32

خوشحال خان

د پښتو ادب لنډ تاريخ

د پښتو ادب منځنۍ دوره له خوشحال خان څخه شروع کېږي، دی د خټکو د ملك اكوړي له كورنۍ څخه و، د سراى په کلي کي د ربيع الثاني په مياشت (۱۰۲۲هـ) د شهبازخان خټک په كورنۍ كي پيدا سو،دا کورنۍ د پېښوره تر اباسیند پوري د خپل عصر په سياست کي پېژندل سوې کورنۍ ده او خوشحال خان د پښتنو د قومي سياست په مرکز کي تربيه سو، ده د خپل عصر علمونه ولوستل او د قلم خاوند سو، په دغه وخت کي د ډهلي د مغلو له کورنۍ څخه شاه جهان پادشاه و او د سلطنت غربي سرحدونه يې تر قندهار او بلخ پوري رسېدلي ښارونه او لويي لاري د مغلو تر ادارې لاندې وې، د قبايلو داخلي کارونه قومي جرګو سمول، د خوشحال خان دکورنۍ د استوګني ځای د پېښوراو کابل پر لويه لار باندي واقع و، نوهمېشه د مغلو د دربار له خوا د دغي لاري ساتنه د خوشحال خان پلرو او نيکونو ته سپارل کېده او دغه کورنۍ د پښتنو په داخلي چارو کي مقتدر حکمرانان وو،مگر د مغلو د دربار سره يې هم دوستانه روابط ساتل، په (١٠۶٩ هـ) کال اورنګزېب خپل پلار شاه جهان بندي کړ او پخپله پر ټول هندوستان باندي مقتدر پادشاه سو. د اورنګزېب سیاست دا و، چي هغه د سلطنت په ټول قلمروکي له کلکتې څخه بيا تربلخه داسي څوك نه پريږدي، چي هغه په قوت کي له ده سره مقابله وکړي، اورنګزېب ته د افغانستان د مشرقي خوا ساتنه او د کابل او بدخشان او بلخ او کندهار اداره خورا مهمه معلومېده او دا لار د اباسیند تر غاړو پوري د خوشحال خان په لاس کي وه او ده غوښتل چي خپل اقتدار دلته ټينګ وساتي، په پېښور کي چي کوم حکمران د اورنګزېب له خوا مقرر و د هغه قدرت فقط په ښار کي محدود و، نو اورنګزېب د خپل حکومت او اقتدار د ټينګولو له پاره د خوشحال دغه خان وجود په سيمه کي مضر ګاڼه نو يې خوشحال خان په يوه دسيسه په پېښور کي ګرفتار کړ او په (١٠٧۴ هـ ) د روژې په مياشت کي دی له پېښوره ډهلي ته د محبوس په ډول واستاوه او کوښښ يې وکړ، چي د خوشحال خان په زامنو او کورنۍ کي نفاق واچوي. خوشحال خان څلور کاله په هند کي بندي و، چي وروسته په (۱۰۷۷هـ) له اګرې څخه د خپلو پښتنو يارانو په ملګري راووت او ځان يې وطن ته راورساوه، دلته خوشحال خان خپل محيط وكوت او ځان ته يې دوې لاري د ژوند له پاره وموندلې، لکه چي وايي:


پس له بنده دئ دا عزم

د خوشحال د خاطر جزم

یا نیولی مخ مکې ته

یا مغلو سره رزم

مګرپه دې دوو کارونو کي خوشحال خان د مغلو سره مبارزه غوره کړه او دې مبارزې دوه شکله درلودل:

اول : د جنګ په ميدان کي د توري مبارزه.

