پخوانی افغانستان
د تاریخ به پخوا دورو ته يوه کتنه
انسان تل په دې فکر کښی ؤ او دی چه خپل معلومات زیات کړی، او هر کله چه په يو کار کښی یو حد ته رسېدلی دی نو په دې فکر کښی لویدلی دی چه یو گام وړاندې لاړ شى، او نوی نوی معلومات حاصل کړی، دغه هېلې او آرزوگانی په عمومی ډول د وخت او ځای په غوښتنه او اغیزه څه ناڅه قوی کیږی او کمزوری کیږی او په هرځای کښی ئی پر مخ تگ یو راز نه وی. مگر په دې دوو وروستيو پيړيو کښی دې مفکورې په نوې زمانه کښی هر ځای او خصوصاً په غرب کښی ډېر قوت او زور پیدا کړی دی. او ډېر کوچنی موضوعات چه پخوا به چا ورته توجه نکوله، نن هماغه موضوعات د خلکو په نظر کښی اهمیت لری اوغور پکښی کوی بلکه دومره اهمیت ئی موندلی دی چه ځانته علم یا د یو جلا علم څانگه گرځیدلی ده.
تاریخ تل د بشر سره یوځای ؤ او دی او د ده د ژوندانه د لارې مل دی.او د کومی نوی منبع له مخه چه ځینی معلومات ورځنی لاس نه راځی هم کوم تازه او نوی شی نه دی بلکه هغه د بشر د پوهې د ډېرو پخوانیو مظاهرو څخه ګڼل کیږى، ځکه که انسان هر وخت او زمانی ته رجوع وکړی نو هغه ته به دا خبره ښکاره شی چه انسان په یو خاص رنگ او تعبير سره په دې لاره کښی کار کړی دی، که د قصې په ډول وی او که د شفاهی داستانو او نکلونو په رنگ، او که د غرونو په څمڅو او تیږو کښی د پېښو د نقش په ډول او که د تصویری او نیم تصویری او صوتی او د بل رسم الخط د بيلو بيلو اقسامو په صورت وی. نو له دې کبله د تاریخ له حيثه د تاریخ د پخوانی والی او قدامت په مفکوره کښی هېڅ شک نشته. مگر څرنگه چه د بشری پوهې نورو څانگو تر دې اندازی پورې پراختیا موندلې ده چه په ځينو موضوعاتو کښی ئی بیخی نوې څانگی پیدا کړی دی نو تاریخ هم تغیر موندلی او پراختیائی پیدا کړی او یوه سلسله نوی علوم: انتروپولوژی (د انسان طبیعی تاریخ) اتنولوژی (د بشر د نژادو د بدنی خصوصیاتو بیان) خلک پېژندل، د پخوانیو آثارو (عتیقه) پیژندل، فولکلور او داسې نور نورعلوم ميدان ته راوتلی دی، او پخپله هر یو ئی نن ورځ دومره پراختیا پیدا کړې ده چه جلا جلا څانگی او ښاخونه لري. مگر دغه ټول په حقيقت کښی د یو مقصد دپاره چه تاریخ دی کار کوی.
پلټونکی انسان تل په دې فکر کښی ؤ او دی چه د گمان او خیال په قوت او دروغ عقل او فکر په رڼا د کښی
د تیرو زمانو او پیړیو تورې تیارې پر دې لیری کړی او د زرگونو کلونو پخوانی واقعات وگوری، او د دغی کتنې په مرسته څو قدمه وړاندی لار شی او د خپل ژوندون او شاؤخوا، او د نورو کيفيتونو مجهول اسرار ځانته څرگند کړی. له هغو واقعاتو څخه چه اوس فی الحال پیښېږی تر هغو پوری چه په ډېرو پخوانیو زمانو کښی تیر شوى او لا تر اوسه پوری د بشر فکر د هغو په کشفولو بریالی شوی ندی دغه ټول بی له استثنا د تاريخ جزء دی او یوه بېلوونکی کرښه دغه اوږده دوره په دوو برخو جلا کوی اوهغه رسم الخط او لیکنه ده.
مونږ وویل چه انسان تل په دې فکر کښی ؤ او دی چه د خپل او د خپل شاؤخوا ژوندون پټ واقعات را وسپړی او په هغو باندی پوه شی. دغه لوی او مهم کار یعنی د تیرو او پخوانیو زمانو په پټو واقعاتو باندی پوهېدل او په هغو باندې رڼا اچول یواځی د گمان او خیال په مرسته نه کېږی، کوم چراغ چه په دې لاره په مثبت ډول رڼا اچولی شی هغه رسم الخط او لیکنه ده چه پر خاورینو پخواو او مو ټوټو، دننه په غرونو کښی، او پر هډوکو، تیږو، خاورينو لوښو، او د ونو پر پوټکو او د څارویو پر پوستکو او پر ډول ډول ټوکرانو او کاغذونو باندی د تېرو او پخوانيو پېښو او واقعاتو څرنگوالی ساتلی او تر مونږ پوری ئی رارسولی دی.
نو هغو دورو ته چه د رسم الخط د پيدا کېدو نه پخوا تیرې شوی دی په عمومی ډول د ( قبل التاريخ زمانه) ویل کېیږی، او هغه زمانی او پیړۍ چه د رسم الخط د پیدا کېدو د وخت نه را په دې خوا دی (تاریخی عصر) بلل کېږی. او له دې جلاوالی څخه اساسی مقصد یواځی د کار اسانول او د موضوع روښانول دی. لکه چه هر څومره خپلو دورو ته نزدې کېږو له بیلو بيلو طبقه بنديو نه کار اخلو.
باید دا خبره په نظر کښی ونیوله شی چه هر کله چه رسم الخط په ټوله دنیا کښی یو ځل او په یو وخت کښی ندی پیدا شوی، نو د دنیا تاریخی او د قبل التاريخ دوره هم يو شريک حد نه لری، او یو واحد خط په ټوله دنیا کښی دغه دوه برخی سره نشی بیلولی، بلکه هره برخه حتی هر مملکت او هر قوم ځانته جلا جلا حدود لری چه د ټاکلی تاریخ سره تصادف کوی. په بل عبارت په حقیقت کښی مونږ دوه ډوله تاریخ او دوه ډوله قبلا التاريخ لرو:
یو د هر مملکت، هر قوم او هرې برخی خصوصی تاريخ او قبل التاريخ دى او بل د دنيا عمومی تاریخ او قبل التاريخ دی چه لومړی صورت د يو قوم او د يو مملکت د خلکو د ژوندانه په مرحلوپوري اړه لری، او دوهم صورت ئی د بشر د ډېرې پخوانۍ ټولنې د ژوندانه معيار د مدنیت په مراتبو کښی خاص بیا د رسم الخط په پیدا کولو استاد نیسی.
قبل التاريخ د بشر د ژوندون په مراتبو کښی د یو عصر څخه عبارت ندی، بلکه د فکری او مادی قواؤ د پراختيا مرحله ده، او بشری ټولنو په بیلو بیلو ځايو او جلا جلا زمانو او عصرونو کښی دغه مرحله وهلې ده. او په دې زمینه کښی زمانه فرعی رول لوبوی. زیاتره باید د بشر د ژوندانه څرنگوالی او تحول په نظر کښی ونیول شی. دا خبره هم باید په نظر کښی ولرو چه یواځی د رسم الخط وجود هم زمونږ مطلب حاصلولی نشی بلکه د هغه په لوستلو هم زمونږ قدرت شرط دی، ځکه چه ډیرو قومونو رسم الخط اولیکنه درلودله، او مونږ لوستلې نشوه او استفاده مو ورځنی کولی نه شوه، نو په دی صورت کښی د رسم الخط شته والی او نشتوالی فرق نکوی، له دی کبله (اتروسکیان) د ایطالیا پخوانی اوسیدونکی او (هیتیتیان) چه په کوچنۍ اسیا کښی ئی ژوند کاوه سره د دی چه رسم الخط ئې درلود په قبل التاریخی مرحلو کښی شمیرل شوی وو، او کرار کرار د هغوی د رسم الخط اولیکنو (کتيبو) په لوستلو سره تاریخی دوری ته راغلل.
هر کله چه تصویری او صورتی رسم الخط په مصر او بين النهرين کښی د (۳۵۰۰ ـ او۳۰۰۰ ق م) په شاوخوا کښی پیدا شوی دی د شرق د تاریخی او قبل التاريخ دورو فاصل حد دری نیم زره ق م کلونه ټاکل شوی دی .
د تاریخ نه پخوا وختو (قبل التاريخ) پلټنی او ګروېږنی د ټولو نه لومړی په فرانسه او غربی اروپا کښی او وروسته بیا د نیل په ناوه او بين النهرين کښی زیاتی او ډیرې شوې او کرار کرار دغه کار لږو دیر په فارس، هند، چین، جاپان د شرق الهند په جزیرو، استراليا او امریکا کښی عمومیت پیدا کړ او تر اوسه پوری په زړه پوری صورت په ټوله دنیا کښی دغه کار عملی شوی ندی. او سره د دې چه د دغو پلټنو لمن په ځينو ځايو کښی لویه شوې ده مگر په عمومې ډول ئې وسعت ندی پیدا کړی. دغه کار زمونږ په مملکت کښی د ١٩٣۶ کال نه را په دې خوا شروع شوی دی چه د یو څو ضروری مقدمو له بیانولو نه وروسته به په دغه فصل کښی د دې موضوع په باب د خپلو معلوماتو له مخی بحث وکړو.
