32

رحمت داوی

د پښتو ادب لنډ تاريخ

رحمت په قوم داوی او د پښتنو شاعرانو د لومړۍ ډلي څخه دئ، چي د شاه زمان په وخت کي په قندهار کي اوسېدی.  

رحمت ډېر سفرونه کړي او ډېر په کوهستان او کشمير کي اوسېدلى دئ. په کشمير کي د سردار عبدالله خان پوپلزي ملګری و او تر (۱۲۱۰ هـ) کال پوري يې ژوندون يقيني دئ.

د رحمت له آثارو څخه موږ ته دوه کتابه پاته دي، چي يو د ده د شعر دېوان دئ چي تقريباً دوه زره بيته لري. بل كتاب یې د لیلی او مجنون قصه په پښتو لنډ مثنوي کي ده، چي د شاه زمان د سلطنت په دریم کال يې نظم کړې او په (۱۲۱۰ هـ) کال کې تمام کړى دئ، چي تر پنځه زره بيته زيات دئ، ده په کوهستان کي دا مثنوي شروع کړ او په کشمير کي يې د سردار عبدالله خان افغاني نائب الحكومه په نامه ختم کړ، دکتاب په سرکي داسي وايي :

غمو ملك راباندي تنګ کړ

 چي پښتو لیلی مجنون کړم

په فارسي هر چا ويلي

 ځکه زه په پښتو ژبه

 پښتون هم خوښ باندي زړه کا 

سلطنت د شاه زمان دئ

پلار نیکه يې پادشاهان وو

 شکر شکر شاه زمان

نن ورځ دی سیوری د خدای دئ 

چي يې پښه کړه په رکاب

بيا يې مخ په هندوستان کړ 

ښه عادل پاچا غازي دئ 

سرداري د عبدالله ده 

ښایسته نېکخويه ځوان دئ

 د كشمير ملك يې روښان کړ



زړه می ځکه دا آهنګ کړ

 ښايي غم له زړه بېرون کړم 

پښتو نه ده چا ليدلې

 دا قصه کړم عجايبه

او دعا و ماته وكا

دی خاقان ابن الخاقان دئ

 دویه تاج دهر افغان وو

غنیمت دئ دا زمان

عدالت کا عالی رای دئ

نورې کفر کړ كرياب

 ده برهمه کفرستان کړ

 سر د کفر په بازي دئ

 خلقه واړه آګاه ده

ډير هوښیار سخندان دئ

ورك يې ظلم د جهان كړ


رحمت د پښتو يو بزمي شاعر دئ او په لومړنيو قصه ليکونکو شاعرانو کي ګڼل کېږي، کلام يې ډېر ساده او سليس او متين دئ، هر راز فکر په شعر کي ادا کولای سي او په دې سبب د پښتو شاعرانو په لومړۍ درجه کي حسابيږي. 

رحمت د لیلی او مجنون قصه له نظامي ګنجوي څخه ترجمه کړې ده مګر دى وچ كلك ترجمه كوونكي نه دئ، بلکي ځيني نوي نوي فکرونه او اداګاني هم لري.

په پښتو شاعرانو کي يو بل متأخر شاعر نعمت الله هم دا قصه په پښتو کړې ده، مګر د دې دوو شاعرانو کتابونه هر يو ځان ته بېل قيمت لري. 

نعمت الله خو په قصه کي ډېر تغیر پېښ کړی او په متوسط بحر کې ویلې ده، مگر رحمت که څه هم د نظامي پر لاره تللی دئ بيا هم په ځينو ځينو ځايونو کي نوي نوي فکرونه لري او له هغو زړو مقدماتو څخه نوي نتيجې اخلي چي مثال دا يې دئ :