 دوهم : په شعر او ادب کي د قلم مبارزه او د پښتو ژبي د روزلو له پاره د پښتنو د مليت د ساتلو له پاره مبارزه، چي د خوشحال خان شخصیت هم دغه دوې خواوي لري. خوشحال خان د پښتنو د آزادۍ له پاره د اورنګزېب سره ډېر جنګونه وکړل او دا يې کوښښ و، چي په پښتنو کي د اتفاق او د ملي جهاد روحیه ژوندۍ وساتي او علاوه پر دې جنګي شخصيت د ادبي شخصيت هم ډېر فعال و، ده تقریباً څلوېښت تر پنځوسو زرو اشعارو پوري په پښتو ادب کي يوه مهمه ذخيره پرېښوده، چي حقيقتاً دی د پښتو ژبي تر ټولو لوړ شاعر ګڼل کېږي. ده په خپلو اشعارو کي حماسي او وطني او پښتني خصوصيات وروزل او هر ډول شعرونه يې په ادبي او بديعي ښكلا وويل، ده قصيده د غوري دورې د قصايدو دورې ورسوله، د پښتو غزل يې د ژبي د روانۍ او سلاست سره په ډېرو ادبي ښکلاوو مزينه کړه، رباعي، مثنوي، مخمس، مربع، مسدس، معشر ټول د ده په دېوان کي سته. 

خوشحال خان تر منظوم کلام علاوه د پښتو نثر ته هم توجه وکړه او د نثر ليكلو سبك يې داسي غوره کړ، چي د پير روښان او اخون دروېزه ليکونه پرېښودل او د پښتو د نثر د قديمتر سبك پيروي يې وکړه، يعني د سلېمان ماكو غوندي نثر ليكونكي لاره يې غوره کړه او کوښښ يې وکړ، چي د پښتو ژبي د محاورې له جريانه سره خپل مطلب په روانه او سلیسه پښتو وليکي.

د خوشحال خان منثور کتابونه هم ډېر دي، دی د عمر په (۷۸) په ۲۸ ربیع الاول ۱۱۰۰ هـ كال وفات سو او وروستنۍ وينا یې دا وه :

"ما هلته ښخ کړئ، چي د مغلو سیوری مي پر خاوره ونه لویږي او د مغلو سپرو ګردونه مي پر هديره ونه لويږي".

 د خوشحال خان د کتابو څخه فضل نامه، دستارنامه او عیاردانش مشهور دي او کله چي دی تر جهان تېر سو نو يې يوه داسي ادبي ګرانبها ذخیره پښتنو ته پرېښووه، چي هغه به تر ابده پوري زموږ په ادبي حرکت کي د لاري څراغ وي او د ده دا بیت به په رشتيا ومنل سي، چي ويلي و :

همېشه به پرې نارې وي د بلبلو

دا چي ساز کړ نن خوشحال په ویل باغ

د خوشحال خان د شعر سبك په پښتو ادب کي ډېر شهرت او مقبوليت وموند او پښتو ادب د خوشحال خان په ادبي مكتب کي د هري خوا بشپړ سو، په دې سبك كي د ادبي فنونو او رواني ژبي مراعات ډېر سوى دئ او اشعار یې هم روان او خواږه او هم د صنعت په ګېڼه ښکلي سوي وه، د خوشحال خان د سبك خاصيتونه دا دي :

دې سبك د پښتو شعر ډېر پراخ كړ، علاوه پر غزل، مثنوي او قصيدې او رباعي چي تر خوشحال خان دمخه ویل سوي وه، ده نور ټول د عربي او پاړسو د شعر اقسام په پښتو وويل او ځيني نوي قسم اشعار يې په پښتو کي زيات کړل، لکه مثمن او نور.

په دې سبك كي هر ډول صوفيانه، اخلاقي، فلسفي فكاهي مضامين او مدح، هجو، مرثيه، محاكات، اجتماعي خبري سته، چي ملي ښېګڼي او خويونه هم تلقين کوي. 

په دې سبك كي كله كله د پښتو او پښتونولۍ او ملي احساساتو څرګندونه هم سوېده او خاص بيا د خوشحال خان خپل اشعار د ملي جذباتو ډك دي.

په دې سبك كي اوږدې اوږدې قصيدي هم ويل سويدي، چي هره قصيده ځانته يو بېل اجتماعي يا تاريخي يا تبليغي يا د منظر نگارۍ یا نور موضوعات لري او په خپله د خوشحال خان او د ده د زامنو لکه عبدالقادر خان او اشرف خان هجري په قصيدو کي د غوري دورې د قصيدو تقليد او پيروي ښکاره ده او بديعي صنايع او تلازمات او تشبيهات هم لري مګر شاعرانو يې د اشعارو ساده ګي او سلاست تر صنعت او تکلف نه دئ جار کړی او ډېري پېچلي ويناوي په اشعارو کي نه راوړي.