په قبل التاريخ دورو کښی د بشر ژوندون تقريبأ په تولو ځايو کښې يو ډول او په یو شکل سره ؤ او د خاورې او نژاد په اختلاف سره څه ډیر فرق پکښی نه ؤ. د لمر خاته او لمر پریواته خواؤ خلکو، او مالیزی او د مرکزی افریقا خلکو او د آریانا، هند، چین، بین النهرین، مصر او د فارس اوسیدونکو تقريباً ټولو يو ډول تحول کړی دی، او هغه مواد چه دوی د خپلو لومړنيو او پخوانیو ادواتو او آلاتو د جوړولو دپاره په کار کړی دی په ټولو ځایو کښې د چقماق طبیعی ډبره، توږل شوې او صيقل شوې ډبره او هډوکې دی د دوی ادواتو او آلاتو د جوړښت اصول او شکل لکه چړې، چوړکۍ، تبر او نور د سوری کولو، وهلو، ټکولو او پريکولو مخصوص آلات یو بل ته سره ورته دی او د مقایسی وړ دی. له دی کبله د دغه ډول پلټنو او تجسساتو تدقيق کونکی او پوهان په بيلو بيلو ځایو کښی د ډېرينو آلاتو او ادواتو له څېړنو او کتنو نه وروسته د هرې ډبرينې دورې دپاره په جلا جلا اشکالو، ممیزاتو او نومونو قائل شوی دی، او د ژوندانه د بیلو بیلو او مختلفو اړخونو او جزئيانو د کتنو نه وروسته د هرې دورې دپاره ئی معین چوکاتونه ټاکلی دی چه په حقیقت کښی مقصد د کار آسانتیا او د بشر د استعداد د تحولاتو او د زمانی د تیریدلو طبقه بندی ده چه د رسم الخط د نشتوالی په صورت کښی کله د هغه په ځای له ډبرینو ادواتو څخه کار اخلی او کله د کودرو د لوښو څخه او يو وخت هم له ډبرينو آلاتونه.
مونږ بيله دې چه په جزئیاتو کښی داخل شو د موضوع د تسلسل دپاره د هغو نومونه اخلو: د ډبرو لومړنۍ دوره – د تیږو پخوانۍ دوره، د ډبرو منځنی دوره، د ډبرو نوې دوره. چه ځینو په ساده ډول حجری دوره د ډبرو په (پخوانۍ او نوې) دوو مرحلو تقسيم کړې ده، او د لومړنۍ دورې دپاره د الف ب په دوو دورو قائلیږی. مگر اصولی ويش او تقسیم ئی هماغه لومړنی ویش دی چه دغه موضوع ئی په دریو پخوانۍ ـ منځنۍ او نوې دوره تقسیم کړې ده چه په لومړۍ دوره کښی دبرینو ادواتو زیادتره طبیعی شکل درلود. او په دوهمه دوره کښی ئی زیاتره لاس خوړلی او تغیر پکښی راغلی دی او په دریمه دوره کښی صیقل شوی دی. هر کله چه د دې دوری په وروستنیو مرحلو کښی د صیقلی ډبرو تر څنگ خاورین او فلزی لوښی هم پیدا شوی دی، او دغه دوره د (کلکولی تیک) یا (انه اولی تیک) په جلا نوم ياديږى زمونږ په مملکت افغانستان کښی لا تر اوسه پوری د دغو دورو په باب تحقیقات ندى شوى، نو له دې کبله مونږ نیغ په نیغه د (کلکولی تیک) یا (انه اولی تیک) دورې ته راځو او په بحث ئی پيل کوو؛ د کل کولی تيک دوره.
د ډبرو آخرنی نوی دوره یا د صيقلې شوو ډبرو دوره په شرق کښی عموماً په دوو برخو ویشل کیږی. یوه ډېره اوږده دوره ده چه د فلزاتو د کشفیدو نه پخوا زمانی پکښی راځی، او بله هغه دوره ده چه صیقلی شوې ډبری او خاورین او فلزی لوښی یو ځای پکښی استعمال شوی دی او د پخوانيو برخو څخه د تميز او جدا کيدو دپاره په دغو پاسنيو نومونو یادیږی.
د شرق د ډبرې په نوې دوره کښی د خاورينو لوښو پیدا کېدل د (۲۰) زرو کلونو ق م په شاؤخوا کښی شروع شوی دی لکه چه په مصر کښی ئی ځینی آثار پیدا شوی دی مگر د شرق نورې برخی په دې نزدې زمانو او مختلفو وختو کښی دغې دورې ته داخلی شوی دی او مظاهر ئی بی د فلزو له گډون څخه ډېر لږ لېدل شوی دی. لکه چه ثابته شوې ده مس په شرقی خاورو کښی لومړی ځل د اکسوس (مروې ته نزدې انو) په حوزه کښی او د قفقاز په شاؤخوا کښی د (۶٠٠۰ق م) په حدودو کښی پیدا شوی دی. او له دغو ځایو څخه (۵۵٠٠ق م) په شاوخوا که په (عیلام) کښی او د ( ۵٠٠٠ ق م) په شاوخوا کښی په مصر کښی او د (۴٠٠٠ ق م ) په حدودو کښی د فارس د خلیج او خزر د سواحلو تر منځ ځمکو کښی پیدا شوی دې. او ځینی مؤرخین په دې عقیده دی چه فلزات د سومریانو سره د اکسوس له حوزې نه غربی ځمکو ته تللی دی لنډه دا چه د کلکولى تيک يا د انه اولى تيک دوره په مصر کښی په دوو مرحلو ویشل کیږی چه لومړۍ مرحله ئی له ۷۵۰۰ نه تر ۵۰۰۰ق م پوری، او دوهمه ئی له ۵۰۰۰ ق م نه تر ۳۵۰۰ پوری ده چه د رسم الخط د پيدا کېدو او د تاریخی دوري شروع ده. عمومی عقیده دا ده چه هغه د ښکار ژوندون چه د جگو ځایو د غرونو په لمنو کښی ئی دوام درلود په مصر کښی د ۷۵۰۰ ق م په شاؤخوا کښی پای ته رسیدلی او خلک په دغه وخت کښی جلگو او سیندونو غارو ته راښکته شوی دی. او د ځمکو او کرهڼې سره ئی ډیره علاقه او رابطه پیدا کړې ده له دې کبله د استوگنی د ځای نښی او آثار او قبرونه له هغه خط نه پاس کشف شوی دی چه د نیل د سيند طغیان ورته رسېدلی ندی. او داسی خاورين لوښی ښکاره او کشف شوی دی چه په آزاد اور کښی پاخه شوی دی په دوهمه مرحله کښی عمرانی آثار او نورشیان هم پیدا شوی دی چه بیان ته ئی څه ضرورت نه لرو د بين النهرين او عیلام ځمکی د جوړښت(ساختمان) په لحاظ د نیل د دلتا سره ډېر شباهت لری. د بین النهرین په تلونو او د سوزیان په غونډیو کښی د استوگنی ځایونه او آباد او ودان نقاط لیدل شوی دی. او د ځینو محلی ممیزاتو له کبله د دغی دورې خصوصیات په دی ځای کښی د لومړی سوز او دوهم سوز په نامه وېشل شوی دی. همدارنگه د دې دورې مظاهر چه هغو ته د کلکولی تيک مدنيت ويل کيږى په لومری، دوهم، دریم، څلورم او پنجم زرـق م کلونو کښی د حفریاتو او پلټنی د پرمخ تگ له مخی د فارس په مختلفوغونډیو، په پخوانی آریانا، د اکسوس په حوزه، د هیرمند په حوزه، او په بلوچستان کښی د نال او جاله وان، او د اندوس (سند) په حوزه کښی هم پیدا شوی او ثابته شوې ده چه دغه مدنیت د اندوس له حوزی نه د نیل تر ناوی پوری یو پراخ میدان نیولی ؤ لومړی د هغه ممیزات په عمومی ډول او بیا د آریانا له خاوری نه د باندی د هغه د وجود په بیان او شرح او وروسته بيا د هغو پلټنو او تجسساتو په بيانولو پيل کوو چه د ١٩٣۶ کال نه را په دې خو دننه په مملکت کښی شوی دی.
