د پښتو نثر وده او په لیکنه کښی د غور وړ خبري
هره ژبه لکه نور ژوندی مخلوقات پخپل ژوندانه کښی د زمان او مکان تر اثر لاندی نشوونما کوی اجتماعي او سياسي او روحي عوامل ژبو ته يا وده ورکوي، ياني خبي، يانې له منځه باسي اوره کوي ئې.
زمانه چی کومی اجتماعي او سياسي اوښتني او انقلابونه بر انسانو باندي راولي يا جغرافي او مکان چي کوم کيفيت خاص د اقليم او هوا او لو ژوري له پلوه لري او يا کومه خاصه سيمه د تجارت او لښکري تگ راتگ لپاره يا د انسان. انتفال له پلوه ځانته مهم مومي، دا ټول هغه علتونه دي چي ژبي ژونده كوي، يا نه ژني او كله په تاريخ كښي داسي ديني اوسياسي اوي اجتماعي سركتونه هم وينو چي دوي ژبي سيرو دوق او خپروني ل او د انسان د ژوندانه اقتصادي
چاري هم د ژبو سره ښکاره او غټ اړیکی لری. به عنوان مثال : د یونانی ژبی او لیک دود خپریده په ټولو منځنۍ آسیایی سیمو کښی د اسکندر او دده د جانشینانو د سیاسی او جنگی نتیجه وه چی اوس ئې موږ ډبرلیکونه او ښکاره فرهنگ اولا اولا. ې پوری وینو او په بغلان او ای خانم کښی د یونانی ژبی او رسم الخط آثار را ایستل کیږی.
دغسي هم په تاريخ كښي وينو چي عربي ژبه د اسلامي عقيدې سره یوځای په اکثرو آسیایی او افریقایی مملکتو کښي داسي خپره سوه چـ تر لس قرنه ددغو سيمو علمي او فرهنگي او ادبي ژبه وه، او تر اوسه لاهم په ځينو سيمو کښي دغه مقام لري.
پښتو ژبه هم تر دغه قانون لندی دا دولس سوه کاله په پښتنو کښی د خبرو او ادب او لیک ژبه ده او اوس هم د افغانستان ملي او رسمي ژبه گڼل کيږي مگر په پخوانو زمانو کښي د اجتماعي او سياسي و عوامل ترتو لاندي موقعيت پ. نه وه حاصل سوې چی په هغه ډول وده او لویښت وکی لکه یوې ژبی ته چی ښائیده، چه ددربار او دفتر او ادب او فرهنگ ژبه عربی وه یا دری د پښتنو پوهانو اولیکوالو که به هم یا اخیست. ژبه تالیفونه کول کتابونه به ئې لیکل او شعرونه به ای ویل چی تراوسه لاهم دغه سلسله جاری ده، او د افغانستان د دری ژبی لوی لیکوال او شاعران پښتانه دی. حقیقت هم دادی چی پښتو ژبو افغانانو پښتو او دری یعنی دواړی خپلی ژبی منلی او روزلی دی او که پښتو غواړی نو دا هم د اوسنی ژوند یو مثبت تعلیمی او فرهنگي او ملي ضرورت دي.
زموږ د فکر او اندېښنې پیدایښت او لویښت په داسی فرهنگی چاپیر کښې سویدی چی د پښتو او دری ادبی روایات ئې دو تکړه پائې، لکه خوشحال او رحمان چی زموږ د ثقافی مانیو معمارانو دي دغسي هـ سنايي او جلال الدین بلخي او جامي پژنو، او ددوي د ادبي تخليقاتو سره ټينگه روحي علاقه لرو.
