محیط
بل مهم عامل چي پښتو او پښتنواله يې کلکه کړې ده، چاپېر يعني محيط دی،محیط پرټولو موجوداتو او مخصوصاً پر روحياتو او د ملتو پر راسخو ملکاتو درنې اغېزې کوي، اخلاق، دودونه، جذبات، نفسیات او نور ټوله د انسان مادي او معنوي خواص او مزایا د محیط په اختلاف تغير خوري،هغه آریانان چي له پښتونخوا، يعني هندوکش، باختر او آریاکوسیا څخه ولاړه،د هند تودو مځکو ته ور شپوه سوه، هلته د دوی ټوله خواص هم وگگگرځېده هغه چي په دغو غرو کي هلته پاته سوه، خصايص يې بېل دي او هغه آريانان چي ايران ته ولاړه بېل راسخ ملكات او روحيات يې په خپلو نوو مېنو او هيوادو کي کسب کړه،هندیان،پښتانه،ایرانیان د اروپا ډېر ملل، لکه جرمنی، انگلیس، فرانس،ټوله آریانان گڼل کیږي،مگر هر ملت پخپل هیواد او مځکه کي ځانته عقلي او روحي او بدني تطور وکړ. اوس چي موږ ورته گورو له ورایه ښکاریږي،چي دا پښتون دی، هغه هندي، هغه فرانسوی دی، او هغه بل جرمنی دی.
دا ټوله د چاپېر مخصوص اثرونه دي،چي دا ملل يې سره بېل کړي دي. د مثال په ډول وایو د غرو او رغو د خلکو روحيات كلك او اخلاق يې متين او له رخاوته تش وي، د پښتنو د ژوندون چاپېر او جغرافي محيط او د هستوگي مځکي خو غرنۍ وي، نو ځکه د پښتنوالي په عناصرو کي هم داسي شیان گډ دي، چي د دې ځايو د مېشتو وگړو سره ښايي د پښتنو جغرافي موقعيت خو په پخوانيو پېړيو کي هم داسي و، چي دوی به له خپله ځانه دفاع کوله، او د خپلو غرونو استقلال به یې ساته.
دې محیط چي ژوندون يې په دې ډول و، په پښتنو کي دفاعي روحیات او جنگي اخلاق او ملکات داسي قوي کړه، چي"توریالی توب" د پښتنوالي مهم عنصر و، په نورو څېړنو کي به تاسي ته د محیط د اغېزو نخښي په ښه ډول در څرگندي کړه سي.