غربی آسیا:
د شلمی پیړی تر اوائلو پوری د تاریخ پوهانو او لرغول پیژندونکو په هغو وسیلو او ذريعو سره چه په لاس کښی ئی درلودل د نیل، دجلی، فرات په ناوو او د غربی آسیا په نورو مدنی ځایو کښی ئی مدنیتونه بیان کړی او رڼا ئی ورباندی اچولې ده چه ټول ئی د تاریخی دوری جزء دی، او ثابته شوه چه د غربی آسیا د تاریخی زمانی اوائل د ( ٣۵۰۰ ق م) کال په شاوخوا کښی ټاکل کیږی پس له دی د هغو نوو اقداماتو په اثر چه په ترتیب سره په بین النهرین او پارس کښی او د ۱۹۲۲ کال څخه را په دی خوا د سند په ناوه او بلوچستان کښی او په ۱۹۳۳ کال د اکسوس په شمال (مروې ته نزدی انو) کښی او په ١٩٣۶ کال په افغانستان (د سیستان په ناد علی) کښی شروع شوی دی د هغو لویو سیندو او رودخانو له حوزو څخه چه یاد شول داسې شواهد په لاس راغلی دی چه په عمومياتو کښی ډير مشترک ځايونه لری د غرب لوی پوهاند اوږدو او ډېرو مطالعو او مقايسو له مخی په دی قائل شوی دی چه د ۴ـ۵ زرو ق م کلونو په دوره کښی د نیل له ناوی او د سپین بحر له سواحلو څخه نیولی د سند او گنگا تر حوزو پوری یو لوی مدنیت خپور ؤ چه په عمومی اساس پخپل منځ کښی سره مشترک ؤ او په محلی خصوصیاتو کښی هری برخی طبعاً د خپل موقعیت په لحاظ ځينی جلا مميزات درلودل. هر کله چه په دی دوره کښی د ډبرو، کودړو، او فلزی آثار څنگ په څنگ پیدا کیبږی، نو دا دوره د کلکولى تيک په مدنیت او دوره یادیږی. په بین النهرین کښی د (اورUr) د سلطنتی کاورنۍ نه پخوا چه د تاریخی عصر د اوائلو سره سمی خوری دغه لوی مدنیت د هغو ځایو په لحاظ چه آثار او شواهد پکښی په لاس راغلی دی او بیا هم د هغو د جلا طبقاتو له مخی د هماغو ځايو په نومونو په دریو دورو ویشل شوی دی چه:
د (عبيد دوره) د (اوزک دوره) او د (جمدت نصر دوره) په نومونو ياديږی، او هره طبیعی دوره د خاورينو لوښو، د تیږو او فلزی آثارو په جوړښت، رنگ او شکل کښی ځينى مميزات لری. د عیلام په ټلونو او د سوزیان په غونډیو کښی چه بیا هم د طبیعی جغرافیې په لحاظ د بین النهرین په خاوری پوری اړه لری د سوز د لومړۍ او دوهمی طبقی په ټاکلو سره همدغه پلټنی او تجسات شوی دی، د فارس په خاوره کښی همدغه پوښتنی او پلټنی شوی دی، او ځينو پوهانو لکه مورگان، پزارد، هرزفلد، گریشمن، سميت د موسیان په غوندډيو برسه پولیس او د بو شهر په بندر او د سيالک او حصاروجيان په غونډۍ او نورو ځايو کښی حفریات کړی دی، او د هغه ارتباط له کبله چه زمونږ راتلونکی مطالعات ئی غواړی د ځینو برخو په بیانولو پیل کوو، موسیو گریشمن په افغانستان کښی د فرانسی د حفريانو د هیئت مدیر په هغو کشفیاتو سره چه پخپله ئی کاشان ته نزدی د سیالک او جيان په غونډيو او نورو ځايو کښی کړی دی په دغو ځايو کښی ئی تر لومړی زرو ق م کلونو پوری چه په دغو ځايو کښی د آريائيانو د پیدا کیدو تاریخ دی د دغی دوری مختلف مراتب کشف کړی دی. له هغو کشفیاتو نه چه د اوسنی ایران په خاوره کښی شوی دی داسی معلومیږی چه چپاویان د ۳۰۰۰ ق م په شاوخوا کښی د بین النهرين له اطرافو جنوب غرب ته چه د سامی مدنیت مرکز دی د دغه مملکت تر مرکزی برخو پوری راغلی دی او د نوی مدنيت بنسټ او اساس ئی ایښی دی چه هغه ته (پروتو عیلامی) یا د سوزیان مدنیت وائی، په دغه عصر او زمانه کښی تصویرونه د خاورينو لوښو له مخی کم شوی او د لوښو شکلونو تغیر کړی دی او ډیرې زیاتی گاڼی او فلزی هنداری او د لاجوردو گاڼی د مړو له قبرونو څخه چه د استوگنی په خونو کښی به ئی ښخولی پیدا شوی دی، عیلامیانو د فارس په غربی برخو کښی دغه مدنيت رواج کړ او د دوی مال گڼل کیږی د هغی نتیجی له مخی چه د کاشان د حفریاتو څخه په لاس را غلی ده د ۳۰۰۰ او ۲۰۰۰ ق م کلونو ترمنځ په دغو برخو کښی کوم تازه شی نه دی پیدا شوی.
د۱۲۰۰ ق م په شاوخوا کښی د کاشان په اطرافو کښی د مړو د ښخولو طرز تغیر پیدا کړی دی نخچی (نقشی) لوښی نشته، او تورو لوښو په نوو شکلونو سره د هغو ځای نیولی دی. د برنجو او مفرغو آلات او ادوات ليدل کيږی د سرو زرو گاڼی ډیرې دی. د۱۱۰۰ ق م په آخر کښی او سپنه هم پیدا شوی ده. د موسیو گریشمن د عقیدی له مخی په فارس کښی د کاشان د ژوندانه وروستۍ مرحله د آریائی ژوندون شروع گڼل کیږی او د ۱۰۰۰ ق م کلونو په شاوخوا کښی لومړی ځل دا ثوری پاچایانو په سالنامو کښی خاص آریائی نومونه پیدا کیږی، تر دی چه په (۸) او (۹) ق م پیړۍ کښی د پارسوا (پارس) او آمادی (ماد) آریائی قبیلی هره یوه پخپل روڼ سره دا ثوری پادشاهانو په لیکنو (کتيبو) کښی یادیږی، په دغه وخت کښی کلی لوی شوی دی او یو ټینگ او مستحکم ښار ورځنی جوړ شوی دی، په ځینو غونډیو باندی ئی خښتی فرش کړی دی چه د ودانيو جوړولو دپاره میدان پراخ شی، نو د غونډیو په سر باندی ئی ماڼۍ او ودانۍ جوړی کړی دی او گرد چاپیره ئی ورځنی دیوالونه تاو کړی دی. د ښارونو او کلاگانو له سنگرو او مرچو څخه څرگندیږی چه نوی راغلو خلکو یعنی (آریائیانو) شهزادگان، رئیسان، او پادشاهان او د نجباوو ټولگی درلودل. د اسونو کیږی، او د سپرلۍ او سوار کارۍ نورې نښی او ادوات لکه سرنیزه، فلزی سرتیر، توری او نور شیان هم کشف او پیدا شوی دی. او دغه ټول په فارس کښی د لوط د دښتی به غربی ځمکو کښی د سوار کار قوم په پیدا کیدو او ظهور دلالت کوی چه د آریائیانو نه عبارت دی چه د شرق له خوانه د باختر او د آریانا د نورو ځایونه دغی خواته تللی دی او سامیانو هغه ځای دوی ته پری ایښی او د غرب خواته ليږدیدلی دی او دغه لومړی ځل دی چه د مادی شواهدو له مخی د ۱۰۰۰ ق م په شاؤخوا کښی په فارس او مدیا کښی د ساميانو په خاوره کښی د آریائیانو د پیدا کیدو نښی او علامې څرگندې شوی دی. او د باختر نه د شرق او غرب خواته د آریائیانو د تګ تفصیل به په راتلونکو فصلونو کښی وگورئی. په دغه ځای کښی د قبل التاريخ د کشفیاتو له مخی په دی باره کښی پوره رڼا ئی واچوله شوه.
د آریانا په شاوخوا – د سند په حوزه کښی: پخوا مو وویل چه د ۱۹۲۲ نه را په دی خوا د سند په حوزه کښی د کلکولی تيک د مدنیت د څرگندولو دپاره د قبل التاریخ پلټنی هم شروع شوی دی. دغه کشفیات د انگلیسی (سرجان مارشل) له خوا په هغو ځايو کښی چه (موهنجو ديرو) او (هرپه) نومیږی او په نورو ډیرو ځايو کښی شوی دی چه دغه ټول ځايونه د اندوس د سیند ښی غاړو ته پراته دی. د دغو کشفياتو نتيجو د تاريخ د علماوو او پوهانو په افکارو او نظریاتو کښی لوی انقلاب پیدا کړ. انگلیسی (سرجان مارشال) د دغه مدنیت مظاهر د سند د ناوی هغو بومیانو ته منسوبوی چه د (دراویدی) په نامه ئی بولی او عقیده لری چه دغه مدنیت په هغو خلکو پوری اړه لری چه د آریائیانو د پیدا کیدو او ظهور نه پخوا ئی د سند په حوزه کښی ژوندون کاوه. که څه هم دغه نظریه د هغی عقیدی نه مخالفه ده چه د هند وید پیژندونکو او بومی علماؤ درلوده ځکه چه دوی آریائیان د پنجاب او آریانا اصلی اوسیدونکی بولی، مگر په دی ځای کښی دغی موضوع ته څه ضرورت نه لرو، خاص بیا چه د اروپا په علمی مرکزو کښی د هندی علماوو نظریه هم ونه منل شوه نو لدې کبله مونږ د سند په حوزه کښی د کلکولى تيک د دوری د مدنیت د مظاهرو او وجود په بیانولو پیل کوو چه زمونږ اساسی مقصد دی.
د (موهنجو دیرو) او (هرپه) کشفیاتو د آریانا د شرق او د سند د حوزې په لرغونی تاریخ کښی نا څاپه يوه نوی پاڼه بیرته کړه، او معلومه شوه چه د سند او پنجاب حوزه د آریائیانو د ظهور او د ویدی زمانی نه په زرگونو کلونو پخوا د داسی روښانه او ځلاند تمدن ځانگو وه چه محلی خواص ئی لرل، او حتی په ځینو خواو او برخو کښی ئی د خپلو معاصرو مدنیتونو څخه هم چه په بین النهرين او مصر کښې موجود وو فوقیت درلود.