پښتو ژبي په داسي ثقافي محيط كښي نشوونما كړېده چي له فكري پله ئې ادبيات ډېر د دري ادبيات سره مشترك منابع او هدفونه لري، او له دې جهته ئې ډېر کلمات تعابير او را اصطلاحات سره موخوږ دي او. نو دی په سل کښی او یا هغه کلمات او اصطلاحات استعمالوی چی په دری ادب کښی همسته. د پښتوژبي د نشونما علل او د ادبي تخليقاتو منابع ئي داسي تحليل كولاي سو :
۱ کله چي پښتانه په اسلامي دوره کښي د مدنی اوفرهنگی ژونده سره اشنا کېدل نو په دغو وختو کښی یو آرټ او ښکلی اسلامی خراسانی فرهنگ دلته جوړ سوی ؤ او پښتانه هم د یو مسلمان او مجاهد قوم په فرهنگ په دغو دغو. فرهنگ هم دوي شرقا تر بنگاله خپور کي نو ځکه په پښتو کښي ددې فرهنگ نخښي هم په ادبي او هم فکري ساحه کښي ليدلي کيږي. مثلا د دری د مشهور شاعر یو مسرۍ ده:
از یک چراغ کعبه و بتخانه روشن است
رحمان بابا هم ددغه فکر تر اثر لندی داسي ویلي وو :
دا ځما د یار جلوه ده چی لیده سي
لکه لمر په صومعه په سومنات
۲ پښتو ادب په خپله قدیمه دوره کښی د حماسی آریایی ادب په غېږ کښی روزل کېدی او بیا د غزنویانو د دربار د قصیده سرایانو پر شاعرانو د فکر او ادبی تخلیقاتو اثرونه هم د غوریانو د دربار د قصیده ویونکو په وینا کښی ښه ښکاری. د امير کروړ اشعار خـو حماسي دي، مگر د اسعد سوري او ښکارندوي قصيدې د مدح او رثاء په شکل کښي کټ مټ د فرخي او منوچهري د قصيدو منظر نگاري سوي او مدحيه رنگ لري او داسي ښکاري چي دلته فرهنگيو چاپي فکري. چی دری او پښتو ادب په گډه هلته وده کوله او مشترک منبع ئې درلوده. مثلاً : د اسعد سوری د محمد سوری د ورنی قصیده دفرخی د سلطان محمود د مرثیې سره څنگ څنگ کښیږدو، نو ددوی په منځ کښی ډیر فکری او هنری مشابهتونه پیدا کیږی، او دا ښکاری چی. د دواړو شاعرانو ثقافی او فکری محیط ډېر سره نژدې ؤ.
په لسمه پېړۍ کښي چي پښتو ادب د روښانيانو په فکري او سياسي چاپېر کښي وده کوله، دلته نو ددې کار لپاره دوې داعیې موجودي وي، اول دا چي د سياسي زمان پلوه دو افغاني سلطنت اويو عظمت کو بيا. سوريانو او لوديانو شاهي او حماسي روايات له منځه وړي وو، نو ځکه روښانيانو ددغه بايللي عظمت د بيا موندلو لپاره مبارزه روانه کړي وه. دوهم داعیه دا وه چی ددېسیاسی مبارزې سره یو روحی حرکت د تصوف او دیندارۍ په شکل هم ملگری و، او روښانیانو د سیاست او روحانیت په سیوری کښی پښتو ادب هم راژوندی کاوه، نو روښان په خیر البیان او دده دروخووان. نظم اونثر په گډو یو راز مسجع نثر جوړ کی چی دعربی او دری د فني نثر له مكتبه سره شباهت لري. مگر یو قرن وروست خوشحال خان او دده کورنۍ د اوسنی نثر لیکلو اساس کښېښو، او بیا وروسته محمد هوتک او نورو لیکوالو دغه بنسټ لا. پسي ټينگ كي.
دشلم قرن په لومړنیو کلو کښی چی د نوی مدنیت او صنعت عصر اثرونه پښتونخوا ته را ورسدل نو د پښتو انشاء او لیکنه هم ورسره. واوښته او دغه اوښتنه موږ په دوه ډوله څېړو :،
۱ : د پښتو ليکني ظاهري او انشائي خوا:
چي د مولوي احمد جان او مولوي صالح محمد هوتک او بيا د سبيل خدمتگارانو اود بري او لري پښتونخوا د ليکوالو او پوهانو په همت د روښانيانو د ناوړيه مصنوعي او د ختههکو د نیمه معیوبه. راوگرځول سو چی هم اسانه وه او هم د پښتنو د حجرو له ژبی سره نژدې ؤ، او لیکوال خپل مطلب په داسی جملو کښی اداء کوی، چی هغه د ژبی د عمومي جریانه سره سم وې.
