منديګک
د برونز (مفرغ) د زمانې د نښو نښانو له کشف کېدلو پسې، چې د تېرې پېړۍ په اوږدو کې د ختيځ په بېلابېلو برخو کې منځ ته راغلي او هغــه هڅې، چې له پنځوس کلو راهیسې د هند په نيمه قاره هند او اوسني پاکستان کې يې پدې دورې پورې اړوندې ترسره شوي دي، انتظار کېده ، چې يوه ورځ به په افغانستان کې هم پدې برخه کې کشفيات وشي. د کيندنو د پلاوي پخواني فرانسوي مدير موسيوكيرشــــمـن لـــه هغــــو لومړنيو هڅو نه وروسته چې پر ۱۹۳۶ کال يې د افغانستان د سیستان په نادعلي کې وکړي پورتنۍ مفکوره ډېره پياوړې شوه، خو له ۱۹۵۰ کاله وروسته، چې د کندهار سيمې له تاريخه وړاندې د سروې لپاره په پام کې نیول شوې وې وڅيړل شوې او پکې يو مهمه غونډۍ کشف شوه ، چې په علمي ډول يې کیندنې په څلورو مرحلو کې خلاصه کوو. دا غوندۍ (مند يكك)) نومېږي او هلته د بشر اوسېدلو له وروستي تاریخ نه درې زره کاله تېر شوي، نوموړې غونډۍ ته په دغه اوږده زمـانـه کی باد او باران مخروطي بڼه ورکړې او د ارغنداو د درې په خوا کې په موازي ډول او د كندهار كرشك د سرک په ۲۰ میلـی کـې او تقریبا پـــه همدغه فاصله د کندهار د ښار په شمال ختيځ کې په څو سوه مترۍ کې يو خوړ پروت دی، چې پرته له سيلابه وچ دي. البته دا خبره ډېره د حیرانتیا وړ ده، چـې يوه غونډۍ چې د سوداګرۍ له لارو لري او په داسې يوه نقطه کې، چې د ښار جوړونې او ابادۍ لپاره مساعده نه وي پرته ده؟ خو که چېرته د موسم په وجه مهاجرتونه او د قبايلي کوچیانو حرکت پام کې ونیول شي، نو ښکاره ده چې د غونډۍ په شاوخوا
کې د شپې تېرونې لپاره د ډېرو تورو خېمو د درلودلو كافي ځای شته چې سهار ترې کډه کېږي، نو بيا په هغه سيمه کې د خلکو د اوسېدلو هېڅ ډول نښې نښانې نه ښکاري، نو هېڅ شک نه شته، چې دلته به د قبايلي . کوچیانو د عنعنوي لارو نه یوه لاره او د کاروانیانو د تېرېدو ځای و او همداراز د پخواني وخت نورې نښې نښانې هم شته او د هیرمند په غونډۍ کې هم همدغه مفکوره ثابتد بدلی شي. کوچیان خلك چې پخپله او د هغوی څاروي، چې ګیاه او څړځای ته اړتيا لري، نو د همدې اړتيا له مخې تل د غرونو او هوارو ځمکو ترمنځ په حرکت کې وي په پورتنیو یا دوشو سیمو کې يې همېشه تگ راتگ درلود. شك نه شته، چې نن ورځ په دغو حدوداتو کې د کرنې ځمکه لږه ده او هغه هم د د کارېز په اوبو خړوبېږي، مګر په هغه پخوانۍ زمانه کې، چې منډيكك اباد د خلکو استوګنځی و د خپلې اړتیا وړ او به يې له خوړ څخه ترلاسه کولې. د کیندئو د لومړۍ دورې په دوران کې د یوې لومړۍ هڅې په ترڅ کې څرګنده شوه چې نوموړي غونډۍ د آبادۍ ۱۳ بیلا بېل پړاونه تير کړي، چې د څلور زرم کال له پیل نه د لومړي زرم کال تر پیل پورې دا ټوله دوره په برکې نيسي. د نوموړې غونډۍ د اشغال د وروستۍ دورې اثار د زېرمه ځای په بڼه راڅرګند شول چې د هغې ديوالونه ټول د پخسې نه جوړ وو. هغه ځای چې پکې د غلو دانو زیرمه د مستطیل په شكل احاطه شوي ښکارېدله سره له دې، چې دا زیرمه ځایونه کوچني وو، خو په ماهيت او اصل کې که ورته فكر وشي له هغو زیرمه ځایونو سره پوره ورته والی لری چې په (هر په) ( د اندوس په حوزه سند کې کشف شوي دي. نوموړي زیرمه ځايونه د ځمکې دوه درې پوړونه نيولي دي او د غونډۍ پر اشغال پر یوې اوږدې دورې دلالت کوي. ډبرينې تېره څوکې نېزې، د جستو درې نوکې نېزې، په ميچنغوزو کې د ايښودلو لپاره د خټو مخصوص غونداري ثابتوي چې د غونډۍ اوسېدونکيو د خپل زیرمه ځای د ساتنې لپاره دفاعي وسایلو ته لاس ور وړ. د جستو د نېزو او داسې نورو نښو نښانو له مخې د منډيكك د غونډۍ وروستۍ دوره ته د ميلاد نه مخکې د لومړي زر كالو له پيل څخه يعني له نن نه درې زره کاله وړاندې زمانه بللی شو.
