د کد فیزس کورنۍ
لويو کوشانیانو چه دا فصل مو ورته مختص کړی دی: لږ ؤ ډير د مسیحی [۴٠] کال د شاؤخوا څخه د دریمی پیړۍ تر نیمائی پوری دوه پیړۍ رانیسی، د هغو تحقيقاتو له رویه چه تر اوسه شوی دی، دوه سلطنتی کورنۍ درلودلی چه یوی ته د [کد فیزس کورنۍ] او بلې ته د [کنيشکا کورنۍ] وائی.
طبعا دغه تقسیمات پس له دی شویدی چه د هندوکش په شمال کښی د ملوک الطوائفى وضعیت او د هغوی د قبائلو د رئیسانو پنځه گون تشکيلات له منځه تللی او وران شوی دی او د سلطنت په تشکیلاتو لگیا شوی دی ځکه څرنگه چه د عمومياتو د عنوان لاندی د چینی منابعو په استناد ښودل شویدی چه يوچيانو یا کوشانيانو د اکسوس [امو سيند] په شمال او جنوب کښی هم لومړی د پنځه گونو رئیسانو تشکیلات درلودل.
او بیا د دغو پنځو رئیسانو څخه يو ولگید نورڅلور، رئیسان ئی ځان ته تابع کړل او د هغوی ادارې د سلطنت شکل غوره کړ، د هغی نتیجی له قراره چه تر اوسه د مدققينو له تحقيقاتو څخه لاس ته راغلی ده کوشانی لومړۍ سلطنتی کورنۍ د هغی د سر سلسلی «کد فیزس» په نامه او د هغوی دویم خاندان د هغه د موسس «کنيشکا» په نامه ياديږی، له اول خاندان څخه تر اوسه دوه نفره پیژندل شوی دی چه يوئې «کجولو کد فیزس» او بل یی د «ویما کدفيزس» په نامه شهرت لری او د «کنيشکا» کورنۍ پخپله د مؤسس سره په څو نفرو مشتمله ده چه نومونه به ئی وگورو.
مگر د دوی د اکثرو نومونو اخر د «ايشکا» په کلمه خاتمه مومی:
د کوشانيانو لومړۍ کورنۍ د مسیحی ۴٠ کال له شاؤخوا څخه تر۱۱۰ مسیحی کال پوری تقریبا (۷۰) کاله او دویمی کورنۍ ئی د ۱۲۰ مسیحی څخه د ٢۶٠ مسیحی پوری دوام کړی دی لکه چه ملاحظه کیږی، د اولی کورنۍ د زمانی له ختم څخه بیا د دویم خاندان د شروع پوری یعنی د ۱۱۰ او ۱۲۰ کلونو په منځکښی ۱۰ کاله خالی پاته کیږی، دغه زمانه عموما تر اوسه د مدققينو له پلوه په همدغه تر تیب سره پریښودل شویده او هغه ئی د پادشاه یا د یو نائب السلطنه د سلطنت د زمانی د پاره چه نوم یی په خپلو مسکوکاتو کښی مجهول دی پرې اېښی ده دغه پادشاه د هغه لقب له مخی چه په مسکوکاتو کښی ئی لیکلی دی «سوتر مگاس» یعنی «لوی منجی» بلل کیږی او مربوطه شرحه په ئی په خپل ځای کښی راشی:
دا هغه تقسیمات دی چه تر اوسه مدققينو د لويو کوشانيانو د دوو کورنیو په منځکښی کړی دی او ور سره سمدستی دا هم وایو چه هر کله د کوشانيانو کرونولوژی (تاریخی ترتیب) او نور په دوی پوری مربوط تهذیبی او اجتماعی مسائل تر اوسه په قطعې صورت سره روښانه او حل او فصل شوی نه دی، نوځکه دې هغه باید آخری او قطعی نظریه او فیصله و نه گڼل شی، له امکان څخه د باندی نه ده چه لوی کنیشکا دې د «کجولو کد فيزس» او د ده د کورنۍ د اعضاؤو څخه د مخه وی.
او همدارنگه د «سوتر مگاس» یا «لوی منجی» مسئله چه مسکوکاتو ئې په افغانستان او هند کښې خورا زیات دی، تر اوسه تیاره او نا معلومه ده. او نه معلومیږی چه دغه شخص چه خپل ځان ئی په یو شاندار او با شکوه لقب سره یاد کړی دی، خپل نوم ولی نه دی ښودلی د ځینو نظریو په اساس چه تازه پیداشوی دی، که ده ته محض نائب الحکومه ووایو دستی نور سوالونه منځ ته راځی چه له دغو څخه یوه دوه دادی: د چاله خوا او په کوم ځای کښی نائب الحکومه ؤ او ولی د ده مسکوکات دومره ډیر او زیات دی؟ او همدارنگه لس کالنۍ فاصله چه د لویو کوشانیانو د دوو کورنیو په منځکښی پرېښودل شویده تر اوسه ښه روښانه شوې نه ده او له امکانه د باندی نه ده چه سوتر مگاس د دویم کد فیزس نائب السلطنه وی او اول کنيشکا دی له وروستني ذکر شوی پادشاه څخه وروسته سمدستی سلطنت ته رسيدلی وی!
په هر صورت هغه ړڼا چه اینده تحقیقات یی په دی مسئلو باندی اچوی هغه د هماغې زمانی جزء حسابیږی او کوم ترتیب چه تر اوسه د لویو کوشانيانو په باب نیول شوی دی. هماغه دی چه د دی بحث په سرکښی مو ذکر کړی دی او په همدغه ترتیب سره د دغو دوو کورنیو منسوبین او مربوطه واقعات بیا نوو.
کوزولو يا کجولو کد فیزس: (٧٨-۴٠ مسیحی) کوزولو یا کجولو کد فيزس له پنځو کوشانی شهزاد گانو څخه یو تن دی په څلور نور نفریی ځان ته تابع کړل، او د پادشاهی اعلان ئی وکاوه، د ده نوم په چینی ماخذو کښی - کیو - تسيو، کيو - Kieu - tsieu-Kio او په مسکوکاتو کښی (کوزولا کد فيزس – یا کوزرولو کد فیزس) یاد شوی دی او هر کله چه «کد فیزس» د ده او د ده د خلف په نامه کښی موجود دی نو ځکه ده ته اول کد فیزس هم وائی د «کوزولو» يا «کوزولا» صحيحه معنی چه په «کجولو» يا «کجولا» هم ذکر شوېدی مجهوله ده او په مختلفو صورتو سره تری تعبیر شوی دی (کجولو) مخکښی تر دی چه پادشاهۍ ته ورسیږی د یوی قبیلی رئیس ؤ چه هغه «کوی شوانگ» نومیده دغه رئيس د څلورو نورو نفریو سره د ۴٠ مسیحی کال تر شاؤخوا پوری د ملوک الطوائفى په صورت د هندوکش په شمال کښی آمریت او نفوذ درلود، تر دی چه ورو، ورو؛ د کوی شوانگ د قبیلی اقتدار او د هغی د رئیس نفوذ زيات شو او کجولو څلور نور کسان د خپل ځان مطیع کړل او په ۴٠ مسیحی کال ئی د پادشاهۍ اعلان وکړ او د ده سلطنت د کوی شوانگ د سلطنت په نامه شهرت وموند - د باختر د دغه وخت اوسیدونکی چه په چینی مأخذو کښی «د تاهیا» په نامه یاد شوی دی دولتمند، مهذب، اوسودا گروو او د هغوی پیسو او دارائی د کوی شوانگ د دولت د بنیاد په تقویه کولو کښی ډېر دخل درلود. اول کد فیزس یوازی د هندوکش په شمالی ځمکو یعنی باختر باندی قناعت و نه کاوه، او د غرب په خوائې د خپل حکومت قلمرو ته د پارتیا تر سرحدو پوری پراختيا او توسعه ورکړه، او د جنوب خواته دهندوکش په څوکوو او وښت ، (کی - پن) او - کاوفو یعنی کوهستان. کوهدامن او کابل ئې په خپل وسیع ولایتی مفهوم سره اشغال کړل. او د کابل د دری د پهلوایانو او د یونان او باختری دولت د خلیفه گانو سلطنت ته ئی خاتمه ورکړه. کجولا کد فيزس ټوله په مسو کښی سکه و هلی ده. د ده په مسکوکاتو کښی يو قسم ډېره دلچسپه ده او د دی تاریخی واقعی په جریان باندی رڼا اچوی چه د پهلوایانو او کاپیسا د یونان او باختری آخرنی پادشاه څخه څنگه سلطنت کوشانی کورنۍ ته منتقل شو. ځکه چه د اول کد فيزس په يو قسم مسکوکاتو کښې پخپله د پادشاه په نوم باندی سر بېره چه په خروشتى او یونانی رسم الخط سره د کجولا کاسا او (کوزولو کد فیزس) په صورتو یاد شوی دی د هرمایوس د کابل د یونان او باختری د وروستی پادشاه نوم هم ذکر شوی دی. او په یوه بله نوعه کښی یوازی د ده نوم ضرب او یاد شویدی - متتبعين په دی موضوع کښی مختلف نظریات لری. او جلا جلا او ډول ډول علتونه ئی بیانوی. موسیو واله دوپوسن دغه نظریات مختصر کړی دی چه مونږ ئی لاندی بیانوو:
اوله نظریه: هرمایوس د کابل د سیمی وروستنی یونانی پادشاه لا تر دغه وخته د خپل سلطنت په تخت ناست ؤ او سکه ئی یواځی په خپل تصویر وهلی ده.
