32

سليمان ماكو مؤرخ

پښتو تذکرة الاولیا ء د سلیمان ماکو


د سليمان تذکره د پښتو مشاهیرو او ادبی رجالو يو مفصل تاریخ دی چی د هر سړی احوال پکی بیانوی د هغه علمی او روحانی مقام ښیی، او بیا یی اشعار او ویناوی را نقلوی.

د تذکری څو پاڼی چی پیدا سوی دی، دا ځینی معلومیږی چی سلیمان د پښتو مشاهیرو احوال په داسی ډول لیکله چی پلانی سړی څنگه ژوند کاوه، چیری اوسیده، پلار، نیکه او کورنی یی کومه او چیری وه؟ اوله هغه سری څخه د خلکو په خوله او زړو کی کومه وينا او کوم شعر پاته دی؟

دی په خپل سیاحت کی د کاملانو حضور ته رسیدلی دی او کوم مشاهیر چی مړه وه، د هغو مراقد یی موندلی او لیدلی دی او د تاریخی وقایعو په ضبط کی یی ډیر دقت کړی دی په دیباچه کی پخپله وایی:

په سن دوولس او شپږ سوه د هجری تللی وم او د پښتونخوا په راغو او کلیو گرځيدم او مراقد د اولیاوو او واصلینو می پلټل او په هر لوری می کاملان موندل او د دوی په خدمت کی خاکپای وم او هر کله په سلام ورته ولاړ چی له سفره په کور کښینستم او تڼاکی می وچاودلی د پښو بیا پاڅیدلم او له څښتنه می مرستون سوم چی احوال د هغو کاملانو وکاږم او دوى هغه ویناوی پاته کړی دی او پښتانه یی لولی اوس.

له دی څخه ښکاری چی سلیمان په تذکره کی خپل مشاهدات او د سیاحت ليدل سوی او کتل سوی معلومات کښلی دی، او لکه پاخه مورخان د خپلو ليدلو او کتلو څخه حکایت کوی، او یا هغه روایت لیکی چی له پښتنو څخه یی په ټينگه ارویدلی دی.

د سليمان تذکره د پښتو د پخوانو شاعرانو په احوال او آثارو کی زموږ یو پخوانی تاریخ او پوخ ماخذ دى هغه اووه مخه له چی دی تذکری څخه لاس ته راغلی دی د دغو شاعرانو احوال پکی سته: (۱) شيخ بيټنى (۲) ملكيار غرشين (۳) شيخ اسمعيل (٤) قطب الدین بختیار. دا خبره هم باید هیره نه کړو چی سلیمان د پښتو رجالو په تاریخ کی هغه سبك نه دى تعقیب کړی، هغه چی د شيخ عطار په تذکرة الاولیا کی ټاکلی سوی و.

 ځکه چی شیخ عطار یوازی د اولیاوو د زهد او تقوی حکایات سره را ټول کړی دی، مگر سلیمان د رجالو د ژوندانه احوال او د دوی اخلاق او کورنی او هم ادبی موقعیت ښیی او په دی ډول ېو پوه سړی او سترگور مورخ ښکاری، نو د ده کتاب په حقیقت کی د تصوف کتاب نه دی بلکه د شعر او ادب يوه گرانبها مجموعه ده.

د سلیمان په عصر کی د پارسی ژبی تذکری لیکلی سوی دی چی مشهوری یی هغه د شيخ عطار تذكرة الاوليا او بله د شاعرانو تذكره لباب الالباب ده چی محمد عوفی د (٦١٨ هـ ق)  په حدودو کی کښلی ده، د شيخ عطار تذکره خو تاریخی ډول کورټ هیڅ نه لری، اما تر عطار دمخه كشف المحجوب د صوفيانو مقامات او ملفوظات او اخلاق او اقوال بیانوی خو لږ لږ تاریخی احوال هم لری، د سليمان تذکره یو څه د علی هجویری غزنوی کتاب ته ورته ده.

اما لباب الالباب چی د پارسی ژبی د شاعرانو تذکره ده، هم د دوی احوال او دقیقانه تاریخی کوایف نه لری بلکه زیاته برخه یی د دوی د اشعارو په نمونو ډکه کړی ده.