د زیرمه ځای له پوړونو ښکته د ژوند په اوږده جریان کې د کوم فعال ژوند د دورې څه نښې نښانې نه ښکاري او داسې څرګندېږي، چې د مند يكك غوندۍ د يوې مودې لپاره تشه پاتې شوې او که چېرته پکې استوګنه شوې هم وي، نو موقتي وه او دهغې نښې نښانې هم د ايرو ، د اوربلونې له ځايونو او داسې نورو نه معلومېږي. وروسته بیا د نورو آبادیو له نښو نښانو څخه څرګندېږي او موږ ته ښيي، چې د منډيكك غونډۍ د خپل ژوند په اوږدو کې د خپل عمر ډېرې مهمې دورې تېرې کړي دي. هغه کند واله چی دلته ورسره مخامخ شوي يو د يوې لويې ودانۍ پاتې شونې ده چې دا له خامو خښتو جوړه او د وخت په تېرېدو یې نيمه مخروطي بڼه غوره کړي او په باندینۍ خوا کې يې فيل پايي لري، چې حتى نن ورځ هم ورته ډېر ارزښت ورکول کیږي او مخصوصاً د عمارت شمالي اړخ ته چې ډېري فيل پايی يې تر اوسه پاتې دي له دې څخه د وداني لويوالي ډېر ښه څرګندېږي. متاسفانه، چې د کيندنو د اوسنۍ وضعي له مخې د دې ودانۍ اصلي هویت او پیژندنه نشو کولی، ځکه چی تر اوسه چی کوم اثار په دې ودانۍ کې لاس ته راغلي هغه د جستو چاقوګان دي، چې د جستو تبغ او د هدو كي لاستى لري او ډېرې ښايسته د تيګري ټوټې دي، نو له همدې امله دومره اټکل کېږي، چې دا څيزونه د کوم نظامي هدف او غرض په خاطر نه دي جوړ شوي او همدارنګه د استوګنې کوم عادي ځای هم نه و که چېرته له پخې ختې څخه جوړې د مور رب النوع مجسمې ماتو ټوټو باندي استناد وکړو نو کولای شو چې نوموړي ځای ته د یو عبادت ځای نسبت وکړو مګر دا قضاوت هم مخکي له وخته دی، د اور کوټې ماته شوي مجسمه له هغو اثارو سره ورته والی لري چې په بلوچستان) او لرې د سند په سیمه کې پېدا شوي دي. دا پرتمینه ودانۍ د دیوالونو او فیل پایو په مخ په سپین رنگ رنگ کړى شوي اثار هم لري او داسې ښکاري چې په بېلا بېلو وختونو کې څو خله رنگ شوي وي. لنډه دا چې د منډيكك د غونډۍ بېلا بېل پوړونه له لاندې نه پورته خوا ته په لاندي ډول دي.
د ځمکې له مخ نه پورته پلو ته تر ۹ پوړو پورې د نيمه کوچیانو د ژوندانه نښې نښاني ليدل کېږي او داسې څرګندېږي، چې يوه موده د مند يكك د غوندۍ لومړني اوسېدونکي مالدار او نیمه کوچیان وو د کورونو د جوړښت ډول يې په پخسه آباد و او بیا د لومړي ځل لپاره خښتې او هغه هم خيامي خښتې څرګندېږي او تر دريولاندینیو پورونو پورې ادامه لري. ختين لوښي په لومړي پور کې ساده او په ابتدايي ډول وو او وروسته يې محسوسی ترقی احساس کېږي او لوښي يې له پخې ختې څخه جوړ ښكلي كيږي اود پنه تدريج سره ډېر ښه کېږي تر هغې وروسته ډېر ښکلي نقش او انجور لرونكي ختين لوښي راڅر ګندېږي. د حيواناتو، الوتونکو ګلانو د جګو جګوښکرو غرڅه دښکلو او پېچلو بنكو والافيل مرغ او داسي نور انځورونه په جگو پایه لرونکو جامونو ليدل کېږي. ختين انځور کړای شوي لوښي له اتم پور څخه وروسته ډېر پېدا کېږي او همدارنګه یې په نهم پور کې شمېر ډېر زياتېږي او دا لوښي له هغو لوښيو سره ډېر ورته والی لري چې په کويټه کې کشف شوي دي. فلزات جست اوس له شپږم پور څخه پیل کېږي د هغو ازمېښتونوله مخې، چې د ۱۴ نومره وړانګې په واسطه يې د پنځم پور له سكرو يې منځ ته راغلي د نوموړي پور تاریخ ۲۶۲۵ م ز کال ته يې نسبت کیږي. د دې پور له کنډوالو څخه د يوې لویې ودانۍ نقشه څرګنده شوه، چې شرح يې تاسو دمجه ولوستله او د هغي تاريخ د کشف شوو نښو نښانو په بناد دریمی زرمی دویسه نیمایي ګڼلی شو دا ستره وداني هم په تدریج سره په راتلونکو دورو کې ړنګه شوي ده او نوي را رسېدلي خلك پر غوندۍ استوګن شکوي، چې د هغوی زیرمه ځایونه په دریو پوړونو كې د منديكك د غونډۍ په ښکتنۍ برخه کې ترسترګو کېږي. په همدې ترتیب ویلی شو، چې د منډيكك غوندۍ هغه ابادي ده چې له پېنځه زرو نه تر دوه زرو کلو وړاندي دار قند او په سیمه کې د جستو (برنزو) د دورې ژوند له ضمني بدلونونو ترڅنګ څرګندوي.