د احمد شاهی مملکت علماء
(او داعلیحضرت علمی اوادبی معاصرین)
لکه دمخه چه مو د علم په بحث کنې وویل احمد شاه بابا دیرع علماء پخپله یو د علم او عمل خاوند تو اواك وو ، دى عالم وو ، ادیب و و متقی و و ، متشرع وو او د علم روزونکی هم وو ، دده په عصر په افغانستان او مفتوحه مملكتو کښې ئې ډ موجود وہ ادباء وه چه دده د علم او ادب پر و رید په سیوری کښې ئې په فراغ ژوندون کاوه ، احمد شاه په علم دوستی کن دغزنی شهنشاه محمود زابلی سره سیالی کوی ، داحمد شاه بابا ملی احساسات خورا قوی وه ، خاص لي پښتو ژبی ته ډېره توجه او ښه نظر درلود ، پخپله ئې دې ملی ژبی ته ډېر ښه خدمت کړی او یو ښه دېوان ئې ددې ژبی دادب به دنیا کسی یادگار پرې بښی دی ، علاوه پر دغه احمد شاه بابا د علما و وسره مینه درلوده ، مجالس ئي له علما و و څخه تشنه وه، دده نینگه رابطه له شاه فقير الله صاحب جلال آبادی سره موز دمخه هم ذکر کړه ، دغه دده دعلم پرورښت ښه سنددی احمد شاه با با قندهار ته له هری خواخنی علمی رجال اوجید علماء را وستل ، لكه دفن او صنعت خاوندان چه ئې له هنده را جلب کړه ، لحنی پښتانه علماء کې هم سره را ټول کړه ، دقندها رخنی علمی کورنی چه تر اوسه سته ، دده په علم دوستی تأسیس شوى دى ، له لاندي لیکوڅخه به تاسی ته دغه موضوع به رونیه شی اوزه به دده دعصر دافغانستان او مفتوحو محكو حنى علمى رجال اوادباء لا ندى مختصراً ذکر کرم :
(1) ملا پیر محمد کاکړ :
ملا پیر محمد کاکړ دپښتو یو لوی او مقتدر ادیب دی ، چه دقندهار په خوا کش سازی نه لری ، دی داحمد شاه با با به عصر به قندهار کش و و او د احمد شاه با با دکورنی استاد و و ، ملا پیر محمد په پښتو ژ به کش مهارت در لود او دا عليحضرت په پښتو خواهی ئې دغي ژبی ته لمړی ځنی قواعد ترتیب کړی دی ! پیر محمد داعلیحضرت احمد شا با با دزوی شاه سلیمان استاد وو ، چه احمد شاه با با وفات شو او دده پرځای لمړی سلیمان با چاشو، نو ملا پیر محمد دپښتوژ بی یو کوچنی گرام را و قاعده په پښتو ولیکله او دغه دپښتو ژبي لمرى قاعده ئې دشاه سلیمان به نامه اهداء كړه ، ددې کتاب به سر کش وایی
پله حمده له در و ده
سو د شاه مدحه مقصود ده
شاه سلیمان دحکم لمردی
کل عالم پرې منوردی
عجب لطف یزدانی دی د شاه تخت سلیمانی دی په دې ډول پیر محمد کاکړ دپښتوژبی لمړی گرامر ليکونکی دی ، ملا پیر محمد اخوندز بر دست شاعر اوادیب دی . یو کلیات دا شعار ولری چه تر پنځه زره بیته پوری رسیزی غزل ، رباعی ، مخمس ، ترجیع ، مسدس ، معشر ، مربع اشعار لری ، ده دخپل کلام کلیات لس کاله داحمد شاه بابا تر وفات و روسته په ( ۱۱۹٦ م کال ) لیکلی دی لکه چه وایی
ز رسل شیر نوی کلونه
دهجرت تیر شوی وونه
ما انشاء دعشق دېوان کړ
په پښتو می ښه بیان کړ
په دې طمعه چه یادگار شی
بیا منشور په هر دیارشی
دبیر محمد له ويناو ښکاره ده چه دی یوز بر دست عالم و و كلام ئې په پښتو کښې ډېر متین دی ، په لمړی در چه شاعرانو کښې گڼل کېنزى ، اخلاقی ، عشقی ، عرفانی ، متصوفانه اشعار لری ، دده دیوان قلمی لنز لبزسته، يوه نسخه په ( ۱۲۰۳ ه ) کال ابراهیم خان کا کردد. شا کرد. ليکلي ده ! پیر محمد تر ( ۱۱۹٦ھ) پوری لا ژوندی وو ، تردغه کال وروسته دسپین زیر توب اوزو دنیا پر وخت (۱) شاه جوی به قندهار کنې وفات شوى اودشاه دولې پر و حضر تجی نه مدفون دی ، دقندهار شمال شرقی خواته دبیر محمد دیوان دمستشرقینو لاس ته هم و ر غلی دی پادری هیوز په کلید افغانی کنې دده څنی اشعار اقتباس کړی دی دبیر محمد د پښتو شعر استادی ، دپښتو ادباء ټوله منی ، مثلاً میرزا حنان قندهاری دپښتو شاعر وایی :
داخوند ملا پیر محمد نظم که واروي
هر گفتار ئې دی په مشر د بلبل
شمس الدین کاکړ دپښتو پل مشهور ادیب وایی :
پیر محمد کاکړ په شعر کښې نامدا روو
یوور قبر لره ده ارمان دشعر
ملا شير محمد اخوند هوتك : دقندهار له مشهور علماء څخه دی ، تولدئي په قندهار کنې به (۱۰۹۲هـ کال ) شوی ، او علمی تحصیلات ئې به هرات او ایران کښې کړی دی په دینی علومو او منطق کنې ښه لاس لری ، دده يوتأليف منظوم (اسرارا العارفين ) چه دری رکنه ئې په پښتو چاپ شوی او څلورم ركن لي غير مطبوع دی ، ملا صاحب داحمد شاه با بایه عصر په قندهار کنې وو، او علمی شهرت ئې د ر لو د عمر تي ( ۸۳ ) كاله وو په (١١٧٥ھ) په قندهار کني وفات ، او د ښار مغربی خواته دملا شاهو په تکیه کنې ښخ دی ، دده اشعار اخلاقی او عرفانی او موعظه ده (۱)
عبد الرحيم هو تك :
په قوم هو تك او دكلات دښه بولان وو دهونکو په عصر دقندهار په زاړه ښار کنی هستېدی او د لې زوکړی وو. وروسته چه نادر افشار قندهار فتح کر ( ٥١١٤٥ ) نودی دهونکو په ډله کښ دلسو کالو په سن د ایران و نشابور او تهران ته فرارسو و روسته نوبخا را او سمر قند و تو رکستان ته ولار ، عبدالرحیم دپښتو یوزبردست شاعر او د دیوان خاوند دی ، چه تر شپبز زره بیته پوری لری ده (٥٠) کاله په تورکستان کنې دوطنه لیری تېر کړی او تر (۷۰) کالو پوری لاهوری ژوندی وو عبدالرحیم ز بر دست عالم وو ، په تفسیر، فقه، صرف نحو ، فلسفه ، منطق كنب ئي ښه مهارت در لود عمرونه ئې دایران او بخا را به مدرسو کښې تېر کړی وه او د احمد شاه با با معاصر و و . عبد الرحيم يسله (۷۰) كالو عمر له وطنه په غربت
کنې وفات شوى دى ! (۱)
اعلیحضرت تیمور شاه :
اعلی حضرت تیمور شاه داحمدشاه بابا مشر زوی و و چهی ئې له ( ١١٨٦ ) څخه تر (۱۲۰۷ھ) پوری کړې ده تیمور شاه لکه خپل پلار یو ادیب او علمدوست پاچاوو ، به پارسی ژبه یو مهم د شعر دیوان لری ، په پښتو كني د شعر طبع لرى
ملا حسن اسحق زي :
ملاحسن آخوند د تلو کان دکلی دی ، چه ۲۲ میل دقندها و مغربی خوانه واقع دی دخپل عصر مشهور عا لم او جید متقی سری و و دی یو پارسی د بوان لری چه په (۱۲۰۱ھ) کی تکمیل کړی دی په پښتو کښې ئې اشعار ډېر اور اوسوزان دی پر ۶۸ کال د عمريه ١٢٤٥هـ ، كنب وفات شوی په تلو كان كنې ښخ دی
میان نور محمد داوی :
دیوتی په میا مشهور او د احمد شاه با با دعصر له مشهور و علما واو متقيانو څخه دی ، داخوند کلی دقندهار مشرقی خواته د ترنك برغاړ . دده په نوم مشهور ا و هورې ښخ دی ! دی د مشهور میان عبدالحکیم صاحب کا کر مریدوو ، او په زهد او عرفان کنې ډېر مشهور دی
ملا صالح محمد داوی :
دمیان نور محمد شاگردا و مرید دی ، دخپل وخت شبه عالم وو يو پښتو او پارسی دیوان لری ، دپښتو په ا و سطو ادیبانو کښې گڼل کېزی
رحمت داوی :