۲ د پښتو د ليکل سوو آثارو فكري او معنوي خوا هم په شلم قرن كښي واوښته د يوازي ديني او عقيدوي يا داستاني ياتصوفي مضامينو پر ځاي د وطن مينه د قوم ،اصلاح د بيدو خلكو ويښ دلي سوئد را در اروپا. ، او ژورناليستي ادب هم رواج ووموند د ترجمې له پلوه ډېر نوي فكرونه او نوي خبري را پيدا سوې. نو ځکه د اوسنی لیکوالو مخی ته هم فکر او هم د ظاهری سبک له پلوه ډېر لوی علم مسئولیتونه و درېدل او د پښتو ادب مخه هم له نظمه څخه د نثر خواته راو گرزېده اورده باید چی پـه پښوردی باید در پـه پښوردی بـیـد. هم پيدا سي، او د نوي علم ټول کتابونه په دې ژبه ولیکل سی یا ترجمه سی. اوس به نو زه تر دغي مقدمه وروسته د پښتو په ليك كښي ځيني د غور و خبري تاسي ته واوروم، او د هري خبري دپاره به ځيني نظاير هم له اوسني. ناوره نثره څخه دروښییم :
1 په ترکیب کښی د نورو ژبو له اثره ځان ژغورل:
هره ژبه ځانته خپل ترکیبی جوړښت لری، او لیکوال باید همیشه دغه د ژبی خپل ساختمانی نظام هېر نه کی زموږ اوسنی نثر په خطرناک ډول د دری انگلیسی، عربی تر اثر لاندی داسی راځی چی بتو بند مفردا. تعبیرونه په ناوړه ډول پخپله ژبه را ننه باسو او دا یو داسی ناروا حرکت دی، چی پښتو حقیقتا ډېره کرغېړنه کوي.
د مثال په توگه وایم : رول لوبوی، نقش لوبوی، نقش لری. دا ناوړه بدشکله او بدخونده تعبیرونه له کومی خوا پښتو ته را غلل ؟ دا خو انگریزی to play a Rolcڅخه په ناجایز ډول اول دری ټه راغلل رول مهم بازي کرد بیا چي دي مقلدانو جنابانو ولیدل چي ددوي په خبره خو دغه اهل زبان هم نه پوهیږي او هغه وايي چي رول بیا څځه بلا ده چي انسان بازۍ په کوی نو دې جنابانو لږ څه له تقلیده ځان وژغوری او د رول پرځای ئې بیا هم یوه عربی اجنبی کلمه نقش و دراوه چی دا تر هغه لا بتره سوه زموږ پښت مقالدانو هم ولی کمدل چی. تــر چـا پاته یو دې جنابانو نو قلم راواخیست او لیکي:
پلانی صاحب په دې کار کښی مهم رول لوبوی، یا پلانی صاحب په دی کار کښی مهم نقش پر اوږو لری ایا دغه سپک او ناوړه او بې خونده تعبیرونه د هگه پلانی صاحب توهین نه دی؟ چی په غونډه آن او تنه باز کوی، رول لوبوی، یا ئې پر اوږو باندی کوم نقش کړی. دی :
په انگلیسی کښی to take adecisionؤ ، دیسیژن په دری کښي مستعمله ضد کلمه بله نه درلوده نو لغت نویسانو ئې معنی تصمیم او فتوی قطع نامه تغییر نامه ولیکله کله چی د نالایق مترجم مخی ته دغه انگلیسی جمله راغله پلف هغه کلف . ترجمه کړه، تصمیم گرفت او دا ناوړه بدعت ئې دری ته راووست، چی پخوا کورټ نه و استعمال سوی. زموږ پښتون لیکوال چی دغه ولید نـو چـا مونده چی ما مونده فوراً ئې دغه په پښتو ترجمه کئ ،( تصمیم ئې ونیوه) مگر اینکه دغه ناروا او له ځانه جوړ سوي تعبيـر خلکـوته ووایو .هغه نو وايي چي دا تصمیم څه بلا ده چی هره ورځ ئي نیسي ؟ ولي ئي په پړی ټینګ نه تړی چي بیا نیولو ته اړ نه سي.
