ريښي، اريايي روحاني حكيمان او شاعران
اريايي ټولنې د خپل ټولنیز ژوند له مراتبو نه په یود یوه مرتبه کې، چې له هغې نه يې په زرګونو خاطرې د سندرو په قالب کې پرېښي د خپل ژوند په یوه حساس پړاو کې ورداخل شوي، چې د هغې مطالعه ټولې اريايي) ټولتي يا هند او اروپايي ټولنې ته له هر اړخه ډېر ارزښت لري. د اريايي ټولنې لومړی ځای او لومړی روزنتون چې هر ځای وي هغه به وي، خو کله چې دوی د سندرو لرونکي کېږي، د سندرو په شهادت د هندوکش د غرونو په لمنو کې که هغه شمال پلو ته وي او که سویل پلو ته ژوند کاوه. د اريايي سندرو مجموعه چې د پوهانو او څېړونکيو د مطالعې له مخې يي طبقه بندي شوي په جزویاتو او کتابتونو يې ووېشله، چې تر ټولو پخوانی ته ریگ وید وايي. د سندرو همدغه او نورې مجموعې په اتفاقي ډول او يا د کوم فرمايش له مخې منځ ته نه دي راغلي او د هېڅ يوه شاعر شاعرانه اند از پکې مشخص نه دی. که د مجموعو ځينې برخې د يو ټاکلي شاعر او يا د هغه کورنۍ ته نسبت وکړو، نو کولای شو ووایو چې که دا سندرې د يو شمېر اروپايي شاعرانو د ذهن پیداوار وي نو د وخت په تېرېدو سره دومره تکرار شوي چې د يو ټولنیز تصنیف بڼه يې غوره کړي چې په عمومي ډول يې شاعران معلوم نه دي او د يوې ټولنې يا يو قوم مال ګڼل کېږي، له دې سره سره د دي سندرو موجد يا بنستگر، موسس او يا يې ویوونکي هغه شاعران وو ، چې په مربوطه زمانه کې يې د ریښې) په نوم ياد کړي. په دې کې شک نه شته چې د ریښې) د کلمې اسانه ترجمه (شاعر) دی خو دا شاعران د اوسني شاعر د کلمې په مفهوم يوازي شاعران نه وو ، بلکې د زمانې په هکله : يې پوره پوهنه لرله او کافي اطلاع به يې درلوده، د علم او فضل په درياب کې ډوب له نبوغ سره يې د روحانیت لاره نیولې و ښه فقیه عالم به و او په ټولنه کې به يې لکه د یو لارښود په څېر د ټولنيز او قومي اصولو په رڼا کې خلکو ته لارښوونه کوله او هر وخت به په کورونو او کلیو کې گرځېدل، خلکو ته به يې د لارښوونې ترڅنگ نصيحتونـه هـم کـول. همداراز د کورونو له منځ نه نیولې تر کليو او قبيلو پورې د دې ټولو ټولنيزې لارښوونې په رېښه يا شاعر پوري مربوطې وي. تر کومه ځایه چې له ويدي سندرو نه څرګندېږي، د ريښې کلمې د مفهوم جامعیت موږ ته اجازه راکوي چې ريشي) د (حكيم) او (حكيم فرزانه ترجمه کړو . همدارنګه کولای شو چې دا کلمه روحاني) او یا سپېڅلي روحاني) ترجمه کړو او همدغه شان د ټولنیز نقش له نظره په اسانی سره کولای شو دا کلمه لارښود او لارښوونکی هم تعبیر کړو په حقیقت کې همدغه مانا او ټول مفهومونه د ريښې په کلمه کې ورګډ دي او دا ريښي هغه خلك وو ، چې د يوې کورنۍ له دننيو لانجو او شخړو نه نيولې بيا د كلي د ملك تر ټاکلو په ارياي جامعه کې د قوم د ملك تر ټاکلو پورې په همدغه پورې اړه درلوده او تردې لویو ټولنیزو مسایلو کی لکه جنګونه او مهاجرتونو او نورو کې يې وينا او ګډون ډېر اغېزمن و. په همدې خاطر چې هغوی روحاني، اجتماعي او اداري ارخ درلود ، نو ځکه یې په اريايي ټولنه کې نقش ډېر مهم او ارزښتمند و نو درناوی يې پر ټولو لازم او ضروري گرخیدلی وو. لکه څنګه چې مې پورته ورته اشاره وکړه اريايي شاعران يا ريښي) که په لومړیو دورو کې د افرادو په ډول وو، نو وروسته د کورنیو په شکل رامنځ ته شول. لکه څنګه چې د اريايانو اجتماعي وظيفه د کورنيو دننه د معنوي سیراث زده کړه وه نو اريايي مشرانو هڅه کوله، ترڅو د معنوي ميراث د زده کړې ترڅنگ د کورنيو په منځ کې د مادي ميراث زده کړه هم نسل په نسل ور زده کړي او دلته ریښې) یا شاعرانو ډېر کوشش کاوه ترڅو د دوی زامن او لمسیان داسې وروزي چې معنوي ميراث پــه دوى کې خوندي شي. تر کومه ځایه چې د اريايي سندرو ا رو له مطالعې څخه څرګندېږي ريښي) يا شاعران ډله ډله او یا کورنی کورنی یو ځای ژوند کاوه. همدې ته په کتنه د ريګويدا) هر جز د ريښې د يوې ډلې او يـا يــوې کورنۍ پوري مربوط بولي. له دې سره سره د ريګويدا) د کتاب لس جز و ، په عمومي ډول د يو رنگ خواصو لرونکي نه دي او تر کومه ځایه چې ادبي او لغوي څېړنه شوې په شپږ جزونو کې، چې له دویم څخه تر اووم پورې د ګډ و عواملو په لرلو مشهور دي، همدغه مشترك عوامل، چې په دا شپږ جزونو کې په نظر راځي، مدققين يې دې ته اړ کړي، ترڅو دې شپږ جزونـــو تــه د کورنیو چارو كتاب ووايي دا اصطلاح د اريايي کورنيو د ټولنيزې روزنې له روح ســـره برابره ده، ځکه د شاعرانو کورنیو هڅه کوله ترڅو هغه شعرونه او سندري د کورنۍ پلرونو ويلي دي سينه په سينه خوندي کړي او په دې ترتيب د چې د دې لپاره، چې د سندرو ويونکي بېلا بېل کسان وو، خو په يو کور کې د ګډ ژوند په وجه هغه ګډې ځانګړتیاوې په هغوی کې پاتې دي. په هر حال ريښي) يا روحاني حكيمان هغه اريايي منش شاعران وو ، چې د اريايي فرهنگ له مخې ټولنيزې رهبرۍ او ټولنیز ژوند ته د خلکو تمایل هم د دوی دنده وه. دوی د اريايي قومونو د رئيسانو، سردارانو او ملکانو ترڅنګ ډېر ممتاز، محترم موقعیت او مقام درلود ، د اريايي ټولنې په منځ کې د دوی په باره کې هغه څه چې ورته پاملرنه شوې دا معلومات زموږ لاس ته رارسېدلي دي او د پخواني افغانستان د تاريخ يو منځ يې د اريايي سندرو په يو نظر روښانه کړی دی.