32

د کوشانيانو پایڅوړ اود هپتالیانو منځته راتك

د افغانستان لنډ تاریخ لومړۍ برخه

تر کنیشکه پاتې کسانو د ۲۲۵م کال تر شاوخوا پورې حکومت وکړ، بودايي دين هم په دې دوو پېړيو کښې بیخي دود شو او مخ پر خپرېدو و. خو د دغه دين منفي او فنايي روحيي د کوشانيانو له عسكري تابه او هغه قوت سره جوړښت ونه کړ چې د لښکرو پر مټو او فتوحاتو یې تکيه درلوده، او همدا روحیه د ساساني قواو په مقابل کښې د کوشانيانو د ماتې سبب شوه، ځكه نو خلك له دغه دین څخه واوښتل او بیرته خپل برهمني دين ته و ګرځېدل، ان د اګني پورانه په وينا هند و مفکرانو د کوشانيانو له پاره بودايي دين منل د هغو د پاچهۍ د زوال لامل بللی و. پر ٢٢٦ م کال اردشیر بابکان د ساسان لمسی په پارس کښې یو ډېر غښتلی سلطنت جوړ کړ، د ده تر مړينې وروسته يې زوی شاپور پر (۲۴۰م) کال پر ځای کښیناست داسې معلومیږی چې د ساسانی سلطنت ويش تر پېښوره رسېدلی او دا ښار اردشیر د (۲۳۰م) په شاوخوا کښې نیولی و. د شاپور په ډبرليك كښې چې د (۲۶۰-۲۷۳م) تر منځ د پارس په نقش رستم کښې کینل شوې ده د پشکی باوره (پېښور ښار د ساساني پاچهی ختیز وېش بلل شوی او هم د ابکان ABGAN کلمه ياده شوې چې بې له همدغه اوسني "افغان" څخه به بل څه نه وي. څنګه چې دواسو د يوه د ٢٢٦ م كال ډبرليك هم لاس ته راغلی او دا د هغه پر برهمنيتا به والي دلالتږ کوي. نو څرګنده ده چې د کوشانيانو پایڅور (بقايا) بېرته برهمني دين ته اوښتي وو، په همدغو وختو کښې ساساني نفوذ تر پېښوره رسېدلی و، چې د دوی په تعبیر هغه وخت یې د افغانستان هغو سيمو ته چې تر ساساني نفوذ لاندې وې کوشان شهر وايه او د (۲۶۵) (م) په شاوخوا کښې دغه ساساني حکومت تر هغه وخته دوام درلود چې سپينو هونانو له تخارستانه خپل فتوحات د هندوکوش جنوب ته تر زابل سند او کشمیره خپاره کړل. مګر هغو شهزادګانو چې د کوشاني نسل پایڅوړ ته منسوب وو، داو سو دیوه (۱۴۵ - ١٧۶م) تر عصر وروسته د آريانه په لرې غرو او رغو کښې حکمراني کوله، چې ځینو د اسلامي دورې تر دریو سوو کلو پورې هم په دغه هېواد کښې خپل موجودیت ساتلی و له دوی څخه يوه خپله لور دويم ساساني هرمزدته (۳۰۱) - (۳۰۹ م) واده کړې وه، له هندي منابعو سره سم، د یوه پوتره شاهانو خورا ښكلي كوشاني شاهي، سوغاتونه د هند سمودره کوپتاته استولی وو د ۳۲۵ م شاوخوا د کوشاني پايڅوړ له دغو شهزادګانو څخه یو چې کيداره Kidara نومېد د څلورمې ميلادي پیړۍ په منځ کښې پر ګندهاره تر کشمیره حکومت کاوه وگورئ ۳۴ نومره عکس)، چې په همدغه نامه څو نور کسان هم پېژندل شوي دي د چيني سرچينو په اساس د هغوی پایتخت هم پېښور و دوی په چینی نامه کی ۔ تو - لو" بلل کېدل، او د ژوان له قبيلو سره یې جګړه درلوده او له باختره وتلی په کابل او ګندهاره کښې يې يو سلطنت جوړ کړی و د دوی په وختو کښې دښيښې جوړولو صنعت د آريانه سوداګرو په واسطه په چين کښې وده کړې وه. د كيداره له سکو څخه داسې څرګندېږي چې په لومړی سر کښې تر ساساني اغېزې لاندې و خو وروسته خپلواك شوى دى، د دې سلسلې دویم پاچا "پیرو" نومېد چې د کيداره زوی و او د ساساني واکمنۍ تر اغېزې لاندې يې سکه و هله د ده سکې په برهمي او پهلوي دواړو خطوشته کوي. نو څرګنده ده چې د کوشانيانو پایڅور (بقايا) بېرته برهمني دين ته اوښتي وو، په همدغو وختو کښې ساساني نفوذ تر پېښوره رسېدلی و، چې د دوی په تعبیر هغه وخت یې د افغانستان هغو سيمو ته چې تر ساساني نفوذ لاندې وې کوشان شهر وايه او د (۲۶۵) (م) په شاوخوا کښې دغه ساساني حکومت تر هغه وخته دوام درلود چې سپينو هونانو له تخارستانه خپل فتوحات د هندوکوش جنوب ته تر زابل سند او کشمیره خپاره کړل. مګر هغو شهزادګانو چې د کوشاني نسل پایڅوړ ته منسوب وو، داو سو دیوه (۱۴۵ - ١٧۶م) تر عصر وروسته د آريانه په لرې غرو او رغو کښې حکمراني کوله، چې ځینو د اسلامي دورې تر دریو سوو کلو پورې هم په دغه هېواد کښې خپل موجودیت ساتلی و له دوی څخه يوه خپله لور دويم ساساني هرمزدته (۳۰۱) - (۳۰۹ م) واده کړې وه، له هندي منابعو سره سم، د یوه پوتره شاهانو خورا ښكلي كوشاني شاهي، سوغاتونه د هند سمودره کوپتاته استولی وو د ۳۲۵ م شاوخوا د کوشاني پايڅوړ له دغو شهزادګانو څخه یو چې کيداره Kidara نومېد د څلورمې ميلادي پیړۍ په منځ کښې پر ګندهاره تر کشمیره حکومت کاوه وگورئ ۳۴ نومره عکس)، چې په همدغه نامه څو نور کسان هم پېژندل شوي دي د چيني سرچينو په اساس د هغوی پایتخت هم پېښور و دوی په چینی نامه کی ۔ تو - لو" بلل کېدل، او د ژوان له قبيلو سره یې جګړه درلوده او له باختره وتلی په کابل او ګندهاره کښې يې يو سلطنت جوړ کړی و د دوی په وختو کښې دښيښې جوړولو صنعت د آريانه سوداګرو په واسطه په چين کښې وده کړې وه. د كيداره له سکو څخه داسې څرګندېږي چې په لومړی سر کښې تر ساساني اغېزې لاندې و خو وروسته خپلواك شوى دى، د دې سلسلې دویم پاچا "پیرو" نومېد چې د کيداره زوی و او د ساساني واکمنۍ تر اغېزې لاندې يې سکه و هله د ده سکې په برهمي او پهلوي دواړو خطوشته  سکې لاس ته راغلي دي چې د کيداره پر خول نوې مياشت ليدل کېږي، ږيره نه لري، غوږوالۍ يې پر غوږ دي په بر همي ليکدود ورباندې کيداره کوشان شاه ليکلي دي او د سکې پر بل مخ يې يو اورتون له دوو ساتندويو سره چې د هر یوه توره په لاس کښې ده ښکارېږي. بل کيداري پاچا چې د ۳۷۵ م) شاوخوا شاوخوا په پېښور کښې د پاچھی پر تخت کښیناست همهغه پیرو" دی چې د ده پر سکه نیم تنه تصویر او د پاچهۍ د نخښې فيته له دوو ښکرو سره چې ښۍ او کينې خواته کاږه دي ليدل کېږي، کوچني بريتونه لري او د ږيرې پر وېښتانو يې مرغلرې خرېږي، غاړه کۍ او غوږوالۍ لري او پر اوږو يې دوپټه هم شته او په برهمي لیکدود ورباندې پيروشا" ليکل شوي دي. د سکې پر شا يو اورتون له دوو توره لرونکيو ساتندو يو سره ليدل کېږی. د کيداريانو له ټولو کشف شویو سکو څخه څرګندېږي چې دوی بودایان نه بلکه اور نمانځوني وو. د "پیروشاه" له کلماتو څخه ښکاري چې د دوی ژبه همهغه د بغلان له معبد څخه د كشف شوي ډبرليك پخوانی دري ژبه وه. وکوری ۳۵ مه نومره (عکس) تر پپروشاه وروسته بل کيداري پاچا ورهران Varahran (بهرام) هم حکومت کړی چې سكې يې کټ مټ د پیرو شاه سکوته ورته، او قوي احتمال دادی چې د بامیان شیران او غرجستان شاران چې تر اسلامي عصره پورې يې د افغانستان په زړه کښې حکومت کړی د همدغه کيداري کهاله پایڅور وي - ناصر خسرو قبادياني هم د غزنويانو په عصر کښې ويلي و. 


استاده بد به بامیان شیری

بنشسته بعز دربشین شاری