د (موهنجو ديرو) حفرياتو او کيندلو دا خبره ثابته کړه چه د اندوس د حوزی اوسیدونکی په درې څلورو زرو ق م کلونو کښی یعنی د نن ورځی نه پنځه شپږ زره کاله پخوا د ډیر لوړ او ممتاز ثقافت خاوندان وو. چه د هری خوانه د عیلام او سوزیان د زمانی د غربی اسیا د مملکتو د مدنيتو سره ئی برابری کوله، او د کلکولى تيک د دوری د مدنیت مظاهر د آریانا د شرقی سرحداتو په شاؤخوا کښی په زیاته اندازه خپاره شوی وو. که چیری مونږ په جزئیاتو کښی ډير غور وکړو او ښه ځیر شو نوو به گورو چه د سند د ناوی اوسیدونکو په دی دوره کښی ډیر ښه منظم ژوندون درلود چه ښه منظم او مرتب ښارونه، جادې، سرکونه، حمامونه او اونورشیان یی لرل، او کرهڼی پکښی ډېره ترقی کړې وه، غنم او جودر به ئی کرل، د خرماوو ونی(ده برخه ونه لوستل شول) ئی کېښودلې، او تجارت ئی په زور کښی ؤ، او هرې خواته به ئی تګ او راتګ کاوه. هغوی ډېر څاروی او حيوانات لکه کچرې او مایه اوښان چه تر اوسه پوری په بخدی اوښانو مشهور دی، میښې سنډاګان، لنډښکری غوایان، پسونه، بدځناور، سپی، پیلان او نور اهلی او تربیه کړی وو هغوی د خپلو مالونو او اسبابونو د وړلو راوړلو دپاره ګاډۍ او کراچۍ درلودلې چه غوايانو به کش کولې، په فلزی کارونو کښی ډېر ماهر او قابل وو، لکه چه د دوی ګاڼې او اسبابونه کشف شوی دی چه د سرو او سپينو زرو او مسونه جوړ شوی وو. دوی سیکه (سرب) او قلعی هم پیژندل، د دوی د جنگ او ښکار وسلې غشی، لیندی، نیزی، او کټارې گرزونه وو. دوی به واړه تبرونه لرونه (داس ها) ارې څولی (اسکنه) چړې له مسو او کوټو بنگارونه جوړولی او چاکوگان او چوړکۍ او نور غوڅوونکی او پریکوونکی شیان او آلات به ئی له دغه فلزاتو یا سختو او کلکو تیږونه جورول او نګونه، بغرۍ او ميچنې ئی هم پیژندلې او جوړولي به ئې، دوی به د خپل کور دپاره خاورین لوښی استعمالول چه د یو مخصوص څرخ په ذریعه به ئی جوړول چه په پښو باندی به ئی چورلاوه. ځینی وختونه به ئی لوښو ته رنگ هم ورکاوه د شتمنو خلکو گاڼی به د قیمتی فلزاتو او په سرو زرو جړ او شوو او طلاکاری شوو مسو (مس مذهب) اوعاجو او نورو تيږو څخه جوړیدلی او عاجزو خلکو به عموماً صدف او کاشی کاری شوی لوښی استعمالول. د سند د ناوې د کلکولى تيک د دورې د اوسيدونکو په نزد رسم الخط یو پټ او مجهول شی نه ؤ که څه هم دغه رسم الخط هندی خواص لری مگر په غربی ایشیا او نزدی شرق کښی د هغی زمانی او معاصر رسم الخط سر مشابه دی او د هغو په شان دغه رسم الخط تقريباً تصویری رسم الخط بلل کيدلی شی. لنډه دا چه د دغو مراتبو په ذکر کولو سره باید وویل شی چه په عمومی ډول د اندوس مدنیت دغربی آسیا او مصر د کلکولى تيک د دورې د ثقافت سره موافقت درلود، سربیره په دی د سند حوزی ځانته خپل ځينی مميزات هم لرل چه د آسیا په غرب کښی د بین النهرین د سومریانو په مدنیت کښی نه لېدل کېدل. د مثال په ډول د پنبې پیژندل او د هغی کښت ؤ کړ په دی ځای پوری مخصوص ؤ او د آسيا غرب او مصر تر دوو زرو کلونو پوری هم ورځنی خبر نه ؤ.
دغه رنگه د سرجان مار شال د نظر ی له مخی د (مهنجو د یرو) او (هرپه) د اوسیدونگو د ټینګو او کلکو ښارونو لويو حمامونو او د کورونو جوړول یو داسی شی دی چه د مصر او بين النهرين په قبل التاريخ دورو کښی نه دی ليدل شوی، البته په غربی آسیا کښی د پادشاهانو د قبرونو او معبدو په جوړولو کښی به ډیری پیسی لګيدلې مګر د عامو خلکو ژوندون ډېر ساده اوټیټ ؤ، او د خټو په ډېرو ساده او معمولی کورونو به ئی قناعت کاوه، حال دا چه د اندوس په ناوه او حوزه کښی به عامو خلکو هم ډیر لوړ او ښکلی ځايونه او ودانۍ درلودې. د اندوس د حوزې او ناوې د کلکولى تیک د دوری اوسیدونکو په صنعت کښی هم ډیر زیات مهارت درلود. سرجان مارشل وائی چه: (هغه مهرونه چه د کوپان لرونکو غوايانو او د نورو حيواناتو تصویرونه پکښی کنستل شوی وو د هیکل تراشۍ د صنعت په لحاظ ډېر د ستاینی او تمجید وړ دی او ویلای شو چه د یونان د کلاسيک تر زمانی پوری د هغو مثال به اسانۍ سره میدان ته ندی راوتلی.)
په دغه ډول انگلیسی مدقق خپله نظریه ښکاره کوی چه د تیږی دوری خاص بيا د صیقلی شوو تیږو دورې او بيا هم د کلکولى تیک زمانی چه د دغی دورې وروستنۍ برخه ده په هند کښی په تیره بیا د سند په حوزه کښی ډېر رونق درلود، او دغه ځای په دغو دورو کښی د بشر د ژوندانه د پاره ډېر مساعد او ښه ؤ.
د سند د ناوې د کلکولى تیک د زمانې د مدنيت تفصيل چه د سرجان مارشل په عقیده په هغو خلکو پوری اړه لری چه د دغی منطقی د آريائیانو نه پخوا اوسېدل په دریو لویو جلدونو کښی د ( مو هینجو دیرو او د سند د حوزې مدنيت) په نامه نشر شوی دی. د هغی مقدمی په آخر کښی چه د لومړی جلد په سر کښی چاپ شوې دی لیکل شوی دی چه له ډیرو قرینو څخه داسی معلومیږی چه د اندوس له ناوې نه تر نیل پوری په دغه ټوله پراخه سیمه کښی له ډېرو پخوانیو زمانو څخه د مدنیت وږمه چلېدلې ده او په عین حال کښی په دې پراخه او پلنه سیمه کښی دغه مدنیت عمومیت درلود، او هری برخی ځانته محلى مميزات هم لرل چه د هغو په اثر محلی ثقافتونه په خاصو شکلونو میدان ته راوتلی دی.
د دغه لنډ ذکر نه وروسته چه په علمی څیړنو او پلټنو ټينگ دی په دې کښی څه شک او شبهه نه پاتی کیږی چه د سند د سیند په حوزه کښی چه زمونږ د مملکت او هند طبیعی او تاریخی سرحد دی د آریانا په شرق کښی د کلکولی تيک مدنيت ډېره ترقی درلوده او مظاهر ئې تر (۶) زرو ق م کلونو پوری هم ليدل شوی دی.
بلوچستان: د هغو تحقیقاتو له مخې چه د بلوچستان په ځینو ځایو کښی لکه (نال) او جاله وان چه کویټی ته نزدی دی او په نورو ځايو کښی شوی دی معلومیږی چه: د کلکولی تيک د مدنیت شواهد څرنگه چه د اندوس
په ناوه کښی لېدل شوی دی په دغو ځايو کښی هم خپاره شوی وو.
«انو» مروې ته نزدې: په ۱۹۳۳ کال کښی یو امریکائی هیئت د پومپلی (Pumpelly .R) تر نظر لاندی مررې ته نزدې د (انو) نومی ځای په دوو غونډیو کښی پلټنی کړی دی او په دغو ځايو کښی هم د کلکولى تيک په دورې پوری مربوط د ډبرو او (تیرو = دا برخه ونه لوستل شول ) ادوات او خاورین لوښی کشف شوی دی. د سیستان د کلکولى تیک د دورې د لوښو او د هغو لوښو په مینځ کښی چه په انو کښی پیدا شوی دی په تختیک رنگ او ښائسته والی کښی ډیر شباهت موجود دی، دغه نظریه د مستر (اندروس) له خوا هم تصدیق شوی ده بلکه دغه مسټر د دغو دوو ځايو د تیږو او ژیړو په ادواتو کښی ډیر شباهتونه وینی په دی باب کښی په دغو لنډو بياناتو اکتفا کوو او وایو چه د کلکولى تيک د زمانی د مدنيت شواهد او نښانی د اکسوس په کوزنۍ (سفلی) حوزه آمو دریا، او مرگیان (مرغاب رود) کښی د آریانا په شمالی شاوخوا کښی هم کشف شوی دی.
د دغو مراتبو په ذکر کولو او هغه نظر سره چه گر چاپیره اطرافو ته واچول شو د هغه مقصد په مطالعه کښی چه زمونږ د بحث موضوع ده د آریانا د طبیعی او ټاریخی چوکات سره مو تماس پیدا کړ. او حتی په غیر محسوس ډول مو د ځينو هغو ځايو څخه هم بحث وکړ چه د هغه په تاریخی حدودو کښی داخل دی هر کله چه د اندرس حوزه خاص بیا نیمه غربی برخه ئی د پخوانی آریانا په تاریخی خاوره کښی داخله ده او (موهنجو ديرو) او (هرپه) د نورو له (۷۰) نه زیاتو ځایو سره چه د قبل التاريخ له کبله مطالعه شوی دی د اندوس دغرب خواته پراته دی او ځینی برخی ئی تر جنوبی وزیرستان او دیره جاټو او بنير پوری هم رسیدلی دی، نو ښکاره ویلی شو چه د (موهنجودیرو) او (هرپه) د تحقیقاتو په نتیجه کښی د آریانا د شرقی برخی د کلکولى تيک د دورې پر وضعیت ډیره رڼا اچولی شوې ده.
