوړولو له پاره په کابل او هرات کښې کارخانې جوړې کړې چې په هغو کښې يې ارابه لرونکي درانده توپونه جوړول، همداراز يې د ټوپك جوړولو کارخانې هم لرلې چې تر اوسه هم په هماغو کارخانو کښې جوړ شوي توپونه شته. د بريتانوي هند دولت چې د افغانستان اوضاع ډاډمنه او سمه وليده، د نوامبر د (۲ مې) نېتې (۱۸۶۸م). (۱۲۸۵هـ، شوال) ليك له لارې يې د امیر شیر علي خان سلطنت په رسمیت و پیژاند دولس زره ټوپك او شپږ سوه زره روپۍ يې ورته راولېږلې. امیر د اړیکو د لا ټینګښت له پاره د هند د وایسرای په بلنه پر (١٢٨٦هـ ، ١٨٦٩م) امبالي ته لاړ. د هند گورنر جنرال د سياسي کنفرانسونو په ترڅ کښې د امير ټولې غوښتنې ونه منلې د افغانستان په چارو کښې يې د امير په ښېګڼه د نه لاسوهنې څرګندونه وکړه او (۱۲۰۰۰) ټوپك يې له درې سوو زرو روپیو سره امیر ته ډالۍ کړې. امير چې کابل ته راستون شو خپل کشر زوي "عبدالله" يې خپل ځای ناستی و ټاکه او مشر زوی يې محمد يعقوب" له کابله وتښتېد او په هرات کښې يې اړ دور پیل کړ خو امیر دی د هرات حکمران وټاکه او د يې ونيوه. ناخوالو مخه امير ځينو سياسي پوښتنو ته پام واړاوه، له تزاري روسيې سره يې د افغانستان د شمالي بريدونو په ټاکلو لاس پورې کړ، له ايران سره يې د انګریز په منځګړتابه د هلمند د اوبو وېش پيل کړ او صدر اعظم سید نور محمد شاه یی تهران ته واستاوه ورسته بيا نوموړي صدر اعظم د بريتانويهند له دولت سره د شملې (۱۸۷۳م) او پېښور د جنوري ۳۰ مه، ۱۸۷۷م) په کنفرانسونو کښې ورګډ شو خو څه هوکړه ونه شوه. دغه د پيلوماتیکې ويناوې کېدې چې د روسیې دولت پر خیوا" يرغل راوړ، هغه يې ونیوه او هند ته ګواښ لا پسې كلك شو (ربيع الاول، ۱۲۹۰هـ). څرنګه چې د پېښور په کنفرانس کښې دصدراعظم سید نور محمد شاه دریځ کوم ځای و نه نیو او دی همالته ناروغ او مړ شو، دا مهال د بريتانوي هند دولت د افغانستان پر بریدونو خپل څرګند سیاست "فارورډ پاليسي" ترکار لاندې ونیو او دهند دساتني له پاره یې تیری یوازینۍ لار وګڼله. د روسيې دولت چې خپل استازی جنرال ستوليتوف"(۱) کابل ته رالېږلی و، دده راتک دهند سیاست چارې اندېښمن کړل، تر هغې چې دافغان انگریز دویمه جګړه يې پيل کړه او د افغانستان پر خاوره یې تېری وکړ. د انګریز سمبال جګړه مار د (۱۸۷۸م) د نومبر پر (۲۰)مه د خيبر، کورمې او بولان له لارې پر مخ تلل امیر شیر علي خان د روس د مرستې په هيله په خورا ګډوډۍ کښې کابل پرېښوو او مزار شریف ته لاړ او هلته د ماتې په درشل کښې د ١٢٩٦ هـ ۱۸۷۹ . ۱۸۷۹م کال د ۲۹ مه د "نقرس" صفرې پر په ناروغۍ مړ شو وګوری ۸۷ نومره (عکس) د امیر تر تک وروسته په کابل کښې ناوړې پښې منځته راغلېوګړي بې مشرتابه پاتې وو او دښمنان پر مخ راتلل. دا مهال ځینو مشرانو شهزاده یعقوب خان تر (۸) کالو بند وروسته له زندانه را ووېست او د ١٢٩٦هـ کال پر ربیع الثاني يې په پاچهۍ وټاکه. انگریز جګړه مارو په خونړي ځواک افغانستان ونیو او د امیر ناپوه زوی يې خپلې پوځې هدي (كندمك) ته بوت كندمك د كابل - جلال آباد تر منځ يو ځای دی چې د افغان غازيانو د لومړۍ جګړې پر مهال، انګریز لښکر تر پایه هلته سټ شوی و، خو اوس د امیر دغه ناپو زوی دغلته راکښل شو او د ګندمك کرغېړن تړون يې چې د افغانستان په تاريخ کښې يو تور ټکې دی او د دغه هېواد ځمکنۍ بشپړ تيا يې دړې وړې كړه لاسليك كړ. د ۱٢٩٦ هـ د جمادى الثاني ۴ - ۱۸۷۹ م د می ۲۶ مه). د ګندمک تړون چې لاسليك شو په ټول هېواد كښې كلك اړ و دوړ پېښ و. یعقوب خان هم په کابل کښې د پردیو تر سیوري لاندې اوسېده، دی هېڅکله هم د ټول افغانستان د پاچا په توګه ونه پیژندل شو او تر څو میاشتو وروسته له افغانستانه هند ته وتښتېد او د بريتانوي هند په غېږ کښې ولوېد ، ځکه نو دغه تړون حقوقي ارزښت نه لري. د نوموړي تړون له مخې خیبر پښين او کورمه له افغانستانه بېل او بریتانوي هند په خاوره پورې وګڼل شول. سرلويس كيوناري Sir Piere louis Napoleon Cava Gnari"(۱) چې د ګندمك په تړون كښې د انګریزانو استازی و د انګريزي استازي په توګهد (۱۹۷۹ م کال د جولای پر میاشت په کابل بالاحصار کښې استوګن شو خو څو مياشتې وروسته په افغانستان کښې ملي غورځنګ پيل شو او افغان غازيانو د پرنګیانو په وژلو لاس پورې کړ. د کابل بالاحصار پوځیانو هم پاڅون وکړ او د مجاهدينو ملګري شول تر ټولو لومړی يې په بالاحصار کښې انګریز استازی د هغه له همکارانو سره وواژه (د ١٢٩٦هـ د روژې ١٦ مه - ۱۹۷۹ د ستمبر ۳مه). : د افغان انگریز دویمه جګړه ډېره توده پر مخ تله، ستر ملي مجاهدین د جنرال چمبرلین (۱) Sir N. Chamberlain چې د خيبر درې له لارې يې پياوړي انګريزي ځواک سره يرغل کړی و ، جنرال رابرتس (۳) Sir E. Roberts چې د کورمې له لارې پر مخ راتلو او جنرال ستيوارت (۴) J. Stewart چې د بولان درې له لارې يې يرغل کړي و پر وړاندې په مېړانه ودرېدل. د انګریز دغه بشپړ سمبال پوځونه تر پنځوسو زرو لږ نه وو، خو غازيانو ستره مېړانه وښوده، د مجاهدينو مشران لکه: محمد جان خان وردګ ملا مشك عالم اندر صاحبجان تره کی سرادر ایوب خان او محمد عثمان خان ساپي او نورو په بېلابېلو ځايو کښې له يرغلګرو سره جګړې وکړې. له دغو ټاکونکيو جګړو څخه يوه هم چې انګريزان يې وځپل د میوند دکر جګړه وه. په نوموړی جګړه کښې له هرات او کندهاره د امیر شیر علي خان د زوي سرادر محمد ایوب خان جرنیل تاج محمد خان سلیمانخېل پهمشرۍ او د مولوي عبد الرحیم کندهاری او د کندهار د نورو