زراتشترا Zaratashtara
تر اوستا وروسته دوهم مهم نوم د دې کتاب د راوړونکي نوم زراتشترا يا زردشت دي، چه دا سړی د بخدي آرئیایانو يو نوموړي ديني مبلغ او موسس دي. د زردشت له نورو سوانحو او د ده له دين اوكتابه سره دلته موږ نور کار نه لرو فقط د ده د نامه تحلیل د پښتو له پلوه کوو. د ده د ژوندانه د عصر په خصوص کي فقط دوني وايو، چه مورخين مختلف دي خو اكثر هسي وايي، چه زردشت د (۶۵۰ څخه تر۵۵۰ ق، م) پوري يعني په دغه يوه قرن کي ژوندي و، ځکه چه دا سړی هم د بخدي او باختر څخه را وتلي دي، نو بيشكه بايد د ده په نامه کي د پښتو ريښې هم وي.
نوي او زاړه مححقين د زراتشترا په نامه کي مختلف دي، مثلاً په دغو ډولو دا نوم له قديمه تر اوسه ضبط شويدي، زراتشترا، زارتشت، زارهشت، زاردشت، زرادشت، زردهشت، زرتهشت، زره تشت، مگر په گاتها كي زرتشترا راغلي، او دا ډول ئې پخواني دي، يونانيانو زورا دروس، زاروس، زراتش زاروستر هم را وړي دي.
لکه د دي نامه په ظاهري ډول او شکل کي چه اختلاف دي، په معنا كي هم دغسي مختلفي مفکورې موجودي دي، هر چا یوه توجیه کړیده، او مشهور اقوال ئې دغه دي:
١- دينون Deinon يوناني مورخ وائي، چه زرتشتر يعني ( د ستورو ستايونكي ) دا مورخ چه تقریباً دوه زره کاله تر اوس دمخه ژوندي و هسي راي لري.
۲- نوی اروپائي محققین هم ډول ډول ترجمې ورته تراشي. مثلا كاسل Cassel وايي، معنا ئې ( د ستوري زوي ده) ونیدشمن Windischman او ميولر Muller دا عقيده لري، چه معنا ئې (د دلاور اوښ خاوند) ده، هارلز Horlez ئې په (لکه طلا داسي بريښيدونکي) سره ترجمه کوي، دارمستتر وايي چه معنا ئې (د ژيړ اوښ خاوند) ده بارتومه ئې (د زاړه اوښ خاوند) بولي، جاکسن انگلیس هم دغسي وايي، پروفيسور رات ئې د (زرگر) په معنا اخلي.
٣- شرقي پوهان د دې نامه معنا (آوردۀ نخست یا آفریده اول) ليكي. او ځيني ئې په (فرستاده یزدان يا نفس کل، نور مجرد، نفس ناطقه) سره ترجمه کوي.
۴- ځيني پوهان داسي وایي: چه دا کلمه له سامي ژبو څخه راغلې ده راولینسن انگليسي ليکي چه لومړۍ جزو ئې (زرد) له (زیرد) څخه جوړ شوي دي چه معني ئې، زاده ده دوهم جزو ئې اشترا د زهري ستوري نوم دي، نو مركباً ئې داسي معنا كيږي (زادۀ ستاره زهر) د کلدانیانو په عقايدو کي زهره د (ایستار) ظهر و، چه د عشق رب النوع او د جگړو ملكه وه.
۵- دا ټول نظریات چه ذکر شول د ځینو نورو پوهانو له خوا رد شوي دي ځکه چه هر چا یوه تقريبي او تخميني مفهوم ورته ټاکلي دي، پورداؤد وائي:
ښائي چه يوه دغه نظریه سمه نه وي، ځکه که لومړي جزو (زر) وبولو، دا کلمه خو په اوستا کي زيريت Zairita وه، او زرنت د (زوړ او پیر) په معنا دي، مگر په ترکيب کي دا کلمات په څه ډول (زرت) شول؟
په هر صورت نظريات مختلف دي، او د نامه تحلیل هم سخت دي. خو تر ټولو معقوله او لغوي تحليل ته نژدې مفکوره د پروفيسور هاگ Haug ده، دی وايي: چه لومړۍ جزو زرت (زړه) او دوهم جزو له يوتارا Uttara څخه مشتق دى، يعني (اعلي) نو چه مركباً ئې معنا وکړو زرا تشترا (د اعلي زړه خاوند) مفهوم لري، که څه هم هاگ دې نامه ته نوري معناوي لکه ستايونكي او سندري ويونکي هم ږدي، مگر موږ ته د لغوي څيړني په رڼا کي تر ټولو د ده لومړۍ نظريه معقوله ايسي.
