د لسو ملکانو جنگ او د بهاراته جبهه

د افغانستان پخوانی تاریخ دوهم

او هغه قبیلې چه په هغه کښی شاملې شوې: په هغو تاریخی پیښو کښی چه له ویدی سرودونو څخه ایستل شوی دی یو هغه ډېر مشهور جنگ دی چه پخپله د آریائی قبیلو په منځ کښی د آریانا له مشرقی برخو څخه له مهاجرت او تگ نه وروسته د (پاروشنی Parnshni ) د سیند په غاړو (ایراواتی - راوی) کښی پېښ شوی دی او د (لسو ملکانو) یا د (لسو پادشاهانو) یا د (لسو قبيلو) په جنگ سره مشهوردی. مدققینو دغه پیښه د مختلفو اړخونو څخه تجزیه او څېړلې ده. او د هغه اهمیت له کبله چه لری ئی په دغه باب کښی ئی مستقل آثار ليکلی دی.

دغه جنگ زمونږ د مملکت د ویدی عصر د تاریخ د پاره او خاص بیا د ځينو لويو قبيلو د نومونو د واضح او روښانولو او د هغوى ترمنځ يو د بله د روابطو او تماس او د هغوی د گډ کوشش او نورو ډېرو مسائلو د پاره ډېر زیات اهمیت لری. د دغه جنگ په شان يوبل جنگ هم شته چه د آريائې قبیلو په منځ کښی د سراسواتی (هراویتی - ارغنداؤ) په حوزه کښی شوی دی او په دغه جنگ کښی هم ځينو هغو قبائلو گډون کړی ؤ چه اولاده ئی اوس هم د افغانستان په غربی برخو  اوسیبږی. هر کله چه د دغو پېښو له تحليلولو او بیانولو څخه په ویدی زمانه کښی زمونږ د باستانی قبیلو په نومونو او موقعيتونو رڼا اچول کېږی د قبائلو په  سلسله  کښی مو دغه جنگونه له دي کبله راوړل او یاد مو کړل چه د قبائلو نومونه یوځل میدان ته را ووځی، وروسته بیا تر کوم ځای پوری چه معلومات لرو د ځينو قبيلو هويت نور هم پسې څرگند وو.

د مخه مووویل چه د (بهاراته) لويه او قوی قبیله د خپلو نورو ښاخونو او کورنیو سره وروسته تردې چه یو څه موده د هندوکش په جنوب کښی و اوسېدله د (کوبها) او د ارغنداؤ د ناوې او د بولان د درې په لارو د (سندهو) ناوی ته ښکته شوا و د دغی ناوی په هغی خوا ځمکو کښی مـخ په وړاندې لاړه د (لسوملکانو) جنگ له داسې پېښو څخه دی چه د دوی د تگ او سفر د لارې په سر پېښ شوی دی او حتی د دغی مهمې قبيلې د ښاخونو او کورنیو په بیلولو او تجزيه او د نورو قبیلو په يووالی او اتحاد کښی لوی لاس لری د دغه جنگ ظاهری علت د دوو تنو ریشییانو مذهبی مشاورینو معزو لېدل او پاتی کېدل (برقراری) دی، او اصل قضيه په دغه ډول ده: (سوداس) پاچا د (دیواداسا) د (بهاراته) د قبیلی د پاچا زوی يو مذهبی مشاور درلود چه (ويسواميترا Vis vamitra) نومېد او په اصل کښی د (کوزیکا Kusika ) ادب دوستی کو رنۍ څخه و چه دغه کورنۍ د (بهاراته) قبيلى پورې مربوطه وه او دغه مذهبی مشاور پخپله روحانی قوه او ښو تدبیرونو او پخپل معنوی نفوذ د (سوداس) سره ډېره مرسته وکړه او خاص بيا د (ستردو Sturdu (ستلج) او (ویپاشا) Vipasha ( به آس) د حوزې په فتوحاتو کښی ئی لوی لاس درلود، له دې کبله چه ښه نه څرگندیږی پاچا یوه ورځ دغه مشاور معزول کړ او د هغه په ځای باندی ئی یو بل سړی مقرر کړ چه (واسیتاس) (Vasistas) نومېد، اوپبه نتیجه کښی د دغو دوو رېشيیانو او د دوی د کورنيو او قبیلو په منځ کښی سخت مخالفتونه پیدا شول او هر کله چه (ویسوامیترا) په خبرو او تدبیر کښی ډیر پوه او مقتدر ؤ او په قبيلو کښی ئی ډیر نفوذ او اعتبار درلود او سمدستی ئی د (سوداس) پر ضد اقدامات وکړل او پخپله د (بهاراته) د قبيلې ځيني کورنۍ چه (پاچا او شاعر) یعنی (سوداس) او (ويسواميترا) په دغې قبيلې پورې اړه درلوده د (پنکه جانا) د اتحاد يې د قبائلو او د نورو لويو او مهمو قبيلو لکه: (پکتيانو) پکتويس، پارت، یا پښتنو)، الينايانو (نورستانيانو) بهالانا (دننی بولان د درې د اوسېدونکو) شیوایانو (د اندوس شاؤخوا اوسېدونکو) او نورو سره يو او متحدي کړي او د (بهاراته جبهه) ئی د (سوداس) پرضد جوړه کړه. په دغه جنگ کښی (سوداس) بریالی او فاتح شو او د (انو Anus) او (دریوهــو Druhyu) د قبيلو ملکان ووژل شول. او د دې خبرې یو علت چه د لس گونو آریائی قبیلو اولاده چه وروسته تر دې. د هغوی نومونه په ترتیب سره ذکر کوو د آریانا یا د افغانستان په خاوره کښی ژوندون کوی هم همدغه دی چه د (ویسواميترا) د جبهې له ماتې نه وروسته دوی په خپل مملکت کښی پاتی شول او نور ئی مهاجرت ته زړه ښه نه کر.

د لس گونو قبيلو نومونه دا دی: 

(1) الینايان Alinas (نورستانیان)

(۲) پکتيان Paktians (پکتويس، پارت، پښتون، پښتانه)

(۳) بهالانایان Bhalanaias (د بولان د درې اوسنى خلک) 

(۴) شیوایان Ghivaians (اندوس ته نزدې خلک یا د کابل د شيوکۍ خلک) 

(۵) ويشانن یانVishaninians     

(۶) انویان Anuians

(۷) دريوهويان Druhyuians 

(۸) تورواشایان Turvasaiahs

(۹) یا دویان Yaduians

(۱۰) پورویان Puruians (د برنی اندوس او د گندهارا د شاؤخوا ځايو اوسېدونکی)

*      *     *

پکتيان: د (بهارت) د مشهورې قبيلې په شان چه له باختړ نه د سندهو هغې خواته د دغې قبيلې تگ او حرکت مو ترسیم کړ پکتیان هم د باختری کتلی د ویدی مشهورو قبیلو څخه یوه قبیله ده چه د مهاجرت د زمانی له پخوا په باختر کښی په آریائی جامعه کښی اوسېدله. د ۱۹۰۰ او ۲۰۰۰ ق م په شاؤخوا کښی چه له باختر  نه د آریائیانو د مهاجرت شروع گنل کيږی د پکتيانو قبیله دوه برخې شوه، یوه څانگه ئی د اورو قبيلو او کورنيوسره چه ډېری مشهوری ئی د پنکه جانا په جز کښی. یعنی په پنځه گونو قبيلو او د (لسو قبيلو) به اتحادیه کښی يادې شوی دی. د هندو کش جنوب ته ښکته شوه او په آخر کښی د آریانا په جنوب شرقی سختو منطقو او د غرو په لمنو کښی میشت شوه او دغه ځای ئی د (پکتیانو د استوگنی د ځای په نامه) مشهور کړ، او دغه موضوع لږ وروسته مفصله بيانوو. هغه څانگه چه مهاجرت ئی و نه کړ د نورو ډېرو قبيلو په شان ئی په باختر کښی خپل ژوندون ته پسې دوام ورکړ او په همدغه ځای کښی پاتی شوه، دغی څانگی ویدی او اوستائی مدنیت په بخدی  کښی تېر کړ او حتی د (ق م دریمې پیړۍ تر نیما ئی پوری) چه (ارساس) د هغوی د رئیسانو نه د یو رئیس پارتی د غرب خواته لاړه او د شامی یونانیانو پرضد ئی د خپلواکۍ اعلان وکړ، د هغوی نوم او نښان په باختر کښی مشهور دی.