وظیفه را بعهده داشت ریاست کنفرانس را فلان بعهده داش دا دری تعبیرونه دی، زموږ مترجم صاحب چی قلم راواخیست نو ئې داسی ترجمه کی دا وظیفه ئې په غاړه وه، کنفرانس ریاست جمهوری د پلانی په غاړه دی !!! نه پوهېږو چی دا در تاوی دی؟ که اسپکاوی؟ دې فلانی صاحب څه شی په غاړه ځړولی دی؟ ښه داده. چی داسی ووایو : پلانی دا وظیفه درلوده، یا ئې دا وظیفه و او پلانی کنفرانس رئیس و، یا ئي دکنفرانس ریاست کاوه
دغسي ډيري نوري جملي دي چي د نورو ژبو اثر دورا پكښي ښكاري، لكه : دخبره تر بحث لاندي نيسي چي بايد داسي وي : دا خبره څيړي يا پرده خبره بحث كوي. بل ليكوال وايي : معنوي تاريخ له تاريخ څخ عبارت دي چي په پښتو بايد داسي ووايو : معنوي تاریخ هغه دی بل لیکونکی وای : افغانستان د نړۍ د گردو خلکو دپاره خلاص سو او یو زیات شمېر خلک لکه متخصصین، محققین، کارگران، ژورنالستان او گرځندوی افغانستان ته په رانگ شروع وکړه. په دې بیان کښی هم د فصاحت او هم د گرامر له پلوه بی نقص، ځکه خلاص سو که افغانستان ته راجع سی نو به مبهم ،وی، باید وویل سی: د افغانستان ور د نړۍ د خلکو پر مخ خلاص سو، او بیا یو زیات. شمبر خلک ... افغانستان ته په رانگ شروع وکړه، ماته گوده جمله ده، باید. ووایو : زیاتو خلکو افغانستان ته په رانگ شروع وکړه.
کله په جملو کښي حشو او زواید هم وي او که هغه حذف کو، نو جمله سپېڅلې پاتيږي، مثلا يو ليكوال ليكي : هغه وخت كښي د خوشحال خان پلار دوه ويشت كلن و د شهباز خان څه پاته و پته و ... جملو کي تر وخت وسته ظرفي ( کښي) زايد دي ځکه کله چي زماني ظرف راسي، نو هغه پخپله زماني کيفيت ښئي بلي ظرفي زماني ته نيازسته لکه زه سهار راغلم نوداسي نه وايو : زهار کيځه راغلم. چي د شهبازخان څلور زامن پاته سوي وه پخپله روښانه جمله ده، او اضافي (د) د نسبت او اضافت معنا څرگندوي او دا جمله د دري تر اثر لندي ده : از شهباز چهار فرزند باقي مانده بود په جمله بله کښي هم د يو او دپاره. زايد ښكاري واي : هغو كسانو چي د يوې ډيري مودي دپاره په افغانستان كښي استوگنه كړېده ، بايد داسي وليكو : هغه كسان چي ډېره مده په افغانستان كښي هستيدلي دي.
ترتیبات گرفتن د دری ژبی یوناوړه او محدث تعبیر دی، دې کرغېړن تعبیر پر پښتو داسی اثر ،وکی یو لیکوال وایی : او پښتانه د خپلو دفاعی ترتیباتو د نیولو دپاره شاوخوا غرونو ته وختل. دلته هم باید د نیول مصدر حذف سی، او ووایو پښتانه د خپلو دفاعی ترتیباتو دپاره شاوخوا غرونو ته وختل.
ترتیب کوم داسی شی نه دی چی هغه ونیول سی، بلکی کیږی، نو کې پر ځای ترتیب کول هم ووایو ښه به وی. په دری کښی هم ترتیبات گرفت بدعت ښکاری.
