32

د بغلان په نامه کښي د پښتو ريښې

پښتو مقالات

په ژبنیو پلټنو کښی د ځایو او سړو پخوانی نومونه او د هغو د ریښو څېړنه او شننه (تحلیل) په زړه پوری او گټور کار دئه، چی ډېر ژبنی او تاریخځ کلم. ې تحليل او تحليل سړی و خورا مهمو تاريخي بعدو ته رسوي. د پښتو ژبي د قبل الاسلام دورې د څرک ايستلو او پلټني لپاره موږ ناچاره يو چي د تاريخي اعلامو او د ځايو نومونو او د پخوانو ژبـو ډبرليکو (کتيبو) ته ښه ځير سياه او دغه خپل مطالعات تاريخي است. ورسوو ، چی په پای کښی یووه مثبته علمی نتیجه ځنی واخلو. تر اسلام دمخه پښتو موږ ته نه ده معلومه چی څنگه وه؟ او چیری وه؟ او په څه توگه ویله کېده؟

 زموږ دا مطالعات او پلټني بايد د حقيقت د ښکاره کولو او د علم او بصيرت په رڼا کښي وي او که فرضاً زموږ د عقيدة پر خلاف بل.


څوک علمي کلک وووايي بايد هغه واروو، او خپله نظريه ترميم. او تصحیح کړو.

 زه په دې کرښو کښي ځيني ژبني او تاريخي دلايل د خپلي مفکورې په ټينگار او څرگندونه کښي سره راټولوم او که نور ښاغلي پوهان، کوم بل نظر ولری په رو سره ئې رد یا تایید کولای سی. د بغلان نوم په دغه اوسنۍ جوله د اسلامي دورې د جغرافياوالو په ليکنو کښي موږ ته را رسودلي او خلک ئې هم اوس ابن بغلان بولي له پخوانو جغرافيالو څخه اليعقوبي البلدان ص 51) او اصطخرک. سن التقاسم ( ص (۳۰۳) او ابن حوقل په صورة الارض (ص (۴۲۹ او حدود العالم (ص۶۱) او البیرونی په قانون مسعودی اتم) (باب او د تقویم البلدان خاوند (ص ۴۴۷ بغلان په دغه اوسنی شکل راوړی، او دا ښکاری چی په اسلامی دوره کښی هم دغه املا او نوم عام ؤ، بل رنگ ئي نه درلود.


 نوي رڼا : 

د حفرياتو او تاريخي پلټنو علم لكه په ٨وله دنيا كښي چي ئې زاړه خزاین کشف کړه او انسان د خپلو اسلافو د تاريخ په ورکولو او زړو پاڼو ردوږ سو زموږ په هیواد کښی ئې هم ځنی نوی نوی رڼاوي پيدا کړی. په دې وروستیو څو کلو کښی د فرانسهې یوې علمى ډلی د بغلان د سره کوتل زړه ور وشانه او له هغه ځایه ای دیوه قدیم مزدک او معبد. آثار او ودانۍ راوایستلې. په دغو قدیمو ودانیو کښی د کوشانیانو د یوه لوی شهنشاه کنشکا خو کتیبې هم پیدا سوې، چی خط ای مات یونانی او ژبه ئې یوه محلي ژبه ده او لكه ددې اثارو څرگندونكي موسيوشلوم برژه چي وويل : ددغو نوشتو له ژبي موږ اوس د پښتو مقايسوي څېړني له دوهمي مسيحي پېړۍ آثار او د سره کوتل له پیدا سوو آثارو څخه شروع کولای سواي.