له هغو پکتيانو، یا پارتيانو یا پښتنونه چه په بخدی کښی پاتی شول، یوې څانگی د هغو مهاجرینو سره چه د لمر پرېواته خواته لاړل د هريرود په هغې خوا غربی برخه  کښی د (اترک) او کشف رود حوزې د خزر سواحلو ته نژدی ځايونه ونیول او هغه ځای د دوی په نوم (پارتیا) یعنی د (پارتیانو) په ځمکه مشهور شو چه د آریانا یو ډیر غربی ولایت ؤ، له هغو اشاراتو او معلوماتو څخه چه (هرودوت) ئی ورکوی یوه کوچنۍ څانگه لا هم د غرب خواته مخکښی تللې او د ارمنستان په غربی برخو کښی استوگنه غوره کړې او اوسېدلی ده، او په دغه ځای کښی هم پخپله دوی د پکتیس یا پکتویس په نامه او خاوره او وطن ئی د پکتيکا په نامه مشهور شو، او دغه د بخدی پکتیا او د کتلې ډېره غربی څانگه ده چه د تاریخ نه د دوی نښه او پته نه ده ورکه. 

د پکت، پکتی، پکتیانو نوم په بخد، بخدی، پاکترا (شمال) او اپاکترا (شمالۍ) د هندوکش په شمالی برخو کښی په پاکت، پکتيا نو، پښت، پښتېخا او پښتونخوا کښی د (سپین غر) په دواړو خواؤ د آریانا په جنوبی ارخ کښی، پارت او پارتیا د کشف رود او اترک په حوزه کښی یعنی هیرکانیا یا د آریانا د پارتيا په ولایت کښی، په پکتیس او پکتويس او پکتیکا په غربی ارمنستان کښبې په ټولو ځايو کښی ئی اثر پرې ایښی او فقه اللغت دغه ټول سره نښلوی او یو ځای کوی. 

اوس چه د دې مهمی قبیلی اصل او د هغې د نوم تاثیر بیان شو، د هغه مرام او مقصد له مخی چه دغه فصل ئی غواړی د (پکتیانو) جنوبی څانگه چه په  ویدی سرود کښی یاده شوې ده تر څېړنې او کتنې لاندى نيسو: د پکتیانو د قبیلې هغه څانگه چه له بخدی نه د هندوکش جنوب ته ښکته شوه په ویدی زمانه کښی د (سپین غر) د دواړو خواؤ په لمنو او درو کښی مېشت شوه لکه چه وروسته به و گورو د ریگ وید سرودونو د (لسو قبيلو) په جنگ او نورو ځايو کښی د دوی نوم يا داؤ او په ځینو وختو او مواردو کښی ئی د دوی پادشاهان هم یاد کړی دی. د مملکت د دې باستانی قبیلی نوم او نښان د زمانې په تیریدلو کښی تل ژوندی او ښکاره دى او لويو مؤرخينو هر یو د دوی نومونه یاد کړی دی. هرودوت د مؤرخینو پلار د میلاد نه پخوا په څلورمه پیړۍ کښی د (پکتی) یا (پکتيس) یا (پکتويس) قوم او د دوی وطن او د استوگنی ځاى ( پکتيکا) يا (پکتيا ) دواړه یاد کړی دی، او یونانی رسم الخط دغه نومونه او د دوی د استوگنی ځای واضحه څرگندوی چه دغه مؤرخ يو قوم د (پښت) په نامه او د دوی د استوگنی ځای د(پښتیخا) په نامه یادوی. (استرابو) او (پلینی) د دوی نومونه، نه یادوی ځکه چه دوی زیاتره عمومی نومونه یاد او استعمال کړی دی چه هر نوم به څو قومونو او قبيلوته مشتمل ؤ. بطليموس په ضمنی ډول د دوی نوم یاد کړی دی او د دوی وطن او د استوگنی ځای یعنی (پکتین) د (پاروپامیزاد) د جنوب خواته بولی، ځکه چه دی د اراکوزی د (ارغنداب حوزی) په تعریف کښی وائی چه: اراکوزی له پاروپامیزاد یعنی له هغی خطې نه چه په جنوب کښی ئی باید (پکتین) یعنی د (پکتییانو) وطن وپلټل شی یو داسی غر جدا کوی چه (پرسوتس Persuetes) نومیږی.

هرودوت پکتیسیان او د دوی د استوگنی ځای اوځینی ښارونه، کالی، او لباسونه، عرف او عادتونه او د هغوی رئیسان ښه پېژندل، او سره د دې چه معلومات ئی ډېر لږ او له څو جملونه زيات ندی مگر سره له دې بيا هم جملې ئی هره یوه پخپل ځای ډېره مهمه ده او ځینی اساسی نظریي درځنی په لاس راځی. د دوی د کالیو (لباسونه) او وسلو په باب کښی لیکی چه: پکتيسيانو Pactyces د پوستکو جامی در لودلی، او غشی او لینده ئی پخپله د دوی د محلی شکل او نمونې په ډول وه. د دوی رئیس (ارتينت Artynte) نومېد چه د (ايتهامتر Ithamatre) زوی ؤ. 

هغه مهمه نقطه چه د (هرودت) له یادداشتونه په لاس راځی د باختریانو سره د پکتيسيانو د عرف او عاداتو مشا بهت دی چه پخپله له منل شوو مسئلو څخه دی، او د دغه یونانی مشهور مؤرخ ښکاره شهادت هم د دغی خبرې تائید کوی ځگه چه وائی د (کسپا تير CasPatyrc) (کابل) د ښار د شاوخوا اوسېدونکو او د (پکتيک) يا (پښتيخا) د سیمی خلکو د عرف او عاداتو له کبله د باختریانو سره ډېر شباهت درلود.  

نو په دې خبره کښى څه شک او شبهه نشته چه د هرودت « پښتیان» د نننی «پښتون» کتله او ملت دی، او «پکتيا» ئی درې څلور سوه کاله پخوانۍ «پښتيخواه» او «پښتونخواه» ده چه تر نن ورځی پوری له منځه تللي نه ده. اوس چه مو د دې کلمی باستانی او پخوانۍ شکل وموند نو د هغه پخوانۍ جغرافیائی مفهوم د آريانا په چوکاټ کښی ذکر کوو.