د سلیمان تذکره دا مزيت لری چی هم د رجالو اخلاق او احوال وایی او هم یی د کلام نمونی لری او هم د دوی روحانی مقامات او د تصوف برخه څرگندوی له دی جهته موږ د سليمان تذکره د تذکره اولیأ او تذكره شعرأ تر منځ یوه جامعه نسخه گڼو او سليمان يو بصير مدقق مورخ او تذکره نگار بولو.

تر سلیمان ماکو دمخه د پښتو ژبی کومه منثوره نمونه موږ ته نه ده معلومه، چی پخوا به د پښتو نثر څنگه و او څه سبك او ډول یی لاره، خو د سليمان د نثر پوخوالی او متانت دا راته څرگندوی، چی د دغه عصر نثرونه به دغسی پاخه وو او لکه د پارسی نثر چی هم په دغو غزنوی او غوری دورو کی متین او پوخ او خوږ و د پښتو نثر به هم ښه او د فصاحت اصولو ته نږدی و.

د سليمان ماکو نثر که په تحلیلی سترگو ولیدل سی تر دغو درو عواملو لاندی یی نشو نما راته ښکاره کیږی، او په هغه ادبی محیط کی چی دی نثر وجود موندلی و، هم دا دری عوامل موجود و.

۱- د پښتو ژبی خپل اثر چی سلیمان پښتون و او د پښتو ژبی ویونکی و. نو طبیعی ده، دغه عامل به د ده د نثر پر ادبی بنیه او جوړښت پوره اثر درلود. او ښایی چی تر ده چی کوم نثاران موجود وو، د هغو د ليکولو سبك به هم پر ده دروند اثر لاره. 

۲- په پارسی ژبه کی چی کوم لوی ادبی حرکت موجود و، او د سلیمان ماحول یی نیولی و ضرور به یی د ده پر نثر هم اثر کړی وی.

۳- په دغه عصر کی پارسی نثر ښه رشد موندلی و، هم په غزنی او هم په خراسان او هم په هند کی خپل عروج ته رسیدلی و. تاریخ بیهقی او زين الاخبار او د محمد عوفی لباب الالباب او جوامع الحكايات تاريخ سيستان او بيا طبقات ناصری او نور كتب د دغه عصر مهم منثور آثار دی، ځکه چی پښتو هم د دغه ادبی چاپېر په منځ کی ژوند کاوه، نو یی اغیزی هم طبیعی وی.

په دغه عصر کی عربی ادب او عربی ژبی هم پوره او بشپړ اثر کړی و. پخپله پارسی نثر هم په ابتدأ کی تر دغه اثر لاندی نشو نما وکړه، او د (٥٠٠ هـ ق) په حدودو کی چی کوم پارسی منثور كتب وليكل سوه، د عربی ژبی اغیزی پکی څرگندی دی. ځکه چی پښتانه هم د عربی ثقافت سره په دغه زمانه کی پوره ارتباط لری، پر پښتو هم د عربی اثر سوى دى.

د سليمان ماکو په حیاتی محیط کی دغه دری سایقه موجود وو، چی هر یو پر ادبی تحول او د ليك او نثر پر ډول باندى طبعا اثر کوی، او زه هم تر دغو درو عواملو لاندی د سليمان نثر تحليلوم.

(1) د ده پښتو

د سلیمان نثر د پښتو ژبی له خوا دوه اړخه لری، چی دواړه هم په ادبی تدقیق او پلټنه کی خورا مهم دی. یو اړخ یی د ادا طرز او جمله بندی او د عباراتو تلفيق او سره نښلول دی، چی څنگه خپل مطالب ادا کوی، څنگه جملی ليكي، او د کلام عمومی سیاق او سباق یی څنگه دی؟

دوهم د ده د نثر كلمات او الفاظ او لغات څنگه دی؟ آیا د ده په پښتو کی هم لکه پخوانی شعرأ ځینی متروک او مړه کلمات سته که یه؟ نو پخپله د پښتو ژبی له پلوه که د ده نثر وسپړل سی روان دی اغلاق او تعقيد نه لری اوږدی او پیچلی جملی نه استعمالوی او د طبیعی مکالمی رنگ لری.

