32

د بصیرت نامې ليکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

دا کتاب عبرتنامه هم بللی سي، یوه اروپايي گرزندوی د هوتکو د فتح په کال په اصفهان کي وکښلی او خپل د سترگو ليدلي احوال يې پکښي تصوير کړي دي.

دا کتاب ابراهیم په ترکي او عبد الرزاق په فارسي ترجمه کړی دی. چي خطي نسخې يې په ایران کي سته او د يغما مجلې د ۷ کال په ۴ مه شماره کي له دې كتابه احوال افغان رانقل سوي دي.