زورکي یا مخصوص حرکت
لکه لوړ چه وويل سوه، د پښو حروف علت درې دي، او هر يو دوه حالته لري، چه ټول شپږ سي، د درو حرکاتو تر منځ يو بل حرکت هم سته، چه موږ ئې زورکي بولو، دا حرکت اصلاً د زور او زیر او پيښ تر منځ يو مخصوص صوت دي، چه د درو حروفو علت صوت، پر درو نورو اقسامو ويشي په دې ډول:
۱- د الف سره (آ) لکه تر، پړ، بر چه دلته د الف په نمايندگي د حرکت کار ورکوي، او که د کلمې په پاي کي راسي، نو ئې د اظهار لپاره (هـ) ليکله کيږي، له دغه جهته (هـ) هم که حركي كار وركي، له صايتو حروفو څخه شمیرله کيږي. مثلاً ښځه، پسه چه تر (هـ) دمخه زورکی دي. او (هـ) ئي فقط په اعرابي كيف ليكله كيږي دغسي (هـ) چه په پښتو کي ډیره ده، له حروف علت څخه گڼله کيږي او په درج او ترکيب کي د حروف علت حکم پرجاري كيږي.
۲- که دغه زورکي د (واو) دمخه راسي، نو ئې صوت په مخصوص ډول ور گرزوي، چه د (آؤ) ږغ پکښي وي،لکه کتو.
۳- که زورکي د (ی) دمخه راسي، نو ئې صوت داسي وي (آئ) لکه کوئ، تللی، بخښلی او نور.