د لیلی پلار خبر سو، چي د مجنون د عشق افسانه رسوا سوېده، او د کوچنو او لويو په خولو کي لوېدلې ده، نو ده يو سړى ور واستاوه چي مجنون مړکي، نظامي فقط دومره وايي، مګر مكتبي شيرازي کيسه اوږدوي، او وايي چي هغه قاتل مجنون ته راغى، وچ كلك بدن يې ولید، غشی او لېنده يې وغورځول او ويې ويل : 

چون مرده جز استخوان ندارد

او را چه کشم که جان ندارد

مكتبي خو دا برخه ډېره خوږه زياته کړېده، مګر اوس وګورئ چي زموږ رحمت څه کړيدي؟ رحمت غواړي چي کيسه يوازي د عشق او بزم او ميني پر خبرو نه کي تمامه، بلکي ځای ځای ځيني اخلاقي افادې هم وکړي، او خپل پښتانه ويونکي د خوږې کیسې په منځ کي ځينو اخلاقي حقايقو ته هم ملتفت كړي، او په بل ډول یې د ادب هغه يي حقيقي پلو، او واقعي مخ هم وبرېښوي، زموږ پښتون ادیب خو داکار ډېر ښه کړى دئ، او د ادباوو له پاره د تقلید وړ دئ. وګورئ رحمت له دې حكايته د بد عمل جزاء او نتیجه په څه ادیبانه ډول څرګندوي :