پوهانو په فتوا ، ملي ځواکونه راغونډ شول. هغه مخ ته ورغی، سردار ایوب خان له هرات او فراه څخه ګرشك ته راغلی و او انګریز پوځ د جنرال بروس Burrows په مشرتابه د میوند پر دکرد توده جګړه ونښته او د (۱۸۸۰م) د جولای د (۲۷مې) تر مازيګري پورې د غازيانو په بري او د پرنګیانو په ماته پای ته ورسېده، د انګریز ژوندی پاتې لښکر کندهار ته وتښتېد او په حصار کښې دننه پټ شو. جنرال رابرتس تر دوه ویشتو ورځو وروسته ځان له کابله کندهار ته ورساوه د ۱۸۸۰) د اگست له ۹ مې تر ۳۱ مې) او د سپټمبر پر لومړۍ يې د سردار ایوب خان پوځونه ژوبل کړل، سرادر له خپلو ملګریو سره هرات او له هغه ځایه ایران ته لاړ. په ایران کښې د بريتانوي هند د دولت لاس ته ورغی او د ژوند تر پایه په راولپنډۍ او لاهور کښې استوګن شو. (۱۹۱۴ د اپریل ۱۷مه) د دغه غازي مزار د پېښور سهيل ته په سید حبيب هديره کښې دی. د امیر زوی یعقوب خان هم د ۱۲۹۶ هـ پر ذیحجه - ۱۸۷۹) کال له خپل کهاله او خپلوانو سره له کابله وتی و انګریزانو چې نېغ پر نېغه و نه شو کړای چې په افغانستان کښې پښې ټينګې کړي. ځکه ځکه يې د محمد افضل خان له زوي سردار عبدالرحمن خان سره چې تاشکند ته تښتېدلي و، اړيکي وموندل سردار په چټکۍ تر امو را واوښت او چاریکار ته راغی، د بریتانوي هند له سياسي استازي سرلیپل گریفین  اترو ته کېناست، چاریکار ته له راتلو سره سم يې خپل امارت  اعلان کر د ۱۸۸۰ د جولای ۲۷ مه د انګریز سیاست چارو عبد الرحمن خان چې وسپنیز سړی و ، ومانه او په بهرني سياست کښې د اطاعت مننې په شرط د مرستې ژمنه ورکړه. سردار د اړتيا له مخې و منله او د ۱۲۹٦ هـ د روژې پر (۵مه) کابل ته راغی او پر تخت کښیناست. امير عبد الرحمن خان چې د ده د کتاب له مخې له کوچنيوالي د ادارې په چارو پوه او د ژوندانه ډېرې سړې تودې يې ليدلې وې، ده د افغانستان د خلکو اروا ښه پېژنده او په دې پوهېده چې د خپلې پاچهۍ د ساتلو له پاره د هېواد د قبيلو له مشرانو سره څه ډول كلك چلند وکړي او له بريتانوي هند سره په بهرني سیاست کښې څومره پوست وي چې له هغوی نه هم په خپله کار واخلي. په دغه ډول نوی امیر پر کاپل برلاسی شو او ژر يې په دغه ښار کښې امنیت ټینګ کړ او بیا کندهار ته لاړ. خو مخکښې تر ده جنرال رابرتس له لسو زرو جګړنو سره محمد ایوب خان له کندهاره وېستلی او ایران ته یې شړلی و. همدا چې امیر کندهار ته ورسېد انګریزانو هغه ده ته وسپاره، جنرال رابرتس د کندهار او بولان درې له لارې او جنرال ستيورات د جلال آباد او خيبر له لاري له افغانستانه ووتل او افغان - انگریز دویمه جگړه پای شود. امير عبد الرحمن خان په کندهار کښې خپل مخالفین ووژل، هغه سيمې يې ګرد سره اېل کړې د افغانستان د