نو بنا پر دی اول قسم سکی یوازی د ده د تصویر په نقش پیدا شویدی. وروسته بیا پهلوایانو د ده لاس له سلطنت نه وایست لکه چه د دغه عصر په یادگار پخپله په کابل کښی ځینی مسکوکات لاس ته راغلی دی، چه د کوشانی (کجولا) سره چه د کابل اطرافو ته رارسیدلی ؤ، موثق شوی، او د ده په کومک ئی کابل بل ځل بيا له پهلوايانو څخه نیولی دی. وروسته بيا هرمایوس د کوشانیانو د رئیس سره د هند په فتوحاتو کښی کومک کوی. او په دغه وخت کښی ئی چه سکی وهلی دی د دواړو تصویرونه پری نقش او ښودل شوی دی. په آخر کښی هرمایوس مړ شو، او د کابل د یونان او باختری حکومت د کوشانيانو رئیس ته ورسید یا پخپله د کوشانیانو رئیس د نفوذ او اقتدار خاوند شوی او سلطنت ئی له ده څخه په زور اخستی دی.
له دغه وخته وروسته ئی یوازی خپل تصویر په سکه باندی و هلی دی.
دویمه نظریه: موسیو فوشه د یونانی (هرمایوس) او د کوشانی (کجولا) اتحاد د طبیعت نه مخالف گڼی او موضوع په لاندی ډول بیانوی هرمایوس د سلطنت په تخت باندی ناست ؤ ترڅو چه مړ شو، او د کابل د یونان او باختری پادشاهانو سلسله قطع او پرې کیږی او یا پهلوایان د دوی نه پادشاهی اخلی، لږ وروسته یا ممکن څه ډېره زمانه پس ته (کوجولا) کوشانی رئیس کابل د پهلوایانو له لاسه باسی، او بی درنگه د هر مایوس د مسکوکاتو په تقلید اقدام کوی او عیناً د هغه په تصویر سکه وهی. او پس له څه مودی بی له دی چه د ده شکل په سکه باندی وی یوازی په خپل نامه سکه وهی دیته باید فکر وشی چه په او له نظریه کښی موویلی دی چه (کوجولا) یوازی په خپل تصویر سکه وهلی ده حال دادی چه فوشه وائی:(په آخر کښی ئی یوازی په خپل نامه سکه وهلی ده).
موسیو سیلون لویSylvainlov په (مدنیت بښونکی هند) کتاب کښی په داسی حال کښی چه د کابل د یونان او باختری وروستنی پادشاه هرمایوس د مختلفو انواعو مسکوکاتو څخه بحث کوی ضمنا لیکی: (مگرد ځینو نورو مسکوکاتو په مخ هرمایوس د غیر مترقب همسایه متحمل کیږی. که څه هم د شخص صورت او نوم ئی په یونانی کښی هرمایوس ظاهروی، لیکن د سکی په چپه خوا د (هراکلس) Herakles د تصوير نه چاپيره دا جمله لوستل کیږی (کوجولا کاسا ساکو شانا، یا ووگا ساد راما تهی تاسا - Kujula Kasana Kusana - yavussa - ahram Athita saچه معنی ئی داده: (د کو لاکا ساکو شانا ديند آرمشر) وروسته بیا د سکی له مخ نه هرمایوس له منځه ځی، او ځای ئی د يو فاتح سری نیمه تنه نیسی چه چاپیره ئی په یونانی KozoulokabphisouKorsna او په خروشتی رسم الخط (MahaRaysarayrayasa) یعنی شهنشاه یاد شوی دی. او نوی لقب هم لری چه (د آسمان زوی) دی. (کجولا کا سا سا کو شانا. یاوو گاسا دراما تی تا سا) یعنی: (کوشانی دیندار رئیس کجولا کد فیزس) د (دیندار) له صفت څخه چه د ده په سکه کښی استعمال شوی دی معلومیږی چه کوشانیان عموماً او کجولا کد فيزس مخصوصاً ديندار خلک او متدین سړى ؤ.
او هر کله چه سړی د دوی په عصر (مخصوصاً د کنیشکا په سلطنت) کښی د افغانستان د زردشتی او بودائی دین ترقیاتو ته وگوری د کوشانو زیاته علاقه مندی د دینی او مذهبی کارو سره ښکاره کیږی. د (کجولا کد فیزس) د جلوس او د سلطنت د دوام او ختم د تاریخ په باب کښی د تاریخ په کتابو کښی زیات حدسیات او گمانونه شوی دی: (شارترکمریج هستری آف انډیا) چه په ١٩٣۶ع کال په لندن کښی چاپ شوی دی لیکی: (د ځمکې مختلفی طبقی چه په تاکزیلا کښی له هغه څخه مسکوکات پیدا شوی دی.
دا خبره ښکاره کوی چه د اول کد فیزس سکه د (کندو فارنس) د سکی نه لږ وروسته منځ ته راغلی ده. او دا تاخیر د مسیحی اولی پیړۍ د دریمې ربعی سره موافقت کوی) چینی مؤرخین وائی چه اول کد فیزس د [۸۰] کالو عمر خاوند ؤ نو په دی حساب سره باید دی د ۷۸ مسیحی په شاوخوا کښی وفات شوی وی مسټر «ترى بهو وانداس شاه» د خپل پخوانی هند د څلورم جلد په ۱۱ مخ (۱) کښی د اول کد فیزس جلوس د ۴٠ مسیحی په شاؤخوا کښې او وفات ئی د ۷۸ مسیحی په حوالی کښی گڼی. چا د پورته حساب سره موافق دی او په دی ترتیب سره ویلی شو چه «کجولا کد فیزس» لومړنۍ کوشانی پادشاه د لويو کوشانیانو د سلطنتی کورنۍ لومړنۍ مؤسس تقریبا ۳۸ کاله پادشاهی کړیده لکه چه د چینی منابعو او د مسکوکاتو د شهادت له مخی استنباط کیږی، او بیان ئی مخکښی تیرشو، «تا یوچی» یا «لوی یوچیان» د «تاهیا» یعنی د باختر د نیولو نه تر يوې بلې پیړۍ پوری د ملوک الطوائفى په صورت د هندوکش په شمال کښی حکومت درلود او آمران وو، او کجولا کد فيزس د کوی شوانگ د قبیلی رئیس د ۴۰ کال په شاؤخوا کښی په باختر کښی د ملوک الطوائفی رژیم په شاهی سلطنت بدل کړ، موسیوسیلون لوی وائی چه کد فیزس د پادشاهی د اعلان نه وروسته په نگانسی Ngansi (د پارتیان ځمکی) باندی هجوم وکاوه او وروسته بیا د کاو فو Kao-fou (کابل) ولایت د هندوکش په جنوب کښی د خپل مملکت سره یو ځای کړ
دا هغه اقدامات دی چه اول کد فيزس د آريانا د جغرافیائی خاوری د يو کولو او توحید دپاره کړی دی.
د «ونسنت سمیت» په عقیده (اول کد فیزس) په ۵٠ مسیحی کښی کابل نیولی دی.
نو که پوره په ۴٠ مسیحی کښی په باختر کښی د سلطنت په تخت باندی ناست وی، نو معلومیږی چه د لسو کلونو نه وروسته د هندوکش په جنوب راښکته شوی دی.
او هر کله چه د چینی ماخذو له مخې پس له جلوسه لومړۍ نگانی (پارتيا) ته متوجه شوی دی، د ده فوج کشې په دغه خوا باندی د ۵٠ مسیحی انه پخوا باید وگڼل شی.
د هغوعلاقو په جمله کښی چه د هندوکش په جنوب کښی ئی د یونان او باختر او پهلوایانو له وروستنۍ ایلا دی څخه نیولی دی. د «کی پن Ki-pen»او «پوته Pou-Ta» نوم هم اخستل شوی دی چه اول ئی دلته زیاتره د کاپیسا معنی لری او دویم ته ئی موسیو سیلون لوی سواليه علامه ایښی ده او د اراکوزی په شمال کښی ئی یو ځای گڼلی دی.
او لکه څرنگه چه د دی فصل په عمومیاتو کښی اشاره شویده موسيو واله دوپوسن وائی چه داد محل او ځای نوم نه دی، بلکه د غزنی د علاقی پختون - پښتانه تری مراد دی او دغه تعبیر نسبتاً صحيح او ټیک دی په هر صورت دومره باید ښکاره کړی شی چه کجولا کد فیزس د لويو کوشانيانو د لومړۍ کورنۍ رومبی پادشاه پس له۵٠ مسیحی څخه د کابل له علاقی څخه زیاتره د آریانا د جنوب او جنوب غربی خواته د غزنی تر شاوخوا آن تر اراکوزی پوری نفوذ پیدا کړی او په هغه نقشه کښی ئی چه د آریانا پښتیانا د خاوری د یو کولو او وحدت د پاره جوړه کړی وه ډیری کامیابی حاصل کړی.
او د ده له اقداماتو نه څرگندیږی چه ده غوښتل خپل دولت تر ټولو لومړی د آریانا د تاریخی او طبیعی حدودو په چوکاټ کښی قدم کاندی.
چه د خپل سلطنت د احاطی حدود ئی په شرق کښی تر اندوس (سند) ان تر جیلم پوری پراخه کړل.
او په شمال کښی سغدیانه د هغی جزء گڼل کیده او په غرب کښی ئی (پارتیا) جز وه یوازی د جنوب خواته موجوده وثائق د ده د دولت د احاطی حدود پوره نشی ښودلای اول کد فيزس د خپلو مسکوکاتو په ضربولو کښی د خپلو معاصرینو څخه لکه د کابل د یونان او باختری وروستنی پادشاه هرمایوس پیروی کړیده.
او د ده مسکوکات د (رومن) د ځینو امپراطورانو لکه اگوست، کونستانتن، کاودیس او «تی بی ریوس» د مسکوکاتو سره هم شباهت ښکاره کوی ځکه چه د وروسته ذکر شوو سلاطینو سکی په شرق کښی د دې جملی نه په آریانا کښی د تجارتی ورکړی راکړی په واسطه رواج او خپری شوی دی.