ددغو نوشتو تحلیل او لوستنه البته ډیر گران کار دئ، او تر اوسه لا هم د اروپا لوی ژب پوهاند لکه هیننگ او بنوینست او نور د هگوی په لوستو کښی سره متفق نه دی. او ځيني كلمات ئې بالكـل مـبـهـم پاتـه دي مگر په عمومي ډول د دغو نوشتو په كلمات او را با يك جمله بندۍ او اعلامو او نومو او گرامري خصوصياتو كښي دا ښكاري چي تري اسلام شپښي دا ښكاري چي تري اسلام شپږ هيجال. به بولي د پښتو سره ډېر نژدې والی درلود، او که دغه نوشتې ټولي ولوستلي سيماي ممکنه ده چی د پښتو پرقدیم شکل باندی موږ ته ښه معلومات لاس ته راسی او د موسیو شلوم برژه په قول باید اوس. موږ د پښتو مطالعات د مسيحي پېړيو له اوايلو څخه شروع کاندو له دغو او نوشتو څخه يوه و ليكيزه نوشته ده چي كلمات ئې ٨ول په يوناني رسم الخط لوستل سوي دي اوه بله نوشته شده است. سوه ده او هـر څوک ئې لیدلای سی. په دواړو نوشتو کښی د بغلان قدیم نوم په دغه اوسنی شکل نه دئ او نه د اسلامی دورې د جغرافیاوالو په ډول لیکل سوئ دئ. بلکی دا نوم په دواړه نوشتو کښي بغولانگو یا بغولنگ دئ، چی د فروفیسر هیننگ په قول په سغدی ژبه کښی بغدنگ یا بغدنج ؤ، او په زړه پاړسو. کښی د بغدانگه د آتشگدې په معنی موجود ؤ


چینې روایت:

د (۶۲۹م ) کال د مارچ په آخرو ورځو کښي د چين يو مدقق زائر هيون تسنگ د بغلان ښار ليدلئ ؤ، دى ليكي چي : فو _ کيا _ لنگ Fo-Kia-Lang شرقا او غربا (۵۰)لی پسور او شمالا او جنوباً (۲۰۰) طول لري. پایتخت ئې لس لی محیط دی (۲)

چینیان خو د ښارو نومونه پر خپله لهجه برابر لیکی مگر د کلمې د هجاوو له مطابقته ښکاری چی د چینی فو_کیا_لنگ هغه د کتیبې به _ غو _ لنگ دي. د کلمې تجزيه : د کلمې قدیم شکل خو د کوشانیانو په عصر کښی تقریباً دوه زره کاله پخوا بغولانگ = بغولنگ = بغدنگ = بغدنج و، چی د پخوانی پاړسو بغدانگه او د چینی فوکیا لنگ ئې هم ځنی لیری صوتی او. ددې نوم لومړۍ ټوټه بغه یا بگه ده چی د پخوانۍ پاړسو بگه بگه د اوستا بغه او بگه ، د سنسکریت بهگه او د روسی بـغ ئې موږ ته د پخوانی اصالت بولگه راښئی، او معنی ئې په ټولو ژبو کښی (خدای) ؤ، د زړې پاړسو (فرس (قدیم ډېر لغونى کلمات په دغه کلمه شروع کیږی، مثلا : بگابگنه د یوه فارسی پلار نوم)، بگه بوخشه (یعنی). خدابخش د داریوش یو ملگری ؤ چی نوم ئې په عیلامی کښی : به قه بو اوک شا او په آکادی کښی : به قه بو کی سو او په یونانی کښی : میکابوزوس و بگه یا دی (یعنی د خدای د یادولو میاشت، چی د کال). اوومه میاشت و او په عیلامی کښی : بگی ای آتش، او په اکادی کښی


 تشریتو وه (۳) اوس موږ په پښتو کښی هم د قمری کال اوومه میاشت : د خدای میاشت بولو). د وندیداد په ۱۹ فرگرد کښی بغوداته (خداداد) راغلی دی او په تشتریشت کښی بغوبخته (خدائی بختور) ؤ.