نورو سیمو اېلولو ته يې هم پام واړاوه، ډېر ژر يې خپل مخالفان مړه بندیان او یا بهر ته وشړل. د بريتانوي هند دولت هم امیر غښتلی کړ، پر (۱۸۸۰م) کال يې پېنځه سوه زره روپۍ، څو سوه توپونه او څو زره ټوپك وركړل، هر کال يې (۱۸) زره پونده مرسته ورسره کوله په دې توګه امیر ژر پیاوړی او پر ټول هېواد واکمن شو. پر ۱۸۸۱ ع کال یې هرات او کندهار ونیول او پر (۱۸۸۴م) يې بدخشان او شغنان لاس ته راوړل په واخان کښې يې علیمردان و پرځاوه او پر ځاي يې غفار خان تاتار د حاکم په توګه وټاکه. تر هغې وروسته يې د افغانستان شمالي ولايتونه تر میمنې او اندخوي پورې پر (۱۸۸۵م) کال ونیول او خپل تره زوی محمد اسحاق خان ته يې وسپارل خو نوموړي سردار پر ۱۸۸۸ ع هلته سرغړاو شو. امیر عبدالر حمن خان سمدلاسه مزار شریف ته لاړ، اسحاق خان یې تر امو ها خوا وشاړه او ګرد سره شمالي ولايتونه يې لاس ته راوړل. د ده پر مهال غلجيو له غزني تر کلاته پاڅون وکړ، خو امیر هغوی پر سر وټکول او تر دې وروسته يې د منځني افغانستان هزاره ګان هم اپل کړل (۱۳۱۱هـ ۱۸۹۳ع). د کونړ شمال ته کوهسار او بلورستان چې سپين کالي او تور كالي کافران په کښې اوسېدل او تل به د افغاني حکومت له واکمنۍ نه بهر وو هم پر (۱۳۱۳-۱۸۹۵) د امير له حکم سره سم د جنرال غلام حیدر خان څرخي تر برید لاندې راغی ټول وګړي یې اېل او مسلمان کړل او په "نورستان" يي ونو ماوه. امیر په کورنيو چارو کښې زړور جنګیالي او پياوړي واکمن و ، چې د مخالفانو په وژلو کښې یې ساری نه لاره دی نوښتګر او په نړیوالو پېښو پوه سړي و ، څه نا څه ليک لوست یې هم زده و. په دري ژبه يې (پندنامه) نومی کتاب هم لیکلی او تاج "التواریخ یې هم د ده په لارښوونه ليکلي اوپه ده پورې اړه لري. د ده د ډاډمنو سپه سالارانو په مشرۍ لکه غلام حیدر خان "څرخي" فرامرزخان، غلام حید خان لندی" پیاوړی پوځ جوړ کړ، په ځانګړې توګه يې د جاسوسۍ اغېزمنه کړۍ منځته راوسته، کارپوه حاکمان يې هر خوا ولېږل؛ په افغاني ولايتو او ښارو کښې يې د پوستې څانګې پرانيستي؛ شرعي محکمې يې بيا روغې کړي؛ دین پوهان یې د کابل په شاهي مدرسه کښې په ښوونه او روزنه بوخت کړل چاپخونه یې جوړه او د ټوپك جوړولو يوه کارخانه یې هم ودانه کړه. د پلازمېنې د مستوفي الممالك او د ولايتونو د مستوفيانو تر څارنې لاندې يې د مالیې څانګې سمې کړې؛ د کورني تګ له پاره یې دارهدارۍ پاڼې (لارپاڼې دود کړې او غله لارشکوونکي او نارامي يې تر كلك څار او ګواښ لاندې ونیول ځکه نو امینت ټینګ شو او سوداګري او صنعت وده ومونده او ټول هېواد د یوازینۍ ادارې خاوند شو. خو په بهرني سياست کښې: امیر پوست سړی او ښه ډیپلومات و، له انګلیس دولت سره يې په سره سینه چلند