رحمت په قوم داوی داحمد شاه با با په عصر کتب دقندهار اوسیدونکی وو دی د شاه زمان تر پاچهی پوری لاژوندی وو هغه وخت چه سردار عبدالله خان د کشمیر نائب الحکومه و و رحمت به کشمیر کنې و واده د دغه سردار او شاه زمان په نوم پښتو لیلی او مجنون لیکل دی، په مقدمه كني ئي وايي :
غمو ملك را باندی تنگ کر
زده می ځکه دا آهنگ کر
چه پښتو لیلی مجنون کړم
ښائی غم له زړه بیرون کړم
به پارسی هر چا ویلي
پښتونه د ه چا ليد لې
ځكه زه په پښتو ژبه
دا قصه كرم عجائبه
سلطنت دشاه زمان دی
دی خاقان ابن الخاقان دی
سرداری دعبدالله ده
خلقه واره آگاه د
د كشمير ملك لي روښان كړ
وركني ظلم دجهان كر
زه بندی به کوهستان وم
د کشمیر په ډېر ارمان وم
نه كاغذ نه می قلم و و
روز گار خواهی بر هم و و
چه خبر شوم له سرداره
له دې هی نیکو کاره
به شتاب ورته روان شوم
پرغه تېر عمر پښیمان شوم
خوشنما نبایسته کتلی پښتون دی
زیات په ورکړه ترجیحون دی
عجب دی که شی پیدا
بل دا هسی پښتون بیا
دا کتاب رحمت په ۱۲۱۰ھ منظوم کړی دی، کلام لې ډېر پوخ او خوندی ، فصاحت لری، مضامين في سليسان اوژ به ئي ساده ده ! یوه نسخه ئې مصوره سته چه په کشمیر کنې ملاولی مصوریه ۱۲ دجمادی الثانی ( ١٢١٦ ه ) ليکلې او مصوره کړې ده په امر دشیر محمد خان بردرانی
کاظم خان شیدا :
کاظم خان دا فضل خان زوی دی ، چه افضل دا شرف خان هجری زوی وو ، هجری دخوشحال خان خټک زوی وو ! شیدا دپښتو ادب یورون ستوری دی ، او د خوشحال خان د مكتب یونامور شاگرد دی ، چه په پښتو یوښه دیوان لری دی په ( ١١٣٥ هـ ) تولد شوی ، او د احمد شاه بابا معاصر دی ، عمری ئې په کشمیر او سر هند کنې تېر کړی ، او په رامپور کښې په حدود ( ۱۲۰۰ ه ) وفات دی ، د شیدا کلام په پښتو کسی دیار می دهندی سبک نمایندگی کوی ، او لکه بیدل ډېر ناز کخیال شاعر دی شوی شیدا دهند په مځکو کې له وطنه ورك دى ، دبېلتانه سوځونکی نارې ئې په اشعارو کښې ډېری دی :
شید اور ستوه رنگین اشعار له هند
ستا له رای سره اشنا دروه یاران دی
د شیدا دیوان په (۱۱۸۱ هـ ) ټول او تریتب شوی دی ( ۲ )
عبدا الحمید مهمند :
حمید با با ما شو خپل مهمند ، دپښتو له لوړو اديبانو څخه دی ، حمید په پښتو کې دیوه نوی سبک استاداو لمړی سړی دی ، او په پښتو ادب كني ئي بيل مكتب تأسيس كړى دى ! پښتا نه اد با هم حمید استاد بولي مثلاً میر زاحنان قندهاری وایی :
بل حمید موشگاف دخیال په شعر
څه به وایم نا سفته در نی پیل
پیر محمد کاکر وایی :
پسله دویه موشکاف عبدالحمید دی
گفت چه ئې ووې ښه نازك نكته دان شعر
عبد الحميد په پښتو د بوان لری ، چه مشهور دی ، د شاه گدای قصه ئې په ( ۱۱۳۷ ه ) کښې ليکلي ده ، نیرنگ عشق دمولانا غنیمت ئې دپښتو په نظم ترجمه کړی دی ! که څه هم عبدا احمید داحمد شاه بابا ترپا چهی دمخه دی ، مکر وفات ئې په دغه عصر کې واقع شوی ، او په پینو ر کنې دما شو خېلو به ه کمگر کنې دده مزار دی ! مستر راور تمی انگلیسی مستشرق غلط شوی دی ، چه حمید دتیمور شاه معاصر ګڼی (۱)
میان فقیر الله جلال آبادی :
مرحوم میان فقير الله صاحب دعبدا لرحمن زوی دی چه د جلال آباد په خاص حصار ك كن زوکړی او دخپل عصر له لو يو مشا بخوا و علماؤ څخه دی چه په نقشبند به طریقه کنې د جناب محمد مسعو د پیښوری او دی بیاد جناب محمد سعید لاهوری اودی بیاد حضرت سعد الله او دی بیاد حضرت آدم بنوری څخه فیض اخیستونکی دی چه حضرت بنوری دحضرت مجدد صاحب کابلی پیروا و مرید دی علاوه پر نقشبندیه طریقې په قادریه اخندار کنش هم میا نصاحب ماذون و و . او احمدشاه بابا ودغه جناب ته اور عقیدت او ارادت در لود ، ډیر ، ډير مكتوبونه ميا نصاحب واحمد شاه باباته را البنزي لي دي ، چه په مکتوبات کنې ئي سته ، او کله کله احمد شاه با با هم له ده سره علمی او عرفانی مفاوضات او مراسلات در لوده ، په مکتوبو به ئې کردی پوښتني حنى كولي . ميا نصاحب د خپل وخت ز بر دست عالم وو په ښکاپور کښې ئې لوی خانقاه در او د دده تألیفونه دغه مشهور دی : (۱) فتح الجميل في مدارج التكميل ( ۲ ) فيوضات الهيه (۳) برا هين النجاة (٤) جواهر الا و راد (٥) طريق الارشاد (٦) وثيقته الاكابر (۷) منتخب الاصول دفقه (۸) فتوحات غيبيه (۹) كتاب الازهار في ثبوت آلا ثار (۱۰) محمود الاوراد (۱۱) قطب الارشاد (۱۲)
مكتوبات ۳۹۰ مخه طبع دلاهور
علاوه پر دغه دوی په پښتو عربی او پا رسی ژ به منظومی بای هم لری ، یو کتاب شي په پښتو په نوم د فوا ئد فقيرا الله » هم لیکلی دی میا نصا حب په ښکا پورکن ( ١١٩٥ھ) په حدو د وفات شوی او مر قدئی دعامو زیارت گاه دی (۱)
ملا محمد غوث
ابن ترکمان ابن تاج خان : دا حمد شاه با با معاصر او ملا زم دی چه په هندوستان کنی میشته و واده يو کتاب « شرح الشرح » په ۳۰۰ مخه کس په پار سید احمد شاه بابا په امر لیکلی او دا حمد شاه با با عرفانی و بنا وی او منثور كلمات لي شرح کړی دی.
فیض الله اخند زاده كاكر :
داعا لم اصلا د زوب وو چه دهوتکو د با چهی په پای کښي ئې پلار ملا با بر آخوند له هغه ځایه قندهار ته راغلی وو ملا فيض الله زبر دست عالم وو، دقندهار مشهور مؤلف اونا مور عالم مرحوم حبيب الله اخندزاده ئې زوی و و (۲)
سيد سراج الدين :
په ۱۱۲۷ هـ د دکن په اورنگ آباد کنی زینز بدلی او دا حمد شاه با با ادبی معاصر دی سراج پارسی او اردو ديوان لری یو مثنوی بوستان خيال ئې هم تالیف کړی دی. په ٦ دشوال جمعه ۱۱۷۷ هـ وفات شوی دی (۱)
مو لوى محمد باقر :
متخلص به آن گاه داحمد شاه با با معاصر دی په هند کنی وو، په ۱۲۲۰ هـ کال وفات شوی دی دهشت بهشت تحفة الاحباب فرائد در عقائد رياض الجنان، محبوب القلوب گلزار عشق او نور و مؤلفانو خاوند دی (۲)
خان آرزو :
سراج الدین علی خان متخلص به آرزو د احمد شاه معاصر دهندوستان زبر دست شاعر او محقق دی به ١١٦٩هـ په لکهنو کښې وفات شوی او په دهلی کنې ښخ دی پارسی د يوان ئې شل زره بيته دی په پارسی ئې دوه لغتو نه كتبلي دى " سراج اللغات » او « غرائب اللغات » نور تأليفونه لي موهبت عظمی » او عطیه کبری » دبلاغت په فن كني أو مجمع النفائس » دشعرا و و تذكره ده نور تألیفات ئې تر (١٥) پوری رسیزی ، لوی استاد
و و
شاه حاتم :
ظهر رالدین د فتح الدین زوی چه په ۱۱۱۱ هـ . زیز بدلی ، او د احمد شاه بابا په زمانه کې د دهلی ساکن وو دیارسی اوار دو ښه شاعر دی ، پر ۸۳ کال د عمر په ١١٩٦ هـ په دهلی کش وفات شوى دى
میرزا مظہر جان جانان :
