32

ويدا Veda

د پښتو ادبیاتو تاریخ ، دریمه برخه

تر ټولو دمخه باید د ویدا کلمه تر غور لاندي راولو ځکه د اکثرو پوهانو په عقیده دا کلمه له پخوانۍ اصلي آريائي ژبي څخه ده، او دوي وائي چه د دې کلمې اصل (ود) دي چه د پوهني معنا لري.

 په سنسكريت کي د ډیرو کلماتو ریښه هم دغه كمله ده، او ډول ډول الفاظ ځني جور شويدي، مثلاً ودت vidit علم، فهم ويد يا علم، زده کړه او وديا بهاياس vidya bhyas زده کړه، لوستنه ودیا پراپت vidya prapti د علم تحصيل د پوهني زده کړه ودیا دان vidyadan د علم خپرول او اشاعت، وديا رتهي vidya rthi زده کونکي، محصل، وديالي vidyalay مكتب ښوونځي، زده کړوځي، وديا وان vidya van پوهنوال، عالم، علمي.

 په دې ډول د ويدا كلمه له (ود) څخه مشتقه ده، او په سنسكريت کي د علم، پوهني په معنا ده مگر لکه کلمات چه د عصر او زمانو په تیریدلو سره تغیر او تحول كوي، معاني هم دغسي دي، چه په تقريبي ډول بلي خوا ته ميل کوي او لږ لږ له خپله اصله لیري کیږي. د سنسكريت ود vada د پښتو ژبي د ډیرو کلماتو سره په ريښه او معنا كي نژدې والي لري، که څه هم کټ مټ دغه کلمات لکه سنسكريت د پوهني او علم معنا نه ورکوي خو د پوهني  مقصد ته نژدې دي، او سړی ويلاي سي چه له اصلي آريائي ژبي څخه دا کلمه سنسكريت ته په لږ معنوي تحول راغلې ده، اصل ئې په پښتو کي محفوظ دي، يا دا چه د پښتو معاني ئې لږ څه مغيري شوې دي، په دې ډول:

په پښتو کي وده vadah د واو په زور او د دال په زورکي تر اوسه د نشو و نما او لويوالي په معناؤ مستعمله ده، په قندهار کي وايي: دا تاک په دې مځکه کي وده نه کوې يعني نه لوئیږي او نشو و نما نه کوي، له دغه ريښې څخه واده vadah جوړ شويدي، چه په واده کي هم وده يعني نشو نما او تکاثر پټ پروت دي، انسانان په واده سره نشو نما او ډيرښت کوي، له دغي کلمې څخه وديدل لازمي مصدر، ودوي متعدي مصدر، او ودون، ودونه، وديده، وديدنه ودينگ جوړ شوي دي.

وده يعني لويښت او نشو نما له پوهني سره لازمي شي دي، وده بې پوهي نه کیږي او هر ځاي چه پوهنه، او علم موجود وي، هلته وده هم سته، دا معنوي تلازم دغه دوه کلمې ښه سره نژدې کوي، نو هغه کلمه چه د (ویدا) نوم ځني مشتق دي، کټ مټ په پښتو کي (وده) ده، د دې معنوي تطبيق او تلازم د څرگندوني لپاره دا لانديني لغوي پلټنه هم د ويلو وړ ده.

د ویدا کلمه چه په اصل کي (ويد) ده، د دال په زور، په اسلامي دوره کي بيد beed ضبط شويده، (واو) او (ب) دواړه شونډيز توري دي، او ابدال ئې هم خورا ډير دي: مثلاً پښتو وري پاړسو بره. پښتو وان van پاړسو سوبان، لکه باغوان او باغبان.

نو ويد، بيد او په پخواني اصطلاح بيذ هم شو چه په پښتو کي له دغي ريښې څخه تر اوسه هم بد bud سته، مثلاً پلاني ډير بد سړی دي يعني هوښيار، عاقل، دانشمدن دي، دا کلمه وروسته به بودائي عصر کي هم کټ مټ د دغه بدهـ په نامه کي موجوده وه، او علامه البيروني ليکي چه د هندوانو په عقيده ماده مطلق او مجرده هیولا (ابيکټ) درې شيه بالقوه له ځانه سره لري: عقل دين، جهل. او لومړۍ يعني عقل ته (بدهه) وايي، چه د راحت او خوښۍ او هوسائي باعث دي.

د بد کلمه د پارس په ژبو هم ننوته، مگر د حافظ ساتونكي، مشر او رئيس معنا ئې وموندله، المسعودي عربي مورخ ليکي: چه په پارس کي تر اسلام دمخه ډیر منصبونه موجود وه، او تر ټولو لوړ منصب د (موبذ) ؤ، يعني حافظ الدين او د دوي په ژبه (مو) دين او (بذ) حافظ ته وايي. جمع ئې (موابذه) ده، دغسي هم اصفهبذ له اصفه (سپه) او بذ څخه مركب دي، يعني سپه سالار په دغه ډول د بيربذ (حافظ الكتاب) هو تخشه بذ (د كاسبانو او تجارو مشر) و دغسي هم الخوارزمي كوهبذ د صاحب الجبل او هیربذ د رئيس النار په معناؤ را وړي دي چه له دغو ټولو څخه دا ښکاري چه (بذ) د پاړسوانانو په اصطلاح تر اسلام دمخه د رئيس او حافظ، مهتر معانی درلودل، چه د بودائي بدهـ او د پښتو اوسني بد سره ډیره اړه او نژدې والي لري.

په پښتو کي يو بل مصدر هم سته، بودول budawal يعني ځيني اخستل او تحصيل او لاسته راوستل، مثلاً خپلي پیسې مي ځيني بود کړې يعني لاس ته مي راوستې او تحصیل مي کړي. ښائي چه دا هم يو معنوي تحول وي له دغي ريښې څخه، دغسي هم ویل کیږي. چه دا شي د بود دي، يعني دگټي او نفعي دي.

له دغو لوړو تاريخي او لغوي پلټونو څخه نو دا نتیجه لاس ته راځي، چه د پښتو (وده) او بيا (بد) په هغه پخواني (ود) او (ويد) او (بيد) اړه لري او د دغو کلماتو ریښه پخوانۍ آریائي ده، او په پښتو کي هم تر اوسته له دغي ريښې څخه ډیري کلمې ژوندۍ دي، او دا ثابتوي چه د آریائي پخوانۍ ژبي سره اوسنۍ پښتو څنگه ټينگه رابطه او اړه لري؟