هغه«پکتیکا» یا «پښتیخا» چه هرودوت یاده کړې ده په جغرافیائی لحاظ عيناً د نننۍ د «پښتونخواه» ځمکه پکښی راځی او په داسې ځمکو مشتمله ده چه د سلیمان او سپین غر یعنی د اوستا د «سپیتا گوتا گیری» او د نننی سپین غر د غرونو ښاخونه پکښی غورېدلی دی او د دغو غرونو له جاری اوبو څخه اوبه کیږی بیلو د دغی ځمکی او قطعی شمالی خواوې او حدود: د سوات او پنجگوړې لوړ او جگ نقاط او د لوگر(د بطليموس لوکرناء) او د کابل (د هرودت کسپاتیر او د بطلیموس کابورا او کاروارا) د سیندو او جنوبی سواحل او غاړې ټاکی. او د دغه، ځای جنوبی خوا او حد کاکړ د پشين او شال علاقه او د بوری دره بولی چه اندوس ته رسیږی. شرقی حد ئی د اندوس سيند (جریان) او غربی فاصله ئی هغه غربی ځایونه وو چه د سلیمان غر ورسره تمام شوی دی. او نننۍ جنوبی خوائی د (روه) او ننگرهار د علاقی سره نښتی او شرقی برخی ئی د دغی خاوری یوه زیاته برخه رانیسی. 

د هرودت د بیان له مخې په ( پکتيکا) کښی څلورو قومونو يو د بله څنگ په څنگ ژوندون کاوه: یوئی (گنداری Gandari) دی چه د وید د سرودونو له زمانې څخه په همدې نامه په همدغه ځای کښی ژوندون کوی دوهم ئی (اپاریتی Aparytae) دی، او دریم ئی (ستا گیدی) (Satagyddae)

او څلورم (دادیکی Dadicae ) دی چه هر یو به ئی جلا جلا ذکر کړو. لومړی لکه چه وموويل د گندهارا خلک دى. دوهم (افریدیان) او دریم د ځينو تعبيرو له مخی د (خټکو) قبيله، او څلورم د (دا دی) یا (داديک) یا د (تاجيک) قبيله ده، او د دوی د استوگنی ځای (ستاگیدییانو) د استوگن ځای د پخوانۍ خاوری په جنوبی اطرافو کنښی ؤ بطليموس د شرق د پخوانۍ کلاسيک د جغرافیا خاوند چه آریانا د ولاياتو، ښارونو او قبیلو په باب کښی مفصل بحث کوى د خپلې جغرافيې په تقسيماتو کښی د )پکتيکا = پښتيخا) نوم نه یادوی بلکه هغه ئی د اراکوزی په ولایت کښی راوستی دی، او د آریانا په دغه ولایت کښی د غزنی نننۍ علاقه او د سلیمان د غره سلسله تر اندوس پوری شامله وه. ښائی چه یوه شرقی برخه کی د پار و پامیزاد د ولایت جز شوی هم وی، ځکه چه د دغه وروستی ځای ځمکی د هزاره جاتو او کابل نه د اندوس تر غاړو او سواحلو پوری پرتی وې او نورستان او دا دسنان پکښی شامل وو. په دغه تفصيل سره واضحه معلومیزی چه : (پکتيکا = پښتيخا) د آریانا له جنوب شرقی برخونه يوه برخه وه او د کلاسيک په جغرافیائی تقسیماتو کښی د اراکوزی په خاوره کښې داخله وه په اداری تقسیماتو کښی د دغه ځای اوسېدونکی قبائل د يو تن نائب الحکومه له خوا اداره کېدل، او په عسکری سوقیاتو کښی ئی جلا جلا قوماندانان درلودل.

پکتیان د ریگ وید په سرود کښی سربیره په دې چه د لس گونو قبیلو په جمله کښی د (لسو ملکانو) په جنگ کښی حساب شوی دی، په نورو ډیرو ځايو کښی ئی هم نوم یاد شوی دی، او د هغو اصولو له مخې چه په زمانه کښی رواج وو او پاچا د خپلې قبيلې په نامه یادیده (پکهتا) د (پکتیانو) د پاچا په حیث هم یاد شوی دی او د نمونې په ډول د سرود د ځينو برخو عین متن چه د (پکتيانو) او (پکهت) کلمه پکښی ليکل شوې ده د ريگ ويد د دوو جلدو سرودونو د (رالف. تی. اچ. گر یفیت Ralph T.H.Griffith) د ترجمې له مخې ذکر کوو:

(۱) د دوهم جلد د اوولسم سرود د اووم جز ۱۸ مخ 

(۲) د دوهم جلد د ۲۲ سرود د اتم جز ١۵٣ مخ 

(۳) د دوهم جلد د اول سرود د اتم جز ۱۶۰ مخ 

(4) د دوهم جلد د ۶١ سرود د لسم جز ۴۶۵ مخ

یواځی د دې خبرې ذکر کول چه د (پکتيانو) کلمه په سرودونو کښی ياده شوې ده، بس ندی او کفایت نکوی، هر کله چه د يوې جملې معنی او د استعمال ځای موضوع ډېره روښانه کوی د دغو څلورو مواردو د متن ترجمه په دغه ډول بیانوو: 

(د دوهم جلد د اتلسم سرود ۱۷ - او ۱۸ مخ، ۶ - او ۷ فرد. 

(..... بريگوس او دريوهوس  زر غوږونه کښیښودل . د دوو لیری لیری قبیلو په منځ  دوست دوست ته نجات ورکړ.

پکتیان. بهالانا، الينايان، شیوایان، و یشانن یان سره یو ځای راغوندي شول. آریایی ملگری د دری د لارښودنی د پاره د ( تريتو Tr.tsus) قبيلي ته راغی. دغه راتگ، جنگ سره د عشق او په زړ ورتیا د جگړې سره د محبت له کبله ؤ.)

 په دغه سرود کښی لکه چه لېدل کیږی پکتیان (پښتانه) بهالانا (د بولان د درې خلک يا د لغمان د شاؤخوا اوسېدونکی) لینایان (نورستانیان) شیوایان (د اندوس د غاړو او اطرافو يا د خیوې اوشگې یا د کابل د شیوکیو اوسېدونکی) ويشانن بان ټول يوځای یاد شوی او په جنگ کښی د دوی د ټولو اتفاق ذکر کوی. د د وهم جلد د اتم جز د(۲۲) سرود (١۵٣) مخ ۹ فرد .

(ای اسونیانوAsvins ) پر خپلو جنگی عرادو او کراچیو سپاره شیء، پر خپل طلائی ناست ځای (نشیمنگاه) باندی کرار کښېنیء. تاسو ای هغو کسانو چه ډېره شتمنی او زبات مالونه لریء.

په هغو مرستو چه د پکته او ادریگو Adhrigu سره موو کړې (بابهرو - Babhru) له خپلو دوستانو څخه جدا شو.

ای اسونیانو له دوی سره دلته راشیء، هلیء زر شیء تلوار و کړیء او د هغه ضرر او ناروغی او مرض چه پېښ شوی دی علاج او چاره و کړیء .....) په دغه ځای کښی له پکته نه مقصد د پکتیانو د قبیلی پاچا دی. دغه رنگ (ادریکو) او (بابهرو) هم د پادشاهانو، نومونه دی. د دغه سرود له دغو دوو فردونه داسې معلومیږی چه شاعر کرمه د جنگ قصه تر سیموی او د پکتيانو د پاچا او (ادریگېو) د سر لوړۍ او بریالیتوب د پاره چه د هغی سره د کومې متحدې قبیلی باچا دی د سهار دستورو د ارباب انواعو څخه مرسته غواړی، او دوی سمدستی پخپلو جنگی عرادو سپرېږری او د (پکته) اود (ادریگو) پاچا مرستې ته رسېږی او دوی ته د فتحی او بری د پاره تشویق ورکوی، او د دوی د ناروغانو او زخمیانو روزنه او پرستاری کوی. له دغه سرودنه واضحه څرگندېږی چه د پکتیانو قبیلی په ویدی زمانه کښی د هندوکش په جنوب کښی ځانته پاچا او اداری نظام درلود او د نورو آریائی قبیلو ځینی پادشاهان هم د هغوی سره متحد او ملگری وو، او د آریائی مخالفینو یا د خپلو دښمنانو پرضد به په گډه او اتفاق سره جنگېدل.