شمس الدین د مر زا جان زوی ، د پار سی او اردو زبر دست او مشهور شاعر دی، به آگره کني په ( ۵۱۱۱۰) زو کړی وو مظهر نامور شاعر او فقيه او عالم او به نقشبند به طریقه کنې لوړ مقام لری ، پارسی دیوان ئی په ۱۱۷۰ھ کنب تأليف كړى او يو بل كتاب په نوم د خريطه جواهر » لری په ۱۰ د محرم ١١٩٥هـ کال شهید سوی دی میرزا مظهر پخپلو مکتو با توكني داحمد شاه بابا دهند ، سفر یادکری دی (۳)
فغان:
اشرف علی خان فغان د علی خان نکته زوی وو ، داحمد شاد بابا ترفتح وروسته له دهلی څخه مر شد آبادته و لار ، پار سی او اردو د بوان لری ، وفات ئی په ١١٨٦ هـ کال دی
درد :
سید خواجه میر درد، د خواجه محمد ناصر عند ليب زوی او د احمد شاه با با دعصر لوی صوفی او عالم او مشهور دپارسی او اردو شاعر دی ، په ۱۱۳۳ هـ کال زوکړی ، او د احمدشاه بابا په وخت په دهلی کنی و و در د مشهور مؤلف دى ، اسرار الصلوة ، علم الكتاب ناله درد ، آه سرد ، درد دل ، شمع محفل، أي تألیفونه دی پارسی اوار دو دیوانونه هم لری ، په دهلی کني په ۱۱۹۹ هـ كال وفات سوی دی (۱)
میرسوز :
محمد میر دمیر ضیاء الدین زوی د گجرات دمشهور عالم شاه قطب له كورنۍ څخه وو ، په دهلی کنید ۱۱۳۳ ه په حدودو زوکړی، او په عمرد ۸۰ کالو نژدې و ۱۲۱۲ ه ته وفات سوی دی (۲) میر سوز د خپل وخت مشهور شاعر او د احمد شاه بابا معاصر دی ، عالم ، صوفی ، خوش نویس ، اوسپاهی یوسړی وو، دارد و ژ بی دا دب استاد دی (۱)
سودا :
مرزا محمد رفیع سودا اصلا د کابل دی ، په دهلی کنی په ١١٢٥ هـ کال زو کړی (۲) او دپارسی اواردو یو خورا لوړ شاعر او مؤلف دی په ١١٩٥ ه په لکهنو کنې وفات شوى دى، دخيل عصر ملك الشعراء ووډېر تاليفونه او اشعار لری
میرحسن دهلوی :
تولد ١١٤٠ وفات ۱۲۰۱ ه دمیر غلام حسین ضاحك زوى او خاوند دمثنوی سحر البیان پارسی ا و اردو دیوان ، گلزار ارم، رموز العارفين تذكرة الشعراء
ميرتقى مير :
دهندوستان مشهور شاعر دی ، په اکبر آباد کني د آ کرې په ۱۱۳۷ ه زو کړی په ۱۱۹۷ ه کنر وفات شوی دی اشپز جلده او دو اشعا را ویو پارسی دیوان اویوه فارسی رساله فیض میر او تذکره دنكات الشعراء أو تنبيه الجهال او نور تألیفونه لری په " ذكر مير ، كي ئې د ١١٥١ څخه تر ۱۱۹۷ ھ پوری تاریخی حالات ليكلى ، او داحمد شاه با با دپانی پت جنگ ئي هم ذکر کړی دی (۱)
رنگین :
سعادت یارخان رنگین په لاهور کنی داحمد شاه با با عمر ۸۰ عيال دنائب الحكومه ميرمنو ملازم و و دیتاسی لی کاله ليکي ، ډوکټور اسپر نگروایی چه به ١٢٥١هـ کنې وفات شوی او په ١١٩٦ ه کښې زو کړی دی ! ایجاد رنگین ، مثنوی دلپذیر ، مظهر العجائب فرسنامه مجالس رنگین دده تألیفونه دی د شعر دیوانونه هم لری (۲)
شاه عالم :
د مغولیه کورنی آخرنی باد شاه و و چه احمد شاه با با په و رستنی پلا دیانی پت تر جنگ و روسته ددهلی پاچا کی دی ښه شاعردی پارسی دیوان لری تخلص ئی ، آفتاب » دى . يوبل كتاب " مضمون اقدس » هم ده لیکلی دی ، په پای کنی د غلام قادر له لاسه ړوند كړه سو
واله د اغستانی :
علی قلی خان دخیل عصر مشهور شاعر دی ، تراحمد شاه با با دمخه دی په دهلی کنی و و محمد شاه دهند پا چاد ه ته امارت وركړى وود " ر یا ض الشعراء ، تذكر ؛ ئي داحمد شاه با باد جلوس په لمړی کنال ١١٦١ هليکلې ده (۲)
آشفته :
میرزا محمد صالح د محمد زمان خان زوی داحمد شاه با با به عصر کې د کابل د تو پخانې مشر وو، په ۱۱۷۲ه كني وفات شوى دى تخلص ئي . آشفته» دی (۱) دی وائي :
میرود دل بسر کوی تو پنهان از من
بد گمان گشته ندانم به چه عنوان از من
(۲۹) الفتى کابلی :
نوم ییقلیح خان وو د احمد شاه باباپه عصر کښ د کابل میشته او غنډ مشروو عالم او ادیب سری دى وائي
کشته ان نرګس مستم که در عین خمار
عالمی را کشته و خود را بخواب انداخته
مصحفی :
دهندوستان مشهور ادیب دی ، دا حمد شاه بابا په عصر کنې په ١١٦٤ه زوکړی په امر وهه کن میشته و و . وفات لي ١٢٤٠ھ دی . پارسی او اردو دیوانونه لری ، دتذكرة الشعراء لیکونکی دی
آزاد بلگرامی :
میرغلام علی آزاد بلگرامی دسید نوح زوی ، چه دده اسلاف واسطی زیدی دی ، دسلطان التمش په وخت کني د فرخ آباد به حمدان کنی دهند میشته شوی ، و روسته نود سلطان بهلول لودین به عصر بلگرام ته تللی دی ! آزادیه ۲۵ دصفر ( ۱۱۱٦هـ - ۱۷۰۲ع) به بلگرام كنې زوکړی او د مير طفيل بلگرامی او علامه عبدالجلیل بلگرا می څخه ئې تحصيل کړی دی (۲) آزاد به ( ٥١١٤٢ – ١٧٢٩ع) کال په سيوى كني دنائب میر بخش وقائع نگار وو ، په ( ١١٥٠هـ - ١٧٣٧ع) حج ته او له دغه ځایه په ۱۱۵۲ه یمن ته و اه یمن ته ولاړ ، وروسته نود دکن اورنگ آباد ته راغى ٨٦٠ كاله ئې عمر وو شیعه و و ، غلام حسین داحمد شاه با با معاصر دی ، دی دخپل عصر مؤرخ دى ، " سيرا المتأخرين » لي لیکلی دی ، په دغه كتاب كني ده دهندوستان احوال چشمد يد كنبلی او د احمد شاه بابا فتوحات أي مفصل ذكر كړى دى ، په ١١٩٥ ه کښې وفات شوی دی (۱)
ملا دوست محمد :
داحمد شاه با با دعصر یوز بر دست عالم و و ، به قندهار کش اوسیدی ، داحمد شاه با با له خواد بکاپور به نائب الحکومگی هم مقرر شوی ، اومیان فقير الله صاحب ئي له نښو اوضاعو
څخه تشکر کړی دی
محبت خان بلوڅ :
داحمد شاه با با معاصر او د بلو چستان لوی امیر وو ، دکچه و خوانه ده جنگونه کوله او د احمد شاه بابا عقید استاد میان فقير الله ته ئې ارادت درلود ، او عالم امیروو به ( ١٢٠٠ هـ - ١٧٨٦ع) وفات او په او رنگ آباد کنی ښخ شو، آزاد مذهباً حنفی و و دخپل عصر اوى عالم وو ، داحمد شاه با با دفتوحا تو تاریخونه ئې په هند کن لیکلی دی دده فتوحات ئې په نظم کنې راوړی دی ، اضوء الدراری شرح صحیح بخاری ، او تسليته الفواد ، تراجم علماء ، (۱) يد بيضاء سر و آزاد خزانه عامره ، روضته الأولياء سندا لسادات ، مآثرا الكرام ، سجته المرجان دده تألیفو نه دی متأخرین دی به فصاحت كنب " سحبان الهند » بولی (۳) به پارسی او عربی اوار دو کنی زبر دست عالم او شاعر اوادیب و و او د شعر دیوا نونه پکن لری . (۳۲) غلام حسین طباطبائی : دهدایت علی خان زوی دی ، اسلاف ئې له ایرانه راغلی په دهلی کنی میشته وه، د محمد شاه په عصر کنی بهار ته ولاړ، دمیا نصاحب سره مکاتبي هم لرلی (۱)
نصیر خان بلوڅ :
داحمد شاه با با دعصر دبلوچستان مشهور مشرو و عالم او فقیر دوست سړی وو ، و میان فقیر الله ته ئې ارادت در لود، دده په نوم عربی او پارسی مکتوبونه او جوابونه ليكلى (۲) شوی دی به عنی جنگو کني ئې داحمد داحمدشاه شاه ملگری هم کړې ده .