کاوه، تل به یې د دوستۍ لار هواروله، مادي او معنوي مرستې يې منلې. وروسته تر هغې چې د امارت په پيل کښې يې هېواد اېل کړ او پر ١٨٩٦ ع يې د ضياء الملة والدين بلنوم واخيست او په نوموړي بلنامه خطبه وویل شوه، سکه ووهل شوه نارامي او سرغړاوي ټول ووژل او پاتې يې وشړل؛ بېغمه د هند د ګورنر جنرال لارد دفرين د لیدو له پاره راولپنډۍ ته لاړ او د دوستۍ مزي يې لا پسې ټینګ کړل. (۱۸۸۵م) څو کاله وروسته یې خپل کشر زوی سردار نصر الله خان لندن او د انګريز ملكي دربار ته هم و استار (۱۹۸۵ - اپریل، ۱۳۱۲هـ)


 له ګاوندیو هېوادونو سره د امير د مهال غوره سياسي پېښې:

 ۱- د تزاري روسيې دولت د هرات پر شمالي سيمه (پنجده) يرغل وكر (۱۳۰۳هـ ، ۱۸۸۵ع) سره له دې چې د افغاني پوځونو قوماندان جنرال غوث الدین په مېړانه ساتنه کوله خو پنجده د روسانو لاس ته ورغله امير عبد الرحمن خان په تاج التواريخ کښې په دې اړه داسې ليکي: د ۱۸۸۴ ع کال د جولای پر میاشت د بریدونو د ټاکلو له پاره د انګریزي کمیسیون مشر جنرال سر لمسدون او د روسي كميسيون مشر جنرل يلتاي غوره شوي وو، خو د کار تر پیل وړاندې روسانو پنجده ونيوه. تر دې پېښې وروسته يو بل کمیسیون چې مشري یې سرجوزف ويست رجوي Sir west Ridgeway د هند د بهرنۍ څانګې دويم منشي کوله او غړي يې کرل هيولدیچ، کرنیل ایت او قاضي اسلم خان وو، د هند حکومت له خوا د افغانستان او روس د بريد ټاکنې له پاره وټاکل شو، نوموړي کميسيون د ۱٨٨٦ م کال د اکتوبر پر میاشت خپل کار پای کړ. امیر د هغوی د خدمت او هڅو ستاینه وکړه او د سرو زرو نښانونه یې ورکړل، په پای کښې د ۱۸۸۷ م پر جولای د برید ټاکنې وروستۍ هوکړه په سنت پترزبورګ کښې لاسليك او پنجده په رسمي توګه له افغانستانه بېله شود. د رجوي په تړون کښې د ذوالفقار له خولې تر خواجه سالاره پورې سيمي راغلي. امير له هند دولت څخه غوښتل چې هغه د پامير تر کوهسار پورې په نخښه کړي، خو داسې و نه شول تر دې وروسته پر ۱۸۹۳ع کرنیل ايت د پخواني تړون پاتې ټکې هم حل کړل په دې توګه امیر وکړای شول چی چی د دوو استرو امپرارتریو تر منځ  حکمراني وکړي ۲- بل هغه سياسي کار چې امير د افغانستان د خلکو د جرګې له خوښې پرته وکړ او د هغه له کبله د افغانستان په تاريخ کښې ستره ګرمه د ده پر غاړه ده، هغه د ډيورند تړون دی چې د بریتانوي هند له دولت سره يې د افغانستان ختيز او جنوبي بريدونه وټاكل. امير وايي: ما له هندي وايسرايانو لار درپن او لارد ساليسبري څخه هیله وکړه چې د هند د بهرنیو چارو وزیر د برید ټاکنې د کمیسیون د مشر په توګه راولېږي خو زما ناخوښۍ او د سردار اسحاق خان نارامی هغه وخنداوه. لار د لنسډون د سلطنت نایب لارد را برتس دغه کار ته غوره