اول سرود ٢۶٠ مخ دوهم جلد اتم جز: (ای اندرا له تا نه سره د دې دومره لريوالی او عظمت چه لری ئی هیله کوو چه مونږ د لنگو غواگانو په راکړه غنیان کړي، څرنگه چه (مگا دن) په«مدهه یاتی نیا Nip tithia» او « نی یا تی تیا Medhyatitia »  « په دوو تنو مشهورو شاعرانو» په جنگ  کښی مهربانی او مرحمت و کړ. په هماغه شان چه د محسن په صفت دې « کنو Kannat » قبيلې د« تراسا دسیو Trasadsyu» شهزاده او پکته «د پکتیانو پاچا» او« داساوراجا Dasarraja » ته دې ورکړل. څرنگه چه دې اى اندرا «گوشاریاGosarya)» د « اسون تحت الحمایه» او « رجیسوان Rijisvan » « خپل تحت حمایه» ته لنگی غواگانې اوسره زر ور کړل.

          *    *    *

د دغه سرود په دوو فردونو کښی شاعر له «اندرا» د جنگ رب النوع څخه لنگه غوا غواړی چه د آریائی شتمنۍ معیار او د ژوندانه مهمه وسیله وه معلومیږی چه د دغه سرود شاعر یوغریب سړی ؤ لکه چه د دوو تنو نورو شاعرانو دولت، شتمنی اورمي د مثال به ډول راوړی. په همدغه ترتیب شاعر له خپلو همکارانونه تیر شوی او د «کنوا» د قبیلې په باب کښی چه د ویدی شعرا وو له مشهورو کورنیو څخه یوه کورنۍ ده، او د بوبل شهزاده او د پکتیانو د پاچا او د نورو دوو دریو تنو په باب  د «اندرا» احسان بیانوی، له دغه ځای څخه معلومېږی چه «اندرا» د جنگ رب النوع د پکتيانو په جنگیالۍ قبیله او د دوی په پاچا باندی خاص نظر درلود، او دغه قبیله د آریائی شتمنو قبیلو څخه شمېرل کېدله او د ډېرو غواگانو او څارو يو رمې ئی لرلې. ۶١ سرود لسم جز ۴۶۵ مخ دو هم جلد « خوش آوازه خبر لوڅ د جنگ په طوفان کښی دغه دعا وکړه چه له ( اسونیا نو Asvins) نه جنگ و گټی. هغه وخت چه ډېرو کريمر ارباب انواعو د پکتيانو مور و پلار ته نجات ورکړ پر (اوه گونو هو تایانو ) ئی جمله او هجوم ور وړ (شیاوانا Chyarana) ( له پخوانيو شاعرانو څخه د یو شاعر زوی) د فریب ورکوونکو تحفو د وړاندې کولو دپاره په ډېرو دواگانو سره مذبح تياره او آماده کړه .

توروایانا Tvrvayana په موجوداتو کښې ډېر خوش آواز د نذر مشروبات د سیلاو په شان توی کړل چه ځمکه حاصلناکه او آباده کړی .)

*        *       *

د ریگ وید د سرودونو د دوهم جلد د ۴۶۵ مخ د پاورقۍ له مخی ( پیشل Pisehcl مشهور وید پیژندونکی د دغه سرود د درېو لومړيو مسرو په شاؤخوا کښې ډېرې څېړنې او تحقیقات کړی او داسې معلومېږی چه دغه مسرۍ د (توروایانا) د پکتیانو د ځوان پاچا او د ( شیاوانا) د یو پخوانی شاعر د زوی په یو پخوانی داستان پوری اړه لری، د دغه داستان پهلوانان (توروایانا) د پکتيانو ځوان پاچا او (شياوانا) د (بریگو) د آریانا د ویدی زمانو د یو نامتو شاعر زوی دی. په دغه داستان کښی د آریائی ارباب انواعو څخه دوه تنه هم لاس لری چه بوئی (اسون) د سهار د ستورو رب النوع اوبل ئی (اندرا) د جنگ رب النوع دی.

له دغو مسريو څخه چه ترجمه ئی وشوه داسی معلومیږی چه ښائی د پکتيانو د قبيلې او د دغه شاعر د قبیلې په منځ کښی یو جنگ پېښ شوی وی یا پاچا او شاعر پخپل منځ کښی سره خپه شوی وی او خبره دې جنگ ته وتلی وی. په هر حال د کامیابۍ گټلو دپاره (شیاوانا) هغه شاعر چه له ورکوټوالی نه ئی د(اسون) د سهار دستورو رب النوع سره علاقه درلوده مذبح په قسم قسم دوا گانو او خوشبوی گنو سره پاکه او تياره کړه او فریب ورکوونکی تحفې ئی وړاندې کړې چه د پکتیانو په پاچا او د ده په قبیله باندى بريالي شي، مگر (اندرا) حجنک رب النوع د پکتیانو د جنگیالۍ قبيلي طرفداری و کړه او قربانی ئی وځنډوله او هغه روحانیون ئی له پښتو او اقتدار نه وغورځول چه په ذبح ما مور وو، نو په دغه وخت کښی (توروایانا) د پکتیانو ځوان پاچا د (اندرا) د خوشالۍ دپاره د سیلابی سیند په شان مشروبات نذر کړل او په نتیجه کښی پخپلو مخالفينو باندی بریالی او فاتح شو.


د پکتيانو د پاچا او قبیلی اقتدار : که چېری د ریگ وید په سرود کښی دقت او غور وشی او ډېر تیت ؤ پرک او کوچنی معلومات په لاس را ځی چه د هغو له مجموعي څخه د پکتيانو د قبيلې اقتدار او په نورو ویدی قبیلو کښی د دغی قبیلی اهمیت او د دی قبیلی د پاچاهانو لوی او مهم رول واضحه معلومېږی د (لسو ملکانو) له جنگ نه لومړی مود (سوداس) پاچا او د ده پر ضد د لسو قبيلو د اتحادیه باب کښی بحث و کړ، د (سوداس) تیکه یو پاچا ؤ چه (دی وو داسا Divodasa) نومېد او د ریګ وید سرود د ده دپاره په ډېر زيات قدرت قائل شوی او دی ئی د یو قوی او جنگیالی پاچا په صفت بللی دی او د بیلو بیلو آریائی قبیلو سره ئی ډېر جنگونه کړی دی چه د دغو جنگونو ډگر اراکوزی دی، او په دغی موضوع باندی به پخپل ځای کښی بحث وکړو، (دی وو داسا) په ټولو جنگونو کښی بریالی او غالب ؤ او هيڅ يوې قبیلی به ورسره مقابله کولی نه شوه، لکه چه په یو ځای کښی راغلی دی چه د (سموار Samvaral) د (اسورا Asura) د قبيلي د مقتدر رئیس (۹۹) جنگی کلاگانی د (اندرا) په مرسته ورانې اوخر کړی دی مگر سره د دې دومره اقتداره په یو جنگ کښی چه په هغه کښی (آیو Ayu) او (کوتسا Kutsa) د (پورو Pouru) د مقتدری قبیلی پادشاهان هم ورسره ملگری او متحد وو د (توروایانا Turvayana) د پکتیانو د ځوان پاچا په مقابل کښی ئی هاتی وکړه (شاندراداس) د خپل اثر (ريگوديک کلچر) په ٣۵۶ مخ کښی وائی چه: دغه یواځی لومړی ځل دی چه (اندرا) د (دی وو داسا) پاچا سره په جنگ کښی مرسته و نه کړه ار په جنگ کښی د پکتیانو پاچا ورباندی غالب شو له دغه ځای څخه د پکتیانو د جنگیالۍ قبیلی اقتدار او په ویدی قبیلو کښی دهغی اهمیت په ښه شان څرگندېږی، او سربیره په دې دا هم ښکاره کېږی چه (اندرا) د تل دپاره په جنگی عملیاتو کښی د پکتیانو د قبیلی سره مرسته کوله لکه په هغه جنگ کښی چه د مخه هم  یاد شو پکتیانو د (اندرا) د مرستې له کبله کامیابی وگټله او بریالی شول.