 (۴)

 په یسنا کښی بغان پشت ؤ او د اوستا یو ټوک بغ نسک نومیږی. (۵) په یسنا کښی وای چی جمشید د آذر فروبغ اورتون په خوارزم کښی جوړ کړ او وروسته دغه اورتون کابلستان ته یووړل سو او په روښان غره کښی یعنی وساته، (۶) جوالیقی دغه اورتون کابلستان. بغداد او بغدين هم له دغه ډوله دي

ځنی قدیم د ښارو او ځایو نومونه هم دغه ریښه لری، لکه بغ پور (فغفور معرب )بغستان (د فارس بیستون)، بغشور (د) مرغاب د وادی یو ښار، بغنی او بغران( په اوسنی زمینـداور کی)، بغار. بغوی( د سرپل)، بغک (د سمنگان)، بغیار (د کرم)، بغاوردان (د هرات). په پښتو کښي تراوسه هم بگي د عظيم او لوي په معني موجود دي په کندهار کښي واي پلاني بگ سري يعني لوي بدن لري، جيم دئ، داسي ښکاري د پښتونخوا په غرب کښي د کلمېگؤ بغ او په شرق کښي. سنسکریت کښی هم بهگه ؤ چی د ځینو لرغونو نومو په سر کښیسته لکه : بگرام، بگرامی (کابل)، بگل. (هرات)، بگلا (غزنی)، بگ لک دایزنگی)، بگه پای (تالقان)، بگی (ترنک) . (۸) شمس الدین کاکړ د ۱۲۵۰ هـ کال په شاوخوا کښی په کندهار کښی ژوند کاوه دی په یوه غزل کښی چی ټول بیتونه ئې په. پای کښی ماقبل مفتوح (گ) لري وایی:


هسی شوم طالع زما دئ 

باطن ووړ په ظاهر بگ (۹)

 په پارسی ادب کښی هم دغه کلمه په دغه معنی موجوده و، مولانا بلخي وايي :

از چه دم از شاه و از بگ میزنی

 در هوا چون پشه را رگ میزنی (۱۰) 

د محمود کاشغری له نوشتو څخه ښکاری چی دغه بگ د امیر او مشر په معنی په تور کی کښی هم دخیل سوئ ؤ (۱۱)، او ناصر خسرو هم په تور کی نومو کښی داسی راوړئ دئ : 

خاتون و بگ و تگین شده اکنون 

هر ناکس و بنده و پرستاري (۱۲) 

مگر موږ گورو چی دا کلمه پـه قـدیمو آریایی ژبو اوستا او سنسکریت او فرس قدیم کښی وه، د هخامنشیانو په لرغونو نوشتو کښی مکرره استعماله سوه ده نو په همدغی دلیل حکم کوو با لو چی دا په خم مسیحی. خار کښي ايارئي او هفتالی (ابدالی) سپین خانان (هونان) سره گد سول، تورکی لهجو ته تله ده، ځکه چی د باختر او تخارستان آریائی هفتالیو د ماوراء النهر له تورکانو سره تر ختن کاشغر پوری او ثفافی روابط للر او د. د کلماتو مبادله او اختلاط یوه طبعی خبره ده. اما د کلمې دوهم جز (انگ دئ، دا کلمه هم خورا لرغونې ښکاری، او د ډیرو ځایو د نومو په پای کښی ردیف، لکه : سالنگ (د) هندوکش په زړه کښی)، یکاولنگ (دایزنگی)، بشلنگ (د هلمند). ) الیش انگ د لغمان اولنگ د(سالنگ په منځ کښی)، مستنگ (بلوچستان زرنگ د) (سیستان) پوشنگ (د هرات غرب ته )گیرنگ 


(دمرو) وارنگ په) غور کښی چی غربی جغرافیاوالو دغه انـگ پـه معرب انج تبدیل کړی ؤ، لکه : فوشنج، مستنج، زرنج، بشلنج، جیرانج او نور. (13)

 د پروفیسر هیننگ قول دئ چی دغه انگ (انج) د آتشکدې مفهوم لاره، او د بغلان د سره کوتل په کشف سوي معبد کښي چي کوم اورتون موندل سوئ دئ ددغه مفهوم ښکاره دليل دي، او د هندوکش د درو د پاچهو چ مسکو. آتشکدې شکل منقوش و، هم دغه کښي چي انگ ښکاره کوي.