چي مجنون په عشق ابتر سو

 په هر ځای د ده کلام و

 چي مجنون نومى يوځوان دئ

 د لیلی په زلفو بند دئ 

چي ژړا یې په وای وای سوه

 ډېر مخلوق د ده دښمن سوه 

چي دوستان څوك د ليلې وو

 د لیلی و پلار ته راغله

 واړو دا مذکور آغاز کړ

 چي یو ځوان په مينه زېر دئ

 په فلاني بيابان كي اوسي

 بدنامي يې تر حد تېره

 هره ورځ غزلخواني کا 

چي په موږ راسي افسوس کا 

هر دم هسي غزل وايي 

دی د غم له سوزه سازه 

په هر دم چي دى بلغاك كا

وايي دى خلك يې ياد کا

لیلی هم ورپسي داغ ده

ته یې وترټه بسياره

د لیلی پلار چي خبر سو

 په خوله لال سو له حيرته

ده ویل درومئ سر يې پرې کړئ

چي و چاته نصيحت سي

 که یې څوك دعوه د خون کا

تاسو خلاص ياست همه واړه

نور ترې پورته یو ښه ځوان سو 

همیشه يې په لاریون کړ 

ناګهان يې په بیابان

د جهان ننگ يې پرې ايښی

ور نژدې چي هغه ځوان سو

 چي ګذار يي پر کاوونه

 وچ سو هسي دی پر پاس

 په دا لاس يې کله درېغ کړ 

چي يې بيا قصد په وهل کړ

 کرامت چي ور څرګند سو 

ژر نسکور د ده پر پښو سو

په بار بار زاری یی کړله



کُل عالم باندي خبر سو 

که خواص وو که عوام وو

 دی په عشق کي ډېر اريان دئ

ډېر ډېر ژاړي او دردمند دئ

افسانه يې په هر ځای سوه

ټول ګويا په دا سخن سوه

د ليلى له قبيلي وو

 هم د ده دربار ته راغله

 نه يو ځله په باز باز کړ

 د لیلی ذکر يې ډېر دئ 

دی زموږ په زيان كي اوسي

 په عالم کړه زموږ ډېره

 دی په نام یې د فلاني كا

 ګاهي رقص ګه زمین بوس کا

چي ليلى ورپکښي ستايي

 ډېر خوشخوان دئ خوش آوازه 

روغ تندرست زړونه چاك چاك كا

زموږ د ملك نامه برباد كا

دی پتنګ دئ دا يې څراغ ده

چي لاس واخلي له دې کاره 

په دا حال خوږ يې ځيگر سو

پیچ يې وخوړ له غيرته

 سپيني توري په ده سرې کړې 

او بل چا وته عبرت سي

بيا دى ځما احوال زبون کا

د ده خون ځما په غاړه 

د مجنون پر لور روان سو

جستجو يې د مجنون کړ

مجنون ولیده عریان

تنها ناست له خلقه ګوښی

تېغ يې وکيښ ور روان سو

لاس يې هسك ودرېدنه 

چي کوز نه سو هغه لاس

په بل لاس یی هغه تېغ کړ

دا بل لاس يې هم خدای شل کړ

د قاتل زړه په ګزند سو

په مخ سر د پښو په مښو سو

هم منت باری یی کړله



دلته که څه هم رحمت داسي يو حكايت راوړی دئ، چي ظاهراً په طبيعي حساب سره نه منل کېږي مګر نتيجه ښه ځني اخلي او داسي وايي :

 و قاتل ته مجنون ويل :

چي په بدو پسي ګرځي

د بدو طلب ګار سي 

چي نيكي بدي انسان کا

چي نېکي کړي نېکي مومي 

څو د لاس رسي نېکي کړه



ځما بزرګو ډېر دي ښه ويل 

عاقبت په څاه کي پرزي

خود په بدو گرفتار سي 

دواړه ځان لره عیان کا

چي بدي کړي بدي مومي

پسله دې تركه بدي کړه


اوس ورد رومه لاس دي جوړ سه!

او له بدو دي زړه سوړ سه!


د رحمت د غزلو دېوان په مردف ډول ترتیب سوى دئ، چي نسخي يې لږ پيدا کيږي. دی په غزل کي خاص ذوق لري چي په کلام کي يې اغلاق او اشکال نسته، په ساده ژبه پېچلي مضامين ادا کوي او د ده غزل بايد بزمي وګڼله سي، ځکه چي ډېر لږ د تصوف یا اخلاقي شاعرۍ رنګ لري. 

د ده د غزل نمونه دا ده :

هيڅ سو هیڅ سو و آشنای ته زما درد

ملاست د هجر په بستر يم خوب مي نسي

د اشنای ميني ضعيف کړم ګرم څه نه یم

تاس د غم مي غورځوي په سينه باندي

لکه شمع كي مي سر په مقراض غوڅ کا 

په جفا سره يې درست عالم تاراج کړ


ځکه پروت یم زړه کباب په ګونه زرد

پر خاطر مي پرېوتلی د غم ګرد

زه چي کاږم و هر چا ته اه سرد

لكه څوك چي شش و پنج کاندي پر نرد

که خاموش سوم هله یمه زه نامرد

له وفا يې هيڅوك نه سو بهره ورد


د رقیب نمرود له لاسه که اور بل سو

د خليل په څېر دا اور سو پر ما برد


رحمت کله کله ځيني فارسي کلمات په خپل شعر کي هم استعمالوي او داسي معلوميږي، چي دی به د فارسي ژبو سره ډېراوسېدلی وي، لکه چي وايي:

       خود به خود مي مجروح که دريغه

       په خندان سره بیا ووایي که کرد

کله کله د قافیې په سمولو کي داسي جدي سي چي تذكير او تانیث هم پرېږدي، مثلاً دى يوه غزل لري چي وايي :

      يار چي هسي مخ پوټی کا

      زما اوتیسي به ندی کا ؟

      که څه ظلم که ستم دئ

      نور څوك نسته واړه دى كا

      له هر څه يې سم  فارغه

      که یار را د شونډو می کا

په دې ډول د غزلي تر آخره پوري قافیه تعقیب کیږي مګر په يوه بيت کي وايي :

      دهجران تاریکی راغلل

      کا چي تياره د مخ سپوږمۍ

په اول بيت کي ندی او په آخر بيت کي سپوږمۍ دواړه په پښتو کي مونثي کلمې دي، مګر رحمت په دې غزلي د مذکرو کلماتو په ردیف کي راوړي دي او دا يو قسم سهل انګاري ده.