هغه نور قبائل چه د (هرو دوت) په شهادت د پکتیانوسره په پکتیکا کښی څنگ په څنگ اوسېدل، څلور دی: گندارییان، ستا گیدی، یان، اپاریتیان د ادبکی بان طبعاً دغه څلور قومونه پخپله د پکتیانو په شان تل په پکتيکا کښی ندی پاتی شوی بلکه د آریانا په نورو ځايو کښی هم خپاره شوی دی. اوس له دغو نه د هر یو په باب کښی ځينى معلومات ورکوو:

گنداری یان: د مخه مو وویل چه د (گندهارا) نوم د ځمکی په لحاظ د ریگوید په سرود کښی یاد شوی دی، ځینی دغی یادونې ته نژادی معنی هم ورکوی، د گندهارا ( د کابل د درې تر اندوس) پوری اوسېدونکې د تاریخ په ټولو دورو کښی د خپلی خاوری په صفت (گنداری) یا (گندهاری) یاد شوی دی. څرنگه چه د (سند هو گندهارا SinduGandhar ) نوم د سانسکريت ټولو پخوانيو منابعو بیا بیا یاد کړی دی، اوستا هم د یو پهلوان نوم ياد کړی دی چه د هغه په نوم کښی د (گندهارا) کلمه موجوده ده، او دغه نوم (گنداروا Gandvarwa) دی چه په (رام یشت) یا د ۱۵ یشت ۷ فقره کښی د کابلی غښتلی او قوی پهلوان (کرساسپه) ( Keresaspa) سره د جنګونو په وخت کښی یاد شوی او کرساسپه ورباندی بریالی او غالب شوی دی . هر کله چه (گنداروا) د اوبو او د اوبو د تل ژنی ( قهرمان - یا د قهرمان نه هم لوړ) بلل شوی دی او د کرساسپه د مقابلو صحنه سیستان ته هم منسوبوی له امکان نه لری نه ده چه (گنداروا)  د سیستان د هالون ژنی هم وی. په هر حال په دې ځای کښی زمونږ اساسی مقصد د دغی مسئلی یادونه وه چه اوستا هم یو پهلوان د (گنداروا ) په نامه یاد کړی دی.

او هر کله چه د گندهارا اوسېدونکو له هغو پخوانيو زمانو څخه چه مونږ ته معلومی دی د غرب خوانه مهاجرتونه کړی دی، او دغه خبره له امکان نه لېرې نه ده چه د گندهارا ی اد ځينو پهلوانانو نومونه او د هغوی داستانونه د آريانا له شرق (لمر خاته) نه غرب (لمر پرېرانه) نه خواره او انتقال شوی وی. له تاریخی پېښونه داسی معلومېږی چه گنداری یان د تل د پاره او کامله پخپله اصلی خاوره او برخه کښی او سیدلی ندی پاتی شوی بلکه نورو ځايو ته هم تللی او خواره شوی دی له دغې جملې نه د هندوکش د شمال نه هغی خوا ځايو ته حتی د آمو او (سغدیان) نه هغې خوا برخو ته په سیستان او د ارغنداؤ په حوزه  او د آریانا په ځینو شمال غربی برخو کښی خواره شوی او اوسېدلی دی وائی هغه خلک چه سغدیان ته تللی او خپاره شوی دی د (کنداری Candari ) په نامه مشهور شول ځینی خلک د ( قندهار ) په کلمه کښی هم د (گندهار ) پخوانی نوم وينی او دددوی نظریه هم تر یوې اندازی پوری معقوله ده، ځکه چه د گندهارا اوسېدونکو څو واری د کابل د سیند له شرقی حوزې نه د ارغنداو حوزې ته مهاجرت کړی دی، او له دغو مهاجرتونه یو د (۵ او۶) مسیحی پیړۍ هغه مهاجرت دی چه د هندوکش له شمالی برخو څخه د کوشانيانو د راتگ او په جنوبی لمنو او د آریانا د شرقی سیندونو په حوزه کښې د دوی د اوسېدنې له کبله شوی دی . او گنداری یانو د (فوFo) د اوبو کاسه چه د (بودیزم ) له مهمو یاد گارو څخه وه له برنی اندوس څخه د ارغنداو نارې  ته د ځان سره و یوړله. سره د دې هم د دې خبرې یادونه بی ځایه نه ده چه د (قندهار) اوسنی نوم در (گندو فار) د پهلوا د مستقلی کورنۍ د لوی پاچا له نا مه نه پیدا شوی دی ځکه چه ده پخپل نوم د ارغنداو په حوزه کښې يو ښار د (گندو فار) یا د هغه سره د یوڅه قدر مشابه په نوم بنا کړی ؤ.

ستا گیدیان: زمونږ د مملکت له ډېرو پخوانیو قومونو څخه يو قوم دی چه (هرودوت) او بطليوس دواړو ئی نوم یاد کړی دی او حتی د عيلاميانو او بابلیانو په نزد ئی هم شهرت درلود، او د دوی په نزد د (ستا کوی Saatbagouis) او (ست گوسو Saatdousau) په نومونو یاد شوی دی هرودوت دوی په گنداریانو پوری مربوط او د یو ولایت جز ئی شمیرلی دی ستا گیدیانو د اراکوزی د خلکو سره هم تماس درلود. د (اندره برتلو) د نظر یې له مخي دوى د پاروپانیز په غرونو او د هیرمند په برنۍ حوزه او هغه ځای کښی چه اوس پکښی غزنی پروت او آباد دی اوسېدل. (راولن) داسې وائی چه د احتمال له مخی دوی په داسې جگه او  ئوره منطقه  اوسېدل چه له یوې خوا ئی له کابل نه تر هرات پوری او له بلې حواله ئې د سرپل نه د هيرمند تر سواحلو پوری ئی پراختیا درلوده. د دوی په نوم کښی دوه کلمی لېدل کېږی چه یوه (ستا) یا (ست) د (سلو) په معنی او بله (گیدی) د (غوا) په معنی ده چه د مرکب والی په حالت کښی ئی ترجمه د (سلو غوا وو خاوندان) کېږی ځينى خلک د (ستک) په کلمه کښی چه په دغه نوم کښی موجوده ده د (خټک) کلمه لټوي، په هر حال د نوم له ترجمی څخه په هغه اساس چه وویل شو معلومېږى چه مالدار خلک وو، او څرنگه چه (بر تلو) او (راولسن) د دوی د استوگن ځاى حدود ټاکلی دی د تاریخ په یوه دوره کښی د آریانا مرکزی غرنۍ علاقی او کوهستانونه د دوی د استوگنی ځاى ؤ. او د کاليو او لباس په لحاظ ئی د گنداریانو سره ډېر مشابهت درلود. د بدن پاسنۍ برخه اوخپل ورنو نه به ئی زیاتره بر بنډ (برهنه) پرېښودل، او سمه او لنډه توره به ئی گرځوله او استعمالوله او تیکی او بندونه به ئی پخپله کیڼه اوږه کښی اچول.