کړ، خو خلك رابرټس چې په افغانستان کښې ناوړه سابقه لرله او کېدای شوه چې ورته راپورته شي، ما د هغه راتګ وخنداوه چې په پای کښې د ۱۸۹۳م د سپتمبر پر وروستيو د هند د بهرنیو چارو وزیر سرهنري مارتيمر ډيورنډ Sir Morteimer Durand د برید ټاکنې د کمیسیون په مشرتابه کابل ته راغی د دغه کميسيون غړي کلنل الیس کپتان مانریس اسمت، مستر كلارك مستر وانلد او څو نور هندیان وو. په کابل کښې له امير سره سیاسي مرکه پیل شوه او په پای کښې يې د ډیورند کرغېړن تړون لاسليك شو. نوموړي تړون اووه مادې لرلې چې د هغه له مخې د ډيورنډ بريد له بلوچستانه تر چترال او واخان پورې وټاکل شو. د چمن، پښین چغنی ،وزیرستان بلند ،خپل کورمه پاره څنار اپريدي باجوړ سوات بنير، دیر چیلاس او چترال چې د افغانستان ځمکه وه، له افغانستانه بېله او په هند پورې وتړل شوه او د انګريز له لوري امير ته د یو میلیون و دوو سوو روپیو پر ځای د کال یو میلیون و اته سوه زره روپی وټاکل شوې همدا راز يې د وسلو د مرستې ژمنه هم ورکړه. په دغه ډول ډیورند تړون د ګندمک کرغېړن تړون رېښتيني کړ، خو امیر زوی يعقوب خان په بيړني ګډوډ حالت او د پرديو لښکرو د يرغل په ترڅ کښې په زور د ګندمك تړون لاسليك كړى و، همداراز دی چې د خلکو استازي او د هېواد پاچاه نه و، ځکه نو هاغه تړون هم حقوقي ارزښت نه لاره امير عبد الرحمن خان د ملت د استازيو او ولسي جرګې له منلو يا نه منلو پرته په ځانګړې توګه ډیورنډ تړون منلی و. په هر ډول د ډيورنډ کمیسیون د (۱۸۹۳م) د نوامبر پر ۱۴ له کابله وووت. امير عبد الرحمن خان د خپل امارت په پيل کښې د ۱۳۰۰هـ شاوخوا ۵۸,۷۴۰ پوځیان لرل خو په کابل، هرات، کندهار، بلخ، جلال آباد اسمار، امو غاړه او د ایران او هند په بريدونو کښې يې د امارت تر ټینګښت  وروسته دغه چمتو او يلجاري پوځيان لرل - (۸۰) پلی غندونه هر غند (۷۰۰) سړي ټول (٥٦٠٠٠) سړي. - (۴۰) سواره غندونه هر غند (۴۰۰) سړي ټول (١٦٠٠٠) سړي. - (۱۰۰) د توپخاني بتريي هره يوه (۱۰۰) سړي له (٦) توپو سره ټول ( ۱۰,۰۰۰) سړي. شاهي ځانګړي پلي (۴) غنده (۱۰۰۰) سړي ټول ۲,۴۰۰ سړي. پولیس ځواک ټول (۲۰۰۰۰۰) سړي. سواره ایلجاري ټول ( ۱۰,۰۰۰) سري په دې ټوګه د ټول وسله وال پوځ شمیر ۱۴۸.۴۰۰ ته رسېده چې امیر د هغوی په مرسته وکړای شو چې په هېواد کښې بېساری امنیت ټینګ او سرغړاوي وټکوي. امیر عبدالرحمن په کابل کښې د سکې وهلو، د کارتوسو، ټوپکو، وسپنگری، توپ جوړولو، عرق وېستلو څرمنې بوټ جوړولو، سابون، د کندنې کارخانې چاپخونه او صحافۍ جوړې کړې. پوځي کورنۍ، عدلیه د ودانولو روغتیا، کانو، سوداګرۍ، د پوستې څانګې او دیني مدرسې يې پرانیستې، څو مانۍ او کابل شاهي ارګ يې ودان کړ او ټول هېواد