دغه رنګه اوس راځو (نال) او (جاله وان) ته چه کویټی ته نزدې او په بلوچستان کښی داخل دی بلوچستان له پخوانی (جدورزیا) نه عبارت دی چه د لاتين او يونان د کلاسیک د ټولو مورخينو په شهادت د آریانا جنوبی ولایت ؤ. نو د هغو نتيجو له مخی چه له دغو ځايو څخه په لاس راغلی دی د پخوانۍ آریانا د تاریخی خاورې په جنوبی برخو کښی د کلکولی تیک د دورې د ژوندانه شواهد هم تصدیق شوی دی.
په دغه ترتیب هغه تحقیقات چه د امریکائی پومپلی هیئت له خوا مروې ته نژدې په (انو) کښی شوی دی د آریانا له تاریخی چوکاټ څخه لیری ندی نو له دې کبله د هغې زمانی د مدنیت او ژوندانه نښانی چه گورو د اکسوس په شمال په غربی سغدیان او د مرغاب په ښکتنی حوزه د مروې په شاؤخوا کښی هم لیدل شوی دی. دغه رنګه هغه تحقیقات چه (سر اورل استن) د هامون په شاؤخوا او د سیستان په خاورو کښی کړی، دی ټول د آریانا په چوکاټ کښی داخل دی او یوه داسی رڼا ده چه د مملکت له غربی برخونه په دغی مسئلى باندى غورځیږی.
د آریانا د خاورې غوره والی: د آریانا خاوره د کلکولى تيک د زمانې د ژوندون دپاره ډېره غوره وه. پخوا مو د دې دورې او د هغی د ژوندانه په شاوخوا کښى څیرنه وکړه چه د کلکولى تيک د دورې ژوندون له هغې ورځی نه شروع کیږی چه بشر د لوړو ځايو او غرونو څخه د لويو سيندونو او رودخانو حوزې ته راښکته شوی دی. لکه چه د مثال په ډول مو د نیل د ناوی او بين النهرين د حوزې نوم ذکر کړ، هر کله چه په دغه وخت کښې له ښکار کولو څخه زراعت او مالدارۍ ډیر رواج موندلی او ښکار کم شوی ؤ بشر د ځمکو سره ډیره علاقه پیدا کړې وه او په نتيجه کښی د لویو رودخانو په حاصلناکو آبادو او آوارو ناوو کښی کلی او قريې حتى ښارونه پیدا شول، آریانا د خپلی خاورې د طبیعی جوړښت او ساختمان په لحاظ هم لوړې او جګ جګ ځایونه لری چه د آریانا پخوانیو اوسیدونکو د ښکار د دوری ژوندون په دغو ځايو کښی تیر کړی دی او هم د لویو او مساعدو رود خانو په ناوو کښی لکه د مملکت په شرقی غاړه اندوس او په شمالی خوا اکسوس او د غربی برخی په منځ هیرمند کښی چه د سیستان هامون ته رسېږی تر اوسه پوری د هغو پلټنو او کشفياتو له مخی چه شوی دی د کلکولى تيک د زمانی مدنیت په ۴ - ۵ زره ق م کلو کښی او د هغو نه نژدی په لومړی یو زر ق م کال کښی د نیل، دجلی، فرات، اکسوس، هیرمند او د نورو رودخانو په ناوو کښی پیدا شوی دی، او سره د دې چه زمونږ د مملکت په د ننه اوسنی قلمرو کښی دغه ډول نوی او تازه تحقیقات شروع شوی دی ویلای شو چه د آریانا خاوری د دغه لوی مدنیت په پیدا کیدو او روزلو او د بیلو اړخونو په ارتباط کښی لوی مهم رول لوبولی دی.
په افغانی سیستان کښی کشفیات: تر ١٩٣۶ کال پوری د افغانستان په دننه قلمرو کښی د قبل التاریخ په باب کښی تحقیقات شروع شوی نه وو په سیستان کښی د (سر اورل استن) د تحقیقاتو او په بلوچستان کښی د (سر جان مارشل ) د کشفیاتو په اثر د فرانسی د حفریاتو هیئت تصمیم وکړ چه لومړی ځل په افغانی سیستان کښی په دغه ډول اقداماتو لاس پوری کړی موسیو (هاکن) او موسیو (گریشمن) د خپلو ملګرو او همکارانو سره په دغه کال د (کنګ کلا) یعنی د افغانی سیستان مرکز ته راغلی او د ځمکو د لېدلو نه وروسته هیئت دوه برخې شو يو ټولګی ئی په (ناد لی) او (زرنج) د سیستان په پخوانی پای تخت کښی چه د کنګ د کلا د جنوب په ۱۲ کیلومتری کښی دی په حفریاتو او کیندلو بوخت شو. او بل ټولګی ئی (تاروسار) ته نزدې د یوشکلن ځای په منځ کښی په یوه داسې ځای کښی چه ٢۵ کيلومتره له اوبو څخه ليرې ؤ د خپل کار لومړی لوازم برابر او تیار کړل. د دې دپاره چه دغه ځایونه ښه وپېژندل شی، لومړی د هغو په معرفی کولو او پېژندلو پيل کوو:
نادعلى: يوه داسې برخه ده چه د نننۍ نقشې له مخې د (نادعلی) په نامه يادېږی په دې برخه کی یوه ډېره پراخه خرابه او شاره منطقه، یوه نوې جوړه شوې جنگی کلا، او د بلوڅو یو کوچنی کلی او قریه شامله ده او (زرنج) نومی ځای د سیستان پخوانی پای تخت دی چه د آریانا د ډېرو زړو او لرغونو ښارونو څخه گڼل کېده. زرنج د سیستان د هامون په شرقی خوا کښی یو ښار ؤ چه د نوم اصلی ریښه ئی د هامون له اوستائی نوم څخه اخستل شوې ده چه (زیره zareh) ده. بورنف وائی چه په زند کښی به سیند او دریاچې ته (زرایو zraayo) یا (زرایانگ Zaranaogi) ويل کېدل او له دغی کلمې څخه د (زارانکا Zaranka) کلمه جوړه شوې او میدان ته راوتلې ده (آرین) د زرنج د ښار اوسېدونکی (زرنجی Zarangi) بللى او بطلیموس د (درانجی Drangi ) په نامه یاد کړی دی.
په دی ټولو خبرو او بياناتو کښی هر یو پخپل ځای کی ښکاره کوی چه د زرنج ښار او اوسېدونکی ئی له ډېرو پخوا زمانو څخه مشهور وو. د دې لرغونی او پخوانی ښار خرابو اوس هم ډېره پراخه ځمکه او میدان نيولي دی او د دغو خرابو په مينځ کښی یوه لویه غونډۍ شته چه د پخوانيو ودانيو او آبادیو د خښتو د رنگ د سوروالی له کبله چه تر اوسه پوری په دغې غونډۍ باندی د دغو ودانيو د دېوالونو تادوو نه موجود دی د(سورداغ - سرخ داغ) په نامه یادیږی. تقریباً د سرخ داغ د جنوب په څلور سوه متری کښی د (سپین داغ - سفید داغ) په نامه یوه بله غونډۍ موجود ده. چه لوروالی ئی تقریباً د لومړۍ غونډۍ په شان (۳۰ متره) دی، او د دې غونډۍ لمنې په تدریج سره ښکته شوی او داومو خښتو قطارونه پکښی لېدل کېږی دغه دوه غونډۍ دوه مهم ځایونه دی چه په دې ځای کښی د پخوانی او مهم ښار وجود څر گندیږی سرخ داغ پخپله په بل کښی یوه هدیره او مقبره او سفید داغ جنگی کلا وه.
د سرخ داغ د سویل نمر پرېواته په ١۵٠٠ متری کښی یوه دریمه غونډۍ موجوده ده چه د لومړیو دواړو غونډيو څخه ټیټه ده او د میدان او پراخوالی له مخه له هغو دواړو نه لویه او پراخه ده په دې غونډۍ باندی د نادعلی د کوټ نوې جوړه شوې ودانی لېدل کېږی چه اوس پکښی عسکری قواوې پرتې دی.
هغه لاره چه اوس د (کنګ له کلا) نه د (قعله فتیح) خواته تللې ده له دې وران ښار ته تیریږی او ځای په ځای د هغی د بهرنی دیوال ځینی برخی لېدل کېږی دي ځای ته محلى خلک (د مرتضى على دښت) وائی د دې ځاى بلکېدونکى خاورینی ټوټی او کردوړی چه ځمکه ئی پټه کړی ده ښکاره کوی چه دغه اسلامی ښار د سیستان د نورو ډیرو ښارونو په شان په ١٣٨۴ کال کښی د تیمور لنگ له خوا خراب شوی دی.
د شرق، شمال و د شمال شرق خواته د پخوانی ښار د دېوالونو تادوو نه او ځینی برخې او ټوټی اوس هم پاتی دی او شته دی. دغه ديوالونه له اومو خښتونه جوړ شوی وو. او د هغو د اوسنی لوروالی او جگوالی له مخې چه ۴ـ۵ مترو ته رسیږی د قیاس او اټکل په صورت ویلی شو چه د ښار د بچاو او ساتنی ودانۍ ډیرې مهمې وې.
د سرخ داغ لمرخاته خواټه د دغه زوړ دیوال یوه لویه او لوړه ټوټه د بلوڅو کوچنی کلی چه د )نظرعلى خان کلا) نومیږی له سختو بادونو څخه ساتی.