 اپاریتیان: اپاریتیان هغه قوم دی چه احتمالا د سپین غر د جنوب په یوه لمنه کښی اوسېدل ځینو کسانو دوی د بطلیموس د پاریتیانو Paryetae سره مقایسه کړی دی د دوی د نوم معنی غرنی او غره وال دی ځکه چه په (زند) او ( سانسکریت) کښی غر د(پوریو Puaru) او (پاریوه Paruh) په ډول هم راغلی دی اپارتیا نو د آریانا په جنوب شرقي برخه کښی ژوندون کاوه (بیلو) د افغانستان نژادونه په کتاب کښی  د هرودوت د وینا په استناد دوی د (پکتیا) په علاقه کښی بولی. او دغه يوه داسی علاقه ده چه د افغانستان جنوبی او شرقی برخی د سند د سيند تر سواحلو پوری پکښی راځی (بیلو) پخپل کتاب کښی اپاریتیان (اپرید) یا (اپریدی) بولی، او (افریدی) د پښتنو له لویو او مشهورو قبيلوڅخه يوه قبیله ده. دغه تشخیص او بیلوالی د لغوى څیړنې  (فقه اللغت) له مخی هم بیخی حقیقت لری، ځکه چه د (اپاریتی) له کلمی څخه په اسانۍ سره د (اپریتی)، (ایریدی) او د (افریدی) کـــلمه جوړیږی، او د دوی د استوگنی اوسنی ځای د گندهارا په لمر ختيزو (شرقی) برخو کښی ښکاره کوی چه دوی څه نا څه د هرودوت له زمانی څخه را ایسته پخپل پخوانی استو کن ځی او زړه مېنه کښی ځای په ځای پاتی شوی دی.

دادیکیان Dadicae یا تاجیکیان: هرودوت د دوی د استوگنی ځای په پکتيکا کښی ښيې، او له دې نه معلومېږی چه د پکتیانو (پښتنو) له څانگو اوښاخونو څخه يوه څانگه وه او د گنداریانو د آریانا د شرقی برخو له اوسیدونکو سره ئی تگ او راتگ نژدیکت درلود، له دادیکیانو څخه د دادیک په عنوان بل چا څه ذکر ندی کړی مگر استرابو يو قوم د (دردی derdae) په نامه او بطليموس د (دارا دری Darradraee) یا (داراندی) په نامه یاد کړی دی. او ډېراحتمال لری چه له يو قوم ته به مقصد وی.

بطليموس د( دارا دریانو) د استوگنی ځای د (درانجیانو) په شمال غرب کښی د آریا د (هرات ولایت) او دارا کوزیا (د قندهار ولایت) په منځ کښی بولی او وائی چه په هغه برخه  کښی چه د (آریا) خواته پرته ده (دارا ندی Darrandi) او په هغه برخه کښی چه د اراکوزی خواته واقع ده (بکتريوا Bactrioi) استوگنه او ژوندون کوی.

او ده نو ترمنځ خاوره (تاتا کنه Tatakene) نومیږی (راولسن) د خپل هرودوت د تاریخ د څلورم جلد د لومړۍ برخی ٧ کتاب په ضمیمه کښی شرحه ورکړې او وائی چه: احتمال لری چه د یو یونانی مصرى جغرافيه ليکونکی په زمانه  یی دغی منطقی ته مهاجرت کړی وی مگر د دوی اصلی ځای زیاتره د شرق خواته د غزلی په شاؤخوا او د هغه د سیند په اطرف کښی ؤ او یا ئی د پارو پامیزوس په لمن کښی په کومه بله برخه کښی استوگنه کوله او د گنداریانو سره ئی همسایگی او راشه درشه درلوده.

دغه دادیکیان چه یونانی او لاتینی مؤلفینو یاد کړی دی د دغه مملکت له آریائی ښاخونو څخه یو ښاخ او یوه پخوانی قبیله ده چه نن ورځ د (تاجیکو) په نامه یعنی پخپل هماغه پخوانی او باستانی نوم د آريانا په مختلفو ځايو کښی اوسېږی اوله پخوانیو زمانو څخه ئی تر نن ورځې پوری د آریانا د اوسېدونکو نورو قبيلو سره په کامل یووالی او اتحاد او اتفاق سره ژوندون کړی دی.

 اندره برتلو وائی چه د داديکيانو وسله د باختریانو وسلی ته ورته او مشابه وه دادیکیان یا تاجیکیان هماغه خلک دى چه د زند (آریانا) په ژبه کښی د دوی د ثقل مرکز زیاتره د مملکت جنوبی برخی وې د ( دا کیو Daqvou) په نامه ياد شوی دی. یعنی هغه خلک چه زیاتره ئی د ځمکو او کښت ؤکر او زراعت سره مینه او علاقه لرله- وینیء چه: د دهقان کلمه هماغه د (داکیو) له کلمې څخه منځ ته راغلې ده، او دهقان په لومړیو اسلامی پیړیو کښی د نجابت او فضیلت ډېر لور او لوی عنوان شمېرل کېده.

 الینايان (نورستانيان): د ویدی بله مهمه قبیله چه د(لسوملکانو) جنگ دغه قبیله مشهوره کړې او د پکتيانو او د آریانا د نورو ویدی مشهور و قبیلو سره ئی د (ويسو اميترا) د پوه ریشی په تبلیغ د بهاراته جبهه تقویه کړه لکه چه د مخه د سرودونو د ځينو ټوټو او یار چو په ترجمه کښی ولیدل شول چه الینایان بی د (لسو ملکانو) له جنگ نه په نورو مواردو کښی هم په سرودونو کښی یاد شوی دی، او د پکتيانو او گنداریانو او نورو قبیلو سره د دوی نژدیکت او پيوستوالی په ویدی زمانه کښی که د استوگنی د ځای له کبله وی او که د نصب العین او مفاد له مخی او که د سرود د یادونو او تذکراتو له حيثه يو ثابت شی دی.

  الينايانو يا نورستانيانو د آریانا په شمال شرقی څنډه کښی د جنوبی هندوکش سختی (صعب المرور) او لوړی درې ونیولی او د هماغه ویدی عصر له زمانو څخه چه قبائل زیاتره پخپلو ځايو کښی ځای په ځای او ټينگ شوی دی تر اوسه پوری پخپل ځای باندی پاتی دی الینایان هر کله چه په سختو او غرنيو درو کښی اوسېدل او اوسېږی او د دوی د استوگنی ځای او منطقه د تگ او راتگ د لویو لارونه په ډډه او کناره پرته ده نو د زمانو په تېرېدلو کښی د نورو قبیلو سره ده وی راشه او درشه تماس کم شوی دی او همدغه جهت دی چه آریائی عرق او ژبه او کولتور او د پخوانيو عاداتو او عرف مميزات په دوی کښی ښه ساتل شوی دی او له دې کبله ځینی مدققين دوی اوشغنان او روشان او د بدخشان او پامیر د ځينو نورو برخو اوسېدونکی د عرق له مخې د (هوموالپینوس) یعنی (دغرنیو آریائیانو) په صفت یا دوی، ځینی نور کان دوی د ( دارد یانو Dards) په قطار کښی راولی، او داردیان زمونږ د مملکت له ډې وپخوانيو قومونو څخه يو قوم دی او د آریانا په شمال شرقی څنده کښی ئی استوگنه کوله او اوس هم د نورستان او چترال او داردستان په سختو او غرنیو علاقو کښی اوسیږی، پلینی د دوی په باب کښی د (داردی Dardae) په نامه بحث کړې او ياد کړی ئی دی او بیله هغو ( دا دیکیانو) څخه دی چه اولاده ئی نن ورځ د(تاجيک) په نامه بلل کيږى.