۲: د کلماتو پر خپل ځای تاکنه:
کله عام خلک داسی کلمات استعمالوی، چی د هغو استعمال په ادب کښی جواز نه لری، ادیب باید هره کلمه ذوق او د خپل انتخابی قوت په حکم، پر خپل ځای وټاکی او هلته ئې استعمال کړی. مترادفو کلمو تر منځ هغه انتخاب کی چی اصیله او غوره وی. مثلاً ځینی خلک وایی : پلانی سړی له خپله کلی څخه شړونکئ دئ. یعنی شړلئ سوئ دئ. شړونکی سری نفی سوئ دئ. دلته باید د لیکوال ذوق فاعل له مفعوله جلا کی او د شړونکی سړی پر ځای شړلی سړی ووايي.
په راډيو کښي اروو چي خپل ايوانان داسي وروزئ د ايوان كلمه د كوچني او واړه پ نهپله معناي يوه خورا عاميانه اصطلاح ده، په پښتو ئې په مقابل كښي څو كلمې لرو واړه، هلکان خيلکان کوچني، زنکي و کوپلي. خپل زیکی داسی وروزئ او دا کلمې ټول پښتانه پېژنی په معنی ئې پوهیږی. مگر ستاسي نيم د غربي ولاياتو پښتانه چي د ايوانانو كلمه واوري د ته به منتظر وي، چي راډيو وال د خرو او گويو د روزني خبري كوي، ايوان پښتو كلمه نه ده، بلكي معنوي مفغنه ده چي ځيني پښتانه ئي وایي نه گرد. مگر واړه کوچنیان هلکان داسی کلمې چی هر څوک په پوهيږي چي اصيله پښتو كلمه وي ولي به داسي كلمه استعمالوو، چي هغه د چارپاي معنا هم ورکوي؟ آیا دا د انسان مقام سپکاوی نه دی؟ که ئې عوام ووایی له هغو څخه څه گیله نسته مگر د لیک او راډیو ژبه باید مهذبه وي.
۳ : کله کله غلط ترکیبونه هم په نوشتو او د بازار په لوحو کښي حبيبي ليدل کيږي. مثلاً : د لیسه د نادریې لیسه، چی په خپله د نسبت معنی په حبیبیه او نادریه لیسه کښی پرته ده. او باید حبیبیه لېسه ، نادریه لېسه ولیکل سی نه علاوه بر دال ته نیازسته او نه د هغه گرامری عمل ته. البته که په ترکیب کښی تر عامل لندی راسی هلته د عامل اثر پر ښکاره کیږی لکه له حبیبې لېسې څخه راغلم، اما په مجرد اضافى شكل كښی حبیه لېسه کافى ده.
په بازاری لوحو کښی لیدل کیږی : د پاچا گل سلمانی؟ د نور محمد سلمانی؟ دا ترکیبی خو دا ښی، چی سلمانی صاحب فقط پاچا گل او نورمحمد ته مخصوص دی. دلته اضافی دال بالکل زاید دی او د پاچا گل او نور محمد شخصیت نه ښئی.
بل ځای لیکلی دی : د مرکزي قوا، چي پخپله مرکزي قوا اضافي مفهوم لري، بل اضافي دال ته نياز نسته. دغسي هم د انوري درملتون يا آنوري درملتون فرق لري كه د سړي نوم انور وي نو وايو انوري درملتون، او كه د مالك نسب انوري وي نو وايو : د انوري درملتون.
۴ کله په وینا او خبرو کښی د کلماتو اکسینټ یا حرکات ور اړوی، معنی ئې ورسره اوړی. مثلا : بڼه ( پرمرغ) بڼه ( رنگ روی) چي اول ئې دوه زور کیه او دوهم ئې دوه زوره لری، چی د اول جمع بنی او د دوهم دا بنې ده. دغسي هم اغزه، بشپړ، جوله غلط دي، دا ټکی باید اغیزه ، بشپړ او جوله ووایو.