سره د دی د کد فیزس د کورنۍ تاسیس کوونکی په مستقیم صورت سره د کابل د یونان او باختری وروستنی پادشاه هرمایوس تقلید کړی دی د ده سکی عموماً پلنی، مسی، او مفرغی دی د ده د ځينو سکو تفصیل په لاندی ډول دی:
(۱) گرده مسی سکه: د سکی په مخ یو سړې د نیمی تنی په صورت په نیم ښی مخ څرگند شوی دی احتمال لری چه د کابل د یونان او باختری وروستنی پادشاه هرمایوس دی مضمون په یونانی لیدل کیږی چه اصل ژبی او رسم الخط ئی تغير موندلی دی، او عبارت یی داسی دی کورسانو (یا) کورا نو، کوزولو کد فیزس، یعنی: «کوزولو کد فیزس کوشانی» د سکی تر شا هراکلس ولاړ دی په ښی لاس کښی ئی (چوگان - لرگی) او په کیڼ لاس کښی ئی د زمری پوټکۍ نیولی دی.
لیکنه په (هندو باختری یا خروشتی) رسم الخط سره ده چه متن او ترجمه ئی په لاندی ډول ده: (کوجولا کاسا ساکو شانا یاوو گاساد هراماتی گاسا) یعنی «کوجولا کاسا کوشانی دیندار ژتس)
(۲) گرده مسی سکه: د سکی پر شا یو عسکر مخامخ ولاړ دی او کوم مضمون چه په خروشتی رسم الخط لیکلی شوی دی داسی دی: «کیوجولا کايو ساکو شانا» یعنی: کوجولا کایو کوشانی»
په یو بله گرده مسی سکه باندی چه په شائی د بخدی اوښ شکل نقش شوی دی په خروشتې رسم الخط داسی مضمون لوستلی کیږی مهارا جا سا، راجا، جا سا دوا پوترا ساکا جولا کا اکا فزاسا» یعنی شاه شاهان د آسمان زوی کوجولا کد فیزس.
ويما (يا) ومو کد فیزس: کد فیزس د کورنۍ یا د لويو کوشانيانو د لومرۍ سلطنتی کورنۍ دوهم پادشاه هغه سړی دی چه په مسکوکاتو کښی د ویما (Wima) یا (ومو Ooemo) کد فیزس، په نامه یاد شوی دی.
او چینی ماخذ ورته - ين - کاو شنگ Yen. Kao'Cheng ویلی دی او د کجولا کد فیزس زوی دی او معمولا نن د تاریخ په کتابو کښی ورته دويم کد فیزس وائى دى د ۷۷ یا ۷۸ مسیحی په خواوشا کښی د خپل پلار پر ځای د سلطنت پر تخت کښیناست چینی منابع که څه هم د ده په باب کی لږ معلومات ورکوی مگر بیا هم دا معلومات مهم او قیمتی دی ځکه چه وائى ويما کد فیزس د کجولا پر ځای پادشاه شوی دی او هند ئی ونیو او د د ېوې اوږدی او شانداری دوری پادشاهۍ څخه وروسته په ۸۰ کلنۍ کښې مړ شو کوم وخت چه ویما کد فیزس د مسیحی اولی پیړۍ په دریمه ربع کښې د آریانا پر تخت کښیناست، تر هغی اندازی پوری چه له قرائنو څخه معلومیږی غوښتل ئې چه د خپل پلار نقشی او اقدامات عملی کړی، که څه هم کوشانی دولت یو نوی تاسیس شوی دولت و، سره د دی هم د لومړنۍ کوشانې کورنۍ موسس په خپل ۳۸ کاله سلطنت کښې ډیر کارونه مخصوصا دننه په مملکت کښې اجرا کړی وو. د یونان او باختری او د پهلوایانو کوچنې دولتونه چه زیاتره ئې د هندوکش په جنوبی علاقو کښې د ملوک الطوائفۍ رنگ درلود له منځه لاړل او ځاى ئې واحد او معظم کوشانی دولت ونیو او دغه مقتدر دولت د اول کد فيزس په کوشش او زيار سره جوړ شوه.
د دې پادشاه زوی دویم کد فیزس، د یو داسی مقتدر مملکت پادشاه شو چه تقریبا په خپلو ټولو جوانبو کښی خپلو تاریخی حدودو ته رسیدلی ؤ.
له دې کبله دی زیات د هند او چینی ترکستان په خوا لښکر کشی ته متوجه شو او د خپل اوږد سلطنت زیاته برخه ئی د هند او سنکیانگ په فتوحاتو تیره کړه دی جنگی او عسکری سړی ؤ او د امپراطوۍ د تشکیل دپاره ئې لوئې نقشی تیاری کړې وې.
د هند فتحه: چینی منابعو د ویما کد فیزس د سلطنت د ټولو وقائعو په نسبت د ده د هغو فتوحاتو یاد چه په هند کښی ئی کړی دی خورا ښه ساتلی او حفظ کړی ئې دی مخکښی وویل شول چه د ده پلار د شرق خواو ته د آریانا د تاریخی حدودو یعنی د اندوس (اباسیند) د سیند سره تماس پیدا کړې و.
و نسنت سمیت و ائې احتمال لری چه تر «جیلم» پوری هم وړاندی تللی وی په هر صورت دویم کد فیزس هغه کار ته پسی دوام ورکړ چه پلار ئې شروع کړی ؤ.
دغه انگلیسی مورخ د دویم کد فیزس په باب کښی لیکی چه «داسی دلائل موجود دی چه دغه پادشاه پنجاب او د گنگا د سیند له جلگو څخه يوه زياته برخه فتح کړی او احتمالا تر بنارسه وړاندی تللی وی.
همدارنگه احتمال شته چه اندوس (اباسیند) د سیند تر خولی پوری اغلی وی او دغه علاقى ئې فتح کړې وی او د پارتی (پهلوا) له وړو او کوچنیو پادشاهانو څخه چه دلته ئی په اوله مسیحی پېړۍ کښې سلطنت کاوه. که څوک پاتی هم وو، د دویم کد فيزس له فتوحاتو نه وروسته له منځه ولاړل ځکه چه تر دی وروسته د دوی نوم چا نه دی اخستی.
ويما کد فیزس د هند مفتوحه ځمکی د یو نفر نائب السلطنه په واسطه چه عسکری شخصیت ئی درلود، اداره کولی او (د بی نومه پادشاه) مسکوکات چه په ډیر شمیر سره د هند له شمال او د کابل له دوی څخه تر غازی پوره پوری او د بنارس د گنگ له غاړی څخه تر کچ او کتياوار پوری پیدا کیږی، با ید ده ته منسوب شی.
د (ونسنت سميت) له بياناتو څخه واضح کیږی چه دوهم کد فیزس د هند خوا ته پخپلو لښکر کشیو کښی زیاتی کامیابۍ حاصلی کړی، او د دی پراخ مملکت په زړه کښې د گنگا تر حوزی پوری وراندی تللی دی.
«تری بو وانداس شاه» د دی زمانی و قائع داسی تحلیل کوی چه ویما کد فيزس.... د خپل سلطنت په اولو کلو کښې په کوم جنگ او لښکر کشۍ باندی پیل نه ؤ کړی.
او د ده د سلطنت په ۹ کال کښی د چين سره د ده جگړه شروع کیږی او د حکومت او زمامدارۍ په وروستیو کلونو کښی د هند خوا ته متوجه کیږی سره د دی هم دی رشید، زړه ور او با عزمه پادشاه گڼی او لیکی چه:
«ويما کد فیزس د هجوم په اراده را پاڅید پنجاب او کشمیر ئی فتح کړل.
او په هند کښی د ده وړاندی تگ ورو، ورو گړندی شو، او د هند ټوله شمال غربی برخه ئی تر بنارسه (ښائی چه بی له سنده وی) فتحه کړه، احتمال شته چه تر ماتورا - ئی د هند خاوره فتحه کړې وی. ځکه چه د دغه ښار په ١۴ میلی په یو کلی کښی چه مات Mat نومیږی د ده مجسمه پیدا شویده. دا نظریه د هغه بیان سره چه مخکښی مو په هند کښی د ويما کد فيزس د فتوحاتو په باب کښی لیکلی دی چندان فرق نه لری مگر هندی مدقق ایله دوسره وائی چه په هند کښی د دویم کد فیزس فتوحات د ده د سلطنت په اواخرو کښی شوی دی.
او د ده د وړاندی تگ سره تر ماتورا یا د هغه تر شاؤخوا پوری موافقت کوی او د سند په علاقه کښی د ده د کامیابیو په باب کښی متر دددی په هند کښی د ويما کد فیزس د لښکر کشۍ عصر او هغه ځايونه چه دی پکښی وړاندې تللی دی هر څه چه غواړی وی به خو هغه شی چه زمونږ په نزد منلی شویدی دادی چه ده په هند کښی فتوحات کړی او د هند شهزادگان ئی مغلوب کړی دی، چه چینی منابع په صراحت سره په دغه باب کښی اشاره کوی او وائی: «ین – کاؤ – چن» (دویم ویما کدفیزس) د تین – چو (هند) رئيسان له منځه يووړل او دا مملکت ئی د یو نفر تر اداری لاند ورکړ.