سلیمان د عباراتو په تلفیق او سره نښلولو کی استاد دی، او عبارات یی لنډ لنډ او واضح دی، جملی سره پریکوی او هری مبتدأ ته بيل خبر ورکوي، د متعددو معطوفو مبتداوو د پاره په یوه خبره اکتفا نه کوی، او هم له دی جهته یی نثر وضاحت او سلاست لری. او جزيل كلام باله کیږی.

د پښتو ژبی اصلی او طبیعی رنگ هم دغه دی، چی خبری یی پری پری وی، او هر کلام ځانله مستقل وی او ډیر معطوفات ونه لری، او یوه پر بله بار سوى جملی نه وی، چی پخوانی پارسی کی هم د نثر لیکلو مقبول سبك دغه و. مگر وروسته چی د مغولو د دوری ناوړه نثر رواج سو، دغه وضاحت او جزالت او خوږ والی یی بایلود. لاندی د دواړو ژبو څخه مثالونه وگوری. د ابو الفضل بیهقی سره پریکړی او واضحی جملی: پس رسول بر پای خاست منشور و نامه را بر تخت نهاد و امیر بوسه داد و بوسهل زوزنی را اشارت کرد تا بایستد و خواندن گرفت.

د عطا ملك جويني اوږده او سره نغښتلی معطوف عبارات چی څو قرنه تر بیهقی وروسته د مغولو د دوری په سبك ليكل سوى دى: به سبب تغییر روزگار و تاثیر فلك دوار و گردش گردون و اختلاف عالم بوقلمون مدارس درس مندرس، و معالم علم منطمس گشته طبقه طلبه آن در دست لگد کوب حوادث پایمال زمانه غدار و روزگار مکار شدند، و به صنوف صروف فتن و صحن گرفتار، و در معرض تفرقه و يوار معرض سيوف آبدار شدند و در حجاب تراب متواری ماندند.

په پخوانی پارسی کی د بیهقی او د ده معاصرينو ليك له طبيعى محاوری څخه لیری نه دی، اما د مغلو تر دوری وروسته اكثر ليكونه د محاوری له ډوله دونی لیری دی چی فرق یی په لومړی نظر سړی ته ښکاری.

د سليمان ماکو پښتو نثر هم د پارسی د پخی انشا رنگ لری. کوم نثر چی په غزنوی دوره کی له ٤٠٠ هـ ق نه تر۰۰۵هـ ق پوری مروج و. لاندی جملات د نمونی په ډول د سليمان ماكو له تذكری څخه راوړل کیږی:

نقل کاوه سی چی په روزگار د غازی شهاب الدین چی په ډیلی کی هغه ستر واکمن ټاټوبی ور وښانده او هوری مړ سو.

خلاصه

د سليمان نثر د عمومی محاوری څخه لیری نه دی، جملی یی پری پری دی، وضاحت لری، مقاصد لنډ لنډ ادا کوي، د یوی جملی خبر په بله پوری معلق نه پریږدی او ځینی هسی زاړه تعابير او ادبى مصطلحات هم لری چی اوس نسته.

د مثال په ډول تڼاکی و چاودلی د پښو. چی مقصد یی په خپل مسکن کی آرام کول او هوسایی ده.

ډیر زښت یی ووژل. چی په اوسنی اصطلاح له لومړيو دوو کلمو څخه یوه کافی ده، او دواړی نه وایو او دا زښت ـ زخت هغه د دری ـ پارسی سخت دی، چی د تاکید لپاره په سامانی او غزنوی پارسی کی ډیر مستعمل و او اوس هم موږ په پښتو کی کله کله وايو مثلا  سخت یی وواهه. بل ځای وایی پر نړی د ستن ږغو وہ یعنی پر دنیا د روحانیت او ستانه یی توب آوازه وه، چی اوس نه د ستن او نه د ږغو كلمات سته او نه داسی تعبیر څوک کوی. ښایی چی دا د هغه وخت تعابیر وی، چی اوس له ژبی څخه وتلی او مهجور دی.