کله د حروفو او اصواتو په تغییر د کلمې معنی بالکل اوړی، مثلاً : د ش - ښ - خ - په اړولو سره معانی داسی تغییر کوی : ښره (شوره) خره (توده) شور (زوږ) خور ( خواهر) ښور لانه مور دغسی هم شار ښار - خار درې کلمې دي اوبيلي معناوي لري. ږغ مطلق صوت دی، حال دا چی ژغ گغ دوه اسم صوته دی چی هر یو د خاص رغ حال ښکاره کوی او غږ هم خاص اسم صوت دی، چی پر هر ږغ نه اطلاق کیږی ژغهار گغهار - غرهار درې حالونه خاص ښ. او ږغ چی جلا لغت دی، ږغهار نه ځنی جوړېږی. :
۵: کله کله د بعضو جملو هم معنی غلطه،وی، اوهم صاحب ئې الفاظ غلت یو لیکوال د خپلی تاریخ دانی ثبوت داسی وی، کوی او په دې الفاظو
د کابل لومړنی اخبار شمس النهار نومېده چی مالیار ئي علامه سید جمال الدین افغان ؤ،او دښېر علیخان په وخت کښي خپرېده (۱۸۷۹-۱۸۶۳) لفظي او ادبي کمزوري ئي داده : چی يوه سړی څنګه دشمس النهار مالیار کیږي ؟ دا خو یو اخبار ؤ، چی باید چلوونکی یا لیکونکی یا مدیر یا مالک،ولری که ئې ځلوونکی لیکلی ؤ، بیا به هم موږ ویل چی د لمره سره څه تلازم لری.مالیار او لمر یا اخبار څه تناسب سره لری؟
د جملو معنی هم غلطه ده، هغه وخت چی شمس النهار خپریدی سید جمال الدین بالکل په افغانستان کښی نه و، او نه ئې د شمس النهار.
سره کوم تعلق درلود، نه ئې مالیار و اونه چلوونکی اونه خلوونکی امیر شیر علیخان لومړی پلا د جون په دولسمه ۱۸۶۲م پر تخته ۱۸۶۶ م له تخته ولاړ سو، او پر ځاى پاهو محمد کلوو په خان، امیر افضل. کښی شمس النهار نه ؤ خپور سویی دوهم پلا بیا دغه امیر له ۱۸۶۸ م څخه تر ۱۸۷۸م پوری شاهی کړده چی په دې دوره کښی شمس النهار خپرېدی او د ۱۲۹۰ ه = ۱۸۷الدین م کلونه وو،خو تر دے. له کندهاره بمبئ ته تللی دی او د شمس النهار د خپرېدو پر وخت دی په مصر کښی ؤ نو داسی ښکاری چی ښاغلی لیکوال هم تاریخ نه دی لوستی، او هم ئې د پښتو لیکنه نه ده زده، غلط غلط، معنی، انشاء. املاء غلط ژوندی مصداق دی.
اوس به نو زه ددې وينا په پاي کښي د پښتو ليکني لپاره یو څو کلمات وړاندي کم چي زما په فکر د ليکوالو دپاره ئې رعايت ضروري دی:
۱: د جملو په جوړښت کښی باید د ژبی محاوره، اداء، او ترکیبی لوازم هُر نه سي او په دې کار کښي په بزرگ اندازه د گردي پښتونخوا د محاوره جوړښت په يو ترجيحي ذوق او قريحه په و نظر. د لانده او وچ فرق سره وسی، هغه ترکیبونه غوره وگڼل سی، چی د پښتو گرامری ساختمان ئې منی. او سلیم ذوق ئې پر غوره توب حکم کوي.
۲:دکلماتو په استعمال کښي دي هغه غوره سي چي پښتو وي او اصالت ولري او که د نورو ژبو کلمات اخلو هغه به هم هغه كلمات وي چي د نور افغاني ژبو سره مشترک وي، مثلاً دکان یو داسي او کلمه ده چي هم هست. هم دری ژبي،
خلک په پوهیږی، ددې پر ځای هټۍ یو خالصـه هندی کلمه اخلو چی ځکه راوستل، او په دې فکر ئې په استعمال کښی ټینگار کول چی دا خو پښتو ده مناسبه نه ښکاري.
۳: که د کوم مطلب دپاره پښتو کلمه نه سي پيدا نو دلته به هغه کلمه دمخه په پښتو ادب کښي له دري يا عربي انتخابات څخه استعمال سويه وي، مثلاً که د ایلیکشن انگلیسی کلمې په مقابل کښی کومه پښتو کلمه غوره کو، کلمه غوره کو. هم ځکه لیکلای سو چی دغه کلمه اوس په همدغه معنی خلکو منلی او پژندل ده. لکه د اولسی جرگی ،انتخابات، د ښاروالو انتخابات. یا که د پارټۍ اروپایی کلمې په مقابل کښی د پښتو گوند وانه خلو ، نو هغه عربی حزب هم استعمالولای سو چی زموږ په دوهمه ژبه دری کښی هم لکه انتخابات د حزب کلمه دسیاسی پارس. دپاره پژندلې سوېده .