د چين سره منازعه: چینیانو چه د دوهمی ق م پیړۍ تر اولی ربعی پوری د دوی په خپله اصطلاح د (غرب د عالم) سره ئی تماس نه درلود، د پامیر د غرب نه هغه پلو د سیاسی اوضاعو د تبدلاتو او و اقعاتو د ظهور سره ئی چندانی علاقه نه درلوده پس له دې چه یوچیان ورو ورو د سر دریا له حوزې څخه د آمو سيند حوزی ته ولیږدیدل او ځای په ځای پریوتل نو کرار کرار ئی قوت او قدرت وموند. په دغو وختو کښی لا په فرغانه کښی وو او د ملوک الطوائفۍ په ډول ئی ژوندون کاوه، سره د دی چینیان د هیوانگ نویانو په ضد د هغوی مرستی ته اړ او محتاج وو لکه چه خپل لومړی نماینده (چانگ - کین) ئی په ١١۵-١٢۵ ق، م کښی د هغوی په نزد فرغانی ته واستاوه او د دی پیښی بیان د دغه کتاب د ۱۷۸ مخ په شاؤخوا پاڼو کښی تیر شو د چین امپراطورانو په يوه پیړۍ او د پیړۍ په څلورمه برخه کښی خپل تماس د سیتیانو سره وساته، تر دی چه په ۸ مسیحی کال کښی د هغوی روابط رسماً قطع شول، هغه وخت چه په ۲۳ مسیحی کښی د هان د لومړی سلطنتی کورنۍ سلطنت اخر ته ورسید چینیانو پر سیتیانو باندی لږ نفوذ هم نه درلود، دا هغه موقع ده چه کوشانی رئیسانو د آمو په دواړو خواؤ کښی اقتدار موندلی و او په هغه ترتیب سره چه مخکښی مو ولوست تقريباً ٢٠ کاله وروسته (کجولا) د خپلی قبیلی (کوی شوانگ) او د خپل اقتدارنه کار واخست او په باختر کښی د کوشانی سلطنت په جوړولو پیل کوی طبعاً په دی وخت کښی کوشانیان د آمو دریاب د شمال هغه پخوانی متفرق یوچیان نه وو او د هندوکش په دواړو خواؤ کښی د سلطنت په تشکیل سره قوی کیدل پنځوس کاله نور هم چه د اول کد فیزس د سلطنت ټوله دوره هم د هغی جز ده چینیان په دغه زمانه کښی په خپل حال پاتی وو او د آریانا کوشانی دولت د خپل موسس سره د خپل اکمال مراتب طى کول.
دا وضعیت همدغسی ؤ تر څو چه په ۷۳ مسیحی کښی بیا چینیان غربی مملکتو ته متوجه شول. او خپل مشهور جنرال پان - چاو (Pan cho) ئی د غرب خواته ولیږه او تر ۱۰۲ مسیحی پوری تقریباً ۳۰ کاله د دی جنگونو لمن دوام وکړ مخکښی مو وویل چه ويماکدفیزس په ۷۸ مسیحی کښی د سلطنت پر تخت کښیناست که چیری دغه تاریخ د غرب خواته د چين د جنرال د ليږلو د تاریخ سره مقایسه شی زه د دينه د چین د تشویش او د کوشانی دولت د مقتدر کیدو په منځکښی ارتباط لیدل کېږی او له احتماله بیرون نه ده چه د کوشانی دولت اقتدار د چین د هانیانو دویم ټبر د چین غربی سرحداتو او غربی مملکتو ته متوجه کړی وی په هر صورت جنرال پان چاو د زیاتو عساکرو سره غربی ځمکو ته متوجه شو. او دننه په سنکیانگ کښی ئی په ۷۳ مسیحی کښی «ختن» اشغال کړ، ورپسی ئی بیا کاشغر ونیو او پس له هغه نه ئی کوچه Kucha او قرښار Karashahr په ۹۲ مسیحی کښی ونیول او هغه شمالی لیاره ئی چه وروسته بیا د وریښمو د لیاری په نامه شهرت پیدا کوی د چین د تجارت او عسکرو دپاره پرانسته او د فرغانی له لیاری د خزر د بحیری تر غاړو رپوی او حتی وړاندی هم ولاړ نو د رومن د امپراطورۍ د اطرافو سره ئی تماس پیدا کړ.
ويماکدفيزس کوشانی با عزمه او رشید پادشاه د خپلی هغی سجیې پر اساس چه لرله ئی په دقت سره د غرب خواته د چینیانو نظریه، سیاست او وړاندی تگ تعقیباوه ده چه د خپلی امپراطورۍ د خاوری د پراخولو دپاره ملا تړلی وه او يوه مجادله ئی د اندوس په شرق کښی شروع کړی وه، او په کاميابۍ سره مخ په وړاندی روان ؤ هيڅکله حاضر نه ؤ چه د شمال شرق د کومی بلی ډ ډی څخه متجاوز په ده او د ده د سلطنت په خاوره باندې حمله وکاندی.
ده ځان د چین له پادشاه څخه کوچنی او محقر نه گاڼه بلکه ځان ئې ورسره برابر او هم انډول باله. لکه چه «ونسنت سمیت» وائی په ۹۰ مسیحی کال کی ئی د چین شهزاده گۍ د ځان دپاره وغوښته. او په دغه ترتیب سره ئی جرأت وکاوه چه د چین د پادشاه سره د خپل مقام او منزلت برابری څرگنده کړی او د دی مطلب داعلان او پوره کولو د پاره ئی د چین دربار ته يو ایلچی رسما ولیږه دغه ایلچی د چین د خاقان دربار ته و نه رسید ځکه چه [پان چاو] د چین فاتح جنرال په ده باندی په لیاره کښی پیښ شو، او هر کله چه د ده د سفر له مقصده خبر شو، نو د خپل خاقان د لور مرکه او غوښتنه ئی لوی سپکاوی وگاڼه او د کوشانی امپراطورۍ قاصد ئی راستون او بیرته وگرځاوه د ويماکدفيزس د دی سبک نظر او بدی رویی څخه چه د ده د نماینده سره شوی وه په قهر شو او لوی لښکر ئی برابر کړ چه اویا زره سپاره وو او امر ئی وکړ چه د ده د نائب السلطنه تر فرمان لاندی. چه سی [Si] نومیده، د پامیر د د رویا د تسونگ لینگ Tsung-Ling د لاری څخه د چین په ځمکه باندی حمله وکړی.
دغه لښکر زیات احتمال لری چه د واخان د غاښی یا د تاشقرغان د کوتل له لیاری د پامیر د غربی او شرقی لمنو نه تیر شوی او د شرقی لمنو په آخر کښی کاشغر یا یارکند ته ښکته شوی وی هر کله چه د اویا زرو سپرو سره د پامیر نه تیریدل کوم اسان کار نه ؤ ځکه چه څه خو د طبیعی مشکلاتو له کبله لکه یخنی او د هوا سختی او څه د خوراک او غذا د نشتوالی له درکه چه د جنرال سی [Si] لښکرو ته ډوډۍ او آسونو ته واښه او وربشی نه رسیدلی، د کوشانی لښکرو قومندان د ډیرو مشکلاتو سره مخامخ شو. اکثر لښکر ئی تباه شو، او څه چه پاتی شو د زیاتی پریشانۍ او ستړ یا په حال کښی د پامیر د شرقی لمنو آخری جلگو ته ورسیدل او هر کله چه چینی جنرال پان چاو دې معاملی ته تیار او په قابو ناست ؤ، کوشانې ستړی ستومانه عسکر بی له دې چه دمه وکړی د هغوی سره مقابل شول او تقريباً بالکل تباه شو. او په نتیجه کښی دویم کدفیزس ماتی وکړه او مجبور شو چه چین ته باج ومنى لکه چه د پروفیسر لگ Legg د ترجمی نه معلومیږی د هان د شاهی کورنۍ د وروستیو پادشاهانو سالنامو د باج راوړونکو هیئتو راتگ ته اشاره کړې ده چه متن ئی داسی دی: د(هوا Hwa یا هوتی (Hoti) امپراطور په وخت کښی ( ١٠۵-٨٩) دوی (هندیانو) قاصدان د ځينو څیزونو سره چه سوغاتو په او هد یی بلل کیدی شی. چین ته لیږل مگر څه موده وروسته د غربی منطقو خلک د چين د خاقان په مقابل کښی پورته شول او خپل مراودات ئی ورسره د (ین شی Shi Yen)۱۵۹) د عصر تر دویم کال پوری چه د کوان «Kwan» (امپراطور د سلطنت زمانه ده پرېکړل) د هان د اخرنۍ کورنۍ سالنامی د ونسنت سمیت د تالیف د هند د پخوانی تاریخ د ٢۶٩ مخ د ٣ حاشیی د پاورقۍ ترجمه چه پروفیسر لگ کریده).