د کلا او د هغی د شاؤخوا ودانيو لمرخاته خواته د یو بل پخوانی ښار خرابی او کنډوالی پرتی دی، او د دغو خرابو حالت د اسلامی ښار د (مرتضی علی دښت) د خرابو له وضعیت نه فرق لری. په دی ځای د وروستنی ذکر شوی ښار په شان خرابی پر له پسې یوه په بلې باندی لوېدلې نه ده بلکه ځای په ځای د ځینو کورونو په منځ کښی اوار میدانونه پراته دی، او په بل ځای کښی پر کوچنیو غونډیو باندی فقط د مهترۍ د استوگنی ځای او کور لېدل کېږی. او یوڅه وړاندی يو لړ نورې خرابی پرتې دی چه د دغه خرابولو د مخکينو ذکر شوو خرابو په منځ کښی د کرهنې ځمکی او کښتونه موجود دی. د دغه ښار له اوسنيو کينډوالو څخه چه تقریباً دوه نیم کیلومتره مربعه مسافه نیسی داسې معلومیږی چه له دې ښار څخه د نورو پخوانیو ښارونو په شان کلا او ديوالونه گرځیدلی دی سربیره د خلکو پر کورونو او د استوگنی پر ځایو باغونه او کښتی ځمکی ئی هم لرلې. لکه چه د بابل د ښار حالت هم همدغسی ؤ.
د دې ښار زیاتره ودانۍ او کورونه چه هغه د سیستان پخوانی پای تخت (زرنج) بلل کیږی له پخو کوچنیو خښتو څخه جوړ شوی وو. په دغه ځای کښی معمولی کردوړی ډیر لږ لېدل کېږی او په هغو کښی خاکی رنگی یا توری ټوټی ډيرې کمی دی.
موسیوهاکن او موسيوگريشمن د خپلو ملګرو سره په دوو ځايو کښی خپل تحقيقات شروع کړل چه یوځای ئی د (سرخ داغ) په غونډی کښی او بل ئی په ( سارو تار) کښی و د (سرخ داغ) د غونډۍ په باب کښی د موسيو ګريشمن رپوټ د کابل د ۱۳۱۷ کال په سالنامه کی هم نشر شوی دی د سرخ داغ غونډۍ د هغی لارې دلمر خانه خوا په یو کیلومتر کښی پرته ده چه د( کنګ کلا) د (قلعه فتح) سره نښلوی، دغه غونډۍ نژدی ۲۰۰ متره اوږدوالی او له ۵۰ نه تر ۶٠ مترو اوری پلنوالی او (۳۱) متره لوړوالی لری. د دی غونډۍ درې اړخونه یعنی شرقی، شمالی او غربی خواوی خوړل شوی او رژیدلی دی او ځوړوالی لری، او جنوبی ارخ ئی لږ شاته خوړی لری. او هغه ځای چه د کنستلو او کیندلو دپاره ، ټاکل شوی دی غربی لمنی ته نژدی دی.
اول نمبر ودانی: هغو ودانیو ته چه د غونډی د پاسه وې او د آبادۍ د آخرنی مرحلی او د هغی د اشغال نماینده ګی کوی د زمانو او روزګار د لاسه ډیر زیانونه رسیدلی او نړیدلی دی. او دغه ځای په یو داسی تادو او بنسټ ودان شوی دی چه پخی او نیم پخته خښتی په کښی لګیدلی او کار شوی دی، او يوه غير منظمه سطحه ئی تشکیله کړې وه چه له دریو نه تر څلورو مترو پوری پیروانی او ضخامت ئی درلود د دی ودانۍ د یوالو ته ټول نړېدلی دی، او په هغه برخه کښی چه د کیندلو او حفریاتو په ذریعه خالی شوی ده د دیوال یو (برخه=دا برخه ونه لوستل شوه) پکاره شوه چه د اومو خښتو نه جوړه شوی وه، او د هغه په شاؤخوا کښی د داسی پخو خښتو ټوټی پیدا شوی دی چه سپین او آبی رنګونه شاؤخوا ورکړی شوی دی. دغه خښتی د خونی په داخلی برخه کښی لګیدلی وې. په ځمکه باندی به ۵۰-۱ فاصله کښی په نیم پخته خښتو کښی په بیضوی يا مربع شکل د هواد چلېدو دیاره مورۍ او سور ایستل شوی وو.
دوهم نمبر ودانی: د حفریاتو په آخر کښی په ۷۰ -۷ او ۵۰- ۱۲ژوروالی کښی د اومو خښتو قطارونه پیدا شوی دی چه نور هم پسی ژور تللی دی دغه خښتی د دې مقصد دپاره د غونډۍ په دیوال نښلولی شوی وې چه یوه لویه سطحه ورځنی جوړه شی. په دغه ځای کښی یوه بله آبادی شروع شوې وه چه یواځی په یوه څنډه کښی ئی حفریات شوی دی، او د حفریاتو نور کار يو بل وخت ته پریښودل شوی دی. د دغی ودانۍ په بهرنو دیوالونو کښی اومی خښتی او په داخلی دیوالونو اومې او پخی خښتی لګېدلی او کار شوی دی د اول نمبر ودانۍ کودړی د معمولی خاورینو لوښو ټوټی دی او درنګه تزئیناتو او خائسته والی نه بیخی خالی او ساده دی. د دغو لوښو د خاورې رنګ سور نصواری یا خاکی دی. د دغو لوښو خټه او خميره دومره صافه نه ده، او د دغو لوښو غارى نسبتاً پېړې اوغټی دی، او دغه لوښی په څرخ سره جوړ شوی دی. په دغو لوښو کښی داسی جامونه چه بیخ ئی آوار او خوله ئی څه لږ ښاننې پراخه ده، او داسې مرتبانونه لېدل شوی دی چه خولی ئی مختلفی دی. په چودنی شیانو کښی د دری ارحیزو غشو (پیکانو) سرونه ډېر مهم دی. هر کله چه له دغو غشو څخه يو ډول غشی ځانته غاښونه (دندانا) هم لری نرسیستی درمانې غشی را په یادوی په وسا کښی یو بل ډول وسله د چودنی خنجر څوکه هم کشفه شوی ده د (کورنۍ=دا برخه ونه لوستل شول) سینګار د رواجى شيانو له جملی څخه یوه متن وندل شوی ده چه سر ئی آوار او بیخ او سپومی ئی ګرد او غونډ دی. او بله سپینو زرو غوږوالۍ پیدا شوې ده.
د اول نمبر آبادۍ په ځمکه باندی د ډبرينو لوښو ټوټی، د بشقابونو، کاسو او د داسې آونګونو نښانی پیدا شوی او په لاس راغلی دی چه له تورو او ډېرو خړو (خاکی) ښکلو سختو تیژو څخه جوړ شوی او په جوړښت کښی ئی ډېر غور او فکر شوی دی. په دغه ځای کښی د هډو کوشیان ډیر لږ لېدل شوی دی او بیله یو پن او يوې تکمى نه بل شی په لاس ندی راغلی د دوهم نمبر په ودانیو کښی ډول ډول او مختلف قسمونه کودړی لېدل شوی دی او موسیو گریشمن دغه په څلورو برخو ویشلی دی:
اول: عادی کودړی او لوښی ئی د ژیړی ياسرې خټې مرتبانونه او ګیلاسونه دی چه بیخ ئی آوار دی او ښکلی لیکی، خطونه او نقشونه لری او د اوبو څکلو کوچنۍ خړنګی لوښی (آبخورې) "جامونه" او لوی لوی برغولی او سرپوښونه دی چه لیکی لیکی نقشونه او غوڅ غوڅ ګلان ورباندی اچول شوی دی.
دوهم: سره کودړی دی چه لوښی ئی ډېر لږ پیدا کیږی او ځینی هغه لوښی چه موندل شوی دی هغه تباخونه او لګنونه دی چه بیخ ئی آواریا لږ څه راوتلی دی او شاؤخوا مورګې، غاړی اوترۍ ئی تنگی یا پراخی دی او د پخې میده صافی خاورې څخه جوړ شوی دی او سور نصواری یسا شیرچائی رنگ لری.
دریم: تور خاکی رنگی کودړی دی چه د لوښو نمونې ئی هم کمی پیدا کېږی اویواځئ د داسی گیلاس ځینی ټوټی چه بیخ ئی آوار دی، د یو جام او د يوې اوږ د مخو کی ټوټې نه بل شی په لاس ندی راغلی.
څلورم: رنگینه کودړی: په دغو ډوری مربوط لوښی له ژيړې او سرې گلابی خاورې څخه جوړ شوی دی. د یو رنگ تور یا سره لوښی ډېر کم پیدا کیږی، زیاتره د لوښو په ننشونو او تزئینانو کښی ډېر رنگونه په کار شوی دی، او کلالانو د لوښو په رنگولو کښی د دې خبری ډېر کوشش کړی دی چه د ټینګ رنگ په مقابل کښی روښانه رنگ وکاروی لکه چه سپین او ژیړ رنگ ئی وار په وار او په نوبت سره د تور او سور رنگ سره استعمال کړی دی. د رنگونو اختلاف ډېر زیات دی. سربیره پر دغو رنگونو د سور او ژیر سره گډ نارنجی رنگ لاس ته راغلی دی. او ژیړ خن سور او جگری رنگونه هم لېدل شوی دی. د دغو لوښو نقشونه ډېر ساده هندسی اشکال دی چه بیله کوم بل خاورین مایع نه چه په هغو لوښو باندی لگول شوی او تپل شوی وی مستقیماً د لوښو په اړخو نو رسم شوی دی او عموما په دغو لوښو باندی نيغې يا کزې (منحنى) دائروی لیکی، مثلثونه او دائرې ايستل شوی دی. له دغه ډول رنګه کودړو څخه یواځی دوه نسمه لوښی په لاس راغلی دی چه یو ډول ئی داسی مرتبانونه دی چه خیټی ئی را وتلی او تنه ئی اواره او غاړې او خولی ئی ارتی او پراخی دی، او بل یو راز برغولبی او سرپوښونه دی چه په منځ کښی ئی، نېولو دپاره غوټۍ هم موجوده ده.