دغسی نور ډیر کلمات په دی یو څو مخو کی مومو چی اوس یی په ژبه کی استعمال نادر دی او مړه گڼل کیږی  مثلا گروهیدل (گرویدن) مصدر پخوا موجود و، او د متقدمينو په دورہ کی اصلی عنصر او ماده گروه د عقیدی معنی در لوده، لکه چی د شیخ رضی او نصر لودی په اشعارو کی د گروه کلمه راغلی، ده دلته د سليمان ماکو په نثر کی د دی مادی څخه وگروهید په فعلی ډول راغلی دی، چی معنی یی گرویدن و عقیده کرد ده.  دا کلمه په وروستیو ادباوو کی هم  مستعمله وہ، مثلا خوشحال خان خټك وايي:

نه یی زړه په ما نرمیږی نه گروهیږی

خدايه څه می سريكار شه له کافره

بميا (بوميا) پخوا د رهبر او مرشد په معنی و، سليمان ليکي: څو چه بميا سو د یعنی د عوامو رهنما سو، چی اوس دا کلمه متروکه او مړه ده.

 دغسی دی:  پارکی (قطعه شعر) ستر څښتن (خدای بزرگ) گڼون (شمار) کول (خاندان) دښن (دشمن) جوبله (جنگ) او نور کلمات راوړی چی اوس نه دی مستعمل او اکثر دغه كلمات تر ۱۰۰۰ه پوری لا هم په شعری دیوانو کی لیدل کیږی اما له محاوری څخه وتلی دی.

۲- د پارسی اثر

د پارسی ژبی د نثر اثر هم د سلیمان په انشأ کی ښکاری او دا د محیط ېوه طبیعی اغیزه ده، چی ژبه هيڅکله ځان نسی ځنی ژغورلای، ځنی تراکیب او جملی د سليمان په نثر کی سته چی خاص د پارسی تراکیبو رنگ لری، مثلا مضاف اليه دمخه كول، لكه: او تڼاکی و چاودلی د پښو چی دغه باید داسی وی: د پښو تڼاکی و چاودلی او نور دغسی تراکیب چی د پارسی ژبی اثر پکی ښکاره دی.

سلیمان که څه هم د پارسی کلمات ډیر نه راوړی، او اکثرا پښتو سوچه الفاظ لیکی، خو بیا هم د ده نثر د پارسی کلماتو له خلطه نه دی خالی او دغه محیطی اثر یی قبول کړی دی، وگوری دی د روزگار کلمه کټ مټ هغسی استعمالوی، لکه د پارسی ژبی پاخه پخوانی ليكوال.

بیهقی لیکی: و به روزگار سلطان ماضی چون معدان والی مکران گذشته شد.

 سلیمان وایی: په روزگار د غازی شهاب الدین چی پر کفر یرغل و. بل ځای لیکي: په روزگار د شیخ بیټنی کی د ده ورور سړبن نومیده.

دغه نور خالص پارسی کلمات هم د ده په نثر کی سته، لکه درخواست، سپاس، درود، خاکپای، خدای مهربان او نور... چی د پارسی ادبی اغیزی د سلیمان په نثر کی راښیي، او دا اغیزی په یوه مشترک چاپیر کی د ژبو تر منځ یو طبیعي او حتمی امر دی، مخصوصا د پښتو او پارسی تر منځ چی له ېوی ریښی څخه دوی آریایی ژبی دی.

۳- د عربی اثر

د سلیمان په نثر کی تر پارسی د عربی ژبی اثر هم ډیر او دروند ښکاری او د دی علت همدا دی چی عربی په دغو وختو کی د پښتنو دینی او درسی ژبه وه، او که به چا له علمه سره مینه درلوده، هغه طبعا عربی زده کوله، ځكه علم یوازی په عربی ژبه کی و، او داسی هم ښکاری چی سليمان يو متدین او تصوف ته مایل او د دینی علومو طالب سړی و، ځکه چی دغه ټول په عربی و نو به سليمان عربى كتب لوستلی وی او د ده د حیات په څاپیر کی به د عربی ادبی او دیني او تصوفی اثر خورا كلك او هم ډير و.