د روما د امپراطورۍ سره د دوهم کدفیزس روابط: سره د دی ماتی چه ویماکدفيزس وکړه د نورو ممالکو سره د خپلو روابطو په قائمولو او ټينگولو کښی ئی پوره آزادی درلوده دغه نظریه ښه گڼل کیږی او د رومن د امپراطورۍ سره د ده د سیاسی روابطو پراخوالی تائید کیږی، دغه روابط يوازې د دوهم ويماکدفيزس د تمائل او آرزو په واسطه منځ ته نه وو راغلی بلکه د پارتيانو سره مقابلی، د هندی او چینی تجارتی مال څخه د استفادې او نظامی نقطی نظره څخه د روم امپراطوران د اریانا (پښتیانا) د کوشانی دولت دوستی ته ډیر اړ کړی وو. نو که په شرق کښی د کومی ناڅاپی پیښی په واسطه د ویماکدفیزس لښکر د چین د قواؤ په مقابل کښی مضمحل شو او تر یوه وخته پوری چین ته په باج ورکولو مجبور پاتی شول په غرب کښی د ده رابطه د رومن د امپراطوری سر کلکه او محکمه شوه، د دویم کدفیزس نمائندگانو د «تراجان» په دربار کښی حضور درلود ځکه لکه چه (د یون کاسیوس (Dion-Cassus) وائی پس له دې چه تراجان روم ته ورسید زیات نمائندگان مخصوصا له هند څخه د ده درباره ته حاضر شول تراجان په ۹۹ مسیحی کال روم ته ورسید هر کله چه په دی وخت کښی ویماکدفیزس د هند لويه برخه د گنگا تر غاړو پوری فتحه کړی وه، او د هند يوه لویه برخه د ده د امپرطوری جزء گڼل کیده بی شکه د هغو نمائندگانو په منځکښی چه د «یون کاسیوس» هندی بللی وو د کوشانی دویم کدفیزس نمائنده هم موجود ؤ د ونسنت سمیت په عقیده د دویم کدفیزس نماینده له دی جهته د روما دربار ته ليږل شوی ؤ چه د ده فتوحات ترانجان و ته اعلام کاندې رومن یانو چه د مدیترانی د ایشیائی غاړو په اشغال سره شام په خپل تصرف کښی راوستی ؤ او د وریښمو د لاری غربی وروستی سر د دوی په لاس کښی و د کوشان د امپراطوری سره ئی د تجارتی روابطو قائمولوته زيات قیمت ورکاوه او د تجارتی ورکړې راکړې علائقو پوره وسعت موندلی ؤ د کوشانی امپراطوری د ټولو برخو څخه په زیاته اندازه تجارتی مالونه د کابل او باختر د ناوې د لارې څخه او له هغه ځای څخه د وريښمو له لیاری چه عمده منازل به ئی په خپل ځای کښی بیان کړم د شام او وړی آسیا بندروته رسيدل لکه چه پلیی (Pliny) شهادت ورکوی په کال کښی په خورا ډیری پیسی د لوکس د سامان او ادواتو د پیرودلو دپاره هند ته لیږل کیدلی، هر کله چه رومنيانو ديرې پیسی درلودی او متمول او ماړه خلک وو او په عیاشۍ او مجلل ژوند سره مشهور وو، د وریښمو د ټوټو چه له چین څخه په باختر ته راتلی او د ټوټو، دواگانو او عطریاتو او قیمتی تیږو د پیرودلو دپاره چه د کوشان د امپراطورۍ په هندی برخه کښې پیدا کیدل زیاتی پیسی به ئی لگولی او عموماً کوم شی به ئی چه اخست قیمت به ئی په طلا وو سره ورکاوه په همدغه مناسبت سره ؤ چه د لویو کوشانیانو په وخت کښی لومړی ځل د دویم کدفیزس په زمانه کښی د هغوی طلائی مسکوکات په زیاته اندازه په آریانا کښی خپاره شول. او د سلطنتی طلا وو ذخیری زیاتی شوی سکه پیژندونکی د ویماکدفیزس د طلائی مسکوکاتو د پیدا کیدو علت د رومن د طلا ؤ زیاتوالی گڼی ځکه چه مخکښی تر ده پلار ئی کچولاکدفیزس یا اول کدفیزس که څه هم خپلی سکی د «اگوست» او «تی بی ریوس Tiberius» (له ١۴ نه تر ٣٨ م ) د سکو په تقلید وهلی دی، مگر د ده تولی سکی فقط په مسو او مفرغو کښی دی او د طلا سکه لومړی ځل د ده زوی دویم کدفیزس وهلی ده دغه سکی په اندازه، شکل او وزن کښی د (اوری Aurei یا اوروس Aureus) یعنی د رومائی مسکوکاتو په شان دی چه د ٣۵ ر ۸ وزن ئی درلود، ونسنت سمیت لیکی هر کله چه د رومیانو طلا په شرق کښی زیاتی شوې و دویم کدفیزس د طلا وو د سکی په اهمیت پوه شو او په زیات شمیر ئی شرقی آوری گانی ضرب کړی چه په شکل او تول کښی د رومن د اوری سره یو شی و او په سوچه والی کښی له هغی نه هم کمی نه وی. په هر حال د ویماکدفيزس په عصر په آریانا او د کوشانی امپراطوری په شاؤخوا کښی د طلا وو ډیروالی او د رومن د مسکوکاتو نا څا په تقلید، د رومن د امپراطورۍ سره د کوشانيانو د تجارتی روابطو په پراختیا دلالت کوی چه د سیلون لوی د نظریی په اساس مخصوصاً د مصر او شام سره یی زیات ارتباط درلود.
د ویماکدفيزس مسکوکات: مخکښی مو د ده د پلار کجولاکدفيزس د مسکوکاتو په باب کښی خبری وکړی چه ده یوازی په مسو او مفرغو کښی سکه وهلی ده.
د ده سکی گردی، او عموماً د کابل د يونان او باختر د وروستی پادشاه هرمایوس او د رومن د امپراطورانو د مسکوکاتو په تقلید وهل شوی دی.
د ويما کدفیزس سکی له هره جهته د ده د پلار په سکو تفوق لری علاوه پر مسو او مفرغو لومړی ځل ئی پر طلاو هم سکه وهلی ده او دغه طلائى مسکوکات په شکل، تول او اندازه کښی د (اوری) د رومنیانو د طلائی سکو په شان دی.
د دویم کدفیزس مسکوکات د اول کدفيزس د سکو نه خائسته او ښکلی دی.
«واله دو پوسن» د (فوشه) له خولی څخه د هغه حکاک چه د ويماکدفيزس تصويرئې د سکی په تا په باندی ایستلی دی ډیر توصيف او تعریف کوی او د فوشه نظر په داسې بیانوی:
د دواړو کدفیزسانو په منځکښی ډیر فرق موجود دی اول د يو ضعیف حکمران او رئيس سره شباهت لری او داسی صنعتکار ئې نه ؤ پیدا کړی چه د فلزاتو ټوټی مخصوص د ده دپاره حکاکی او پرې کاندی له دغه کبله ئې کله د یو یونانی پادشاه له سکی او کله ئې د یو رومن امپراطورله سکی څخه کار اخستی دی بالعکس د ده د زوى حکاک د ده داسی یو صحیح تصویر ایستلی دی چه عرقی نزاکتونه هم ور څخه څرگند دی احتمال لری چه داسی صنعت کارئی د گندهارا د الحاق نه وروسته پیدا کړی وی او دوه څیزونه دا مطلب تائید کوی د کار ښه والی او د مسکوکاتو په چپه خوا د خروشتى رسم الخط دوام ويماکدفيزس په خپلو مسکوکاتو کښی د جلال او شکوه عناوین غوره کړی دی او د اول کدفيزس په شان ېې یونانی ژبه او رسم الخط او د سانسکریت لهجه په خروشتی رسم الخط سره چه د افغانستان د هغه وخت رسم الخط ؤ دواړه د خپلو مسکوکاتو په ضرب کښی استعمال کړی دی دومره بايد په فکر کښې ونیول شی چه یونانی ژبی او رسم الخط که موجود هم ور ډیر زیات تغیر کوی او حتما استعمال ئی دومره لږ شوی و چه بی د پادشاه د لقب او نوم نه نور نه لیدل کیده، ویماکدفیزس په یوه سکه کښی د (لوی پادشاه) د عنوان او د (کوشان) د کلمی په منځ کښی د [دواپوترا] (Derantra=دا برخه ونه لوستل شول) یعنی د (اسمان زوی) ځای کړی دی:
چه د مدققينو د نظریې پر اساس د چين د شاهانو د عناوینو په رنگ چه ځانونه یی د اسمان زامن گنل مرکب دوی دی علاوتآ د (مهاراجاسا) یعنی د(شهنشاه) له عناوینو نه معلومیزی چه دویم کدفیزس د پهلوا د پادشاهانو د القابو پيروی هم کړې ده د ويماکدفيزس د مسکوکاتو په چپه خوا د شیوا او د ناندی غوئی شکاو نه او د مهیسوارا Maisvara صفت هم لیدل کیږی مدققينو عموما دا کلمه د (شیواپیرو) سره ترجمه کړیده او پاچا د شیوائی دین طرفدار بلکه پیرو گڼی لکه چه موسیو سيلون لوی په دې باب کښی لیکی: (هیماکدفیزس) پادشاه د شیوا خاص پیرو دی او وروسته ذکر شوی ئی په خپلو مسکوکاتو کښی د (مهیسوارا) یعنی د (لویی رب النوع) په صفت یاد کری دی، شیوا د ده د مسکوکاتو په مخ کله یوازی کله د ناندی غوئی سره او کله د دری ښاخی نيزې (تريسوله) سره لیدل کیږی خروشتی رسم الخط ډیر رواج اوعمومیت درلود او له پخوانه زيات ئې د یونانی ژبې او رسم الخط ځای پوره پوره نیولی ؤ د ویما کدفیزس د ځينو مسکوکاتو جزئیات په لاندی ډول دی:
گرده مسی سکه: د سکی په مخ د پادشاه نیم تنه تصویر مخ ښې خواته ښودل شوی دی یونانی مضمون په دغه ډول دی (بازیلوس اوموکدفیزس) یعنی (ویما کدفیزس پادشاه) د سکی په شا شیوا مخامخ ولاړه ده او څو خروشتی لیکونه لری «مهاراجاساراجادی اجاساساروالوکا ایشوار اساماهیسو ا راسامیما کپتی شاسا یعنی (ستر پاچا) (شهنشاه) د ټولی دنیا بادار د شیوا پیرو هیما کپتی سا (ويماکدفيزس).
په یوه بله سکه باندی د سکی په مخ پادشاه مخ کیڼی خواته مزبح ته مخامخ ولاړ دی او د دغې سکی په شا شیوا او ناندی غویی د پورته خروشتی لیکنی سره لیدل کیږی.
په ځینو سکو کښی پاچا کله په تخت باندی او کله په دوه اسپه گاډي کښی سپوروی، یونانی ژبه او رسم الخط د دوهم کدفیزس په زمانه کښی ډیر کم شو او د رواج او فهم او د استفادې نه غورځیدلی و او د موسیو سیلون لوی د نظريې له مخی د خپل ژوندون وروستی مراحل ئې تیرول، ویما کدفيرس هغه پخپلو مسکوکاتو کی استعمال کړی دی خو د پاچا د نوم او لقب نه تجاوز نه کوی او په رسم الخط کښی ئې ډير زيات تغیرونه ليدل کيږى.
د ويماکدفيزس د سلطنت دوام او د وفات کال ئې په یقینی صورت سره - معلوم نه دی د ده د پادشاهۍ دوره د گننگهم له خوا څلوېښت کاله او نورو مدققینو عموما ۳۲ کاله ښودلی ده او هر کله چه چه ۷۸ مسیحی کښی پادشاهۍ ته سیدلی دی نو بی شکه تر ۱۱۰ئی سلطنت کړی او عمر ئې دوام درلود.
