32

پريتهي وي Prithivi او نور

د پښتو ادبیاتو تاریخ ، دریمه برخه

په ریگویدا کي د ډيوس په مقابل کي تل پرتيهي وي يعني مځکه راځي، دا هم د يو رب النوع نوم وا په سنسكريت کي پرتهوي prithvi د مځكي معنا لري او ډير كلمات نور هم له دي مادي څخه جوړ شوي دي، ځکه چه مځکه پرته او غوړیدلې ده، نو ښائي چه دا نوم د پښتو له (پروت مذکر، پرته مونث) سره شريک وي، ځکه چه د کلماتو ماده (پ، ر، ت) دي پريتهي او پرتهوي او پروت ډير سره نژدې دي.

را گوزن ليکي، چه په ويدي ادب کي د پروت لغوي معنا خپریدنه او پروتوالي دي، او اوريځي او غره ته هم له دې جهته پروت وايي، چه خپاره او پراته وي، پرجاينه هم په ريگويدا کي د اوریځي نوم دي چه د پروت له مادې څخه ئې نوم را وتلي دي، د اروپا آریائیانو هم له دې رب النوع سره ډیره دلچسپي درلوده. سلاو او ليتواني اقوامو ئې تر ډيرو مسيحي كلو پوري لا هم پرستش كاوه، نومونه ئې له دغي مادې څخه مشتق دي، مثلاً پر کوناس، پرکونس، پیتړون (اوریځ). دا شرح چه ولوسته سي نو د سړي يقين راځي چه پريتهي وي، پرتهوي پروت، او د پښتو پروت له يوې ريښې څخه دي.

 دغسي هم ماروت Marut د باد او سيلۍ رب النوع و، چه اوس دا نوم د مروت به شکل موجود او د بښتو د يوې قبيلې نوم دي.

دغسي هم د سوما ذکر چه دمخه راغي، دا هم يو رب النوع و چه په پښتو کي د نامه ریښې تر اوسه سته. په دې ډول اکثر زاړه آريائي نومونه او اعلام په پښتو کي تر اوسه موجود دي، او د لغوي پلوه ډيره نزديکي ور سره لري.

اندرا د ويدي عصر معروف جنگي رب النوع و چه نوم ئې د پښتنو پر يوې قبيلې ايښو شوي دي، او تر اوسه هم اندړ بلل کيږي.