په خپله خوشحال په دې سبك كي حماسي احساسات داخل کړل او شاګردانو يې لږ پيروي وکړه. 

انتقاد او هجو (غندنه) هم په دې سبك كي سته او د پښتنو شاعرانو مخصوصاً د هندوستان د مغولي استعمار طلبانو سره ډېره قلمي مبارزه کړېده، خوشحال خان وايي :

زما ژبه نه ده اور ده

ګوزارونه د ټوپك كا

د خوشحال خان د مکتب په اشعارو کي ډېر حکمتونه او نصيحتونه او فلسفي مطلبونه هم سته، چي د ژوندانه ژور اسرار پکښې ويل سوي دي، مثلاً اعتماد به نفس داسي تلقين کوي :

د مزريو مړنتوب په لښکر نه شي

مت یې هر کله يوازي په خپل ځان شي

خوشحال خان د اجتماعي منافعو په توزيع کي داسي وايي :

دولتمند سړی هغه بللی بویه

چي له سينده يې جدا د چا ویاله شي

خپل ثبات او ټینګه روحيه داسي ښيي :

د عالم ډېري خبري لور په لور توري لښکري

زړه مي نه ښوري له ځايه غر خو هسي وي کنه

د خوشحال خان په نظر کي د انسان ټولي ګټي په خپل همت، شجاعت او توريالي توب پوري اړه لري او مړنی سړی قابل دې بولي، چي نوم يې په تاريخ کي ياد سي او وايي :

كل ګټنه ده د توري

که کابل دئ که کشمیر

مېړني دي چي ياديږي

په سندرو هم په ویر

په ادبي ارزښت كي هم دا سبك تر ټولو جامع او ښکلى دئ هم يې د معنی خوا قوي او هم يې ظاهري او شعري قالب ښکلی دئ، تر خوشحال خان دمخه د پير روښان د مکتب شاګردان په خپلو اشعاروکي معاني روزي، مګر د هغو شعر ښکلی او د هنر په ګېڼه مزین نه دئ، مثلاً د صوفيانو شاعرانو دا عقيده ده، چي د خداى تعالى نور په هر ځای کي تجلی کوي او وحدت په کثرت بدلیږي، نو خدای تعالی په هر ځای کي سته، دا مطلب ميرزا انصاري، چي د پیر روښان مريد و داسي ويلى دئ :

دکثرت په بازار راغی 

 په هر ځای کي دى مكين دئ 

خوشحال خان هم دغه مطلب په داسي ادبي پيرايه ادا کړى دئ، چي هم یې مقصد عالي دئ او هم يې الفاظ ښکلي دي او هم هنري ارزښت لري، لکه :

راشه وغړوه سترګي د جهان ننداره ګوره

 چي ښایست لري د ستورو د آسمان ننداره ګوره

د دې خپل وجود په باغ کي په هر شان ننداره ګوره

و هر ګل ته چي نظر کړې د باغوان ننداره ګوره

په تخيل كي هم دا سبك ډېر ښه دئ، خورا لوړ او د نزاکته ډك شاعرانه تخيل پكښې سته، په خپله خوشحال خان او نور شاکردان يې د تخیل خاوندان او قهرمانان دي، او کله کله ابتكارونه هم لري، مثلاً شاعرانو د معشوقې د مېلمستيا له پاره ډېر ډول ډول تخيلونه کړيدي، چا د زړه کباب ورته ايښى دئ او بعضي شاعران په دغه باب کي يو له بله څخه مضامين رانقل کوي، خو کوم ابتکار نه لري، د خوشحال خان زوی عبدالقادر خان په دې موضوع کي يو نوی مضمون پيدا کوي او کله چي د عشق په دنيا کي سرې اوښکي تويوي هغه په دې ډول يوه ياقوتي مهماني بولي، او وايي : 

 سرې سرې اوښکي مي پر مخ عبدالقادره

  نن و یار ته د ياقوتو مهماني ده

 