سوتر مگاس ( Soter Megas) لوی منجی:
د دی فصل په عمومياتو کښی مو ویلی دی چه معمولا لوی کوشانیان په دوو سلطنتی کورنیو ويشل کیږی یوه د کدفيزس کورنۍ بله د کنیشکا کورنۍ د ځينو مورخينو په عقيده د دغو دوو کورنیو په منځکی لس کلنه وقفه موجوده ده او هغه د یو داسی پادشاه په سلطنت ډکوی چه د هغه نوم او نشان معلوم نه دی او په مسکوکاتو کښی فقط د لوی منجی په نامه یاد شویدی بله مسئله چه په دغه مورد کښی ئی مخصوصا د مدققينو توجه جلب کړی ده دا ده چه د چینی منابعو له مخی د کوشانی کدفیزس د کورنۍ دوهم پادشاه ویماکدفیزس چه بیان ئی پورته تیر شو په خپله مفتوحه هندی ځمکه کښی پخپله سلطنت نه دی کړی بلکه دغه وطنو نه ئی د خپل نایب السلطنه په واسطه اداره کول ځینی مدققین هغه پادشاه چه قصداً ئی خپل نوم په مسکوکاتو کښی نه دی یاد کړی هغه امیر گڼی چه د کوشانی شاهنشاه تابع و او د کوشانی دولت (کمریج هستری آف انډیا) نومی کتاب کښی لیکی چه بی نومه مسکوکاټ په هغه یو تن حکمران پوری مربوط دی چه د کوشانی دولت تابع و او پخپله ئی سکه وهله.
لکه چه د پهلوایانو په عصر کښی هم داسی حکمرانان موجود وو چه معمولا (استرانگیس) بلل کیږی او د پادشاه سره د مملکت په کارو کښی شریک وو او پخپل نامه ئی هم سکه وهله.»
په د ی باب کښی «رپسن» او «ونسنت سمیت» يو څه تشریحات ورکړی دی چه د هغو ذکر بیځایه نه دی. لومړی پروفیسر د پورته نظریی د ښولودنه وروسته لیکی: «که څه هم اسکائيانو او پارتيانو (مقصد پهلوایان دی) هغه استقلال چه دوی ورباندی افتخار درلود د کوشانيانو په عصر کښې له لاسه ورکړ، مگر د دې کورنۍ د پادشاهانو د حکومت په وخت کښی یی هم د پخوا پشان مهم رول لوباوه، او د يونانيانو په شان ډیری پېړی په کتیبو کښی ذکر شوی دی نو معلومېږی چه دغه وخت ئی مهم مجامع او با نفوذه مشران درلودل.
او د دوی شهزاده گان که څه هم بیش که لږ ؤ ډیر د نوم له مخی د کوشانيانو تر (ټيول) لاندی جاگیران (مدد معاش په ډول وو) مگر په خپله مخصوصه احاطه کښې ئی حکمرانی کوله لکه چه د مسیحی اول قرن په وروستیو کلونو کښی لا د اندوس په خوله کښې څه داسی مجامع او ټولنی موجودی وې چه د پیریپل Periple مؤلف له خوا هغوی پارت بلل شوی او لیکی چه یو تر بله په جدال او شخړه بوخت دی حال دادی چه دغه مناطق او د دغو ځمکو شاؤخوا لکه چه د (بهاوالپور Bahawalpur) په ويهار Vihar) کښی د (سن sin) له مقام څخه د مسو پیدا شوې ټوټی ثابتوی، د کوشان په لوی امپراتور کنیشکا پوری متعلق او مربوط وو. د رپسن د زیاتو معلوماتو څخه دا معلومیږی چه ښائی بی نومه مسکوکات د پهلوایانو په کوم امیر پوری مربوط وو. چه د کوشانی امپراطور لوی کنیشکا د تیول لاندی و، او پخپله ئی هم پخپله حوزه کښی سکه وهلې ده (ونسنت سمیت) هم تقریبآ په همدغه شان سره د وضعیت شرحه کوی چه په تعبير او تلقیاتو کښې لږ فرق لری، دی لا په اول مسیحی قرن کښی هم د پارتیانو (مقصد پهلوايان دی) په وجود د اندوس په حوزه کښې موافقت لری، مگر لیکی چه دویم کدفیزس پخپلو فتوحاتو سره په پنجاب او د گنگا په یوه زیاته برخه کښی د پارت کوچنی شهزاده گان له منځه يووړل او خپل مفتوحه هندی ایالات ئی د عسکری حکمرانانو په واسطه اداره کول. نو هغه مسکوکات چه په زیات شمیر له کابل نه تر غازی پور او له بنارس نه تر کتیاواره پوری پیدا کیږی، او د چا نوم ورباندی نه دی وهل شوی ښائې چه دغه عسکری حکمرنانو ته منسوبی کړی شی. نو د پورته بیان په رڼا کښی هغه اساسی ټکی چه په هغو باندی باید نظریه تینگه شی دادی:
(۱) هغه سکه چه په ډیر زیات شمیر نه یوازی د کوشان د امپراطورۍ د هندی مفتوحه ځمکو څخه بلکه د آریانا د نیمائی شرقی برخی څخه هم راوتلی ده او پسی راوځی چه د چا نوم پرې نه دی لیکل شوی. او ضرب وهونکی خپل ځان فقط په «لوی منجی» سره یاد کړی دی،
(۲) رپسن دغه سکی د پهلوایانو په کوم امیر پوری مربوطی گڼی چه د کوشانی دولت تابع و او کوشانی دولت په نامه ئی د هند مفتوحه ځمکی اداره کولی.
(۳) ونسنت سمیت دغه سکی په هغه عسکری حمکران یا حکمرانانو پوری مربوطی گڼی چه د هغو کوشانی توب یا پهلوا والی پوره څرگند نه دی، او د دویم کدفيزس کوشانی امپراطور له خوا ئی د هند پر مفتوحه ځمکو باندی حکمرانی لرله.
(۴) چینی منابع په وضاحت سره وائی چه ویماکدفيزس با لذاث نه، بلکه د نائب السلطنه په واسطه ئی پر هند حکومت کاوه.
مخکښی تر دی چه نوی کشفیات مسئله يو طرفه حل کاندی، بی له دی چه پورته نظریی تحلیل کړو چاره نه لرو. غالب گمان دادی چه لوی «منجی» که مستقل باد شاه شوی نو هیڅکله به ئی خپل نوم پټ نه شی ساتلای او پخپلو مسکوکاتو کښی په ئی ضرب کړی وای مخصوصاً په داسی وخت کښی چه کوشانی پادشاهانو دغه عادت درلود چه خپل ځانونه په مجللو او جگو عناوينو او القابو ياد کاندى او هر یوه غوښتل چه خپل لور شخصيت معرفی کاندې علاوتاً په کوم وخت کښی چه دی معرفی کیږی، یعنی د کوشانيانو د دوو لويو کورنيو په منځکښی بیله کوشانی نه د دریم پادشاه دپاره ځای نشته او که بالفرض کوشانی پادشاه هم وی، باید چه هغه د کدفیزس د کورنۍ جزء وگڼل شی. نو ځکه زیات احتمالات په دې باندی دلالت کوی چه د چین د مأخذ د متن سره سم یا د ونسنت سمیت په تعبیر، دی یو داسی نائب السلطنه یا امیر وگڼو، چه د ويماکدفیزس کوشانی شهنشاه له خوائی پر هندی متصرفاتو حکومت کاوه او د پهلوايانو د عصر د امیرانو په شان ئی د سکې د وهلو حق هم درلود یا دا حق ده ته ورکړی شوی ؤ، او بی له نوم څخه ئی سکه وهلی ده، او د «لوی منجی» لقب شاید د هند د علاقه فتحی او په کوشانی دولت پوری د هغو تړل کیدو او ارتباط ته اشاره وی (سوترمگاس) د سپینو زرو او مسو ډېری زیاتی سکی لری. مخصوصا مسی سکی ئی ډیرې زیاتی دی.
د ده سکی علاوه پر دی چه په مرکزی هند کښی له بنارس او مالوا څخه موندل شوى دى له باگرام څخه هم دا سل کاله کیږی چه موندل شوی او لا پیدا کیږی تر دې چه د موسیو هاکن او مرسيو کرل د ١٣١۶ په حفریاتو (کیندلو) کښی د سوترمگاس مسی سکه په زیات شمیر د باگرام د کوشانی طبقی د بازار له خرابو څخه پیدا شوی دی.
د ده سکې که څه هم فوق العاده زیاتی دی، مگر اقسام او انواع ئی زیات ندی د ضرب صورت ئی چندان بد نه دی یونانی او خروشتی رسم الخط دواړه پکښی استعمال شوی دی. د سکو په مخ عموما د سکو وهونکی په آس سپور دی د ده د ځینو سکو په بل مخ باندی یو سړی معلومیږی چه اوږده چپن ئی اغوستی ده او باید چه مؤ بدوی، ځکه چه په خپل مقابل کښی آتشکده هم لری.
د سپينو زرو په ځينو سکو او په اکثرو مسی سکو کښی، د سکی په مخ، د سکی د خاوند نیم تنه صورت په نیم چپه مخ لیدل کیږی. او د سر نه ئی یوه رېښکی (فیته) را چاپېره کړی ده او څو لمبې (اشعه) ئې په سر باندی ځلیزی بیرق ئی د لنډی نیزی سره په ښی لاس کښی نیولی دی. عمومی لقب چه په هغه سره ئی شهرت موندلی دی په یونانی کښی سوترمکاس دی چه معنی یی «لوی نجات ورکوونکی» دی، علاوه پر دی یی ځان ته «بازیلوس» او «بازيلئون» یعنی «شهنشاه» هم ویلی دی ولی خپل نوم یی نه دی ښودلی. او نوم یی مجهول دی ښائی چه د شهنشاه لقب د هغه د نظریی نه مخالف وی چه ده ته د ویما کدفيزس امير يا نائب السلطنه ووايو ليکن که چیری د ده محیط او زمانه او د وخت القاب په دقت سره مطالعه ئی چندان موانع نه لری.