په هر حال الينايانو آریائی وینه او مميزات په ښه شان سره ساتلی او د دوی د ژوندانه او عرف او عاداتو او د ژبی کتنه او مطالعه زمونږ د مملکت به پخوانی تاریخ باندی ډېره زیاته رڼا اچوی او حق لری چه د دوی د پیژند گرنې او د دوی د پخوانی مدنیت او کلتور د معرفی کولو د پاره جلا او مستقل آثارو ليکل شی او نشر شی. کوم شی چه د آریائی کولتور او ثقافت څخه مونږ پیژنو او په دغه فصل کښی پخپل تاکلی ځای کښی به ئی ولیکو آثار ئی د دي نوميالۍ قبیلی په اولاده کښی ښکاره معلومېږي.

فرانسوی (واله دو پوسن) وائی چه د ځینو نښو او علامو څخه داسې معلومیږی چه (داردیان) یا (دارا دایان Daradas) له ډېرو پخوانيو زمانوڅخه له خپل ځايه خوځېدلی ندی ژبه ئی ډېره پخوانۍ ده او ځينى کلمې  پکښی موندل کیږی چه (ویدی) شکل ئی ساتلی دی.

(گریرسن) د دوی ژبه د (پیساکا) ژبه بللی ده اوعلت ئی دادی چه له هغو پراکریتیانو څخه د یو پراکریت سره ډېر شباهت لری چه د هندی صرف او نحو په کتابونو  کښی د (پیساکا) په نامه یاد شوی دی، مگر په عام ډول د علماوو په نزد د دوی ژبه د(دارد یک) په ژبه ډېر مشهوره شوې ده. 

د «دی وو داسا» جنگونه: لکه چه وموویل (دى وو داسا) يو جنگيالى پاچا ؤ او د آریائی مختلفو قبيلو سره ئی جنگونه کړی دی چه له دغې جملې نه يوه  سلسله هغه جنگونه دی چه یو ځل ئی د (داسا Dasas) او (پانی pani) د قبیلو سره و کړل اوبل وارئی د (بریسایا Brisaya) او ( پارا واتا Paravata) د قبیلو سره کړی دی، او د دغو جنگونو ډگر د ارغنداو حوزه وه. هر کله چه له دغه جنگ څخه هم د آریانا د جنوب غرب د ځینو قبائلو هویت څرگندېږی نو د دغی موضوع په بیانولو پیل کوو او حتی المقدور په هره قبیله باندی تبصره کوو. د دغو جنگونو میدان د (سراسواتی Sarasyati) د سیند حوزه یعنی د اوستا د (هرویتی) دعربو منطقة الرخج او د اوسنی ارغنداو حوزه ده. باید داهم وویل شی چه معمولاً د (سرا سویتی) نه ئی د سرسوتی په سيند سره تعبیر کړی دی. او دغه جنگ د (لسو ملکانو) یا د (لسو پادشاهانو) د جنگونو په شان د پنجاب په خاوره کښی د دغه سیند په غاړه بولی. مگر ځینی نور چه (هیلبرنت Hillebrardt) ئی به مخکښی دی او د (کمبریج هستری آف انډیا د لومړی جلد (۸۷مخ) د ده نظریه ذکر کوی، په دې عقیده دی چه (سراسوای) د (هریویتی) سیند دی چه د هغه عمومی قانون له مخی چه د (ویدی) او (اوستائی) ژبو ترمنځ موجود دی (س) ئی په (هـ) بدل شوی دی. سر بیره سربیره په دې دغه (هلبرانت) د خپلې نظريې د ټينگولو د پاره دهغو قومونو له نومونو څخه چه د جنگ په صحنه کښی موجود وو، په داسی نومونو تعبیر کوی چه د اراکوزی په ولایت او د هغه په شا ؤخوا کښی وروسته پیدا شوی دی لکه چه (پاراوانا) (ویدی) سرودونه (پاروئیتی Paruetae بولی چه بطلیموس ئی د ارغنداو په ناوه کښی  ښيې. دغه رنگه د (بریسا یا) قبیله د (برسنتس) د (اری) د ولایت د حکمران په نامه مقایسه کوی که څه هم کیمبریج هستری آف انډيا د دغو مراتبو له يادولو نه وروسته د دې نظریې اساس ضعیف بولی مگر زمونږ د پاره ئی ذکر مهم دی او د هغی په شاوخوا کښی نوره پلټنه لا پسې اهمیت لری. ځکه چه له هغو پیښو څخه يوه پېښه یادوی چه میدان ئی د ارغنداؤ د ناوې په شاؤخوا کښی بلل کیږی، او د معمول نه خلاف چه سرودونه د کوبها، کړومو، گوماتی، سوواستو د نومونو د یادولو سره دآریا تا جنوب شرقی سیند ونه ذکر کوی، دهغو قومونو سره چه وویل شول د (دی ووداسا) د جنگ په یادولو سره د (سراسواتی) حوضه له ویدی سرودونو څخه څرگندیږی. اوس چه خبره دغه ځای ته ورسېدله غواړم پخوا له دې نه چه د دې موضوع په شاؤ خوا کښی ښې کتنې او پلټنې وشی د (بريسا یا) او (پارا واتا) د دوو قبیلو په باب کښی خپلی لنډې کتنې بیان کړم: 