د نامه تجزیه
په پښتو کي د زره تشتره نوم د هاگ د عقيدې پر اساس داسي تجزته کولاي سو چه لومړۍ جزو ئې يقيناً د اوستا زرته Zaretha او د پښتو زړه دي چه پارسي دل ته ئې په اوستا زرته وايه. چه ورته ځير سو د کلمې استاسي عناصر (زـ ر) دي چه د اوستا (ر) د (ت) په ملگري يو راز آواز کاوه، چه د (ته = ذ) تر منځ ؤ، او دغه آواز د پښتو (ړ) ادا کړی دي، نو اساساً گویا دوهم اواز یو قسم درنه (ر) وه!
د زړه له مادې څخه ځني نور اسماء هم په اوستائي دوره کي سته، او موږ ته دا ثابتوي، چه د زردشت په عصر کي له دې مادې څخه ډير نومونه جوړ شويدي، مثلاً د بلخ په مشهورو تاريخي پهلوانانو کي يو (زرير) دي چه "یاتکار زیریران" کتاب د ده په نامه کښل شوي، او په پهلوي ژبه کي سته، زریر د ویشتاسپ ورور او اصلاً ئي نوم د مسټر وست په قول "اسپه یاودا" و، او په اوستا کي ده ته (زري واري) لقب ورکړ شوي دي چه لومړي جزو ئې زري (زړه) او دوهم جزو ئې (واری) د پښتو اوسني د فاعلیت ادات (ور) دي، نو زری واری (زړه ور) پښتو کلمه ده چه دغه زری په زره تشتركي هم سته، زره ،زري، زرته ټول دغه د پښتو (زړه) ته راځي.
اوس چه تاسي ته په اوستائي نومو کي د (زړه) د کلمې ریښې معلومي شوې، او دا مو ومنل چه د زراتشتر د نامه لومړۍ ټوټه هم دغه (زره = زړه) ده، نو به دوهمې ټوټې ته ولاړ سو، چه دغه څنگه ده؟
لکه چه تاسي وكتل: اكثرو خلقو دوهم جزو (اشترا) يعني اوښ بللي دي، په حقيقت کي د (ت، ش، ت، ر) اساسي حروف دا کلمه تشکيلوي، چه (ش، ئې، ښ) او (ر، ئې، ن) هم ویل کیږي، نو تشتر د پښتو (تښتن) دي چه معنا ئي صاحب، خاوند، مالک ده، او دا کلمه په پښتو کي د "څښتن" په شکل هم موجوده په ادب او محاوه کي عموماً ژوندۍ او مستعمله ده.
د (ش) او (ښ) ابدال عمومي دي، دا دواړه حروف له یوه مخرجه او یوه اصله دي د پارسي اکثر (ش) د پښتو په (ښ) بدلیږي، اخرني حرف ئې (ر) ده، چه په پښتو کي په (ن) اوښتې ده دا ابدال هم روا دي، ځکه چه دواړه توري له تالو څخه اداکيږي او د یوه مخرح دي. نو به اوس دا کلمه په پښتو کي په دې ډول ترجمه شي زره تشتر يعني (د زړه تښتن) چه په پارسي ئي (صاحب دل) ترجمه كوي.
ځکه چه زردشت روحاني سړى و، نو ده ته د زړه تښتن او صاحب دل ویل، تر نورو ټولو نومو افضل دي او دا اصطلاح تر اوسه هم په دغسي ځايو کي سته، که د زره سره (ور) يو ځاي کړو ، هلته، شجاعت، دلاوري افاده کوي، که (تښتن) ور سره ووایو، نو روحانیت او معنوي احوال، او هادي توب او رهنما والي را ښئی.