د کدفيزس د کورنۍ په عصر کښی عمومی وضعیت: د کدفیزس کورنۍ یا د لویو کوشانيانو لومړی سلطنتی ټیره په هغه ترتیب سره چه یاد شو. پرته د سوترمگاس نه زمونږ د وطن د تاریخ ۷۰ کاله، او د آخرنې امير يا نائب السلطنه سره ۸۰ کاله اشغالوی چه تقریبا د۴٠ له اطرافو څخه تر ۱۲۰ مسیحی پوری کیږی. دا د یوې پېړۍ څلور خمسه بی له په لیاره کښی خپل ځانته مميزات لری، چه متاسفانه جزئیات ئی تر زیاتی اندازی پورې مجهول دی او عمومی خطوط ئی تر هغه ځایه چه قرائن او شواهد لارښوونه کوی لاندى ليکونه د کدفزس سلطنتی کورنۍ هغه وخت زمونږ د مملکت په تاریخ کښی ظهور کوی چه د مرکزی حکومت وضعیت سره د دې چه د آريانا په ټوله ځمکه باندی ئی اداری نفوذ درلود تقریباً سقوط کړی ؤ، او ځای ئی یو دول ملوک الطوائفۍ نيولى و دا هغه وضعیت دی چه مقتدر دولتونه ورباندی عموما د عمر په اخره کښی د مختلفو علتونو په وجه مبتلا کیږی. او په خیله دغه وضعیت بیا د نوی قوت او مقتدر حکومت د پيدا کيدو او ظهور تقاضا کوی. د یونان او باختری لوی دولت د هغو جهتو له کبله چه په خپل مربوط فصل کښی بیان شول د مسیحی اول قرن په اوله ربعه کښی د هرمایوس په لاس د کابل په محدود او کوچنی سلطنت مبدل شو او خپل قوتونه ئې داسی له لاسه ورکړل چه واضح هم نه معلومیږی چه د پهلوا گندو فارس هغه ته سقوط ورکړ او که کوشانی کجولاکدفیزس- همدارنگه د پهلوا دولت هم که څه هم پخپله په گندو فارس سره قوی او مقتدر ؤ خو د هغه د نفوذ د ثقل مرکز زیاتره د هندی متصرفاتو خاوری ته متوجه ؤ لکه چه وویل شول کوم وخت چه کجولاکدفیزس د باختر پر تخت کښېناست په آسانۍ سره د هندوکش د جنوب علاقی مخصوصاً جنوب غربی سمتونه د اراکوزی تر حوزی پوری چه د پهلوا د دولت تر مستقیم نفوذ لاندى وو د کدفيزسيانو د سلطنت د قلمرو جزء شول د هندوکش په شمال په باختر او تخارستان کښی وضعیت د نوی مقتدر دولت د پیدا کیدو دپاره ښه مساعد ؤ ځکه لکه چه مو وویل د آمو سيند په حوزه کښی د کوشانيانو د ظهور په وخت کښی تاهیانو د باختر مهذبو او تاجرو خلکو په دغه وخت کښی پخپل منځکښی پادشاه نه درلود او کوشانیانو هم تر ۴٠ مسیحی پوری یعنی د کجولاکدفيزس د جلوس په کال کښی دغه ځايونه د ملوک الطوائفۍ په اصولو او په پنځو رئیسانو سره اداره کول نو د هندوکش د شمال او جنوب اداری اوضاعو غوښتل چه سلطنتی کورنی منځ نه راشی او یو داسی مقتدر دولت جوړ شی چه محلی حکومتو ته خاتمه ورکړی او د مملکت په تاریخ او طبیعی چوکاټ کښی یو واحد دولت تاسیس کاندی دغه کار کجولاکدفيزس په ښه صورت سره انجام کړ او که څه پاته هېرو زوی ئی دویم کدفیزس هغه سرته ورسول نو د اداری په لحاظ د کدفیزس د کورنی ظهور د افغانستان په لرغونی تاریخ کښی مشخص مقام لری ځکه چه ملوک الطوائفى او محلی حکومتونه ئی په واحد او مقتدر حکومت تبديل کړل، اول کدفیزس د آریانا (پښتيانا) د خاوری د وحدت په لیاره کښی زیات کوششونه وکړل او د ده د عمر په آخر کښی سغدیانا په شمال کښی پارتیا په غرب کښی اراکوزی په جنوب غرب کی گندهارا په شرق کښی کوشانی باختری مرکز ته راټول شوی وو او دا موضوع د ده د زوی له اقداماتو څخه هم معلوميږې. ځکه چه دویم کدفیزس څرنگه چه پر تخت کښیناست سمدستی ئی د امپراطورۍ په تشکیل او د هند او چینی ترکستان خواته د نوو ځمکو د فتح کولو په کار لاس پوری، کړ، سره د دی چه په آخرۍ برخه کښی ناکام هم شو، د سند (ابا سیند) د غربی ساحل نه پوری غاړی ته د هند تر مرکز او منځه پوری ولاړ، له يوې خوا د «ماتورا» تر شاوخوا پوری ورسید او له بلی خوا د سند تر خولی پوری ځایونه ئی فتح کړل.
* * *
د افغانستان د کوشانی دولت نظامی قواوی د کدفیزس د کورنۍ د سلطنت په دوره کښی ورو، ورو قوی شوی او د ويما کدفيزس سوقيات دغه نظریه تائیدوی کوشانيان سخت سر، جنگیان او سوار کاره خلک وو، بیله هغو فتوحاتو څخه چه دويم کدفیزس په هند کښی وکړل. د (چانک – کين) د چين د نامتو مارشال په ضد د ده سوقیات او د سنکیانگ په حوزه کښی د پامیر په هغی خوا شرقی برخه کښی د ده لښکر کول د آسیا د پخوانی تاریخ د حربی کارنامو څخه دی. ځکه هغه لښکر چه د اویا زرو سپرو څخه مرکب و د جنگی اسبابو او آلاتو او د خوراکی موادو سره د پامیر د دواړو خواو له درو څخه تيرول يو ډیر مشکل کار دی چه د کوشانی پادشاه عزم او د ده د جنرالانو اداری قوت ثابتوی.
* * *
د کدفیزس کورنۍ د مملکت په دننه او د باندی ساحو کښی یو سیاست درلود چه مشخص و، او خطوط ئی تر ډیره حده معلومیږی دواړو کدفیزسانو غوښتل چه د دوی دولت دې په داخل کښی قوی او زورور وی.
د قوم له ملکانو څخه دې څوک سر پورته نکړی او ملوک الطوائفى دى بيخی ورکه شی. مرکزی دولت دې مقتدر وی. او د آریانا ځمکه دې د يوې واحدى اداری تر نظام لاندی راشی او گاونډیان دې د مملکت استقلال محترم وگڼی.
او په هر قیمت چه وی له هغه څخه دې دفاع وشې دواړو کدفيزسيانود دغو نظریاتو مراعات وکړ.
او هغه وخت چه د چین د هانیانو دوهمی کورنۍ په «غربی علاقو» باندی په تجاوز لاس پوری کړ ویما کدفیزس د کاشغر او ختن د محلی امیرانو په شان د چین د خاقان د اطاعت دپاره حاضر نشو او د هغوی د مقابلی دپاره ئی لښکروته د سوقياتو امر ورکړ او که څه هم په نامه سره او د څه مودې دپاره باج ورکولو ته مجبور هم شو د جنگ په میدان کښی د ماتی نه وروسته ؤ چه د نورو مملکتو سره د ده د روابطو په تینگیدو باندې تاثير ونکړی شو د کدفیزسیانو خارجی سیاست تر ټولو لومړی دا ؤ چه د پردیو ملتو شاهی کورنۍ هیڅ کله دوی له خپله ځانه تیت و نه گڼی که څه هم د چین خاقانان یا د روم امپراطوران وی لکه چه دغه مطلب د دویم کدفیزس د رویی له طرز او د ده له مجللو القابو څخه ښه معلوم دی.
دی سره د دی چه کوشانی پادشاه یا شهنشاه ؤ د چین خاقانانو د رويې له مخی ئی ځان «د اسمان زوی» او د رومن د امپراطورانو په ډول ئی ځان امپراطور گاڼه. او په دغه اساس ئی (ثین=دا برخه ونه لوستل شول) د خاقان لور وغوښتله او د ځان او خپلې کورنۍ او د خپلو فتوحاتو د ښودلو دپاره ئی په و ما کښی د «تراجان» دربار ته نماینده ولیږه نو د کدفيزس کورنۍ د کوشانی سلطنت د شئوناتو د لوړولو او د شاهی کورنۍ د مقام د جگولو دپاره د افغانستان په لرغونی تاریخ کښی بی مثاله کار کړی دی او معلومیږی چه د مادی او معنی دواړو له مخی د هیواد د سلطنت او مملکت د لوړتیا ارمانجن و، په شرق او غرب کښې د ده په وخت کښې دوه لوی دولتونه وو چه یو ئی په شرق د اسیا په خاوره کښې د چين په مملکت کښې د هان دوهمه کورنۍ وه او بل ئی په غرب کښې د اروپا په ځمکه او د مدیترانی په اسیائی غاړو کښې د رومن امپراطورانو وه پارتيانو هم په دې وخت کښې خارجی وجود درلود لکن ضعیف شوی وو او په دویم صف کښی ولاړ وو. د دې دوو قوی او لويو دولتو په منځکښې کوشانی امپراطوری واقع شوې وه او کدفیزسیان د خپل مقام په اهمیت پوره پوه شوی وو. او غوښتل ئی چه د دباندنی سیاست په تگ لیار (خط مشیی) کښې د خپلی امپراطورۍ د جغرافیائی موقعیت نه کار واخلى لکه چه وائی خست او دې مسئلی ته به د لویو کوشانیانو د دویمی سلطنتی کورنی یعنی د کنيشکا د کورنۍ د بیانولو نه وروسته مراجعه وکړو. د کدفيزسيانو د د باندنی سیاست له ممیزاتو څخه يو د هند فتوحات دی چه اول کدفيزس ئی بنا ایښی وه او دویم کدفیزس عملی کړل، هر کله چه شرق، شمال او غرب دهانيانو او رومنيانو په لاس کښې يا تر نفوذ لاندی وو نو دوی آسانه لیاره غیر له دی سمته څخه نه درلوده.