میرحسین دوست :
میر حسین دوست سنبهلی داحمدشاه بابا په پاچهی کنې په ١١٦٣ کال " تذكره حسینی ، لیکلي ، او په شاه جهان آباد کنی دهند میشتو و دخپل عصر له ادبا وو او شاعرانو څخه وو (۳)
حافظ رحمت خان :
داحمد شاه بابا له پښتنو معاصر و امیرانو څخه یو حافظ الملك حافظ رحمت خان دشاه عالم خان زوی د محمود خان زوی دی ، چه په قوم بړېڅ و و ، لوى نيكه ئي شهاب الدين له ښو راو كه تللي او په انك او لنگر کوټ کښې مشته و و . رحمت خان په ( ۱۱۲۰ هـ = ۱۷۰۸ ع ) زو کړی نام جای او د شهامت پورپه تور کنې اوسېدی، پر ۱۲ کال ئې قرآن شریف یادگی، حافظ رحمت خان ډېر عالم او فاضل او ادیب سړی وو د پښتون نواب علی محمد خان سره ئې ښه خدمتونه وکړه او هغه وخت چه د محمد شاه مغولی پا چاله خواپر روهیل کند حمله وشوه نور حمت خان ، علی محمد خان ته نجات ورکی و روسته ئې نو پر سر هند د مغولو سره سخت جنگونه وکړه چه احمد شاه بابا لمړی پلا پرهند حمله و کړه ، نو رحمت خان او علی خان دواره داحمد شاه با با ملگری شوه، مگرچه علی خان پښتون په ۳ دشوال ( ١١٦٢ هـ = ١٤ ستمبر ١٧٤٩ ع ) وفات شو ، نو پر ځاى ئې رحمت خان در وهیل کند پاچاشو ده د ینگنو پښتنوا میرا نوسره ننه کومکونه وکړه ، داحمد شاه بابا په دریمه حمله کنی پر هندیه ( ١١٧٠ هـ = ١٧٥٧ ع ) حافظ رحمت خان دده سره دخپلوی او ملگری مناسبات در لوده او په څلورمه حمله کنې هم ورسره ملگری وو ، خود هلی ئي ونيولی (۳) احمد شاه بابا ددې خپل پښتانه ملگری یا چاسره خورامینه در لوده دده او شاه ولی خان وزیر اعظم فرق ئې نه کاوه ، در حمت خان بړېڅ په کوښنې . دهغه وخت ټو له پښتانه دهند امیران داحمد شاه بابا سره متفق شوه لکه نواب احمد خان بنگنې او شجاع الدوله پښتون حافظ رحمت خان بریخ د پښتنو د شهنشاه احمد شاه با با رشتینی ملگری او شجاع او بنا على سپه سالار او مدبر دوست و و عالم فضل ، متقی عادل پښتون و و رحمت خان دپښتو ، پارسی ښه شاعر هم وو ، مستر برك ليکي، چه ده په خپلو تألیفونو او آثا رو شاعری ژوندی کړه دار مستتر دفرانسه مشهوره مستشرق د حافظ رحمت خان دپښتو شعر مجموعه په رامپور کنی میندلې وه ، چه اوس د برتش موزیم په مشرقی کتابو کښې ده حافظ رحمت خان عالم او علم دوست سړی وو ، ده ښه کتب خانه هم در لوده چه اوس لي كتب داوده په کتابخانه کښې دی او دو کتور اسپر نیګر ئې فهرست په ( ١٨٥٤ع) کتب شائع کړی دی اسپرنیگر لیکی چه څلویښت صند و قه كتا بونه در حمت خان پاته وه چه اکثر پښتو وه رحمت خان یو کتاب " خلاصته الانساب ، هم ليکلي دی ، چه دانگلستان به موزيم كني ئي نسخه سته ، يوبل. كتاب ئي هم تأليف كړى دى ، چه نوم ئې تواریخ رحمت خانی دی دغه کتاب په ( ۱۰۳۲ هـ = ١٦٢٢ع) كنې لمړۍ پلا په پښتو ليکل شوى ، او وروسته به ( ١١٨٤ هـ = ١٧٧٠ع) کن رحمت خان په پارسی ترجمه کی ، چه دلندن د هندوستان به دفتر ، او پټنه او آكره كي ئې نسخې سته حافظ رحمت خان په شنبی ۱۱ دصفر (۱۱۸۸ هـ = ۲۳ داپریل ۱۷۷۶ ع ) دمیران پور دکړه په جنگ دانگر بزانو او شجاع الدوله به مقابله کني په عمر د ( ٦٧) کالو شهید ، او د بریلی په ښار کښ ښخ شو ، مرحوم ډېر علم پرور پښتون وو در وهیل کند په لويو ښارو کنې ئې لکه شاه جهان پور، بریلی ، پیلی بھیت لوئی لوئی مدرسې جوړی کړی وې ، او ډېر علماء کې هلته را ټول کړی وه
بحرالعلوم :
مولا نا عبدا لعلى دنظام الدین زوى مشهوريه بحرا لعلوم داحمد شاه با با معاصر دی په هند کې لوی علمی شهرت لری ، دمولوی بلخی پر مثنوی ئې مشهوره شرح ليكلي ده چه بحرالعلوم نومییزی ! په تصوف او فلسفه او علم کلام او نورو اسلامی علو مو کنې ښه لاس لری ، داحمدشاه بابا ملگری پښتون امیر حافظ رحمت خان دپښتنو علم پالونکی مشریه ډیر اصرار دی شاه جهان پورته غوښتی ، او يوه خاصه مدرسه ئې ورته جوړه کړې وه . چه شل كاله مولانا تدريس يكن کاوه علا و . پردغه مو لا ناد بو ها را به کلی کنې د بردوان په ۱۱۷۸ ه کښې هم تدريس کړی . او ډېر شاگردان ئې درلوده مشهور تصانيف ئې دغه دی ارکان اربعه په اصول فقه کنی ، پر میرزاهد حاشیه پر شرح تهذیب حاشیه درې حاشینی پر زاهدیه ، شرح سلم فواتح الرحموت شرح مسلم الثبوت ، تكمله . تنویر الابصار ، حاشیه دصدرا پر شرح ، دفقه اکبر شرح ، د توحیدر ساله او د قیامت احوال
نواب محبت خان بریخ :
د حافظ رحمت خان زوی وو دپلار د شهادت پروخت د ٢٤ كالو وو، د عمر پر ٥٩ کال په ١٣ دصفر ١٢٢٤ه = ۱۸۰۹ ع وفات او په لكهنو کښې ښخ دی ، په علوم عربیه او پارسی او سنسکرت کنې لوی عالم او استادوو په اردو عربی ، پارسی ، پښتوئی ښه او ډېر اشعار درلوده اسرار محبت » او « آمدنامه » ئې دوه کتابونه هم تأليف کړی دی په حربی کارو او موسیقی کنې هم ما هر وو (۱) داحمد شاه بابا د عصر یو ادب پالونکی عالم او ادیب او نامور پښتون دی (۲) دی وایی :
ز سر گذشت " محبت » زهر که پرسیدم
به عارض اشك پیاپی چکید و هیچ نگفت
نواب الله يار خان :
د حافظ رحمت خان بریخ زوی او دپلار د شهادت پروخت د ۳۱ کالووو ۸۱۰ کاله ئې عمرو و په ۹ د شعبان ١٢٤٨ هـ = ۱۸۳۲ ع وفات شوی دی، دی هم لکه پلار دتوری او قلم خاوند او عالم او محقق وو، په پښتو او هندوستانی ژ به ئی یو د پښتو ژبی خورا مهم لغت لیکلی دی. چه اوس نسته
نواب غلام مصطفی خان :
د حافظ رحمت خان زوی او په پنجشنبي ۲۷ دذ يقعدي ۱۲۰۳ ه = ۱۷۸۸ ع وفات شوى عمر تي ٣٠ کاله وو دیار سی او از دو لوی ادیب او تخلص في " مست » دی
نواب مستجاب خان :
دی هم در حمت خان زوی او دپلا رد شهادت پروخت د ۱۳ کالو و و به دوشنبی ۲ دشوال ١٢٤٨ هـ وفات شوی ، دعربی او پارسی او پښتو لوى اديب او عالم وو گلستان رحمت » ئې په تاريخ کې لیکلی دی
شيخ على حزين :
نوم ئي محمد پلار ئي ابو طالب وو په دوشنبې ۲۷ د ربیع الثانی ۱۱۰۳ هـ به اصفهان کنې زو کړی ، او د مشهور شیخ زاهد گیلانی له کورنۍ څخه دی ، حزين دخپل عصر عالم او شاعر وو، په ١١٣٥ه کښې ئې يو کتاب په نوم د مدت العمر » وليكه ، فرس نامه او نوری څو فلسفی رسالي او دا شعار و دیوان هم لرى د شهريار محمود هو تك د فتح پروخت دی په اصفهان کني وو ، د نادر افشار په عصر کې په ١١٤٦ کال لسمه د روژې له ایرانه هندوستان ته ولان ، هلته ئې ٤٥ کاله تېر کړه يه ١١٥٤ ه کنې ده خپل * تذكرة الاحوال » كتاب و کتبلی ، چه به ۱۸۳۰ ع كنب بالفوريه انگلیسی ترجمه کړی دی په ۱۱٦٥ هـ د احمد شاه بابا په عصر کښې ده تذكرة المعاصرين » و کنبلی چه په ۱۲۹۳ هـ په لکهنو كتب طبع شوی دی (۱) حزبن په ۱۱۸۰ه کې وفات شوی او پخپلو آثارو کښې ئې داحمد شاه بابا دهندوستان دئو دجگر و ذکر هم کړی دی احمد شاه با با دده سره یوه مشاعره هم لری چه دپارسی شعر په بحث کنی به ذکرسی .
آذر:
لطف علی بیگ آذریه ۲۰ دربیع الاول ۱۱۳۴ هـ به اصفهان کنی زیر بدلی او دنا در افشار په وخت کنې دایران د لار او دخلیج فارس دغاړو حاكم وو (۱) داحمد شاه بابا په عصر کن دی ژوندی اوڅه څه و قایع ددغه عصر ليكى ، كتاب ئي " تذکره آتشکده » ده ، چه په دغه کتاب کې دی دپښتنو سره تعصب ښکاره کوی د ١١٧٤ هـ تأليف دى
نواب میر احمد خان :
متخلص به «ناصر » د دکن له صفی شاهی کورنی څخه دی داحمد شاه بابا په عصر کني په ١١٦٤ هـ وفات شوی او ددېوان خاوند دی، دی وایی : ار ستو شد از فطنت بار یا ب بزم اسكندر به حکمت می توان گشتن مقرب باد شاهانرا
ولى رام :
اصلا هند و دی متخلص به ولی داحمد شاه با با معاصر و و له كلامه ئی د تو حید افکار ښکاره دی په پارسی ښه دیوان لری شعر ئې خوندی په کابل کښې او سیدی دا غزل د ده ده
بروز کوچه اسلام و کفر بر در صلح
برات نقد چنین ثبت شد بدفتر صلح
تعصبات مذاهب تمام پنج روز است
شنیده ایم بسمع رضا زمخبر صلح
براه جنگ منه یا که در وحل مانی
عبور کرد توان بر فلك ز شهپر صلح
نگویمت که فرنگی و یا مسلمانی
بهر طریق که باشی مباش منکر صلح
رسد بمنزل تحقیق چون " ولی » آنکس
دهد عنان ارادت بدست رهبر صلح
ولی یوه د تاریخ رساله هم په پارسی لیکلې ده چه دده ددیوان له منتخباتو سره یوځای قلمی زماڅخه سته
هاتف اصفهانی :
سید احمد هاتف داحمد شاه بابا په عصر کښې دایران مشهور شاعر او ادیب دی په عربی او پارسی اشعار لری د آذر ملگری وو په ۱۱۹۸ هـ به قم کنی مهدی
عبدا لعزیز خان دبخارا پاچا :
دا یا چاد بخا را له جنید یه کورنی څخه و و چه له ۱۰۰۷ نی تر ۱۲۰۰ ه پوری ئې په بخارا کښې لسو تنو حکومت کړی دی ددی کورنۍ آخر نی پاچا عبدالعزیز خان دنا در محمد خان زوی دی چه لس کاله داحمد شاه بابا تر جلوس و روسته په ۱۱۷۱ھ کسی پر تخت کښېنستلی ،او په ۱۲۰۰ هـ کښې وفات شوى دى . عبد العزیز خان د احمد شاه بابا له علمی اوادبی او سیاسی معاصرینو څخه دی چه د شعر شبه طبع لری او په پارسی ئی خوازه اشعار ویلی دی . دغه یو بیت دده له اشعار و څخه را نقل کوو
ضبط آه و ناله خون دارد دل زار مرا
آخر این پرهیز خواهد کشت بیمار مرا
ابن محمد امین گلستانه :
دپارس له ساداتو څخه وو د نادر افشار د مرگ پر وخت دده اکا میرزا محمد تقی به کرمانشاه كني حا كم وو . داحمد شاه بابا د سلطنت پر اتم کال د ۱۱۶۹ ه په پای کنی دی له ایرانه دهند وستان سوا حلوته و خپل اكا میر محمد اسحاق ته و لایر و روسته ئې نو دهند به بنگال کښې ژوندون کاوه . ا بن محمد امین ابوالحسن گلستانه ددغه عصر ادیب او مؤلف او مؤرخ دی چه د هندستان د دمر شد آباد په ښار کښې ئې لس کاله تراحمد شاه با با و روسته یه ۱۱۹٦ هـ کال ، یو تاريخ " مجمل التواريخ بعد نادریه ، لیکلی او په ۱۸۹٦ ع کال دلندن دبریل په مطبعه کنې چاپ شوی دی، په دغه کتاب کنې د ی داحمد شاه بابا دایران فتوحات او سفرونه مفصل ذكر کوی .