۴ پښتو ژبه په نغښته پښتونخوا کښی خاص اصطلاحات اوپه انگلیسی تعبیر اصطلاحات لری چی په لیکنو او د مقاصدو په ښکاره کولو کښی خورا په کار راځی او پر خپل است. مثلاً : خاشې پکښی ماتول، خاص اصطلاح ده، چی څوک د یوه کار په نه کېدلو کښی په مهارت ممانعت کوی، مگر په داسی ډول چی څوک نه په وپوهېږی، نو که موږ داسی ولیکو چی آزاد ملت خو خپلی. په دې کښی خاشی ماتویی. دا تعبیر هم خوږ او هم ادبی او هم د ژبی د مزاجه سره برابر دی.
۵کله په نورو ژبو کښی اصطلاحات خاص ،وی، چی مطالب خاص په څرگندول کیږی او که هغه کټ مټ راواخلو او استعمال ئي
کړو، نو مو ژبه او لیکنه به خونده کیږی. مثلاً که ولیکو : چی د انگلستان رول د مشترک بازار په تاسیس کښی ډېر دی، ښه به دا وی چی ووایو : د انگلستان برخه یا زیار د مشترک بازار په جوړولو کښی ډېره ده یا ډېر دی. د دری خاصه اصطلاح ده (آودرن دا که موږ وغواړو چی کټ مټ نیې واخلو نو په پښتو لاس ته راوړل نه ځنی جوړیږی، بلکی ) په لاس راوړل) همدغه مطلب لری. په خبرو کښی وایی : د پلانیو لښکرو قوماندان داسی امر لاس ته راوړی دی دلته عیناً د بدست آورده است ترجمه کول سهوه ده، باید ووایو : د لښکرو قوماندان ته داسی امر رسودلی دی، یا داسی امر ورته سوئ دی.
۶ د پښتو پر لیکنی زموږ راډیوی ژبه خورا ډېر اثر اچوی، سمعی تلقین دیوه نوکار مترجم لپاره بهترین او دوربین ده زموږ راډیو گانی هره ورځ د پښتو مضامین او خبرونه خپروي مگر ددوي لیکوال د پښتو پوښتۍ ورماتوي او بایدسړی ورته ووایي( ستا پښتو خو د پښتو پوښتۍ کړې ماتي). خلک داسی گمان کوی چی د راډیو ژبه ثقه او صحیحه ژبه ده، نوئې تقلید کوی، او ناوړه تعبیرونه او آداوی په ژبه کښی د ناپوهو نطاقانو او لیکوالو له خوا خپریږی. نو له دې جهته باید د راډیو ژبه تل ثقه او صحیحه وی چی او اورېدونکی گمراه نه کی د راډیو گنو ادارې باید په هفته یا میاشت کښی د ژبی یوگرام هم ولری، اوصی مسلم استادان دعوت کی چی د ژبی اوځو. درنه لهجه تصحیح او انتقاد کی او بېله دې چی د چا نوم واخلی، د نطاقانو او ليکوالو ادبي او ژبني نواقص ور وښني چي نور اورېدونکي د هغو تقليد ونه کي صحيح او سقيم سره بېل.
سي. دا یوازی د پښتو لپاره مفید کار نه دی، بلکی دری هم دغسی توجه غواړي.
پښتو ژبه او ددې نثر لیکنه اوس مخ پر انکشاف ده که په دغه اوسنۍ مرحله کښی احتیاط وسی او معیاری لار ورته وټاکله سی، ښای چی موږ په اینده کښی ښه او خوږ او متین نثر ولرو او. لیکوال هم د ژبی د پالني دپاره وروزو
باید چی د پښتو لیکنی ماهر استادان دې خواته توجه وکی او ژبه له يو خطرناک ادبي انحطاطه څخه وژغوري. (۱)