یې تر یوازینۍ ادارې لاندې راوست چې دغه هڅې يي د مننې وړ دي. امیر عبد الرحمن خان تر (۲۱) کالو امارت وروسته په کابل کښې د "نقرس" په ناروغۍ مړ شو (۱۹) جمادى الثاني ۱۳۱۹ - ۱۹۰۱م) (وگوری ۸۸ نومره (عکس) خلك چې نه باوروله. ده خپل زوي ته داسې اېل او له سرکښو تش هېواد پرېښوو يې د نامه په اورېدو لړزېدل او تر مرګ وروسته يې هم د ده مړينه تر ده وروسته یې مشر زوي حبيب الله خان د "سراج الملة و الدين" په بلنامه د کابل پر تخت کښېناست د اکتوبر ٦ مه ۱۹۰۱م) او پر (۱۹۰۴م) یې خپل مشر زوی عنایت الله د هند و ایسرای لارد کرزن لیدو ته واستاوه ۱ وروسته د هند د بهرنیو چارو سکرتر لویس ولیم کابل ته راغی او له امیر سره يې د مارچ پر ۲۱ - ۱۹۰۵ م - ۱۴ محرم ۱۳۲۳هـ) تړون لاسليك كړ. د امير حبيب الله خان د (۱۸) کلن سلطنت پر مهال پرته له يوه پاڅونه چې په جنوبي کښې د جانداد احمدزي په مشر تابه شوی و، بله پېښه نه ده ليدل شوې ځکه چې پلار يې وړاندې هېواد، د کار له سړیو تش کړی و، په دې توګه امیر په وړ چاپیریال کښې په سړه سینه ژوند کاوه. پر ۱۳۲۵ کال یې کندهار هرات میمنه او بلخ وكتل، او د ۱۹۰۷ م پر ام پر جنورۍ د سلطنت د مرستيال لارد منتو په بلنه هند ته لاړ او د همدغه کال د مارچ پر (۷) د پېښور او خيبر له لارې بېرته راستون شو. امير له وزګارتیا او کورني امنيت سره سره هم په هېواد کښې کوم غوره کار و نه کړ، ده د نوي مدنيت څو کوچنۍ نخښې راوړي، له هغو څو وړو کارو څخه چې ده وکړل، د حبيبيې په نامه د يوه ملکي ښوونځي پرانيستل، يو پوځي ښوونځی او په کابل کښې څو نور لومړني ښوونځي دي. همدا راز يې (سراج الاخبار افغانيه خپور کړ او په کابل کښې يې دوې چاپخونې څو مانی باغونه سړك او دمه ځايونه ودان كړل. د لويې جګړې (١٩١٦م) پر مهال یې ځان ناپيلی وباله د امیر کورنی سیاست د پلار په توپير پوست و او خلك يې نه از ارول په خپله يې دیني حکمونه روژه لمونځ پر ځاي کول، خو د ادارې په ډول، تشکیل، مالیې غونډولو او نورو هېوادنیو چارو کښې يې د وخت له غوښتنو سره سم بدلون را نه وست او هماغه له پلاره پاتې زوړ سيستم يې پر ځای پاتې شو. امیر حبیب الله خان د ۱۳۳۷ هـ د جمادی الاولی (۱۸) د پنجشنبې پر شپه (۱۹۱۹م) د لغمان د کله ګوش په ښکارځي کښې د تومانچې په ګولۍ وویشتل شو او له نړۍ يې سترګې پټې کړې وګورئ ۸۹ نومره عکس) په جلال آباد کښې يې ورور د پاچهۍ غږ پورته کړ خو د افغانستانخلکو د خپلواکی او ځمکنۍ بشپړتيا د ګټلو له پاره د اتلولۍ غورځنګ پیل کړ، افغان خپلواک غوښتونکیو د ۱۲۹۷ل) - ۱۳۳۷ ق = ۱۹۱۹م) د مارچ پر لومړی د امیر حبیب الله خان دویم زوی سردار امان الله خان د پاچھی پر تخت کښېناوه او د خپلواکۍ جګړه پیل شوه .