میرزا علی اکبر بمرودی :
د احمد شاه با با یه عصريه بمرود کسی اوسیدی په پارسی ئي شعر وایه ، احمد شاه با با چه آخره پلان پر خراسان سوق داد یہ کوئی انبکر و رووست دغه شاعر ددې پښتون فا فاتح هجو و كړ .
ملا شاهوا خوند :
به قندها و کنې د مغرب خواته یوځای دی ، چه د ملا شاهوا خوند تکیه ئی بولی ، ددغه ملاشا هو اخوند نوم ملا ارادت و و چه دا حمد شاه با با د عصر بو مشهورا و حق ویونکی عالم وو او دده په دربار کنې ئې د بر عزت در لو د ، لکه چه یوه ورځ داحمد شاه بابا په حضور کې ددې عالم دحق پرستی دامتحان دیاره څه ساز او سر و دوو ، ده هم ددغه حرکت شرعی حکم په خورا شجاعت دا حمد شاه با با به حضور کنی تبلیغ کی او پخپله در هاله مجله ولار ، به سره غره کې ئي ځای ونیوی اوبیانه راغی
قاضی فیض الله خان :
قاضی فیض الله به قوم دولت نا هی دا خمد شاه بابا له معاصرین و علما و و څخه دی ، چه دقندهار وو او د احمد شاه په ژوندون کښې ئې دشاهزاده تیمور سره چه دهرات نائب الحکومه و و نژ دیوالی درلود او د شاهزاده لوی مشیر او معتمدوو داحمد شاه با با تروفات وروسته چه تیمور له هر ا نه قندهار ته راتی دبكوا و غربی خواته دقاضی فیض اللہ خان به تحريك او تشويق ، وزير اعظم شاه ولیخان مړ کړ . سو وروسته چه تیمورشاه دافغانستان پر تخت کښېنوست ، نو قاضی فیض الله خان لکه د مملکت صدر اعظم مدار المهام او مشیر او مدیر دسلطنت مقرر شو دغه قاضی داحمد شاه بابا د عصر له لويو خلقو څخه و و .
ملا عبدالغفار خان جديد الاسلام :
لمړی هندو و و داحمد شاه بابا په عصر کښې مسلمان اودده سره یو ځای له هندوستانه افغانستان ته راغی ، او دینی علوم ئې ولوستل ددغه عصر شبه عالم و واد تیمور شاه د جلوس پر وخت د غه ملا د مملکت در یوان به استيفاء چه پخواني مستوفی الممالك او اوس ئي وزير ما ليه بولى) مقرر شو نو رحال ئې نه دی ښكار .
عنایت الله هروى :
دسید لعل شاه هراتی زوی و و چه پلارئي دهرات دخوا لوی او زبر دست عالم وو ، په ۱۱۸۰ هـ په هر ندکش وفات شوی دی
مولانا خان محمد :
د ملا ابو الفتح زوى د ملا عبد الحكيم سيا لكوتي له کورنی څخه لوی عالم دی ، داحمد شاه با با به عصر په ډهلی او جمون کن و و ، وروسته نو کابل ته د تیمور شاه په عصر کنې دده حضور ته راغی او دافغانی در بارڅخه ئې په کشمیر كنب معاش او تنخواه در لوده
مو لوی هدایت الله :
دمولوی کرم الله زوی او د کشمیر اوسېدونکی دخپل عصر عالم اواديب وو ، د کشمير تاريخ ده تأليف کړی . تحفة الاخوان في مناقب النعمان ئې داحمد شاه با با په عصر كنې لیکلی دی ، په ۳۰ د شعبان ١٢٠٦ هـ په کشمیر كنې وفات او ښخ شوى دى
مولوی نظام الدين :
دشيخ الاسلام قوام الدين زوی ، او د احمد شاه بابا له عصر . په قاضی توب او خانی په کشمیر کن سر فراز وو دیر فصیح و بلیغ شاعر دی ، د نظام الوقائع په نوم ئې يو كتاب کنبلی دی چه داحمد شاه بابا د عصر او و روسته وقائع لي يكنې لیکلی دی ، به ۱۸ در يحجي ١٢٤٠ھ وفات شوی دی (۱)
سید غلام دهلوی :
به ١١٥٦ هـ زوکړی ، په ٢ دصفر ١٢٤٠ هـ په دهلی کی وفات شوی دی ، د خپل عصر لوی عالم او نقشبندی مر شد و و چه داحمد شاه با با مشهور عرفانی معاصر دی
مولا نا خالد :
به کردستان کنی زوکړی په ١٢٤٢ هـ په سر هند کې وفات شوی دی ، دخپل عصر مشهور عالم و و ، چه هندوستان ته تللی وو مولا نا خالد د احمد شاه بابا د عصریه آخر کنی دقندهار پر خوا هند ته ولاړ ، دقندهار له احمد شاهی سیور علما وو سره محشوروو
خواجه عبدالخالق :
د حافظ یعقوب زوى . له اويسي کورنۍ څخه وو ، په بها داپور کې په ١١٨٥ هـ وفات سو
شاه ولی الله دهلوى :
د مولوی عبدالرحیم زوی په ١١١٤ هـ په ډهلی کې زوکړی ، به ۱۱۷۶ هـ هلته وفات شو ، داحمد شاه بابا د عصر لوى عالم او محقق او زاهددی ، تفسير دفتح الرحمان او حجته الله البالغه او نور مشهور تأليفونه لری ، لوی او مشهور عالم و و شاه صاحب پخپلو مكتو بو کنې د احمد شاه بابا د هندوستان دور تک ذکر کړی دی شاه صاحب په تصوف او فلسفه او ديني تطبيقا تو کني دخيل عصر امام دی ، دی دوروستنی عصر ، اسلامی لوی محقق کانیه شی ، آثارئي ډېر مفيد او غوره دى
میرا عبدالرشيد بيهقي :
د سید احمد بيهقى زوى ، او د ظاهری او معنوی علم خاوند دخپل عصر لوی عالم وو ، شیخ عبدالاحد سر هندی پخپلو مكتو با توکن دی ستایی ، د کشمیر او سیدونکی و و په ه در جب ۱۱۸۰ هـ هلته وفات شوى دى
خواجه عبد الرحيم نقشبندي :
د خواجه محمد شریف از وی به د هلی کش د شیخ کمال » په لقب دیا چا له خوا مشهور و و
به علم او سلوك كن شهرت اری ، داحمد شاه با با دسکانو په جگړه کشی دده لوی و روز شهید سوی دي به کشمیر کن دعم دجمادي الأول ۱۲۰۰ هـ وفات شوی دی
شيخ سعد الله د نوښار :
د حافظ برخوردار قادری زوی او په نوښار کښې زوکړی ، هلته په ۱۱۷۵ هکن وفات او نخ سوی دی ، د احمد شاه بابا د عصر عالم او طبیب و و ( ٦٥ ) شيخ محمد عظیم قادری : لتو دلاهور به حدود کن تولد او په ۱۱۸۱ هلته وفات شوی په حجره کښې ښخ دی ، د احمد شاه با با معاصر عالم او سیددی
سید سردار شاه :
قادری عالم دی ، به حجره کښې د لاهور زوکړی ، يه ١١٨٤ هـ په با بکوال کښې د لاهور وفات او شخ شوی دی د احمد شاه بابا د عصر مشهور مرشد دی (۱)
سید محمد رازق :
دسیدها شم زوى عمرئی ٧٤ كاله. وو په ۱۱۱۰ه زوکړی په ١١٨٤ هـ وفات شوی ، او داحمد شاه بابا دعصر مشهور قادری عالم و و
حافظ هدایت الله د پېښور :
په علوم نقلیه او عقلیه کنې استاد ، او د پېښو روو به ۱۱۸۱ ه کښې هلته وفات شوی دی
شيخ عبد الوهاب نورى :
د شيخ رشيد الدين زوى اود احمد شاه بابا دعصر ز بردست او مشهور عالم وو ، په ۱۱ دربیع الثانی . ( ١١٨٦ هـ ) په کشمیر کن وفات او ښخ شوی دی عين العرفان ، فتحات كبرويه ، قواعد عشره ، ئی تالیف شوی دی د احمد شاه بابا د عصر مشهور مرشد دی
سید محمد رازق :
دسیدها شم زوى عمرئی ٧٤ كاله. وو په ۱۱۱۰ه زوکړی په ١١٨٤ هـ وفات شوی ، او داحمد شاه بابا دعصر مشهور قادری عالم و و
حافظ هدایت الله د پېښور :
په علوم نقلیه او عقلیه کنې استاد ، او د پېښو روو به ۱۱۸۱ ه کښې هلته وفات شوی دی
شيخ عبد الوهاب نورى :
د شيخ رشيد الدين زوى اود احمد شاه بابا دعصر ز بردست او مشهور عالم وو ، په ۱۱ دربیع الثانی . ( ١١٨٦ هـ ) په کشمیر کن وفات او ښخ شوی دی عين العرفان ، فتحات كبرويه ، قواعد عشره ، ئی تالیف کړی دی
ملاا بوالوفاء :
داحمد شاه با با له خواد کشمیر مفتی وو په ۱۹ د محرم (۱۱۷۹ هـ ) هلته وفات او شبح شوي دی ، لوی عالم وو ، دانوارا لنبوة كتاب في تأليف كړى او په فقه كنې ئې څلور جلده دمسائل فرعيه تحقیق لیکلی دی
ملا محمد :