د خوشحال خان په کورنۍ کي د پښتو ادب روزنه

لکه چي خوشحال خان پښتو ادب ته درانه خدمتونه وکړه، ده په کورنۍ کي د پښتو ليکوال او شاعران زامن هم وروزل او دغه ادبي ميراث پښت پر پښت له پلاره زامنو ته نقل سو. د پښتو ادب په تاريخ کي که موږ یوه درنه او ډېره فعاله کورنۍ وغواړو نو هغه دغه د خوشحال خان کهول دئ، چي دوی په نظم او نثر کي د پښتو ژبي اوله درجه آثار پرې ايښي دي، د خوشحال خان مشر زوی اشرف خان هجري دئ، چي دی هم د توري او قلم خاوند و او په پښتو يو ښکلى دېوان لري چي تر اشعار یې څلورو زرو بیتو پوري رسېږي. دی هم د پښتنو د آزادي خواهۍ په جګړو کي د اورنګزېب د لښکرو په لاس کي لوېدلی او په (۱۰۹۳ هـ) د دکن په بیجاپور کي بندي سوى، او وايي :

بیجاپور هجري په خوب لیدلی نه و

آخر پېښ شي هغه کار چي يې قضا کا

د اشرف خان هجري په وينا کي د وطن د ميني تاوده احساسات پراته دي، لکه چي وايي: 

بې وطنه تنها پروت یم په غربت كي

 نن له ما سره همدم د وطن غم دئ 

دهیواد اشنا په سترګو ليده نه شي

 که په خوب راته حاضر شي بس كرم دئ

 قاصدان له روهه نه راځي مدت شو

 سلام باد را رسوي منت يې تم دئ

د ده اشعار عشقي، اخلاقي، وطني او ساده او روان دي او کله کله داسي قصيدې انشاء كوي، چي د غوري دورې د قصيدو تقليد ځني ښکاري، د هجري دېوان په پېښور کي چاپ سوى دئ، دی ښکلي معاني په ښکلو الفاظو ادا کولای سي د صبر او استقامت ترغيب داسي کوي :

      شورش مه کړه د ګردون له کشمکشه 

      لومه کلکه کړي مرغۍ په اضطراب

دا غزله د ده د کلام نمونه ده : 


سترګي هله كا ژړا چي زړه په درد وي

چي په داد د دهر پوه آزاده مرد يی 

په مجلس چي د حق ورشي مخ يې زرد وي  

هرچي تل په فکر ډوب د اب و خورد وي 

 لا په ځ م که قرار نه بدن يې ارد وي



اه و سوز مي باطل مه ګڼه دروېشه 

تخت و تاج ته به سر رکوز د همت نکا 

هغه مرد چي په دغل سود و سوداكا 

په حساب د فرزانه تر ګاو بتر دئ 

ګردنده ګردون چکۍ انسان ډانه شه


دا محال دئ چي شاعر په پښتنو کي

بل "هجري" غوندي په فن د شعر فرد وي

هجري پسله څورلسو کالو قيده څخه په (١١٠۶ هـ) کال کي هلته وفات سوى دئ چي آزاد خان د ده د مرګ تاريخ داسي ويلى دئ :

            د هجرت يې زر سل شيږ و

 اشرف خان چي فوت شو ياره

د اشرف خان په شاعري کي د ظاهري ښکلا او د ادب د هنري مزيت له خوا داسي اثرونه معلوميږي، چي دی د پښتو شاعرانو د ډلي په لومړي صف کي ودروي او کله کله د فارسي شعر هم وايي، د ده د خپل هنر په خصوص کي دا دعوه ده :

په پښتو ژبه مي سيال د شعر نشته

د معنو په جهان شاه اشرف خټك یم


د بند او هجران په زمانه کي خپل وطن داسي يادوي :

د زړه باز يې تل د روه په ځمکه ګرزي

که هجري په دکن ناست خالي بدن دئ

که نصیب بنده بند کړی په دکن دئ

دامنګیر يې همیشه عشق د وطن دئ

د اشرف خان په قصايدو کي د ده ادبي قدرت ښه ښکاري، چي وروسته به يې څېړنه وسي.