په دوهم نمبر ودانيو کښی د وسلو له قسمونو څخه يو ډول د غشو سرونه دولی (بید) د پانو په شکل ډیر پیدا کیږی چه په اول نمبر ودانیو کښی دغه ډول شيان هيڅ موندل شوی ندی دری اړخه د غشو سرونه هم په لاس راغلی دی خباوربنی تکمی، ملابند، پن، او بازوبند هم کشف شوی دی. د سر داغ د غونډۍ د دوهم نمبر ودانۍ له کوټو او خونو څخه د سرو زرو درې شيان کشف شوی او په لاس راغلى دى: يو د پيش قبضی لاستی دی چه د محدبی تکمی په شکل دی او شاؤخوا ته څلور سوری لری. په اصل کښی دغه لاستی (دسته) له چون څخه جوړ شوی دی او بیا د سروزرو په پاڼه کښی تاو شوی او لیم شوی دی. او په دغه لاستی باندی د (S)، په صورت یو شکل ښکاره او واضحه معلومیږی، دوهم شی يوه تخته او پاڼه ده چه کوم شی ورباندی نصب دی او د مار پیچ په شکل څرگنده تزئینات لری، دریم، یوه کوچنۍ قطۍ یا یو پوښ دی. او له ډبرينو شيانو څخه يواځی یو لوی آونګ او موه چومبۍ (دسته ها) موندل شوی دی او بس.
خارجی ارتباط او نتیجه: پخو مو وویل چه په افغانی سیستان کښی د قبل التاريخ په باب کښی پلټنی نوې شروع شوی دی او له هغو حفرياتو او کیندلو څخه چه د سرخ داغ په غونډۍ کښی شوی دی هم د کار شروع معلومیږی. ځکه چه د دغی غونډۍ د (۳۱) متره لوړوالی څخه یواځی۵٠-١٢متره یعنی په ګمان د غونډۍ دریمه برخه کیندل شوی او د جلګی تر سطحی پوری (۲۱) متره نوره پاتی ده او له تجربی نه معلومه شوې او ثابته شوی ده چه عموماً ډېری پخوانۍ او قدیمی ودانۍ د جلګی له سطحی نه ښکته دی. نو له دې کبله ځيني هغه معلومات چه نن ورځ ئی، مونږ لرو د سرخ داغ د غونډۍ د ژوندانه د دوو آبادیو د دوو وروستیو زمانو په باب کښی دی چه په لومړی زر ق م کال کښی د زرنج د اوسیدونکو په ژندون باندی څه لږه رڼا اچوی. نو له دې کبله مونږ اوس دومره شواهد نه لرو چه مونږ ئی د خارجی افق سره انډول او مقایسه کړو ، او که چیری مونږ ئی مقایسه هم و کړو نو د سرخ داغ د غونډۍ د ودانیو دورو ستنيو دوو دورو نښانی دی چه پخوانیو برخو ئی لا تر اوسه پوری لاس ندی خوړلی، او سره له دې دومره ویل کیدای شی چه د سرخ داغ د دوهم نمبر ودانیو رنګین خاورین لوښی مروې ته نژدی د (انو) د رنګېنو خاورينو لوښو سره شباهت لری. لکه چه موسیو گریشمن د دغو دوو لوښو ترمنځ مقایسه وکړه او مستر اندروس په عمومی ډول د سیستان او (انو) د کلکولى تيک د دورې د لوښو په تختیک، رنګ او تزئیناتو کښی ډیر مشابهتونه و ېنی. د موسیو گریشمن د نظريې له مخې د سرخ داغ ځینی خاورین لوښی په تېره بیا تور خاکی خاورین لوښی او د کوزې (افتابی) د مخو کی ټوټی چه د مخه مو وویل د هغو شیانو سره شباهت لری چه کاشان ته نژدی د سيالک د غونډۍ د B)) نمبر قبرونو څخه په لاس راغلی دی حتی د ده په نظریه د معمارۍ د اصولو له مخې هم د سيالک او سرخ داغ په منځ کښی شباهت شته.
موسيو گريشمن د سرخ داغ په باب کښی د خپل رپوټ په آخر کښی داسی نظر په ښکاره کوی :
(هغه برخه چه تر اوسه پوری کیندل شوې ده یواځی د دې غونډۍ د دوو آخرینو دورو د ژوندانه شواهد ښکاره کوی چه دواړه دورې په لومړی یو زر ق م کال پوری اړه لری. په هغه غونډۍ کښی چه ۳۱ متره لوړوالی لری او فقط ۵۰-۱۲ متره تر اوسه پوری کنل شوې ده امکان لری چه ډېری پخوانۍ ودانۍ د جلګې له اوسنۍ سطحی څخه کښته وی لکه چه د فارس په غونډيو کښی غالبا دغی نظریې حقيقت پيدا کړی دی. هر کله چه تر اوسه پوری د دې غونډی نرره شل متره حصه لانه ده کیندل شوی یواځی د شلو مترو د رقم له مخې په زړورتیا سره دغه فرضو لای شو چه په لاندنیو طبقو کښی به درې او څلور زره کاله پخوا د خاورينو پخو لوښو په باره کښی معلومات پیدا شی او د فارس او سند د ناوې د غونډيو د کودړو سره ئی د ارتباط مسایل به څرگند او روښانه شی .)
د دې پورته څو کرښو څخه معلومېږی چه که څه هم دغه ډول تحقیقات نوی شروع شوی دی مګر د سند د ناوې او بلوچستان او د اکسوس د شمالی منطقو او د خزر او فارس د خليج تر منځ ځمکو او څه لږ وړاندی په بین النهرین کښی تر سوزنیان او عیلام پوری د کلکولى تيک د دورې مدنيت د هلمند د ناوې او د سیستان د هامون د حوزې سره اړه او ارتباط لری (سراورل استن) دغه ډول نظریه ښکاره کوی چه د هیرمند او سیستان حوزی د کلکولى تيک د مدنيت تولی دورې لیدلی او تيرى کړى دى. د سيستان موقعيت او هغه رول چه پدې باره کښی ئی لوبولی دی مخصوصا د یو انگلیسی مدقق توجه ځانته را اړولی او لیکی چه په غرب کښی د (سوز) او په شمال کښی د (انو) او بلوچستان او د اندوس د ښکتنۍ حوزې تر منځ د جنوب شرق خواته د سیستان موقعیت ډیر مهم دی او دغه ټول ځايونه د يو قبل التاريخ مدنيت نه مستفيد وو.
سراورل استن د دغه مدنیت د نښانو د مشابهت په باب کښ هم څیر شوی او وائی چه: معلومه نه ده چه د مدنیت د نښانو نژدې والی او قرابت د مهاجرت له کبله پیدا شوی دی او که د فتوحاتو او دوستانه روابطو او د تگ راتگ له مخې حاصل شوی دی. کوم شی چه واضح او ښکاره دی هغه د مدنیت عمومیت دی او د سند له حوزی (موهنجو ويرو) د پنجاب له جنوب ( هرپه ) د بلوچستان له ( نال ) څخه داسی آثار په لاس راغلی دی چه د مختلفو خواو له مخه له يوې خوانه د بین النهرین د سومریانو نه پخوا مدنیت او د سوز د لومړی او دوهم مدنيتو سره او له بلې خوا د خزر د بحيري نه هغې خواته د(اکسوس شمال) د مدنيت سره ډېر شباهت لری. هر کله چه سیستان د دغو ټولو ذکر شوو ځايو په منځ کښ يوه طبیعی لاره وه نور امکان نه لری نه ده چه خامخا په يو ډول دې د دغو ځايو په ارتباط کښ برخه ولری.
که چېرې نقشه وکتل شی او د هیرهند دلتا د (انو) او (موهنجو ديرو) څخه تقریبا پنځه سو میله لری پرته ده، د سیستان د انه اولی تيک یا ( کلکولی تيک ) د دورې د قبل التاريخ د خورینو لوښو او هغو لوښو تر منځ چه امریکائی هیئت پومپلی له (انو) څخه پیدا کړی او کشف کړی دی په شکل تختیک او رنگ کښی دېر شباهت موجود دی، لکه چه دغه نظر په د مستر اندروس (Andranss Mr) له خوا هم تصديق شوې ده.
نو له دغو بياناتو څخه واضحه معلومیږی سره د دې چه په افغانی سیستان او د هیرمند په دلتا کښی د قبل التاريخ تحقيقات نوی شروع شوی دی او لا تر اوسه پورى ئى د مملکت په ټولو برخو کښی دوام ندى موندلی بیاهم په د دغو لومړنیو تحقیقاتو له مخی وی. او که د هغو کشفیاتو په اساس چه د اندوس په حوزه او د اکسوس په شمال کښی او د آریانا د تاریخی سرحدو د شاؤخوا سره تماس لری او د هغو لويو تدقیق کوونکو د عمومی نظریاتو له مخې چه په دغو پاسنيو کتنو کښی ئی نوم ذکر شو بيل شک او شبهې د آریانا خاوره نه يواځی د کلکولى تيک د مدنیت په لویه صحنه کښی شامله وه چه د سند له حوزې نه د نيل تر ناوې پوری خپره وه بلکه د هغی د مختلفو اړخونو د ارتباط مرکزی کړۍ او حلقه وه، او په دې باره کښی په يو لنډ مثال زیاته رڼا اچوو.