د ملا اشرف چرخی زوی و و ، په کشمیر کنې او سیدی ، په (۱۱۷۹ھ ) ئې وفات كړى دى ښه عالم او شاعر وو
مولانا حسام الدين :
د شیخ الاسلام مولوی امان الله وراره وو په ډهلي کښې ئې علوم تحصیل کړه په کشمیر کښ اوسېدی ، ښه شاعر هم وو ، به (۱۱۹۷ھ) وفات شو
شیخ الاسلام مولوى قوام الدين :
دمولانا سعدا لدين زوى او د احمد شاه بابا دعصر زبر دست او جامع عالم وو د بلند خان دحکومت په وخت به کشمیر کنی داحمد شاه بابا په حکم به لقب دشیخ الاسلام قاضی شو، رساله قوامیه دده تالیف دى په ٥ دذ يقعدي (۱۲۱۹ ه) په کشمیر کن وفات سو
بختاور :
بختاور دتهته دخانی مشر او رئیس وو ، داحمد شاه بابا معاصر دی ، ده بو كتاب په نوم د " تذكرة لساني » لیکلی دی
شاه حسین :
شاه حسین ، دسید نور محمد رسید محمد امیر زوی او له قادری حضر اتوڅخه دی وفات ئې په ۲۱ د جمادى الثاني ( ١١٦٢ھ) واقع شوی او د احمد شاه با با دعصر له قادری مشهور وعالمانو څخه دی
شيخ رحمة الله :
د حاجی برخوردار زوی او په نوښار کې دپېښور زوکړی په ١١٦٧ هـ به نوښار كې وفات شوى دى ، له قادريه طريقي څخه دی
نصرة الله :
نصر الله قادری د بر خوردار زوی ، په نوښار کښ متولد او په ۱۱۷۰ ه هلته وفات شوی او ښخ دی ، په سیا لکوټ ئي د علم تحصیل کړی او دا احمد شاه دعصر عالم دی
حاجی محمد سعید لاهوری :
د نقشبندی او یو خلفا و و څخه دی چه په لاهور کنې يه ١١٦٦ هـ وفات شوی و داحمد شاه بابا لوی عرفانی معاصر دی (۱)
عبد السلام مجددي :
په کشمیر کی زو کړی په ۱۱۷۱ هـ هلته و فات شوی او نقشبندی دی
خواجه محمد رضا :
د خواجه عبدالله احرار له کورنۍ څخه په کشمیر کن زوکړی او په ۱۱۷۹ هـ هلته وفات شوی دی
شیخ محمد اعظم مجددی :
په کشمیر کنی ز و کړی . هلته په ١١٨٥ ه کنی وفات شوی ، شبه عالم او فاضل او شاعر وو ، ډېرتأ ليفونه لری
خواجه كمال الدين :
د خواجه نو را لدین نقشبندی زوی او په کشمیر کنې وز کړی په ۱۱۸۸ ه. هلته وفات شوی دی
محمد غیاث الدین :
د جلال الدين زوى د شرف الدين لمسی او دلكهنو د شاه آباد او سېدونکی او د احمد شاه با با د عصر مشهور ادیب او عالم وو خپل مشهور كتاب د غياث اللغه » ئي په ١٢٤٢ ه لیکلی دی ! علاوه پر دغه مشهور کتاب د سکندر نامي شرح مفتاح الكنوز ، او باغ و بهار . او انشاء هم دده تألیفونه دی په پارسی ښه ادیب و و غزليات او قصائد لرى ، دغه عالم د احمد شاه بابا د عصر د اواخر و دی ، نور عمرئې وروسته تېر کړی دی
مو لوى رفيع الدين :
د فريد الدين زوی ، او د احمد شاه با باد عصر مشهور عالم او مؤلف دی ، په ١٥ د ذيحجي ١٢١٨هـ به مراد آباد کن وفات شوی دی ، د عين العلم ترجمه د نوری دار بعين شرح كنز الحساب ، تذكرة المشائخ . كتاب الاذكار . تذكرة الملوك أي مشهورتأ ليفونه دى ده یو بل کتاب په نوم د تاریخ افاغنه ، هم لیکلی دی
ملاح فرالدين :
به قوم عرب او د احمد شاه بابا دعصر مشهور عالم او ولی دی، چه و روسته ئې ډېر شهرت موندلی او دمیان فقیر الله صاحب څخه ئي استفاده او استفاضه کړې وه، لکه چه ډېر مکتوبونه دمیان صاحب دمکتوبات دده په نامه صادر شوی دی ملا فرح الدین اخوند په ١١۵۹ ه زوکړی او په عمر ۸۲ کاله په ١٣٤١ هـ به قندهار کې وفات شوی اود هرات بازار پخپله جامع کنی نخ دی ملا صاحب دخپل عصر مشهور عالم وو ، ډېر مشهور عرفانی شاگردان او مخلصين ئي درلوده ، ده په پښتو يو کتاب منظوم لیکلی دی چه تعداد الكبائر ، ئي بولى ، دغه مصراع ئي دوفات تاریخ دی " رفت قطب زمین مدار زمان »
محمد فاضل انصاری :
دمیان فقیر الله معاصر او شا گرددی ، پلار ئې پیر محمد اونیکه ئي ملاالیاس انصاری دی دخپل استاد مکتوبات ده سره ټول کړی او د کتاب په ډول ئې مرتب کړی دی اوډ پر مکتو بو نه دهغه لوی عالم دده په نوم لیکل شوی دی
محمد علی خان مبتلا :
د مشهد دی چه داحمد شاه بابا د جلوس په لمړی کال ١١٦١ هـ ئي يوكتاب " منتخب الاشعار » كنبلی دی چه قلمی نسخې ئې په بود لينا او لاهور كني سته (۲)
برهان خان :
دپښتو له لویو شاعرانو څخه دی چه داحمد شاه بابا معاصر و و، دده له اشعا رو څخه ښکاره ده چه داحمد شاه بنیا دپانی پت په لښکر و کنې شامل وو او ددغه تا ریخی جنگ کیفیت ئې په شعر ویلی دی ( ١١٧٤ هـ ) برهان خان ملی شاعر دی چه دپښتنو حماسی افکار ئي پخپلو اشعارو کښی ښه راوستلی او د پښتنو دټو لواك دفتو حاتو په افتخار ئې خوازه اشعار ویلی دی ددي ملی شاعر نور احوال موزته نه دی ښکاره فقط دغه څو بیتونه دده له منظو ما تو څخه لاس ته راغلی دی : احمد شاه باد شاه په غوره و و يله
د غزا په نیت ځمه له کابله
پښتنی مغولی لاندی کری کفارو
دا خبره می په زره و ګرزید له
یا به ننگ دپښتانه بیر ته په ځای کړم
یا به بایلم ککری پری باندی خپله
داتك به سيند ئي دوه پله تیار کړل
بادشاہ پر بوت په مانجه ئې میشته کړ له
سر سپا هي ئي تر پنځو تنه کم نه وو
درو تاس دژ ئي بي جنگه واخيستله
مخامخ سو جنگ ئی خښ کړ په میدان کښ
سمن خان مؤمن خان دواره شهیدان سول
احمد شاه دزړه ستن و نړ و له
اوه و رځى وه تياره بيار نائي شوه
با هوز غر ه ئې په وينو و اړ له
مرپتی به اور دغم نارې سورې شوې
د پښتون توره ئي هله و مثله
په دې ډول برهان خان داحمد شا با با له ادبی معاصرینو اور جز ویلو اوحما سه ويونکو اديبانو څخه دی، دار مستتر فرانسوی مستشرق وایی چه دی دنا در زاوی او دسر حدد هزاره په علاقه کنې اوسېدی
افضل خان خټك :
د مشهور خو شحال خان لمسی ، او دا شرف خان هجری زوی او له پلار ها و نيکه څخه ادیب او فاضل وو ، چه د احمد شاه بابا له علمی اوادبی معاصر ينو څخه دی افضل خان خټك دپښتنو دعلم او ادب په کورنۍ کنی دی چه په روزلی شوی او د پښتو ژبی له مؤلفيونه څخه پښتو ژبه ئی تاریخ مرصع ، لیکلی او د پښتنو دانسابوا و تاریخی حوادثو ښه معلومات ئې پکن یوځای کړی دی د تاریخ مرصع نسخی خو را نایابی دی، او فقط دانگریزی دستیاب پښتو پوهانو په لاس کښیو تلی دی ، چه یو باب ئې مستر را و رتی انگر یز پخپل کتاب گلشن روه» به ١٨٦٠ع کال د هر تفرد په ښار کښې چاپ کړی او دغسی هم پادری هیوز انگریز به « کلید افغانی» کنې نشر کړی دی متاسفانه ددغه نادر کتاب نوری برخی نه دی چاپ شوی او نسخى أي هم نه دی معلومی . د افضل خان له تأليفا تو څخه بل " علم خانه دانش » (۱) دی ، چه دا بوا لفضل كليله او دمنه ئې پښتو کړې ده . افضل خان دخپل قوم خان او امیروو کابل ته ئې هم سفرونه کړی او د (۱۱۸۳ھ) کال د شعبان په میاشت وفات شوی دی چه کاظم خان شيدا دپښتو نامتو شاعر اودده زوی چه په (۹) نمره کښې ئې موز ذكر و کی دده دوفات تاريخ لي داسي پیدا کړی دی تاريخ شي دارنگ در حلت و وي . خرد و ماته " میاشت ده شعبان » و .
