32

شیخ کټه د (لرغوني پیښتانه) لیکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

دا مدقق مؤرخ او د پښتنو د یوې خوار لويي علمي او ادبي کورنۍ رکن د شیخ یوسف زوی او د شيخ متي لمسى دى. شیخ متى هغه لوی او معروف د پښتنو نوموړی دی چي په کلات بابا مشهور او اوس يې هم مرقد د کلات پر غوندۍ دی. شیخ متى عارف او عالم او ادیب سړی او په پښتو کي يې په علم او عرفان ډېر شهرت درلود. شیخ متی خپلي کورنۍ ته علم، تقوی، عرفان په ارث پرېښوول او يو کتاب يې هم ولیکه، چي( د خدای مينه )يې نوم و. د ده ځیني اشعار هم پښتنو مؤرخينو رانقل کړي دي.

 په دې کورنۍ کي وروسته ډېر علماء، مؤرخين، عرفاء پيدا سول چي موږ يې د روښان او دروېزه او خوشحال خان د علمي کورنۍ په څېر د پښتنو يوه بله لوړه علمي او عرفاني کورنۍ گڼلای سو. په دې مقاله کي زما وظيفه ده چي د دوى تاريخي کتب او خدمتونه ولیکم، نوري علمي او ادبي پلټني يې بېل ليکونه غواړي. شيخ يوسف د شېخ متي تر مړيني وروسته د ده پر علمي او ادبي او روحاني مسند کښېناست او اوه زامن يې درلودل چي له دوی څخه شیخ کټه ډېر مشهور سو او د ده مور بي بي مراد بخته نومیده، چي په خټه زمنده وه  دې نوموړي عالم د پښتنو د رجالو او مشاهیرو په تاريخ کي يو نفيس کتاب و کيښ چی نوم یې و( لرغوني پښتانه) دا کتاب پښتو ؤ، او د پټي خزانې مؤلف محمد هوتک ډېر ځله دا کتاب يادوي او داسي ښکاري چي د دغه مؤرخ یگانه ماخذ هم دغه و. د شېخ کټه د ژوندانه وخت نه دی ښکاره،خو د پټي خزانې په روایت د ده نیکه شیخ متی په (۶۸۸ هـ) وفات سوی دی، ځکه چي د مؤرخينو په اتفاق يوه پېړۍ درو پښتو لپاره مقرره ده نو باید د شیخ کټه د ژوندانه وخت هم د (۷۵۰ هـ) شاوخوا وگڼل سي. د شېخ کټه اولاد که څه هم د پېښور په شمالي لتو کي پراته وو، مگر داسي ښکاري چي په خپله دی سیاح سړی و، ځکه محمد هوتک په ښکاره لیکي چي شيخ كټه د محمد بن على البستي کتاب تاريخ سوري په بالشتان کي لیدلی و بالشتان یا والشتان خو د غور مشهور ښار ؤ، چي په (۱۳۹ هـ) امیر پولاد سوري نیولی ؤ  چي د بيهقي په ضبط گوروالشت  او د منهاج سراج د طبقات ناصری په یوه نسخه کي غوروالشت راغلی دی او دا ښار د تکیناباد (د اوسني کندهارحدود) او د غور د مندیش تر منځ پروت و، او د سیستان په تاريخ کي هم والشتان ضبط سوی دی نو چي شيخ كټه والشتان ته راغلی او د غور دغه ښار لیدلی و، ښکاريږي چي د وطن شرقي او جنوبي خواوي به يې هم کتلي وي.

د شیخ کټه نفیس تاريخي کتاب (لرغوني پښتانه )چي له نامه څخه يې هم د کتاب اهمیت ښه ښکاري اوس نسته، داسي څرگنديږي چي دغه نفیس کتاب د محمد هوتک لاس ته ورغلی و او د پټي خزانې مهمه ادبي برخه هم له دغه کتابه اقتباس دی. خوشبختانه محمد دا هم ليکلي دي چي د شېخ كټه مهم تاريخي ماخذ هم "تاريخ سوري" وو چي زه به يې بېل ذکر وکړم. د شېخ کټه د اولاد په خصوص کي خوشبختانه خواجه نعمت الله هروي مفصلاً کښلي دي چي ده اته زامن درلوده: د زلو معدورزۍ له نسه، سلطان ثابت،حاجي، سليمان، ممی له دوهمي ماينې څخه چي دغه هم زلو نومېده. په خټه اکازۍ یوسفزۍ :ابراهیم،ملک، پاجی.