دآریا نا په معاملو کښی لاجورد او د هغو اغېزه:
په هغو روابطو ومعاملو کښی چه آریانا په قبل التاريخ زمانو او په تاریخی پخوانیو پیړیو کښی د دنیا د پخوانیو او زړو مملکتونو سره لرلې یو شی په ثابت او محقق ډول رڼا اچوی، او هيڅوک د هغه له وجود نه انکار نشی کولی هغه لاجورد دى. د پخوانيو مؤرخينو د شهادت له مخې د لاجوردو کان په پخوانیو زمانو کښی بیله آریانا د شمال شرق یعنی بدخشان نه نور د ځمکی په هېڅ یو ځای کښی نه پیدا کېده او خاص زمونږ په مملکت کښی یو طبیعی محصول ؤ، دغه قیمتی کان د بدخشان د یمکان په دره کښی د(کران) لاری ته نژدې د (فرگامو) د کلی په شاؤخوا کښی موجود دی او اوس هم ترې لاجورد راوځی او د باندی ملکونو ته ليږل کيږى.
پوهانو پخپلو کتنو او مطالعاتو کښی که په قبل التاريخ زمانو کښی وو او که په تاریخی پخوانيو عصرونو کښی په هر ځای کښی چه د دې قیمتی ډبرې اثر موندلی دی داسې نتیجه ئی ورځنی اخستې ده چه زمونږ د مملکت د شمال شرقی برخی اوهماغې نقطې تر منځ تجارتی ارتباط او تگ راتگ جاری ؤ. دغه دی په دې وروسته کرښو کښی لومړی هغه ځايونه او طبقی چه لاجورد پکښی پیدا شوی دی د هغه د تاریخ سره تر بحث لا ندى راوړو، او وروسته بیا د هغه په شاؤخوا کښی تبصره کوو.
(۱) کاشان نه نژدی د سيالک غونډۍ: په دې ځای کښی د دریمې طبقی نه وروسته د لاجوردو کوچنی شیان پیدا شوی دی چه د تاریخ نسبت ئی د ق م د څلورم زر لومړۍ نیمائی برخی ته کېږی.
(۲) د سومر ځمکه: په دی ځای کښی ( د ق م د څلورم زر په آخرنیو برخو کښی) د (ایورur) د کورڼۍ او سلالې د پاچایانو له قبرونو څخه د سرو زرو او سپینو زرو ځینی دار از شیان موندل شوی دی چه د لاجوردو غمی او ټوټی پکښی کېښودل شوی دی. دغه رنگه د (علم) نومی آبدې څخه د موسیقی ځینی دا ډول ښکلی آلات پیدا شوی دی چه د میتولوژی او داستانی صحنې پکښی په صدفو، سرو عقیقو او لاجوردو خایسته شوی دی.
(۳) په بین النهرین کښی د(ق م د ۳۰۰۰ - ۳۵۰۰ په شاؤخوا کښی) د رسم الخط د پيدا کېدو د دورې په آوائلو کښی له هغی طبقی څخه چه (جمدت نصر) بلل کېږی د لاجوردو شیان کشف شوی دی.
(۴) په سوز کـی او کاشان ته نژدې د سيالک د غونډۍ په څلورمه طبقه کښی له هغې طبقې څخه چه یو څه خاورینى ټوټى د قبل التاريخ د ليکنو سره په لاس راغلی دی، په لاجوردو جړ اؤ ډېرې گاڼی کشفی شوی دی.
(۵) په مصر کښی د( ټوټان خامون ( ToutanKhammon ) له مقبرې څخه چه تاریخ یئ د ١۴٠٠ ق م په شاؤخوا ټاکل کېږی د لاجوردی ډبرو څخه دیر شیان پیدا شوی دی.
(۶) په عیلام کښی د شو شیناک Chouchinak ) له خزانې څخه د (۱۱۰۰ق م) په شاؤخوا کښی د لاجوردو نښی او آثار موندل شوی دی.
له دغو پورتنیو ځينو بياناتو او کتنو څخه معلومیږی چه د آریانا د شمال شرقی آخرینو برخو لاجورد په څلور زره (ق م) کښی یعنی د نن ورځی نه شپږ زره کاله پخوا د آسیا په ټولو غربی مملکتو کښی د فارس له خاورې نه نيولې د نیل تر ناوې پوری خپاره شوی و. د سومر په ځمکو او بین النهرین او د فارس د خلیج او خزر د غاړو په جنوبی ځمکو کښی چه د عیلامی نفوذ لاندی راغلی وی او په درې زره ق م کښی د عیلام کولتور په دغو ځایو کښی قوت موندلی ؤ. لاجورد مشهور وو او عمومیت ئی پیدا کړی ؤ.
او پخوا له دې نه چه په بین النهرین کښی د ۳۰۰۰ - او ٣۵٠٠ ق م په شاؤخوا رسم الخط پيدا شی هغه ځای د مدنیت په طبقو ښی لاجوردی شیان لېدل کېږی.
لاجورد گاڼی او لاجوردې شیان د فارس په خاوره او د دجلې او فرات په حوزو کښی یعنی د سومر او عیلام په خاورې پوری محدود او مخصوص نه وو، بلکه د فراعنه وو ځمکو ته هم رسیدلی وو. لکه چه د مخه مو وویل چه د (توتان خامون) له مقبرې څخه چه تاریخ ئی ١۴٠٠ ق م ټاکل کېږی د لاجوردی ډبرې څخه ډېر شیان په لاس راغلی دی.
نو د بدخشان لاجورد او د غربی آسیا په مختلفو ځایو کښی د هغو وجود حتی شپږ زره کاله پخوا یو قطعی دلیل دی او هغه شی چه: آریانا د کلکولی تيک د زمانې د قبل التاريخ د مدنيتو او د آسيا د غربی مملکتو سره د هغو د ارتباط او د اندوس له حوزې نه د نیل تر حوزې پوری د دغه لوی مدنیت د عمومیت په باب کښی مو ولیکه ټول په واضح ډول تائیدوی دا مو هم د مخه د سر اورل استن په لیکنو مستند وښودل چه سیستان او د هیرمند حوزې د خپل جغرافیائی مناسب موقعیت له کبله په قبل التاريخ زمانو کښی د دې لوئی ساحی د کلکولی تيک د مدنیت د مختلو اړخونو په خپرولو کښی مهم رول لوبولی دی لاجورد او په هغو ځايو کښی چه د مخه وویل شول د لاجوردو خپرېدل په ډېر واضح صورت ښکاره کوی چه: شپږ زره کاله پخوا حتی د آریانا په هغو ځایو کښی چه تگ او راتگ پکښی ډير سخت ؤ او په ډېرو غرنیو برخو کښی چه د بدخشان نه عبارت دی د تگ او راتگ او د تجارت لارې هم موجودی وې، او دغه طبیعی لاره له يوې خوا د باختر پراخی جلگی ته او د آریانا د غربی برخو د رودخانو مدنیت پالونکو او سمسورو حوزو مخصوصاً د هیرمند او سیستان حوزې ته ورغلې ده. او له دغه ځای نه د زیاترو احتمالونو له مخې د هغو برخو ترڅنګ چه د مخه مو ذکر کړې د سپين سيند (دریای سفید) سواحلو او د نيل ناوې ته رسېد له . (بارتولد) پخپله تاریخی جغرافيه کښی د مصر او اشور په پخوانيو وداينو کښی د لاجوردو د له شته والی نه بحث کړی او دې نتیجی ته رسیږی چه د تاریخ په ډېرو پخوانيو زمانو کښی د باختری آریائیانو او د اسیا د غربی مملکتو او د سپین دریاب د سواحلو د اوسېدونکو ترمنځ روابط موجود وو، د هغو تواريخو په استناد چه د مخه مو په محقق ډول وټاکل ویلی شو چه نه یواځی په ډېرو پخوانیو تاریخی زمانو کښی بلکه خامخا په دېرو پخوانیو دورو کښی چه د قبل التاريخ د زمانو جزء، شی د باختری آریائیانو او د اسيا د غربی مملکتو تر منځ روابط موجود وو، آریائیانو لکه چه په راتلونکو فصلونو کښی به ئی بیان کړو خپل ډېر پخوانی تاریخی، ادبی، او حماسی عنعنات په باختر او د آريانا په نورو ځايو کښی میدان ته را ایستلی وو او د ۲۰۰۰ ق م په شاؤخوا کښی د شرق (هند) اوغرب (فارس) خواته ئی په مهاجرت پیل کړی دی . دغه مطالب په پخپل ځای او موقع کښی په تفصیل سره بیان شی. په دې ځای کښی د قبل التاريخ په پلټنو او تجسساتو پوری مربوط حمد ومره قدر وایو چه د هغو کشفیاتو له مخې چه په فارس کښی کاشان ته نژدې د سيالک په غونډۍ کښی شوی دی آریائیان د ۱۰۰۰ ق م په شاؤخوا کښی د لوط د صحرا نه هغی خوا ځمکو کښی را پیدا شوی. او دوی لکه چه په راتلونکو فصلونو کښی به راشی هغه مهاجرین دی چه د (۱۹۰۰ - او ۲۰۰۰ق م) په شاؤخوا کښی له باختر نه د سیستان، هیرمند او د هریرود د درې د لارونه هغی خواته تللی دی.