کال در حلت ئې له مانه واروه
بهشت ئې ځاى شه دعا كوم زه »
محمدی صاحبزاده :
د شیخ میان محمد عمر صاحبزاده زوی به قوم څوکنی او داحمد شاه بابا د عصر له مشهور و مشایخوڅخه و و چه دننگرهار او پېښور په خواوو کښې ئې هستو که در لوده محمدی دپښتو ژبی خوزژ بی شاعر دی، چه دیوان هم لری اود کاظم خان شيدا سره ئي ليك در لود چه شیدا د خپل دیوان په دیباجه کن ددغه ذکر کوی او وایی صاحبزاده محمدی جیده طبع او ښکلی اشعار لری . ددې شاعر له دېوانه څو بدلی به « کلید افغانی کنی هیوز اقتباس کړی دی (۱) خلاصه محمدی داحمدشاه بابا دعصر له پښتنو ادیبانو څخه وو چه تر ( ١١٥٠ه) و روسته
ژوندی و و .
کاظم :
دپښتو له ادیبانو څخه دی ، چه داحمد شاه با با په عصر دخټکو دا کوړې په سرای کنې میشته و و او په پښتونه اشعار لری ، چه هیوز به کلید افغانی کن دده له دېوانه يوه بد له چاپ کړی ده (۱) او کاظم خان شيدا د ده همعصر ، او همنام شاعر دخیل دیوان په دیبا چه کنې هم
دده ذکر کوی
میان نور محمد نور زائی :
داحمد شاهي عصر له مشاهير واو لو يو علما وو څخه دی ، چه په طریقت او سلوك كني د مشهور ميان عبد الحکیم کا کر مرید وو او ډېر تألیفات لری ، چه یو له هغو څخه ( مقاله عاليه ) ده په تصوف كني، او ددوى به امر د هغه عصر يوه مشهور مؤلف او عالم مر حوم ملا احمد قندهاری و نمره ۹۳ ته رجوع ) د ( تعليم السلوك ) په نوم شرح پر لیکلې ده، میا نصاحب په قندهار کنی به علم اوز هدا و تقوی ډېر شهرت درلود اومر قدئي دمناري په کلی کن دقندهار جنوبی خواته دی ، چه (۱۰۰) فته جگه مناره داحمد شاه با با په عصر کنی پر جوړه شوې ده. میا نصاحب په ۱۱۷۲ه کال وفات شوی دی
ملا احمدا لكوزي :
ملاا حمد د اسماعیل ابدالی قندهاری زوی داحمد شاه با با د عصر دقندهار له مشهور وعلماوو او مؤ لفينو څخه او د قندهار قاضی و و ملا احمد به عقلیه او نقلیه علو مو كنب دخيل عصرا علم وو ، او ډېر نامدار شاگردان او مؤلفين ئي روز لی او تعليم ئي ورکړی دی لکه مشهور دقندهار محقق مولوی حبیب الله او نور ملا احمد د قندهار په ښار کښ اوسېدی او تل به علماء او فضلاء پرده ټول وه، تر اوسه دده د علم او فضل خبری مشهوری دی . دده تألیفونه ډېر دی په اکثرو علمو كني ئي نافع کتابونه لیکلی دی ، چه له هغو څخه يو " تعليم السلوك . . شرح پر مقاله عالیه » دمولانا نور محمد ده . په پارسی رساله « كا شفه » او په عربي ئي " رسالة فارقه . د محقق قندهاری قلمی در سائلو مجموعه ، اور جوع نمره (۱۳) ته. په تصوف کښې ليکلى دى . دغسي هم يوبل کتاب ئي ) بيان وا فى الطوائف الصوفيه ) په عربی لیکلی ، او به منطق کنئی دقطبئي پر میرزا باندی شرح کړې ده. ملا احمد داحمد شاه با با تر عصر و روسته ډېر عمر ژوندی ، او په قندهار کښې دعلما و و مرجع وو ، دعيد گاه دروازې دباندی په عمومی هدیره کې ښخ دی .
ملا محمد نور توخی :
ملا محمد نور د محمد حسن زوی دعبد الحبيب لمسی نور خېل توخي له هغو علما و و څخه دی چه داحمد شاهی عصر به پای کن وو او وروسته ئې زامن او لمسيان د تفسير به علم او د قرآن عظیم به ترجمه کنې دعا مو مرجع و ه او دی. ملا محمد نور په طر يقت كني دميان فرح الدين ( رجوع نمره ۸۵ ته مريد وو ، له تألیفاتو څخائي په عربی يو كتاب " جامع السلوك » سته .
دنادر نامی ناظم :
داسری اصلا دخراسان ، او دیوه خراسانی ادیب قاسمي » له كورنۍ څخه وو ، چه د مشهور مستشرق پرفسور براون انگلیس به قول ئې دفردوسی دشهنامي په ډول اشعار ویلی او قلمی نسخه ئې دانگلستان دکیمبرج په دارالفنون کنې سته ددې شاعر نوم نه دی معلوم ، يو كتاب ئې د نادر نامي » په نوم د شهنامی په ډول دخراسانی افشار نادر پر شرح حال یه (۱۷) زره بيته د حسین خان فراهی به امر منظوم کړی دی چه دغه حسین خان دا حمد شاه با با له خوا د خراسان حاكم وو ، دا کتاب دا علیحضرت احمد شاه په نامه د (۱۱۷۲ھ) ما ربیع الاول
دلمړی خور به میاشت پای ته رسیدلی دی په دې کتاب کنې دا عليحضرت احمد شاه بابا دیلرو او نیکه گانو کار نامې په هرات کنې ذکر شوی دی. او د احمد شاه با با هغه اور اقدامات بیان شوی دی چه ده دنا در شاه تر مرگ و روسته وکړه ، داحمد شاه بابا ستاینه داسی کوی : کنم خامه فکر را تازه سر بو صف شنه شاه نیکو سیر جهاندار " احمد شه » سرفراز که درهای دلهاست بروی فراز خداوند دولت برایرانیان در درج اقبال در اینان بعهد چنین خروسر فراز برویم شد این باب معنی فراز
عبدالعظیم را ني زي ..
عبدالعظیم دنور خان ! لمسی دسوات دی ، چه په ( ١١٦٧ھ) په سوات کښې زوکړی او تر ( ١٢٥٣ هـ ) وروسته هلته مردی عبدا لعظيم له هغو پښتنو شاعرانو څخه دی ، چه داحمدشاه بابا په عصر کن اوى شونی ، او منځ ته راغلی دى . عبدا لعظیم دپښتو ژبی ښه شاعر ، او ددېوان خاوند دی به سبک سبک کنې مانند مانه رحمان بابانه ورته دی ، دی دخپل عصر به عالم هم وو دا بیتونه. دده
په جهان چه ستاد حسن کاروان پر بوت
له هيبته به گلونو خزان پر بوت
چه داستا ښكلي گلشن کي په نظر شو
عند ليب له محبته حیران پر ہوت
تورد ستر گو می په د بره ز را سپین شو
لر مانه و ته بخار می تاو د هجران پر یوت
خدای دی مرگ کاندی میلمه به " عظیم » باندی
به دل و محرم را بجا چه له لاسه ئی د صبر میزان پر یوت
ملاز بر دست :
له هغو پښتنو ادبا وو څخه دی ، چه د احمد شاه بابا په عصر کنی روز لی شوی دی . دی د کرم خان زوی دجلال لمسی او په قوم کاکړوو ، چه دقندهار په شاو خوا کنې اوسیدی . ملاز بر دست و روسته به ( ١٢٢٦ هـ ) یوپښتو کتاب " روضته النعيم » په لنډ مثنوی نظم کړی ، او دده اشعار دینی او اخلاقی رنگ لری دی وایی :
من لم يظلم لم يظلم
څوك چه ظلم پر چانکړی
کله ظلم څوك پرده كړى
چه بد نکړی بد نه مو می
نیکان کله بدی مو می
کښته خپله هر څوك لو كا
خپل کر لی هر څوك دروكا
نیکو کاره نیک رفتار کړه
له هر چانیکی اختیار کړه
اخوند گدا :
اخوند گدا دپښتوژ بی یو مصنف او شاعر دی ، چه داحمد شاه بابا په زمانه کنې ژوندی ، او ده یو کتاب چه نافع المسلمين » نومېزی ، منظوم کړی دی اشعار ئې ډېر دینی او اخلاقی دی ، تر ( ۱۱۷۲ھ ) پوری لا ژوندی وو . يو د غزلو مستقل د یوان هم اری . دا رباعی دده ده :
د سحر چرکه خوزشی په کومی
چه تا ناری کړی دلبر میدرو می
یومی دلبرخی بل را نه زړه وړی
زره می پداوری چه دلبر نومی
قاسم علی افریدی :
داحمد شاه بابا دعصر یو مشهور پښتون ادیب دی .