د آریانا تجارت د کدفیزس د کورنۍ په عصر کښی زیات او پراخ شو او اقتصادی ژوند ښه شو، د باختر او تخارستان خلک د کوشانيانو د دولت له څرگندیدو نه پخوا هم تاجران وو او علاوه په دی چه د خپل مملکت په مال سوداگری و کاندی چینی او هندی پیداوار او مالونه په هم د دوی له خوا غرب ته وړل کیدل، په هند کښی د ویما کدفیزس په فتوحاتو او د چین او رومن د امپراطور سره د هغه د تعلقاتو په سبب د مملکت په اقتصادیاتو او تجارت کښی ښکاره فرق پیدا شو او ترقی ئی وکړه د «هان» د دوهمې کورنۍ له ظهور سره سم چین وغوښتل چه بیا د «غربی علاقو» سره خپل روابط ټینگ کړی او د پارتيانو جنگونو د کوشانی کدفیزس د کورنۍ له ظهور نه څو موده پخوا رومنیان ارمنستان او پارتیا نه ورسول او د هغوی طلائی سکی د مسیحی زمانی د شروع سره د شرق بازارو ته په کثرت سره راغلی وی لکه چه مخکښی مو وویل دواړو کدفیزسیانو د روم د امپراطورا انو د سکو له مخی سکی ضرب کړی دی او د روم د امپراطوری د طلا وو ډیروالی د دی سبب شو چه ویما کدفیزس هم د رومن د (اوری) په شکل او تول او اندازه د سرو زرو سکی ضرب کړی «شمالی او جنوبی لیاری» د تگ راتگ او مراو دو له کبله، چه اوله ئی د چین خواته او دويمه ئی د کابل د درې له لیاری څخه هند ته تلله د کوشانی امپراطورۍ د قلمرو په منځکښې تيريدی، او کنترول ئی د کوشانی دولت په لاس کښی و.
دغه لیاری په وروسته په تفصیل سره «د وريښمو لاری» تر عنوان لاندې وڅيړو په دی ځای کښې چه غواړو د کدفيزسيانو د وخت د مملکت اقتصادی او تجارتی اوضاع را بر سیره کړو همدومره وايو چه د رومنيانو پیسې خورا ډيرې آريانا ته راغلی او د جنوب او شمال لیاری نوې غرب ته د مالونو د وړلو دپاره پرانستل شوې وی.
* * *
هر کله چه کوشانیان په افغانستان کښی د باختر د تهذیب تر نفوذ لاندی راغلې وو نو د کدفیزس د کورنۍ په ۸۰ کلنی سلطنتی دوره کښې چه لږ ډير د مسیحی اولی پیړۍ درې پنځمی برخی (درې خسمه) او د دویم قرن اوله پنځمه برخه نیسی او مونږ اوس د دغه عصر د عمومیاتو په بیانولو مصروف يو په دغه وخت کښی اوستائی او بودائی دواړه دینونه موجود وو. طبعاً د اور عبادت له دوو پخوانيو پيړيو څخه راپه دې خوا خپل ځاى بودائې دین ته مخصوصا د آریانا په کښتنیو او شرقی برخو کښی پری ایښی و د ساکیامونی فلسفه خپریدله سره د دې هم زردشتی دین بیخی له منځه نه وتللی او لکه چه په همدې فصل کښی به راشې د کنیشکا په زمانه کښی چه بودائی دین خپل انتهائې عروج ته رسیدلی و بیا هم د کوشانی مقتدر پادشاه د سکو په مخ باندی د اوستائی دین ارباب الانواع لیدل کیږی، په هر صورت د کدفیزس د کورنۍ د پادشاهۍ په وخت کښی بودائی دیانت ورو، ورو خپریده او پراختيايې موندله اول کدفيزس په خپلو ځینو سکو کښی خپل ځان د (دراماتی تاسا یعنی د دیندار) په صفت یاد کړی دی که هم له دی صفته څخه د ده عقیده او دین نه معلومیږی سره د دې هم یو دیندار پادشاه و د ده د زوی دویم کدفیزس سکی طلائی دی او که مسی په بله موضوع باندې رڼا اچوی چه هغه د «شیوا» احترام دی.
د مخه مو وویل چه د ده په مسکوکاتو کښې شيوا او غوئی ئې (ناندی) او درې ښاخيزه نيز ه ئې چه د ده ممیزه وسله ده ضرب شوی دی له دغو ټولو نه واضحه معلومیږی چه دویم کدفیزس یا د شیوا مرید او پیر وو لکه چه یوه ډله دغه عقیده لری او یا څه نا څه د هند له فتوحاتو نه وروسته د سیاست له مخی ئې په ځینو سکو کښی خپل ځان د دغه دین معتقد يا شوق ښودلی دی. او دا هغه لیاره ده چه فاتحانو به د نيولو ځایو د خلکو د زړونو د راگرزولو دپاره نيوله.
* * *
صنعت یا د یونان او باختری هماغه ښکلی او پوخ صنعت چه د هغه د ظهور او خپریدو او ترقۍ شرحه د همدې جلد د ۹۸ مخ نه تر ۱۰۳ مخونو په شاوخوا کښی تیره شویده تقریبا د دریو پیړیو ژوند په آخره کښی د مسیحی زمانی په ابتدا کښی تنزل وکړ او دا تنزل تر ډیره حده د کدفيزس د کورنۍ له مسکوکاتو څخه معلوميږې او که چیری یوازی د سکو له مخی موضوع تر قضاوت لاندی ونیول شی نو ښائی چه په دې اعتراف وشی چه دغه تنزل فاحش ؤ ځکه چه د یونان او باخترې پادشاهانو د ښکلو او پیمخو سکو او د کدفيزس د کورنۍ د سکو په منځکښی هیڅ تناسب نشته مخصوصا د اول کدفیزس سکی ډیری خرابی اوله صنعتی نزاکتو څخه تشی او خالی وی بیا هم د دویم کدفیزس سکې ښی دی لیکن یوازی د سکو له مخی هم قضاوت نشی کیدای بې له دی چه وویل شی په فلزاتو باندې حکاکی او په قیمتی تیږو باندی د نقش کیندلو صنعت چه په دوو تیرو پیړیو کښی یی ښه ترقی کړی وه په دغو وختو کښی ئی فاحش تنزل کړی ؤ د هيکل جوړولو په لحاظ یواځی دومره ويل کداى شې چه د (گریگو بودیک) یا د یونان او بودائی صنعت چه د یونان او باختری صنعت يوه څانگه یا مدرسه ده د کوشانی دوهمی سلطنتی کورنۍ د موسس کنیشکا په زمانه یعنی د اولی مسیحی پیړۍ په آخره او د دویمی مسیحی پیړۍ په آوایلو کښی یی ترقی او پراختیا موندلی وه په دغه ترتیب سره د کدفیزس د کورنۍ د سلطنت دوره تقریبا د (یونان او باختری) مدرسې د تنزل په زمانه او د یونان او بودائی مدرسی د ترقی په ابتدا کښی واقع شويده نو له دې کبله د مستظرفه صنائعو په لحاظ د یاد وړ مميزه نه لری. او ځینی هم «کوشانی صنعت» هغه صنعت بولې چه د لوی کنیشکا نه واسطه ئی شخصیت حاصل کړی دی.
د کدفیزس د کورنۍ د سلطنت په دوره کښی یونانی او خروشتی دواړه رسم الخطونه معمول وو، ولی په دې ترتیب چه اول، مخ په تنزل روان ؤ او دويم لا آينده په مخکښی درلوده. یونانی رسم الخط چه په شرق کی د اسکندر د فتوحاتو سره خپور شو او په آریانا او هند کښی د یونان او باختری خپلواکو پادشاهانو په سلطنت سره ئی عمومیت او حتی رسمیت پیدا کړی ؤ.
د یونان او باختری پادشاهانو د وروستۍ اولادې له سقوط نه وروسته په یو وار ورک نشو. بلکه په ورو، ورو، او تدریجی تنزل اخته شو. او استعمال ئي هم زياتره په مسکوکاتو پوری منحصر ؤ. کوشانی کدفیزسیانو یواځی د خپلو متقدمينو د مسکوکاتو په تقلید هغه پخپلو سکو کښی استعمالاوه ليکن څو حرفونو تازه شکلونه پیدا کړی وو چه د دغه زمانی د منشیانو د نا بلدۍ څخه حکایت کوی.
د دی په عکس خروشتی رسم الخط چه په خپل ځای کښی په ورځنی په مفصل او مستقل صورت بحث او څیړنه وشی، او پخپله آریانا پښتیانا محلی رسم الخط ؤ، يوه آئنده په مخکښی لرله او د کوشانی امپراطورۍ په ټولو نقاطو کښی مخصوصا په لوښو او نورو شيانو باندی په لیکنو کښی ډیر استعماليده.
* * *
دا وو د کدفیزس د کورنۍ د سلطنت د دوری څرگند خطونه چه د چینی منابعو او د مسکوکاتو د شهادت او د مدققينو د نظرياتو د تحلیل نه وروسته تر یوی اندازی بیان شول، بې شکه په هغه ذهنیت سره چه پیدا کوی ئی د لویو کوشانیانو د تاریخ دویم عصر یعنی د لوی کنیشکا او د ده د اولادې د واکوالۍ او واکمنۍ دوره به په ښه شان سره و فهمیدلی شی.