 وروسته دغه انگ به پهلوی انهر یا آذر تبدیل سو او په پهلوی کتابو (آذر فروبغ) د اورتون نوم د کابل پر روښان غره یاد سوئ دی (14) هم موږ ته لرغونی انگ یعنی اورتون را په یادوی. دده خبري لپاره موږ یو بل دلیل هم لرو، چی په اوستا کښی دغه اوسن کلمه دوزخ د (دژانگه په شکل موجوده وه، دژ یعنی زشت او بدچی دغه ریښه په دشنام او دشمن کښی هم هست، انگه اورژی جمعاً. ) (15) سي.که چي د و پرستش د زردشت له عصره له عباسين څخه بيا تر دجله پوري په ټول لرغوني ايران کښي جاري ؤ، نو ​​د ځايو نومونه هم د اورتونو په نامه مشهور سول، پهه خواو. غربي برخو کښي ئې پر خای آذر در بدلی ؤ. 

انگ په پښتو کښي :

 په پښتو کښی د انگ ریښه په ډیرو کلماتو کښی وینو، د انگار، انگاره لومړۍ ټوټه دغه انگ دئ، او معنی ئې هم بل او خلان و دی انگل. په پښتو ښور او حدت ته وایی چی د و صفت دئ.


انگازه د تیزۍ او حدت په نسبت دغه ماده لری. آنگولا هم تېز رغ دئ، د انگلیسی Angers خشم) Angry خشمناک) هم د تېزۍ او حدت په تقریب دغه ریښه باید ولری، او د فرشته (فرشته) به د نور او رڼا په مناسبت له دغی ریښی سره پیوستون لري.

 په پښتو کښي د ملا فيض الله کاکړ يو بيت دي. دا سړی د احمدشاه بابا معاصر د ږوب او د کسی غره د لمنو اوسېدونکئ ؤ ، دی وايي :

 زړگی بند کړمه په منځ د پاڼ و پرانگ 

سوځی زړه لکه پیلوځی په بلانگ 

دلته هم بلانگ پښتو مرکبه کلمه ده بل انگ یعنی بل اور . دغه انگ د زمانې په تېرېدو په ځینو نومو کښی په (آن) تبدیل سو. لکه گلران سمنگان، بدخشان او نور ... ددې تبدیلی لپاره هم یو تاریخی سند سته داسی : په چینی کتابو کښی دوه قرنه تر میلاد دمخه د بدخشان نوم (تشه _ نگ _ لنگ راغلی و، وروسته د هیون تسنگ په سفرنامه کښی پو. تو _ چنگ _ نه سو خو چی دیوان شی په ادبیاتو کښی دا نوم (به _ ده _ هه _ شنگ) سو (۱۶)، او دغه د کلمې آخیره ټوټه وروسته په (آن) تبدیل سوه خو په ځینو نومو کښی په هگه خپل. لرغونی شکل پانه سوه لکه د کندهار شمال د خاکریز غوردنگ یا د سروبی د نغلو دنگ (۱۷) یا د اشتر گرام او لغمان تر منځ بادنج (۱۸) او د کوهستان سولنگ کوتل چی دغه نومونه هغه لرغونی ريښي لري. نو په دې ډول لرغونی بغولنگ یا اوسنی بغلان او د سغدی بغدنگ داسی تجزیه کیږی : (بغو + د + انگ) یعنی ( د خدای اور) یا (خدائی اورتون)


تبصره : 

د لرغونۍ پښتو علاوه بر داسی ؤ چی د اضافت نخښه د مضاف او مضاف الیه په منځ کښی راتله او دغه (د) هم په لام اوښتئ دئ چی ډېر نور نظائر هم لري.

 ددغه مقلوب علاوه بر ترکیب لرغونۍ نخښي په تاريخي اعلامو کښي ډيري دي ا ودا بېل بحث دئ، چي دلته زموږ څېړنه اوږدوي، او زه ئي بل وخت ته پرېږدم (