د شرقي قصيدې موضوع
قصيده په دري ادب کي د ستايني او مدح له پاره لکه د عربو قصیده استعمال سوه. په ساماني او غزنوي دورو کي د درباري شاعرانو په خوله او قلم داسي د لويانو او پاچهانو په ستاينه کي ومروړله سوه، چي په دغو دورو کي بې له مدح او ستايني بل څه لږ پکښې ليدل کېږي، د رودکي او فرخي او عنصري او منوچهري او منجيك او غضايري او نورو مشهورو شاعرانو قصايد چي وينو په سل کي نهه نوي د مقتدرانو ستايني دي.
مګر په همدغه غزنوي عهد كي حكيم ناصر خسرو د قصيدې مخ له تشي مداحۍ څخه د حکمت او موعظت خوا ته وګرزاوه او قصيده يې د اخلاقي تبليغ او اجتماعي او ديني اصلاح او فلسفې او حکمت په ګرانبها مرغلرو جړاو کړه.
ناصر د دې مهم کار اساس کښېښود او حضرت حکیم سنایي په غزني کي پسې تکمیل کړ، ده هم له مداحۍ څخه ځان وژغوره او قصیده يې د اخلاقو او موعظت او حکمت او تصوف او انساني ښېګڼو په ستاينه ښايسته کړه او دا ښکلې محبوبا يې له درباره راوايسته او د دروېشانو په خانقاه، د دردمندانو په کوډله، د عارفانو په درسګاه او د رندانو په بزم کې ودروله، دلته نو موږ ګورو چي هغه درباري قصيده اوس روحاني ښکلې نغمه سوه.
په هغه غزني کي چي فرخي قصيده د سلطان محمود په ستاينه کي داسي په مبالغه آمېزه وينا ډکوله :
شهنشاهی که شاهان را زدیده خواب بر باید
زبیم نه منی ګرزش به جا بلقا و جا بلسا
دل خار از بین تیغ او خون ګشت پنداری
که آتش رنګ خون دارد چو بیرن آید از خارا
سنايي په دغه قصيده داسي ښکلي روحاني كالي واغوستل :
ازین مشت ریاست جوى رعنا هیچ نکشاید
مسلمانی زسلمان جوی، و درد دین زبودردا
به صاحب دولتی پیوند، اګر نامی همی جویی
كه از يك چاکری عیسی چنان مصروف شد یلدا
قصيدې په عربي ادب کي خاص تكنيك درلود، او د قصيدې ویلو آداب او فني چاري بېلي او ټاکلي وې، قصيده به په يوه تشبیب یا نسیب شرو کېده، دا تشبيب د معشوقې د میني او شوق او عشق ستاینه یا به د شاعر د احوال بیان و. نسيب په عربي لغت کي هم د معشوقې د ښکلا وصف او د محبت او ميني بيان دئ، (المعجم في معايير اشعار العجم، ۴٠۶ مخ). د اغاني په روايت په اسلامي دوره کي د نسيب ګويانو امام جميل بن محمد هغه عاشق شاعر دئ، چي د عبدالملك بن مروان معاصر و او خلکو به هغه په دغه سبب امام المحبين باله (الاغاني ۷ - ۸). ځينو شاعرانو به د خپلو قصیدو په تشبيب کي د ځينو ښکلو پېغلو توصیف کاوه او هغه به داسي خوښي سوې، چي شاعر به يې مېړه کی، لکه نصیب چي د عبدالعزيز بن مروان مریی و په تشبيب کي يې يوه ښکلې نجلۍ (هند) وستايله او هغې دی په خپله مړوښۍ ومانه، (آداب اللغه).
دا نسيب په دري قصايدو کي هم دغه ډول ليدل کېږي، خو فرق يې دوني دئ چي د عربي ادب د نسيب موضوع د معشوقو ښکلا او جمال وي مګر د غزنوي دورې د قصايدو تشبیب د شاهد یا نګار یا صنم په وصف جړاو کيږي. مثلاً دغه نصيب وايي :
اروني قبا انظر اليه فانني
احب قبا اني رايت به هندا
يعني ما ته قبا (غر) راوښیئ، دا غر پر ما ځکه ګران دئ چي ما هلته هند (خپله معشوقه) ليدلې وه. فرخي سيستاني د سلطان محمود د يوه وزير په مدح کي د قصيدې تشبيب داسي شروع کوي :
بردم این ماه به تسبیح و تراویح بسر
من و سیکی و سماع خوش و آن ماه پسر
مګر د فارسي قصيدې تشبيب دغه حال محسور نه سو پاته، چاپېر او ثقافت او زمانې پر هغه باندي اغېزه وکړه او دا ځکه چي د خراساني شاعر په مخ کي د طبيعت ښکلي مناظر او د کوهسار ښایسته لمني، د ګلشن او چمن تازه هواوي او د بلبلانو خواږه ږغونه او د اوبو ډك بهانده سيندونه او داسي نور ښکلي منظرې پرتې وې. له دغو ليدنو اوکتنو څخه هم شاعر د قصيدې په تشبيب کي کار واخيست او د خپلو قصیدو پيل يې په پسرلنيو نندارو وکی، مثلاً د فرخي د يوې قصيدې تشبیب داسي شروع كيږي :
برآمد نیلګون ابری زروی نیلګون دریا
چو رای عاشقان گردان چو طبع بیدلان شیدا
د ابوالفرج روني د يو تشبيب مطلع دغه ده :
نوروز جوان کرد بدل پیر جوان را
ایام جوانیست زمین را و زمان را
د شرقي ادب د قصيدې دغه خاصر رنګ و، چي شاعر به په نسيب يا تشبيب قصيده شروع کړه او پسله دغه به يې د خپل شعر آهنګ او مضمون داسي ترتيب کړ، چي د خپل ممدوح ستايني ته يوه د ګرېز لار ومومي. دلته د شاعر وظیفه درنېده ځکه دا ګرېز بايد په داسي ډول سوی وای، چي ډېر ښايسته او مناسب او په زړه پوري وای. دغه حال ته یې په ادبي اصطلاح (حسن تخلص) هم وايه، چي کله کله به دغه ګرېز او تخلص پر (حسن طلب) او دعا ختمېده او قصیده به هم ورسره تمامېده.
دا ټول مراحل يعني تشبيب او تخلص، حسن طلب او دعا د شاعر په مهارت او استادۍ اړه درلوده، چي څنګه يې ادا کوي او كوم الفاظ او مناسب او په زړه پوري مضامين پکښې ځايوي. داسي قصيده په ادبي اصطلاح مشببه بلله كېده چي بې تشبیبه قصیده به یې مقتضیه بلله.