د عربی اثر یوازی په پښتو نثر کی نه دی، بلکه د سامانی او غزنوی دوری د پارسی نثر په شهکارونو لکه د بلعمی تاریخ او تفسیر طبری او د بیهقی تاریخ آل سبکتگین او نورو ټولو کی د عربی نثر هسی واضح او ښکاره اثرونه لری، او د پارسی په نثر کی په څرگند ډول، نو پښتو نثر خو له یوی خوا مستقیما د عربی تر اثر لاندی و او له بلی خوا یی له پارسی نثره استفاده کوله چی هغه همد عربی له اغیزو څخه خالی نه و، نو له دغو دوو جهتو څخه د سلیمان په نثر کی د عربی اثرونه خورا څرگند او ښکاره دی.

يو پښتون معاصر ليکوال د سليمان پر نثر هسي ليکي: "غټه خبره چی په دی نثر کی نظر ته راځی دا ده چی په دی کی عربی رنگ معلومیږی، جمله بندی او ادا د پارسی د عربی تأثير لاندی ده. زه دا نه شم ویلای چی هغه وخت گوندی د پښتو طبیعی آهنگ دغسی و،بلکه کیدی سی، چی پخپله سلیمان د عربی تعلیم یافته اوسی، نو ده چی د پښتو نثر لیکلی دی، طبعا د عربی تر اثر لاندی راغلی دی. د سلیمان په عربی تعلیم باندی دا خبره دلالت کوی، چی د ده په نثر کی عربی الفاظ لكه قطب، قدوة الواصلين، مراقد او داسی نور شته، او صحیحه خبره دا ده چی په دغه وخت کی پرته له عربی څخه بله د تعلیم ذریعه وه هم نه." 

دا چی موږ وویل چی د ده په نثر کی د عربی اثر معلومیږی، د لاندی جملو څخه ښه تر څرگندیږی

۱. وايم حمد او سپاس د لوی خاوند.

۲. نقل کاندی چی شیخ بیتنی هوسید په غره د کسی باندی.

۳. سربن نه درلود زامن.

٤. خدای مهربان د اسماعیل په برکت سربڼ ته نصیب کړه دونی زامن چی تر وس تیر سو گڼون د هغو.

ه. ډکه سوه مزکه د پښتنخا د دوی په کول.

په پورته جملو کی د عربی رنگ څرگند دی. څوک چی د عربی سره آشنایی لری، هغوی پخپله پوهیږی زه نه غواړم چی د نحو او جمله بندی د اصولو په بیان چی یو رقم تحصیل د حاصل دی، خپل مضمون اوږد کړم هو دومره قدری به ووایم چی دغه جملی نن ورځ موږ په پښتو کی څه رنگ ادا کوو وگوری:

۱. د لوی خدای حمد او سپاس وایم.

۲. داسی نقل کاندی چی شیخ بیټنی د کسی په غره اوسیده.

۳. سربن زامن نه درلودل

٤. مهربان خدای د اسماعیل په برکت سړبن ته دونی زامن ورکړه چی اوس د هغو گڼون تر وس تیر شو.

ه. د دوی په کول د پښتونخوا زمکه ډکه شوه.

اوس که موږ د سليمان ماکو دغه څو جملی په غور وگورو نو په ټولو جملو کی فعل تر خپلو متعلقو مفاعیلو دمخه راغلی دی، چی دا د عربی اثر ښکاری، مثلا که لومړی جمله په عربی وی نو به الحمد لله العظیم وی چی د پښتو جملی رنگ یی هم دغسی دی. او د عربی د تقلید اثر پکی ځلیږی، او دا د عربی ژبی د جمله بندى تقليد له ٤٠٠ هـ ق څخه په پارسی کی هم مروج و، چی د بیهقی دا جملی یی ښه څرگندوی: امیر گرد بر گرد قلعه بگشت، جنگ جايها بدید، ننمود پیش چشمش و همت بلند و شجاعش آن قلعه و مردان بس چیزی. بل ځای وایی: امیر نشاط شراب کرد، و ننمود بس طربی که دلش سخت مشغول بود. 

پښتو جملو کی چی د سلیمان له نثر را واخستلی سوی، کټ مټ دغه اثر څرگند دی، لکه چی هم تاسی ته ښکاره سوه دغسی هم نقل کاوه سی یا هسی  نقل کاندی د عربی اثر دی، چی لیکوالو به د عنعنی پر وخت راوړ او دا رسم هم په پښتو او هم په پارسی کی پاته سوى دى.