چه د (۱۱۰۰ هـ ) تر ( ۱۲۰۰ هـ ایوری ژوندی وو راورتی مستشرق لیکی ، چه دهند به فرخ آباد کنی زوکړی دی، په انگریزی او تورکی ژ به هم پوهېدی او هغه وخت چه انگر هزان لمړی پلا هند ته را غله ، نوده به بوه قصيده كنې دغه حال داسی تصویر کړی دی . نصا را به هندوستان حکومت کاندی چرته ولاړ هغه خوانان شمشیر نگی بقالان وه سپاهی به هندوستان شوه در ویزه کاندی اسراف چنگی چنگی
میاعمر څو کنی:
دا مشهور شاعر او عالم او روحانی سری داحمد شاه بابا معا صروو دی دپېښور په څو کنوکش اوسیدی ، او ا حمد شاه با با دده سره علمی اور وحانی روابط در آوده هر . پلا چه به احمد شاه با با پر دغه لار هند ته تی ، دده سره به ئی ملاقا تو نه کول . ميا عمر علاوه پر نورو تصانیفو يوه د پښتنو اقوا مو شجر هم په پښتو منظومه کړې ده (۱)
مسعود گل پاسنی :
د پښتو ژبی ښه شاعر ، او د احمد شاه بابا له معاصر ينو څخه دی، دی دمیا عمر څو کنی سره ډېر ارادت لرلی ، مدح اود هغه مشهور روحانی نی مناقب ئې په پښتو ژ به په روانی خورا سلامت منظوم کړی دی چه يوه نسخه ئې د لندن په موزیم کنې سته
عبد الكريم كاكر :
د قندهار له علما و و څخه و و چه په ( ۱۱۵۱ هـ ) زوکړی او په ( ١٣٣٥ هـ) چه دخلو را تیا کالو وو ، یا په قندهار کنې وفات شوی دی ، ده دعر بی عین العلم ترجمه په پښتو نظم د « زین العلم په نامه کړې او په ( ١٢٣٤هـ) ئي ختم کړې ده، هلته وايي : د ښه خوی گټه ده ډېر .ار اندازه کی رتر سیست له كنلو تراند تير . هغه څوك چه اخلاقی وی دهغه نوم به باقی وی د دچا اخلاق شبه نه وی دهغه به ژوند ښه نه وی دا سلام خوښه اخلاق دی چه په درست ادیانو طاق دی ب خورشته دا سلام دین دی راغلی پیغمبر دی پاڅیدلی چه پوره کی به اخلاق او پر ځای کی دامینا ق لا تمم » هم گوره
چه " انی بعثت » وروره احمد شاه بابا داروپائی او نورو مؤرخینو په نظر کښ لاندى لند لند داروپائی او نورو مؤرخينوا و لويه مستشر قينو نظر یا ت نسبت و احمد شاه بابا ته لیکو چه هغو څنگه بللی دی ؟ دمشرق وسطی به تاریخ کنی خودده منزلت او عظمت ښکاره دی بده نه ده چه دارو ياد محققینو په افکار و هم څه نه څه خبر شو : دار و پا مشهور پښتو شناس ایچ جی را ورتی چه دا علیحضرت امیر دوست محمد خان په عصر کې ژوندی وو . پخپل پښتو گر امر کښې داحمد شاه بابا ډیر اشعار دمثال او سند په ډول ذکر او وایی : احمد شاه ابدالی . دد را نو د سلطنت او ی مؤسس ، او دپانی پت دمیدان لوی بریالی وو، اشعار تي يوه عشقى د تصوف پیرایه لری چه ډېر داحترام و ردی مستر فریر فرانسوی مستشرق لیکلی دی : احمد شاه با با په ښند نه او خاوت داسی کارونه وکړه چه په بل ډول دارد و بده گران وه » Malleson G.B.کلنل جی بی ملیون انگلیس مورخ دافغانستان په تاریخ کس لیکی احمد شاه یو اتحادی حکومت " فيوډل سیستم » جورکی د ملت سرداران ئې پر کارونو مقرر کړه ، او له پښتنو څخه ئې دا خواست و کی ، چه " د خدای د پاره تنگ و کړی، او يو موټی شي ا مولی شی، مستر مكمن Macmun انگلیس پخپل تاریخ کنی د احمد شاه بابا فتوحات دامپراطور افغان په نوم په ښه ډول ذکر کوی ، او دده فتوحات په ښه ژبه ستایی (۲) د فرانسه معروف مؤرخ او فيلسوف ډو كتور گوستاولوبون ، لیکی : د مريتا تو ملا د پانی پت پر میدان په ١٧٦٠ ع کال پښتنو ( احمد شاه ) ورماته کړه او دوه لكه لبكرئي ورقتل کی ، اوله زوره ئې واچوله ، مستر ای مارسدن انگلیسی مؤرخ لیکلی دی : احمد شاه به آسانی در دهلی پاچا سو ، او لکه محمود غزنوی او محمد غوری څوواره ئې پښتا نه پر هندوستان را و بهول او د مريتانو دوه لكه لنبكر شي ووژل سر جان ملکم انگلیسی مؤرخ لیکی : احمد شاه څو واره پر هند لښكرو كېښې ، هر وار ئې بری و موند . ده د قوم د فکره سره سم حکومت کاوه ټوله ملت به احترام ورته کتل ، د هندوستان او افغانستان لوى فاتح دى ، مربيا نو ته ئې لو ماته په پانی پت کنې ورکړه گرانت دف انگلیسی مؤرخ لیکی : د پانی پت جگړه د هندوستان د مها بهارت تر جگړې و روسته لو جگړه ده ، په درو ورځو کنې ( احمد شاه ) دوه لکه مربتان مړه کړه او فقط شیرمه برخه ئې په ژوند و تښتيد له علاوه پردغو ځينو نورو ددې عصر مؤرخينو داسی لیکلی دی : علامه شکیب ارسلان لیکی : د احمد شاه بابا د مخه د هندوستان اسلامی دولت به خطر کنی و و په ١٧٦٠ ع چه احمد شاه دهلی وینولی نو هندوانو لکه د غزنوی یا غوری حکومتو په ډول دهند یو نوی دولت و باله ، له هری خوائی مقابله و رسره وکړه. مگر ده د پانی پت پر میدان په د پلا پر
١٧٦١ لكه بخوا بيرته اسلام نه بری ورکی علامه فريد وجدى د مصر مشهور عالم ليکي : احمد شاه با بایر هغو مرتبا نوچه تیموری شاهان ئی عاجزه کړی وه ښکاره بری و موندلی او لويه ما ته ئې ورکړه دی دور اندیش زړه ورا و پوه او عادل اوزړه سواندی او حازم سری و و پښتنو لکه مهربان پلار داسی باله او دبا با لقب ئي ورکی علامه سید سلیمان ندوی دهندوستان مشهور محقق لیکی احمد شاه ذاتاً اوى او لوالعزم ، او تجربه کار او فاتح سپه سالارو و اما لکه نور فاتحین په انتظام نه رسیدی دهندوستان مسلما نان پر دغه دده ډېر ممنون دی ، چه مر بتان ئې له شمالی هنده و ایستل ، (۱)» داحمد شاه بابا کلام او مستشرقين په اروپائی مستشرقینو او د مشرق دژ بوپه پوهانو کنې مستر را ورتی Raverty انگلیس خو را مشهور ، او ددی ژبی لوی خادم ،دی ده دپښتو ژبی دوه مهم کتابونه نشر کړی دی، يو کتاب ئي " گلشن روه » دی ، چه به ١٨٦٠ ع لي دهر تفرد په ښار کښې په حروفی طبع چاپ کړی او د پښتو ژبی د (١٦) جلد و زر و قلمی آثار و څخه ئې انتخاب کړی دی، په دغه کتاب کنی (۱۲) مخه داحمد شاه بابا له ديوانه نقل شوی دی، او را در تی احمد شاه با با دپښتو یو ښه شاعر کمی ( امکه دمخه چه ذکر شوه بل کتاب در اورتی دپښتو ضخیم گرا مردی ، چه په ١٨٥٦ ع به کلکته کښې چاپ شوی او په دغه کتاب کش را ورقی دیر داحمد شاه بابا اشعار دسند په ډول ذکر کوی
TheRend.T.P. Hughes پادری هیوزانگلیس به کلید افغانی کنی چه په ۱۸۹۳ ع په لاهور کنې چاپ شوی دی داحمد شا با با له دیوانه حتی بدلی انتخاب کړی دی.
j.Darmesteter او علاوه پردغه ډار مستتر فرانسوی مستشرق چه دیښتو په ادب کې ئې پلټنی کری دی، احمد شاه بابا دملی شاء به هیت پیرنی پارسی اشعار احمد شاه بابا که څه هم پښتون وو مگر په پارسی او عربی کښي ئې هم ښه لار اکبری چه ده پو دافغانستان تاریخ په پښتو لیکلی او په پارسی هم داشعار و دیوان لری ، مگر افسوس چه ورك دى، دغه دوه بيتونه په پارسی و ده ته منسوب دی ما به صلحيم و فلك در پی جنگ است اینجا دل ازین حادثه بسیار بتنگ است اینجا ما تباهی زدگانیم درین بحر فن تخته کشتی ما پشت نهنگ است اینجا دغه یو بیت هم داحمد شاه با با په نوم ارو بدل شوی دی چه دده دیاچهی اصول او د عدالت افکار ښه خنی ښکاره دی ای وای برا میری کز داد رفته باشد مظلوم از در او نا شاد رفته با شد په دې مطلع احمد شاه بابا دخیل معاصر پارسی شاعر شيخ على حزين ددي مطلع استقبال کړی دی مگر یه مقصد كني زموز دپلار بيت ډېر لوړ ا و قیمت لرونکی دی حزین وایی : ای وای بر اسیری کز یاد رفته باشد در دام مانده باشد، صیاد رفته با شد د احمد شاه بابا د دغی بدلی نور بیتونه چه پخوا می ارویدلی وه ، له یاده و تلى دى .