بریسایا (بړیڅی): د (بریسا یا) قبیله چه د (دی وو داسا) د شهزاده سره د دې قبيلی جنگ د (ریگ وید) په سرودونو کښی یاد شوی دی او (هلبرانت)  د دوی د جنگ میدان په اراکوزی کښی بولی، هغه قبیله ده چه تر نن ورځی پوری ئی نوم او نښان د اراکوزی د (قندهار ولایت) په محلی افسانو کښی یاد دی، او له منځه وتلی نه دی. د قبیلی نوم د (ریگ وید) د سرودونو له زمانو څخه تر نن ورځی پوری څه تغییر ندی کړی او بیخی یو شی دی چه د پښتو په رسم الخط سره یواځی (س) ئی د لیکنی (تحرير) د شکل له مخې په (څ) بدل شوی دی او آوازئی په هماغه پخوانی صوت او آواز باندی پاتی دی. لکه چه دغه قبیله نن روځ په (بړیڅی) سره یاد یږی. او هغه الف چه د (س) او(ی) نه وروسته د (ریگ وید) په کلمه کښی لېدل کېږی د (ویدی) سانسکریت د ژبی له خصوصیاتو څخه دی چه په منځنی او وسطی سانسکریت کښی هم له منځه تللی ندی، او په پښتو کښی ئی طبعاً مراعات ندى شوى او (بریسا یا) (بړیڅی) گرځیدلی دی. د قندهار محلی افسانی او نکلونه د برېڅو د قبیلی د استوگنی ځای د هلمند په ښی غاړو او سواحلو کښی په (کلابس) (قلعهٔ بست) کښی بولی، او د هغو نکلو او افسانو له مخی چه ښاغلی محمد گل (نوری) په (ملی هېنداره) نومی کتاب کښی راتولی کړی دی معلومېږی چه د دوی د ویدی عصر د جگړه مارۍ انگازې او آوازې خوله په خوله د اوسنيو خلکو په غوږونوهم اغېزه او تاثیر کړی دی لکه چه دغه نکل او افسانه وائى چه د دغه قوم شهزاده د خپلو ځينو ملگرو سره د بست له ښار نه وووت او د هند په (مغل کوټ) کښی ئی د گوار یان) سيمه له مغلونه په زور سره ونیوله، طبعاً په اوسنی نکل کښی چه دنننی محیط د روحياتو سره سم ترتیب او جوړ شوی دی د شهزاده او د نورو پهلوانانو نوم او د جنگ د پېښېدو ځای او د دوی تحریف نوم تغير کړی او عصری شکل ئی پیدا کړی دی. باید دا هم وویل شی چه دغه نوی رنگ ؤ روغن چه دغه نکل او افسانه ئی رنگینه کړې ده هم د حقیقت له جنبی له خالی ندی. ځکه لکه چه وروسته به وو ابو د (بړیڅو) د قبیلی يوه څانگه د سلطان محمود غزنوی د زمانی په وختو کښی او يا يو څه وروسته د مغلو په زمانه کښی هند ته تللی او مهاجرت ئی کړی دی او په نتیجه کښی د دوی او د مغلو په منځ کښی جگړه پېښه شوې ده. په هر حال د (فتح خان - بړیڅی) د نکل موضوع سمدستی پرېږدو او د دغی قبیلی او د هغی د نوم په شاؤخوا کښی خپلو څېړنو او تحقیق ته دوام ورکوو: داسې ښکاره کېږی چه دغه قوم په هغه وخت کښې چه آریایان د اکسوس له حوضی نه د آريانا ناوو ته خپرېدل د هيتو منت (هلمند) او د هر ووبتی (ارغنداو) د حوضو په منځ کښی به ئی استوگنه غوره کړی وی او د دغو دو و سیندونو په ناوو کښی به ئی په کرهڼه او مالدارۍ پیل کړی وی. په هغه وخت کښ چه مستر (Tate.P.G) د سیستان د قومونو او خرابو او د توپوگرافی او تاریخ په باب کښ څېړنې کولې د خپل اثر د څلورم جلد په ٣١۵ مخ کښ د افغان ديوې قبیلی په باره کښ چه هغه به ئی ( بریچ Barech ) بلله هم تحقیقات کړی دی او لیکی چه: (دغه قبیله د چقنسور په منطقه او د هلمند په دلتا کښ ( د نادعلی) ترڅنگ اوسیدله مگر اوس د هلمند (د ناوې په هغو ځايو کښ چه (لنډی بړیڅی) او (پلالک) نومېږی او په نورو ځايو کښ اوسېزى. دوی له دغه ځای نه د ( شیراقیانو) سره بلې منطقی تـه چـه (شوراوک) نومېږی لاړل. بړیڅی د قندهار د ولایت په مربوطاتو کښ د (خاش) په علاقه کښی پیدا کیږی د دی قبیلی خلک زیاتره بزگر او زمینداردی. په شوراوک او هلمند کښ هم بړیڅی اوښان چلوی او له هغو زمانو څخه چه تجارت زیاتره د بلوچستان سره د حیواناتو او څارویو په ذریعه کېده. د دوی څاروی او حیوانات په مقاومت، قوت او سخت سرۍ کښی مشهور وو. په ١٨٨٧-١٨٨۶ کښی په شوراوک کښ ئی ماته وویل چه بړیڅیان په ډیرو پخوانيو زمانو کښ د لمر پرېواته خوا څخه دلته راغلی دی د افغان آزادخان په ملی لښکرو کښی ډیر زیات بړیڅیان شامل وو او په میړانه به جنگیدل، او سره له دی چه بیخی کوچیان ندی ژوندون ئی زیاتره د څارویو او دوزو ا وپونو درمو به روزنې او ساتنی پوری مربوط دی یعنی مالدار خلک دی.)

نو له دغو بياناتو او تشریحاتو له مخی چه وشول لیدل کېږی چه بړیڅی یوه لویه قبیله ده چه په لومړی وخت  کښی د هلمند په دواړو خواؤ کښی سره خواره شوی او خپل ژوندون ئی د دهقانۍ او مالداری د لارې کاوه، او ډېر احتمالات په دې باندی دلالت کوی چه دغه قبیله به هماغه د (بریسا یا) قبیله وی چه د (ریگوید) د سرودونو په زمانه کښی د ارغنداؤ او هلمند ترمنځ ځمکو کښی اوسیدله، او د زمانی په تیریدلو سره د دغی قبیلې د خلکو شمېر زیات شو او زیاتره د دغو سيندونو په حوضه او سیمه کښی خواره شوی دی او په همدغه ډول د غزنویانو د  دبدبی او شکوه تر زمانې پوری په همدغه ځای کښی پاتی شوی دی او په داسې حال کښی چه همدغه د مالدارۍ او کوچی توب ژوندون ئی درلود د هلمند په اوږدوالی د سیستان د پخوانی پای تخت (زرنج) په شاؤخوا کښی هم خواره یا خپاره شول او هر کله چه د چنگیز اولادې دغه ښکولى ټوټه ورانه کړه او د (اسیا باغ) یعنی سیستان د تیمور له خوا د خاورو سره برابر شو نو دغه قبیله چه تر دغو ځایو پوری خپره شوې وه بیرته د هلمند د سرچینی خوا ته راوگرځیدله او د قلعه بست اوشوراوک او نورو ځايو په شاؤخوا ئی د ځان دپاره د استوگنی ځای غوره کړ او په همدغو ځايو کښی پریوتله. باید دا هم وویل شی چه د دې قبیلی عناصر د افغان دنورو ډېرو قبیلو په شان په پنجاب کښی هم شته او موجود دی او په دغه ځای کښی د (ویرڅ) Varaich په نامه مشهور شوی دی، ځینی افسانی او نکلونه هند ته د دوی تگ د سلطان محمود غزنوی په زمانه کښی بولی او په دې خبره کښی هيڅ شک نشته چه دوی به د هند په فتحو کښی د سلطان په لښکرو کښي شامل وی. ځینی نور کسان هند ته د دوی مهاجرت د سلطان جلال الدین فیروز شاه په زمانه کښی ښکاره کوی چه لومړی په حصار Hissar کښی پرېوتل او مشت شول او پنځه پیړۍ پخوا (گوارا والا Guyarawala) ته لېږدیدلی دی. او د فتح خان بړیڅی افسانه په کامل وضاحت سره هند ته د دوی مهاجرت او جگړه ماری او په دې برخه کښی د قوې د لارې د منطقې نيول به ښه شان تصویر وی.

 طبعاً د ریگ وید د زمانی (بریسایا) ته د (بړیڅو) د قبیلی په منسوبولو سره به ځینی خلک تر يوې درجې پوری به میرانتیا کښی واچوی مگر د دغو مراتبو په ذکر کولو سره گمان کوم چه د خلکو د حیرانتیا دپاره به زمینه پاتی نه شی ځکه چه دغه دوه اتفاقی نومونه د لهجې او آواز له مخې برابرشوی ندی بلکه لکه چه وویل شول له تحقیقاتو نه معلومېږی چه د ریگ وید د سرودونو له زمانی څخه تر اوسه پوری دغه قوم په هماغه خپله منطقه کښی پاتی شوی او ملي نکلونه او داستانونه تر نن ورځی پوری د دوی زړورتوب او مړنتوب او نور ښه عادتونه تصدیق کوی.